تایپي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
تایپي
(چينايي: 臺北)
(روسي: Тайбэй) (۲۵ اکتوبر ۱۹۴۵–)
(روسي: Тайхоку) (۸ مې ۱۸۹۵–۲۴ اکتوبر ۱۹۴۵)
(روسي: Тайбэй) (–۷ مې ۱۸۹۵)  د (P1448) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د تایپي انځور
د تایپي انځور
د تایپي انځور

تایپي
تایپي

Map
کورډېناټونه: ۲۵°۰۲′۱۵″شمال ۱۲۱°۳۳′۴۵″ختیځ / 25.0375°شمال 121.5625°ختيځ / 25.0375; 121.5625  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۱]
د رامنځته کېدو نېټه ۱۷۰۹  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هېواد تایوان (۲۵ اکتوبر ۱۹۴۵–)[۲][۳]
د جاپان سترواکي (۸ مې ۱۸۹۵–۲۴ اکتوبر ۱۹۴۵)  د (P17) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوی وېش تایوان (۲۵ اکتوبر ۱۹۴۵–)  د (P131) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلازمینه د:
تایوان (۷ ډيسمبر ۱۹۴۹–)  د (P1376) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پراخوالی
 • پراخوالی 271.7997 کیلومتره مربع  د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوړوالی 10 متر  د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نفوس شمېرنه 2603150 (۲۰۲۰)[۴]  د (P1082) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
وروستي مالومات
وخت زون نړيوال همغږی وخت +08:00  د (P421) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي ژبه چيني  د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوستخونې شمېره 100  د (P281) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سيمه ييز د زنګ کوډ 02  د (P473) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جيو کوډ 1668341[۵]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آی اېس او 3166 TW-TPE[۶]  د (P300) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خورلڼې ښارونه
هیوستون (۱۹۶۱–)[۷]
لوم (۱۹۶۶–)[۷]
مانيلا (۱۹۶۶–)[۷]
سيول (۱۹۶۸–)[۷]
کوتونو (۱۹۶۷–)[۷]
سان فرانسسکو (۲ فبروري ۱۹۷۰–)[۸]
تګوسیګالپا (۱۹۷۴–)[۷]
جده (۱۹۷۸–)[۷]
لاس انجلس (۱۹۷۹–)[۷]
ژوهانسبورگ (۱۹۸۲–)[۷]
پرتوریا (۱۹۸۳–)[۷]
لیلونګوه (۱۹۸۴–)[۷]
سان سلوادور (۱۹۹۳–)[۷]
وارسا (۱۹۹۵–)[۷]
داکار (۱۹۹۷–)[۷]
بانجول (۱۹۹۷–)[۷]
بیساو (۱۹۹۷–)[۷]
مبابانه (۱۹۹۷–)[۷]
اولان باتور (۱۹۹۷–)[۷]
مونروویا (۱۹۹۸–)[۷]
ماجورو (۱۹۹۹–)[۷]
ریګا (۲۰۰۱–)[۷]
آواګادوګو (۲۰۰۸–)[۷]
پراګ (۲۰۲۰–)[۷]
بلموپان (۲۰۱۹–)[۷]
کیتو (۲۰۱۶–)[۷]
کيېف (۳۰ مارچ ۲۰۲۳–)[۹]  د (P190) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه (Traditional Chinese)  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

تایپي په رسمي ډول د تایپي ښار د تایوان  پلازمېنه او یوه ځانګړې ښاروالۍ ده، چې په شمالي تایوان کې موقعیت لري او  د نوي تایپي ښار د ښاروالۍ یوه برخه ګڼل کېږي، چې د شمالي بندري ښار کیلونګ سویل لوېدیځ شاوخو۲۵ کیلومټرۍ (۱۶ میل) کې شتون لري. د ښار ډېری برخه  تایپي حوزه کې میشته ده ، چې یاده حوزه د کیلونګ او ژیندیان سیندونو نسبتا تنګو درو پورې محدودې دي، چې د ښار په لوېدیځه پوله کې د تامسوي سیند سره یوځای کېږي. د تایپي ښار نفوس ۲،۶۴۶،۲۰۴ اټکل شوی.  په نړۍ کې ۴۰م ترټولو ډېر نفوس لرونکی ښاري سیمه بلل شوي، چې د تایوان نږدې دریمه برخه اتباع په میټرو سیمه کې ژوند کوي.[۱۰][۱۱][۱۲]

تایپي د تایوان اقتصادي، سیاسي، تعلیمي او کلتوري مرکز او په ختیځه اسیا کې یو له مهمو مرکزونو نه دی او د یو نړیوال ښار په توګه ګڼل شوی. تایپي د یوې سترې تخنیکي صنعتي سیمې برخه ده، چې د ریل پټلۍ، لویې لارې، هوایی ډګرونه او بس لاینونه تایپي د ټاپو له ټولو برخو سره نښلوي. همدارنګه دSongshan  او Taoyuan. په نوم دوه هوایی ډګرونو هم لري. تایپي د نړۍ نامتو معماري یا کلتوري نښې لري، چې پکې د تایپي ۱۰۱، د چیانګ کای شیک یادګاري تالار، دالونډونګ باون معبد، هیسنګ تیان کانګ، د مانکا لونګشان معبد، د ملي ماڼۍ موزیم، د ولسمشرۍ دفتر ودانۍ او د تایپي میلمستون شامل دي. د ژیمینګ په شمول د پیرودلو نامتو ځایونه په تایپي کې شتون لري. طبيعي ځانګړتياوې لکه Maokong، Yangmingshan او ګرمې چينې هم د نړيوالو سيلانيانو پام ځان ته اړولې.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

په نړیواله کچه د تایوان د مبهم سیاسي دریځ له امله، د چین تایپي اصطلاح په مکرر ډول د ټول هېواد لپاره د مترادف په توګه کارول کیږي. په ځانګري ډول کله چې د تایوان دولتي استازي په نړیوالو سازمانونو کې ګډون کوي یا د تایوان ورزشکاران په نړیوالو سپورتي سیالیو کې برخه اخلي. 

د تایوان اقتصاد[سمول]

د تایوان د سوداګرۍ، مالي او ټکنالوژۍ مرکز په توګه تایپي په هېواد کې د چټک اقتصادي پرمختګ په مرکز بدل شوی او اوس مهال د ټکنالوژۍ او تخنیک په برخه کې یو له نړیوالو ښارونو نه ګڼل کېږي، چې دا پرمختګ د تایوان د معجزې یوه برخه ده، چې په ۱۹۶۰ لسیزه کې د بهرنۍ مستقیمې پانګونې وروسته په ښار کې د پام وړ پرمختګ لیدل کېږي. تایوان اوس یو پور ورکوونکی اقتصاد لري او د ۲۰۱۲ز کال د ډسمبر تر میاشتې پورې د ۴۰۳ میلیارد ډالرو نه ډېر د نړۍ ترټولو لوې بهرني اسعارو زېرمې لري.[۱۸][۱۹]

د اسیا د مالي ناورین سره سره، د تایوان اقتصاد د بشپړ کارګمارنې او ټیټ انفلاسیون سره په کال کې شاوخوا ۵ سلنه وده کوي. په ۲۰۱۴ ز کال کې د تایپي ناخالصه تولید ۳۲۷ میلیارد ډالرو ته رسېده. د اقتصاد پوهانو په وینا په ۲۰۱۳ز کال کې په تایپي ښار کې د سړي سر ناخالص کورني تولید په ختیځه اسیا کې له توکیو، سنګاپور، اوساکا او هانګ کانګ نه وروسته په پنځمه درجه کې و؛ خو د سیول، لندن او پاریس نه مخکې و. په ۲۰۱۵ز کال کې د سنګاپور (۹۰،۱۵۱امریکایي ډالره) او هانګ کانګ (  ۵۸،۳۲۲امریکایي ډالره ) نه وروسته په تایپي کې د سړي سر ناخالصه کورني تولیدات  ۴۴،۱۷۳ زره امریکایي ډالره و. په ۲۰۱۵ زکال کې د فایننشل ټایمز راپور پر بنسټ  تایپي یې د اقتصادي ظرفیت (دویم، له توکیو وروسته) او د سوداګرۍ دوستۍ (څلورم) له اړخه په لوړه کچه درجه بندي کړه. دا ښار د ۳۰ میلیاردانو کور دی، چې په نړۍ کې ۱۶م لوی ښار بلل کېږۍ او د ډېرو نړیوالو ښارونو لکه لاس انجلس او سیډني نه مخکې دی. همدارنګه د Business Insider د راپور له مخې په ۲۰۱۷ زکال کې تایپي د ټیکنالوژۍ له اړخه  په نړۍ کې پنځم مخکښ ښار ټاکل شوی، چې په اسیا کې ترټولومخکې دی. په داسې حال کې چېIESE Cities in Motion Index د راپور له مخې تایپي په نړۍ کې د ټیکنالوژۍ له پلوه ځیرک ښار بلل شوی.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د تایپي پراختیایي ساحو کې د معلوماتو او مخابراتو ټیکنالوژي (هارډویر او سافټویر)، بایو ټیکنالوژي، عمومي سوداګرۍ ( عمده پلور / پرچون) ، مالي خدمات او د MICE صنعتونه شامل دي. د هېواد ډېری لوی شرکتونه لکه Acer Computers، Asus، CTBC Bank، Fubon Financial Holding، Tatung Company، D-Link تایپي کې  میشت دي. د ( 500 Global Fortune) ۵ شرکتونه په تایپي کې مرکزي دفترونه لري.  دا ښار ډېری ګڼ ملیتي شرکتونه، نړیوال مالي موسسې، بهرنۍ قونسلګرۍ او سوداګریز سازمانونه هم جذبوي ترڅو یاد ښار کې اډې جوړې کړي. له همدې امله، تایپي نږدې ۳۵۰۰ ثبت شوي بهرنۍ سوداګرۍ لري او په تایوان کې ۵۰ سلنه نه ډیر د بهرنۍ پانګونې جذبوي. بهرني شرکتونه چې په تایپي کې دفترونه یا سیمه اېز مرکزي دفترونه لري دا دي: ګوګل، مایکروسافټ، IBM، Intel، HSBC، Citibank، Facebook، Amazon، Apple، JP Morgan، PwC او داسي نور.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

ډېری بهرني او مالي شرکتونه د تایپي په مرکزي سوداګرۍ سیمه کې یعنې د Xiny ځانګړې سیمه کې میشتېدل خوښوي. په ورته وخت کې، د ټیکنالوژۍ او بریښنا ډېرۍ شرکتونه د نیهو ټیکنالوژۍ پارک یا نانکانګ سافټویر پارک کې میشتې دي. یوازې په ۲۰۱۸ زکال کې مایکروسافټ په تایپي کې د مصنوعي پوهه د څېړنې او پراختیا مرکز جوړولو لپاره د ۳۴ میلیون ډالرو پانګوونې پلان اعلان کړ، په داسې حال کې چې ګوګل اعلان وکړ چې دا به ۳۰۰ کسان په دنده وګوماري او ۵۰۰۰ نورو کسانو ته د ماشینونو لپاره د مصنوعي پوهه په هکله روزنه ورکړي. تایپي په اسیا کې د ګوګل ترټولو لوی انجینري سیمه ګڼل کېږي. د ۲۰۱۶زکال د نړیوال سوداګرۍ پراختیا شاخص له مخې، د تایپي د سوداګرې روحیه په ټوله نړۍ کې شپږم او په اسیا کې لومړی ځای درلوده.

ګرځندوی د محلي اقتصاد یوه کوچنۍ خو د پام وړ برخه ده، چې په ۲۰۰۸ زکال کې یې شاوخوا ۳ میلیونه نړیوال سیلانیان درلودل. تایپي ډېر سیاحتي ځایونه لري او د تایوان د ۶.۸ میلیارد ډالرو سیاحت صنعت کې د پام وړ مرسته کوي.[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

کلتور[سمول]

ګرځندوی[سمول]

ګرځندوی د تایپي د اقتصاد لویه برخه ګڼل کېږي. لکه څنګه چې په ۲۰۱۳ زکال کې له ۶.۳ میلیون نه زیاتو بهرني سیلانیانو د تایپي نه لیدنه کړې وه او په دې ډول تایپي په نړۍ کې ۱۵م ترټولو لیدل شوی ښار په توګه وپېژندل شو. د سيلانيانو راتګ په ۲۰۱۳ز کال کې د دغه ښار اقتصاد ته ۱۰.۸ میليارده ډالره مرسته وکړه، چې په نړۍ کې نهم او د چينایي ژبو هېوادونو په منځ کې تر ټولو لوی ښار وبلل شو.[۳۸][۳۹]

د نمانځنې ځایونه او موزیمونه[سمول]

د چیانګ کای شیک ملی یادګار ودانۍ د چین د جمهوریت پخوانی ولسمشر جنرال چیانګ کای شیک په یاد جوړ شوی، چې یو مشهور یادګاري نښه او د سیلانیانو د جذبولو نامتو ځای بلل کېږي.[۴۰]

د تایوان ملی موزیم  له ۱۹۹۹ز کال راهیسې یې په دغه نوم یاد شوی. دا د تایوان تر ټولو پخوانۍ موزیم دی، چې د ۱۹۰۸ زکال د اکټوبر په ۲۴مه د تایوان ـ جاپان استعماری حکومت ( ۱۸۹۵ - ۱۹۴۵ زکلونو) د تایوان د موزیم په توګه جوړ شو.[۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

د تایپي د ښکلی هنرونو موزیم په ۱۹۸۳ زکال کې په تایوان کې د لومړنی موزیم په توګه جوړ شو، چې عصری هنر ته وقف شوی و او د یاد موزیم زیاتره هنري کارونو د ١٩٤٠ز کال راهیسې د تایوانی هنرمندانو له خوا  جوړ شوي دی، چې له ۳۰ نه زیات هنری کارونه په ۱۳ برخو کې تنظیم شوی دی.[۴۵]

په ۲۰۰۱ زکال کې د تایپي د معاصر هنر موزیم په توګه یو نوی موزیم پرانستل شو، چې دا موزیم په هغه ودانۍ کې دې چېرې چې پخوا به د تایپي ښار دولتي دفترونه په کې ځای پر ځای شوي و.[۴۶]

تایپي ښار یوه ځانګړې[سمول]

تایپي ښار یوه ځانګړې ښاروالی ده چې په مستقیم ډول د اجراییه یوان( مرکزی حکومت ) تر څارلاندې ده. دا مقام څلور کلنه موده لري او د خلکو مستقیمو رایو په واسطه ټاکل کېږی. چن شوئی بین لومړی ټاکل شوی ښاروال د ډیموکراټیک مترقی ګوند نه و.[۴۷][۴۸][۴۹]

سرچينې[سمول]

  1.   د (P402) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ "د تایپي اړوند په اوپن‌سټرېټ‌مېپ کي". OpenStreetMap. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۲۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |تاريخ الوصول= (مساعدة)
  2. archINFORM location ID: https://www.archinform.net/ort/5192.htm — د نشر نېټه: ۶ اگسټ ۲۰۱۸
  3. GNS Unique Feature ID: https://geonames.nga.mil/gn-ags/rest/services/RESEARCH/GIS_OUTPUT/MapServer/0/query?outFields=*&where=ufi+%3D+-2637882 — د خپرولو نیټه: ۱۱ جون ۲۰۱۸
  4. https://www.stat.gov.tw/ct.asp?mp=4&xItem=47698&ctNode=549
  5. پیوستون : 1668341  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  6. پیوستون : d7089183-0ad8-42f1-b6e4-fff99ee6d1bf  — خپرونکی: MetaBrainz Foundation
  7. https://english.sec.gov.taipei/cp.aspx?n=2789B64DFDD8B838
  8. https://english.sec.gov.taipei/cp.aspx?n=2789B64DFDD8B838&s=71DCD83AD107CA5D
  9. https://kyivcity.gov.ua/kyiv_ta_miska_vlada/pro_kyiv/mista-pobratimi_z_yakimi_kiyevom_pidpisani_dokumenti_pro_poridnennya_druzhbu_spivrobitnitstvo_partnerstvo/
  10. "Taipei" Archived 8 December 2017 at the Wayback Machine.. Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  11. "Taiwan-U.S. Relations". Taipei Economic and Cultural Representative Office in the United States. 4 December 2021. مؤرشف من الأصل في ۲۵ نومبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Taipei City Government: Home – I. Geographic Overview". Taipei City Government. 23 October 2006. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ ډيسمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اگسټ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. 鄉鎮市區人口及按都會區統計. Taiwan Ministry of Interior. December 2015. مؤرشف من الأصل في ۰۹ ډيسمبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. 鄉鎮市區人口及按都會區統計. Taiwan Ministry of Interior. December 2015. مؤرشف من الأصل في ۰۹ ډيسمبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Methods and Term Definitions". Directorate General of Budget, Accounting and Statistics. مؤرشف من الأصل في ۱۲ ډيسمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اگسټ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "The World According to GaWC 2020". GaWC - Research Network. Globalization and World Cities. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په April 2013 باندې). Taiwan tech industry faces up to South Korea's Samsung.
  18. Kwok, R. Yin-Wang (2005). Globalizing Taipei: the political economy of spatial development. Routledge. د کتاب پاڼې 163. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-415-35451-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "National Statistics, Republic of China – Latest Indicators". Directorate General of Budget, Accounting and Statistics. مؤرشف من الأصل في ۲۷ اپرېل ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په 22 January 2015 باندې). Global Metro Monitor. Brookings.
  21. "Archived copy". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  22. "亞太未來都市排名 台北僅次新加坡東京". مؤرشف من الأصل في ۱۳ جنوري ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Archived copy". مؤرشف من الأصل في ۱۹ ډيسمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  24. admin@hurun.net. "Hurun Report - Details". www.hurun.net. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ مارچ ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. . The 25 most high-tech cities in the world. Business Insider.
  26. "IESE Cities in Motion Index 2017 | Cities in Motion". blog.iese.edu (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ جولای ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Fortune Global 500 List 2017: See Who Made It". Fortune (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۱۸ جولای ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "ITO Invest Taipei". invest.taipei. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ جولای ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. . Why Google, IBM & Microsoft Are All Expanding in Taiwan This Year. Forbes.
  30. "Google expands in Taiwan, its top Asian R&D hub". Nikkei Asian Review (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ جولای ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "ITO Invest Taipei". invest.taipei. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ جولای ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Taiwan Startups". AngelList. مؤرشف من الأصل في ۲۷ فبروري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "I just downloaded the GSER 2018 by @startupgenome". startupgenome.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  34. 歷年觀光外匯收入統計. Tourism Bureau, Ministry of Transportation and Communication. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. 97年臺閩地區主要觀光遊憩區遊客人次月別統計. Tourism Bureau, Ministry of Transportation and Communication. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "Euromonitor International's Top City Destination Ranking". 20 January 2010. مؤرشف من الأصل في ۰۵ مارچ ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. (په 14 July 2010 باندې). Taiwan's tourism revenue on the rise: survey. Focus Taiwan News Channel
  38. (په 9 July 2014 باندې). Taipei makes list of world's top 15 tourist destinations: survey. Focus Taiwan News Channel
  39. "2014 Global Destination Cities Index" (PDF). MasterCard. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۶ سپټمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "National Chiang Kai-shek Memorial Hall". 5 May 2009. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ اپرېل ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "Taipei's National Palace Museum". BBC. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ نومبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جون ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. (په 3 June 2007 باندې). Ancient China's treasures go digital.
  43. (په 3 June 2007 باندې). Ancient China's treasures go digital.
  44. "National Taiwan Museum: History". National Taiwan Museum. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ اپرېل ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. "The History of memorial hall". National Dr. Sun Yat-sen Memorial Hall. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ اپرېل ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. "From History to Contemporary". Museum of Contemporary Art Taipei. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ فبروري ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. Kwok, R. Yin-Wang (2005). Globalizing Taipei. Routledge. د کتاب پاڼې 201. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-415-35451-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. (په 26 December 2014 باندې). New mayors, commissioners sworn in. Taipei Times.
  49. (په 10 December 2006 باندې). Taiwan Leader's Party Wins in Mayoral Vote, but Recount Is Sought.