وارسا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
وارسا
بە پۆڵەندی: Warszawa
2017-05-27 Plac Zamkowy w Warszawie 1.jpg
بنسټ ايښودنه۱ی جنوري ۱۳۰۰
Native labelWarszawa
Official languageپولينډي ژبه
لووچهاروپا
هېوادپولنډ
Capital ofپولنډ
ځاي د هيواد په برخه کېماسوویان
کوارډينېټي موقعيت۵۲°۱۳′۴۸″N ۲۱°۰′۴۰″E
Office held by head of governmentMayor of Warsaw
د حکومت مشرRafał Trzaskowski
د وگړو شمېر۱٬۸۶۰٬۲۸۱
Elevation above sea level۱۰۳ متر
Located in time zoneيو ټي سي ٠١:٠٠+، یوټی‌سی ۲:۰۰+
واک ورپاته کيدنه لهWarsaw County (1999–2002)
Significant eventtown privileges، destruction of Warsaw
Present in workCivilization V
IPA transcriptionvarˈʂava
سيمه۵۱۷٫۲۴ کیلومتره مربع
پوستي کوډ00-000
رسمي وېبځیhttps://www.um.warszawa.pl/
Flagflag of Warsaw
Economy of topiceconomy of Warsaw
Category for honorary citizens of entityCategory:Honorary citizens of Warsaw
Local dialing code22
Licence plate codeWA, WB, WD, WE, WF, WH, WI, WJ, WK, WN, WT, WU, WW...A/C/E/X/Y, WW...F/G/H/J/W, WW...K/L/M/N/P/R/S/U/V, WX...Y, WX, WY

وارسا، چې رسمي نوم یې د وارسا د پلازمینې ښار دی، د پولنډ پلازمینه او تر ټولو ستر ښار دی. دا ستر ښار د پولنډ په ختیځ مرکزي سیمه کې د ویسټولا د سیند پر سر پروت دی او د وګړو شمېر یې په رسمي توګه ۱.۸ میلیون وګړو او په پراخ میتروپولیټن سیمه کې ۳.۱ میلیون وګړو ته رسیږي، چې په دې سره په اروپايي ټولنه کې وارسا د زیات وګړو لرونکو پلازمینو په کتار کې په ۷ ځای راځي. د دې ښار مساحت ۵۱۷ کیلومتر مربع (۲۰۰ مایل مربع) ده او ۱۸ برخې لري، په داسې حال کې چې ښاري سیمه ۶۱۰۰ کیلومتر مربع (۲۳۵۵ مایل مربع) ده. وارسا یو نړیوال الفا ښار، یو ستر کلتوري، سیاسي او اقتصادي مرکز او د دې هېواد پلازمینه ده. د دې ښار لرغوني تاریخي سیمه د یونیسکو د نړیوال میراث په فهرست کې شامل دی.[۱][۲][۳]

د وارسا رېشه په مازوویا کې د کب نیوونې یوه واړه ښار ته ورګرځي. دغه ښار د شپاړسمې پېړۍ په وروستیو کې، کله چې درېیم زیګیزمونډ تصمیم ونیو چې د پولنډ پلازمېنه او سلطتني دربار له کراکوف څخه وارسا ته ولیږدوي، شهرت وموند. وارسا تر ۱۷۹۵ ز کال پورې د پولنډ-لیتوانیا د ټولګټو هېواد پلازمېنه وه او له هغه را وروسته بیا د ناپلیون د وارسا د ډوک پلازمېنه وه. نولسمې پېړۍ او صنعتي انقلاب د دې ښار د اوسېدونکو شمېر زیات کړ او په دې سره دا د اروپا یو له تر ټولو زیاتو وګړو لرونکو ښارونو څخه شو. له هغه را وروسته کله چې وارسا د خپلې ښایسته معمارۍ او بلوارونو له کبله مشهور شوی و، په ۱۹۳۹ ز کال کې د دویمې نړیوالې جګړې په پیلیدو سره بمبار او محاصره شو. د دې ښار زیاتره تاریخي سیمې په ۱۹۴۳ ز کال کې د ګیټو د پاڅون او په ۱۹۴۴ ز کال کې د وارسا د عمومي پاڅون په ترڅ کې په سیستماتیک ډول سره ویجاړ او د هغه متنوع جمعیت له منځه ولاړ.[۴]

په وارسا کې دوه نړیوال هوايي ډګرونه فعالیت لري، چې تر تولو ډېر بېروبار لرونکی یې د وارسا شوپن دی او د وارسا موډلین هوايي ډګر بیا د ارزان قیمته هوايي شرکتونو لپاره ځانګړی شوی دی. په دې ښار کې د عامه ترانسپورت په فعالو خدماتو کې د وارسا مترو، بس، ښاري ریل ګاډی او د تراموا پراخه شبکه شاملیږي. دغه ښار د څېړنې او پراختیا، د سوداګرۍ د بهیر د اوټ سورس کولو او د معلوماتي تیکنالوژۍ د اوټ سورس کولو یو عمده مرکز دی. د وارسا د اسعارو د راکړې ورکړې مرکز په مرکزي او ختیځه اروپا کې تر ټولو ستر او ډېر مهم مرکز دی. Frontex او د بهرنیو پولو د امنیت لپاره د اروپايي ټولنې اداره او همداشان ODIHR، کوم چې په اروپا کې د امنیت او همکارۍ د موسسې اصولي ادارې دي، د دې ټولو مرکزونه په وارسا کې دي. له فرانکفورټ او پاریس سره یو ځای، وارسا په اروپايي ټولنه کې له هغو ښارونو څخه ده چې زیات شمېر دنګې ودانۍ لري، په داسې حال کې چې د وارسو ماڼۍ تر ۲۰۲۲ ز کال پورې په اروپايي ټولنه کې یوه له تر ټولو جګه ودانۍ ده.[۵][۶][۷]

په دغه ښار کې د پولنډ د علومو اکاډمي، د فیلارمونیک ملي ارکسټر، د وارسا پوهنتون، د وارسا د تکنالوجۍ پوهنتون، ملي موزیم، د زاختا د هنرونو ګالري او د وارسا ستر تیاتر موقعیت لري چې دا تیاتر په نړۍ کې یو له تر ټولو سترو تیاترونو څخه ګڼل کېږي. بیارغول شوی لرغونی ښار، چې د هر ډول معمارۍ سبک او د اروپايي تاریخې دورې بېلګې په ځان کې لري، په ۱۹۸۰ ز کال کې د یونیسکو له خوا د نړیوال میراث په توګه ثبت شو. د معمارۍ اصلي نورې جاذبې عبارت دې له سلطنتي کلا او د پاچا زیګیزمونډ سمبولیکه پایه، د ویلانوف ماڼۍ، په جزیره کې جوړه شوې ماڼۍ، د سنټ جان جامع کلیسا، د اصلي بازار څلورلارې او همداشان بې شمېره کلیساګانې او عمارتونه چې د سلطنتي واټ پر غاړه ودانې شوي دي. وارسا له رونق څخه ډک هنرونه او د کلپ ځایونه، خوندور رستورانتونه او سترې ښاري شنې سیمې لري، چې د دې ښار یو پر څلورمه خاوره کې پارکونه جوړ شوي دي.[۸][۹][۱۰][۱۱]

نوم او نښان[سمول]

په پولنډي ژبه کې د وارسا نوم Warszawa ده. په نورو پخوانیو نومونو کې کېدای شي د Warszewa، Warszowa، Worszewa یا Werszewa نومونه شامل واوسي. د همدې نوم اصلي سرچینه ناڅرګنده ده او تر اوسه په دې اړه کوم معلومات نشته. په اصل کې Warszawa د هغه کوچني هستوګنځي نوم و چې د ویستولا سیند پر غاړه به یې کبان نیول. یوه تیوري وايي چې Warszawa یعنې «په Warsz پورې تړلی»، Warsz د زړې پولنډې ژبې له مخې د Warcisław د نوم مذکر لنډ شوی نوم دی، چې د ایتمولوژي د علم له اړخه له Wrocław سره تړلی دی. که څه هم د پای -awa توري د یوه ستر ښار لپاره په ځای نه ښکاري؛ د پولنډ د ښارونو نومونه له شخصي نومونو څخه را اخیستل شوي دي، چې په معمول ډول په -ów/owo/ew/ewo سره پای ته رسیږي ( د بېلګې په توګه Piotrków یا Adamów).[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

عامیانه ایتمولوژي د دې ښار نوم له Wars او Sawa سره تړلی بولي. په دې اړه ګڼ روایتونه شته، چې د یوه روایت له مخې، ساوا یوه سمندري پري وه چې په ویسټولا کې یې ژوند کاوه او د وارس په نوم کب نیوونکي زړه پرې وبایلود. په حقیقت کې، Warsz د ۱۲مې/۱۳مې پېړۍ یو اشراف و، چې د نننۍ ورځې مارینشتات په سیمه کې د یوه کلي څښتن و. د ښار رسمي بشپړ نوم miasto stołeczne Warszawa (د وارسا ولایت مرکز) دی.

د وارسا د ښار اصلي اوسېدونکې ته Varsovian وايي، چې په پولنډي ژبه کې warszawiak،  warszawianin(نارینه)، warszawianka (ښځینه) او warszawiacy او  warszawianie(جمع) نومونه دي.

تاریخ[سمول]

۱۳۰۰- ۱۸۰۰کلونه[سمول]

د نننۍ ورځې د وارسا په سیمه کې تر ټولو لومړنی پخه او کلکه هستوګن سیمه په بروډنو (۹/۱۰ پېړۍ) او جازډو (۱۲/۱۳ پېړۍ) کې و. د نږدې قبایلو او ډوکانو له بریدونو وروسته، د کب نیوونې په یوه واړه کلي (وارشزووا) کې یو بل نوی پوخ ښار جوړ شو. د پلوک شهزاده، د ماسویا دویم بلوسلاو، د نننۍ ورځې عصري ښار د ۱۳۰۰ ز کال شاوخوا جوړ کړ او تر تولو لومړنی تاریخي سند چې د یوې کلا د شتون خبره تاییدوي، ۱۳۱۳ ز کال ته ورګرځي. په ۱۹۳۰ ز کال کې د سنټ جان د جامع کلیسا په بشپړیدو سره، وارسا د مازویا د ډوکانو پر یوې څوکۍ باندې بدل شو او په ۱۴۱۳ ز کال کې په رسمي ډول د مازویا د ډوکانو پلازمېنه شوه. له هغه وروسته د دې ښار اقتصاد زیاتره پر لاسي صنایعو یا سوداګرۍ باندې ولاړ و او هغه وخت په دې ښار کې نږدې ۴۵۰۰ کسانو ژوند کاوه.[۱۶]

د پنځلسمې پېړۍ په اوږدو کې، د دې ښار اوسېدونکو له دې ځایه کډه وکړه او د ښار د شمالي دیوال خوا ته خواره واره شول چې یوه خپلواکه سیمه یې جوړه کړه او د دې ښار نوم نوی ښار کېښود. شته لرغونی ښارګوټی بالاخره د لرغوني ښار په نوم مشهور شو. دې دواړو ښارونو د ښار منشور او خپلواکې شوراګانې درلودي. له دې نوي ښار څخه د جوړیدو موخه، زاړه ښار ته د نویو کسانو راتګ و چې اجازه یې نه درلوده تر څو په زاړه ښار کې ژوند وکړي، په تېره بیا یهودان. د دې دواړو ښارونو تر منځ ټولنیز او مالي اختلافات په ۱۵۲۵ ز کال کې د لنډې مودې جګړو لامل شو. د درېیم یانوش له ناڅاپي مړینې او د سیمه ییزو ډوکانو له انقراض نه وروسته، مازویا په ۱۵۲۶ ز کال کې د پولنډ له پاچاهي سره یو ځای شو. د پولنډ د لومړي زیګزیمونډ ښځه، بونا سفورزا، پر وارسا باندې د پولنډ د واک چلولو په خاطر ډوک ته د زهرو په ورکولو له پراخ تور سره مخ شوه.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. "Journal of Laws of Poland, position 1817, 2018". مؤرشف من الأصل في ۳۰ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "The World According to GaWC 2020". GaWC – Research Network. Globalization and World Cities. مؤرشف من الأصل في ۲۴ اگسټ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Population on 1 January by age groups and sex – functional urban areas". Eurostat. مؤرشف من الأصل في ۰۳ سپټمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Warsaw – Phoenix City Rebuilt From the Ashes". youramazingplaces.com. 26 December 2014. مؤرشف من الأصل في ۲۴ ډيسمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Warsaw Stock Exchange, Poland, stocks, investing online – Fio bank". مؤرشف من الأصل في ۰۹ اپرېل ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Warsaw: The Region's Key Market". Warsaw Capital Market Summit 2015. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ ډيسمبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. James Newman, المحرر (2015). "Europes Top Skyscraper Cities". The Top 500. SkyscraperNews.com. مؤرشف من الأصل في ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "The Grand Theater in Warsaw: one of the largest theatres in Europe and one of the biggest stages in the world –". communications-unlimited.nl. 27 May 2016. مؤرشف من الأصل في ۰۶ اپرېل ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. WorldlyTraveller (10 May 2016). "Warsaw, City of Classical Music and Varied Architecture in Poland – Worldly Resort". مؤرشف من الأصل في ۱۰ مې ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Skoczeń, Paulina. "Warsaw is a green city". مؤرشف من الأصل في ۰۹ اپرېل ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Charly Wilder (په 23 December 2015 باندې). 36 Hours in Warsaw, Poland. The New York Times.
  12. Samuel Bogumił Linde, Slownik jẹzyka polskiego (1808)
  13. Julian Weinberg, Polacy w Rodzinie Sławian (1878)
  14. "Online Etymology Dictionary". etymonline.com. مؤرشف من الأصل في ۲۳ سپټمبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Babik, Zbigniew (31 December 2015). "Pre-Slavic toponomastic layer of Northern Mazovia: corrections and addenda (the Narew drainage)". Linguistica 55 (1): 29–46. doi:10.4312/linguistica.55.1.29-46. http://revije.ff.uni-lj.si/linguistica/article/view/6271. Retrieved 26 May 2017. 
  16. Dobrosław Kobielski (1984). Widoki dawnej Warszawy (Views of Old Warsaw) (په پولش ژبه کي). Warsaw: Krajowa Agencja Wydawnicza. د کتاب نړيواله کره شمېره 83-03-00702-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Davies, Norman (2005). God's Playground (الطبعة 2). Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-925339-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Mało czarujący koniec Piastów mazowieckich – Kwartalnik Przekrój". przekroj.pl. مؤرشف من الأصل في ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Fragment szaty książąt mazowieckich". Muzeum Warszawy. مؤرشف من الأصل في ۰۸ اگسټ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Dobrosław Kobielski (1984). Widoki dawnej Warszawy (Views of Old Warsaw) (په پولش ژبه کي). Warsaw: Krajowa Agencja Wydawnicza. د کتاب نړيواله کره شمېره 83-03-00702-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)