Jump to content

تایوان

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
  
تایوان
تایوان
تایوان
بیرغ
تایوان
تایوان
نښان

تایوان
تایوان

ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۲۴°شمال ۱۲۱°ختیځ / 24°شمال 121°ختيځ / 24; 121   ويکيډاټا کې (P625) ځانګړنې بدلې کړئ[۱]
پراخوالی 36193 کیلومتره مربع   ويکيډاټا کې (P2046) ځانګړنې بدلې کړئ
پلازمېنه تایپي   ويکيډاټا کې (P36) ځانګړنې بدلې کړئ
مشرتابه
حکومت ډول ولسواکي   ويکيډاټا کې (P122) ځانګړنې بدلې کړئ
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
خپلواکۍ نېټه
د عمر محدودیتونه
د واده عمر 20 کلن   ويکيډاټا کې (P3000) ځانګړنې بدلې کړئ
بې کارۍ کچه 3.39 سلنه (۳۱ مې ۲۰۲۴)[۲]  ويکيډاټا کې (P1198) ځانګړنې بدلې کړئ
اوسط عاید
نور مالومات
بېړنۍ ټليفون
شمېره
۱۱۲   ويکيډاټا کې (P2852) ځانګړنې بدلې کړئ
تګلوری ښي لورۍ   ويکيډاټا کې (P1622) ځانګړنې بدلې کړئ
رسمي وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه،  اود تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
هېواد کوډ TW  ويکيډاټا کې (P297) ځانګړنې بدلې کړئ
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +886  ويکيډاټا کې (P474) ځانګړنې بدلې کړئ
Map

ټایوان په رسمي ډول د چین جمهوریت (ROC) په ختیځهاسیا کې یو هېواد دی چې په شمال لوېدیځ کې له چین (PRC)، شمال ختیځ ته له جاپان او په سویل کې له فیلیپین سره سمندري پولې لري. د ټایوان اصلي ټاپو چې پخوا د فورموسا په نوم پېژندل کېده، ۳۵۸۰۸ مربع کیلومتره  مساحت لري. پلازمېنه یې ټایپي ده، چې د نوې ټایپي او کیلونګ سره یوځای د ټایوان تر ټولو لوی ښارګوټی جوړوي. نور لوی ښارونه یې کاهسینګ، تایچونګ، تای نان او تاو یوان نومېږي. د ۲۳.۴۵ میلیوننو اوسېدونکو په لرلو سره تایوان په نړۍ کې له ډېر نفوس لرونکو هېوادونو نه شمېرل کېږې.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

نوم

د ټایوان ټاپو لپاره بېلابېل نومونه کارول شوي چې هر یو د یوې ځانګړې تاریخي دورې په لړ کې د څېړونکو یا واکمنانو نه اخیستل شوي. د فورموسا نوم په تاريخي ډول۱۵۴۲ز کال پورې اړه لري او هغه مهال د یاد ټاپو لپاره وکارول شو،  کله چې پرتګالي سیلانیانو یو ناڅرګنده ټاپو ولید، نو په نقشه کې یې د ښکلا ټاپو (Beautiful Island) په توګه یاده کړ.[۱۷][۱۸][۱۹]

د ۱۷مې پېړۍ په لومړیو کې د هالنډ ختیځ هند شرکت په فورټ زیلانډیا کې د "ټایوان" په نوم ساحلي شګو کې سوداګریزه پوسته جوړه کړه، چې د "ټایوان" عصري کلیمه هم له همدې نوم نه اخیستل شوې ده.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

جمهوریت

د چین جمهوریت پوځ د ملي انقلابي پوځ نه سرچينه اخلې چې د سن یات سین له خوا په ۱۹۲۵ز کال کې په ګوانګ دونګ کې د چین د بیا یوځای کولو په موخه رامنځته شو. کله چې د خلکو د آزادۍ پوځ د چين کورنۍ جګړه وګټله، د ملي انقلابي پوځ ډېره برخه د حکومت ترڅنګ ټايوان ته ولاړه. ټایوان او متحده ایالاتو په ۱۹۵۴ز کال کې د چین-امریکا متقابل دفاعي تړون لاسلیک کړ او د متحده ایالاتو د ټایوان دفاعي قومانده یې تاسیس کړه، چې له مخې یې په ټایوان کې شاوخوا ۳۰۰۰۰ امریکایي سرتیري تر هغه پورې ځای پر ځای شول چې ،متحده ایالاتو په ۱۹۷۹ز کال کې له چین سره ډیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړې.[۳۱]

نن ورځ ټايوان يو ستر او د ټکنالوژيۍ له پلوه پرمختللی پوځ لري. ټایوان دغه پوځ د چين د ولسي جمهوريت د بېلتون ضد قانون په پلمه د خلکو د آزادۍ پوځ له خوا د پرله پسې ګواښونو د دفاع په توګه کاروي. له ۱۹۴۹ز کال نه تر ۱۹۷۰ز کاله پورې د ټایوان د اردو لومړنۍ ماموریت "د چین اصلي خاوره بېرته نیول" د ملي ویاړ پروژې له لارې وه، خو یاد ماموریت بریالی نه شو، ځکه چې د چین ولسې جمهوریت (PRC) نسبي ځواک په پراخه کچه ډېر شوی و، د ټایوان اردو له دودیزې اردو نه هوایی ځواک او سمندري ځواکونو ته بدله شوه.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

اقتصاد

د شلمې پېړۍ په وروستۍ نيمايي کې د ټايوان چټک صنعتي کېدل او چټکه وده د "ټايوان معجزه" بلل شوې ده. ټایوان د هانګ کانګ، سویلي کوریا او سینګاپور تر څنګ د "څلورو اسیایي پړانګانو" نه دی. د دویمې نړیوالې جګړې نه مخکې او د جاپان واکمنۍ، په عامه او خصوصي سکټورونو کې بدلونونه راوستل، په ځانګړې توګه د عامه کارونو په برخه کې، چې د ټاپو په زیاتره برخه کې یې چټکې اړیکې او د ترانسپورت اسانتیاوې رامنځته کړې. جاپانیانو هم عامه زده کړو ته وده ورکړه او د ټایوان د ټولو اوسیدونکو لپاره یې اجباري کړه. په ۱۹۴۵ز کال کې جاپان سره د جګړې په پایله کې په چین او ټایوان کې د انفلاسیون زیاتوالی په چټکۍ سره د پرمختګ په حال کې و چې د خلاصولو لپاره یې ملتپال حکومت د اسعارو نوې سیمه رامنځ ته کړه، د نرخ ثبات پروګرام یې پیل کړ، چې دا ډول هڅو دغه چټک انفلاسیون د پام وړ ورو کړ.

متحده ایالاتو د مرستې یو پروګرام پیل کړ، چې په پایله کې یې په ۱۹۵۲ز کال کې په بشپړ ډول د نرخونو ثبات رامنځته کړ. اقتصادي پرمختګ د امریکا د اقتصادي مرستو او پروګرامونو، لکه: د کلیو د بیارغونې ګډ کمیسیون له خوا په لاره اچول شوي و، چې د کرنیز سکټور د ودې لپاره یې مناسب بستر رامنځته کړ. کرنیز تولیدات له ۱۹۵۲ز کال نه تر ۱۹۵۹ز کال پورې په کلنۍ کچه په اوسط ډول څلور سلنه زیاتوالی وموند، چې د نفوسو د ودې په پرتله، ۳.۶ سلنه ډېر و. نن ورځ ټايوان يو متحرک، سرمايه داراو صادراتي اقتصاد لري چې په تدريجي ډول په پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ کې د دولت ونډه کمه شوې ده. د دې رجحان په پام کې نیولو سره، ځینې لوی دولتي بانکونه او صنعتي شرکتونه خصوصي کېږي. په تیرو درېیو لسیزو کې په  ناخالصه کورنيو تولیداتو (GDP) کې  په منځني ډول شاوخوا اته سلنه زیاتوالی راغلی دی، چې د تایوان پولي واحد یا کرنسي نوی ټایواني ډالر دی.[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

د ټایوان د مالیې وزارت په وینا په ۲۰۱۰ز کال کې د ټایوان ټوله سوداګري ۵۲۶.۰۴ میلیارد ډالرو ته رسېدلې چې لېږد او رالېږد دواړه یې د ریکارډ تر کچې پورې رسېدلي و، چې په ترتیب سره لېږد یې ۲۷۴.۶۴ میلیارد امریکایي ډالر او رالېږد یې ۲۵۱.۴ میلیارد امریکایي ډالر وو.[۴۱][۴۲][۴۳]

کلتور

د ټایوان کلتور د مختلفو کلتورونو یو ترکیب دی چې په کې ډېری دودیز د چینایي کلتور عناصر، پخواني کلتورونه، د جاپاني کلتوري نفوذ، دودیز کنفیوشیسټ عقیدې او په ډېره کچه لوېدیځ ارزښتونه شامل دي.

د نظامي حکومت پر مهال چې د چین جمهوریت په رسمي ډول د کمونیزم پر ضد و، کومینتانګ  ټایوان کې دودیز چینايي کلتور ته وده ورکړه ترڅو وښيي چې، د چین جمهوریت د چینایي کلتور ریښتیني ارتودوکس استازیتوب کوي او له همدې امله "حقیقي او مشروع چین" له کمونیست چین سره مخالف دی.[۴۴][۴۵]

دا د دې لامل شوی چې چینایي کلتور (په ځانګړې توګه نرم کلتور) د اصلي چین په پرتله په ټایوان کې ښه ساتل کېږي. د دې ساتنې یوه بېلګه د چینایي دودیزو توکو پرله پسې کارول دي. د کنفیوشیزم نفوذ د تایوان د خلکو په چلند کې موندل کېدای شي، چې د دوی د دوستۍ او شرافت لپاره پېژندل کېږي.[۴۶][۴۷][۴۸]

زده کړې

د ټایوان د لوړو زده کړو سیسټم د جاپان له خوا د استعمار په دوره کې رامنځته شو، خو وروسته کله چې په ۱۹۴۵ز کال کې د چین جمهوریت واکمن شو، دا سیسټم په سملاسي توګه د چین په څېر د ورته سیسټم له خوا بدل شو، چې د چین او امریکا د تعلیمي سیسټم ګډې ځانګړتیاوې یې لرلې.[۴۹]

ټایوان په ادب، ریاضیاتو او ساینسي علومو کې یو له مخکښو هېوادونو نه شمېرل کېږې. په ۲۰۱۵ز کال کې د ټایوان زده کوونکو د ریاضي او ساینسي علومو په برخه کې د نړۍ تر ټولو غوره ځای ترلاسه کړ. د نړیوالو زده کوونکو ارزونې پروګرام (PISA) ازموینه کې ټایوان په منځني ډول د ۵۱۹ نمرو په اخیستلو سره په ټوله نړۍ کې اووم ځای خپل کړ. د ټایوان ښوونیز سیسټم د مختلفو دلایلو، لک:ه د ازموینو پایلې، اقتصادي پرمختګ،  په اقتصادي وده کې د زده کړو لوی رول، ترټولو لوړ تعلیم لرونکی کاري ځواک له امله ستایل شوی،. ټایوان د پوهنتونو نو د زده کوونکو د جذب لوړې کچې له امله هم غوره مقام لري، چیرې چې د پوهنتون منلو کچه په ۱۹۸۰  ز لسیزې کې شاوخوا ۲۰ سلنه وه، خو وروسته دا سلنه په ۲۰۰۸ز کال کې ۹۵ سلنې ته لوړه شوې.[۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹][۶۰]

له بلې خوا په زده کوونکو باندې ډېر فشار راوستل، چې د دوی د خلاقیت مخنیوی کوي او له پوهنتونونو نه د زیات شمېر زده کوونکو فارغول او د بېکارۍ  لوړه کچه هغه څه دي چې له امله یې په ښوونیز سیسټم نیوکه کېږې.[۶۱][۶۲][۶۳][۶۴]

لکه څنګه چې د ټایوان اقتصاد په لویه کچه د ساینس او ​​​​ټکنالوژۍ پر بنسټ ولاړ دی، د کار بازار د هغو خلکو لپاره غوښتنه لري چې په یوه ځانګړې څانګه کې یې لوړې زده کړې کړې وي، په ځانګړې توګه د ساینس او ​​​​انجینیري پورې اړوند چې د کار موندلو په وخت کې سره سیالي کوي. [۶۵][۶۶]

سرچینې

  1.   ويکيډاټا کې (P402) ځانګړنې بدلې کړئ {{cite web}}: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link)
  2. https://www.stat.gov.tw/Point.aspx?sid=t.3&n=3582&sms=11480 — د نشر نېټه: ۲ اگسټ ۲۰۲۴ — دوتنه: Directorate-General of Budget, Accounting and Statistics
  3. Fell, Dafydd (2018). Government and Politics in Taiwan. London: Routledge. p. 305. ISBN 978-1317285069. Moreover, its status as a vibrant democratic state has earned it huge international sympathy and a generally positive image.
  4. Campbell, Matthew (7 January 2020). "China's Next Crisis Brews in Taiwan's Upcoming Election". Bloomberg Businessweek. No. 4642. pp. 34–39. ISSN 0007-7135. بياځلي په 24 September 2020. Much has changed in Taiwan since Chiang's day, but this liminal quality has never really gone away. By almost any functional standard, it's a sovereign country
  5. "Japan's PM refers to Taiwan as country, draws fire from China". Kyodo News. 10 June 2021. بياځلي په 25 October 2021. Japanese Prime Minister Yoshihide Suga referred to Taiwan as a country, immediately drawing fire on Thursday from mainland China, which regards the island as a renegade province.
  6. Kuhn, Anthony (2 August 2021). "After Being Silent For Decades, Japan Now Speaks Up About Taiwan — And Angers China". npr. بياځلي په 25 October 2021. 'We have to protect Taiwan, as a democratic country,' Japan's deputy defense minister, Yasuhide Nakayama, said in a conference in June.
  7. World Bank Country and Lending Groups Archived 11 January 2018 at the Wayback Machine., World Bank. Retrieved 10 July 2018.
  8. "IMF Advanced Economies List. World Economic Outlook, April 2016, p. 148" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 21 April 2016.
  9. "Freedom in the World 2019". freedomhouse.org. 3 January 2019. بياځلي په 22 February 2019.
  10. Horton, Chris (9 November 2021). "The World Is Fed Up With China's Belligerence". The Atlantic. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 November 2021. بياځلي په 9 November 2021. Where the word Beijing once conjured the image of a confident, rising power, today it represents a frowning, finger-pointing, never-erring crank, its constant stream of vitriol diminishing the effectiveness of Chinese anger. One of the implications of this hyperinflation of hurt feelings has been the effective removal of the deterrent against democracies' improving their unofficial relations with Taiwan. After all, if most moves are likely to anger Beijing, why hold back from any of them?
  11. Wood, Richard (27 November 2021). "What is behind the China-Taiwan dispute?". 9News. Nine Entertainment Company. بياځلي په 27 November 2021. Experts agree a direct conflict is unlikely, but as the future of self-ruled Taiwan increasingly becomes a powder keg, a mishap or miscalculation could lead to confrontation while Chinese and American ambitions are at odds.
  12. Dou, Eva (16 September 2019). "Solomon Islands Ends Diplomatic Ties with Taiwan, Stands by China". The Wall Street Journal. بياځلي په 16 September 2019.
  13. "Kiribati cuts ties with Taiwan in diplomatic switch to China days after Solomon Islands pivot". Australian Broadcasting Corporation. 20 September 2019. بياځلي په 20 September 2019.
  14. Fell, Dafydd (2006). Party Politics in Taiwan. Routledge. p. 85. ISBN 978-1-134-24021-0.
  15. Achen, Christopher H.; Wang, T. Y. (2017). "The Taiwan Voter: An Introduction". In Achen, Christopher H.; Wang, T. Y. (eds.). The Taiwan Voter. University of Michigan Press. pp. 1–25. doi:10.3998/mpub.9375036. ISBN 978-0-472-07353-5. pp. 1–2.
  16. Yao, Grace; Cheng, Yen-Pi; Cheng, Chiao-Pi (5 November 2008). "The Quality of Life in Taiwan". Social Indicators Research. 92 (2): 377–404. doi:10.1007/s11205-008-9353-1. S2CID 144780750. a second place ranking in the 2000 Economist's world healthcare ranking
  17. "Chapter 3: History" (PDF). The Republic of China Yearbook 2011. Government Information Office, Republic of China (Taiwan). 2011. p. 46. خوندي شوی له the original (PDF) on 14 May 2012.
  18. "Ilha Formosa: the Emergence of Taiwan on the World Scene in the 17th Century". npm.gov.tw.
  19. see for example:
  20. Mair, V. H. (2003). "How to Forget Your Mother Tongue and Remember Your National Language". The true derivation of the name "Taiwan" is actually from the ethnonym of a tribe in the southwest part of the island in the area around Ping'an. As early as 1636, a Dutch missionary referred to this group as Taiouwang. From the name of the tribe, the Portuguese called the area around Ping'an as Tayowan, Taiyowan, Tyovon, Teijoan, Toyouan, and so forth. Indeed, already in his ship's log of 1622, the Dutchman Cornelis Reijersen referred to the area as Teijoan and Taiyowan.
  21. 蔡玉仙; et al., eds. (2007). 府城文史 (in چیني). Tainan City Government. ISBN 978-986-00-9434-3.
  22. Shih Shou-chien, ed. (2003). 福爾摩沙 : 十七世紀的臺灣、荷蘭與東亞 [Ilha Formosa: the Emergence of Taiwan on the World Scene in the 17th Century] (in چیني). Taipei: National Palace Museum. ISBN 978-957-562-441-5.
  23. Kato, Mitsutaka (2007) [1940]. 昨日府城 明星台南: 發現日治下的老臺南 (in چیني). Translated by 黃秉珩. 臺南市文化資產保護協會. ISBN 978-957-28079-9-6.
  24. Wilkinson, Endymion (2000), Chinese History: A Manual, Harvard-Yenching Institute Monograph No. 52, Cambridge: Harvard University Asia Center, p. 132, ISBN 978-0-674-00249-4
  25. "Office of President of the Republic of China (Taiwan)". بياځلي په 15 July 2015.
  26. "Government Portal of the Republic of China (Taiwan)". بياځلي په 16 June 2020.
  27. "President Tsai interviewed by BBC". Office of the President of the Republic of China (Taiwan). 18 January 2020. بياځلي په 16 June 2020. Well, the idea is that we don't have a need to declare ourselves an independent state. We are an independent country already and we call ourselves the Republic of China (Taiwan)
  28. Reid, Katie (18 May 2009). "Taiwan hopes WHO assembly will help boost its profile". Reuters. خوندي شوی له اصلي څخه په 15 October 2013. بياځلي په 11 June 2013.
  29. "White Paper--The One-China Principle and the Taiwan Issue". Embassy of the PRC in the Kingdom of Norway. The Taiwan Affairs Office and The Information Office of the State Council. 21 February 2000. بياځلي په 27 November 2021. As we have already said, Taiwan is an inalienable part of Chinese territory and, after replacing the government of the Republic of China in 1949, the government of the PRC has become the sole legal government of China, enjoying and exercising sovereignty over the whole of China, including Taiwan.
  30. Oosterhoff, J.L. (1985). "Zeelandia, a Dutch colonial city on Formosa (1624–1662)". In Ross, Robert; Telkamp, Gerard J. (eds.). Colonial Cities: Essays on Urbanism in a Colonial Context. Springer. pp. 51–62. ISBN 978-90-247-2635-6.
  31. Shortall, Dominick; Johnson, Jesse (28 October 2020). "Once unimaginable, some now debating return of U.S. forces to Taiwan". The Japan Times (in American English). بياځلي په 6 January 2021.
  32. Fravel, M. Taylor (2002). "Towards Civilian Supremacy: Civil-Military Relations in Taiwans's Democratization" (PDF). Armed Forces & Society. 29 (1): 57–84. doi:10.1177/0095327X0202900104. S2CID 146212666. خوندي شوی له the original (PDF) on 12 February 2020.
  33. "Committed to Taiwan". The Wall Street Journal. 26 April 2001. بياځلي په 28 May 2009.
  34. Swaine او Mulvenon 2001، م. 65: "[...]the ROC military functioned until very recently as an instrument of KMT rule [...] the bulk of the officer corps is still composed of mainlanders, many of whom allegedly continue to support the values and outlook of more conservative KMT and New Party members. This is viewed as especially the case among the senior officers of the ROC Army. Hence, many DPP leaders insist that the first step to building a more secure Taiwan is to bring the military more fully under civilian control, to remove the dominant influence of conservative KMT elements, and to reduce what is regarded as an excessive emphasis on the maintenance of inappropriate ground force capabilities, as opposed to more appropriate air and naval capabilities."
  35. "2004 National Defense Report" (PDF). ROC Ministry of National Defense. 2004. بياځلي په 27 November 2021.
  36. "Gold Shipped to Taiwan in 1949 Helped Stabilize ROC on Taiwan". Kuomintang News Network. 6 April 2011. خوندي شوی له the original on 27 September 2011. بياځلي په 14 June 2011. Translated from 王銘義 (5 April 2011). 1949年運台黃金 中華民國保命本. China Times. خوندي شوی له the original on 21 February 2015. بياځلي په 21 February 2015.
  37. Roy, Denny (2003). Taiwan: A Political History. Ithaca, NY: Cornell University Press. pp. 76, 77. ISBN 978-0-8014-8805-4.
  38. Shih, Da-Nien Liu and Hui-Tzu (4 December 2013). "The Transformation of Taiwan's Status Within the Production and Supply Chain in Asia". Brookings (in American English). بياځلي په 6 January 2021.
  39. Makinen & Woodward 1989: "It was the fiscal regime change on Taiwan, as in the European episodes, that finally brought price stability. It was the aid policy that brought the budget to near balance, and when the aid programme reached its full proportions in 1952, prices stabilized."
  40. Ralph Clough, "Taiwan under Nationalist Rule, 1949–1982," in Roderick MacFarquar et al., ed., Cambridge History of China, Vol 15, The People's Republic Pt 2 (Cambridge: Cambridge University Press, 1991), p. 837
  41. Wang, Audrey (10 January 2011). "Taiwan's 2010 trade hits record high". Taiwan Today.
  42. "US-Taiwan FTA would have limited impact". bilaterals.org. خوندي شوی له the original on 10 May 2006. بياځلي په 28 May 2009.
  43. Morris, Peter (4 February 2004). "Taiwan business in China supports opposition". Asia Times Online. له اصلي څخه خوندي شوی په 13 February 2004.{{cite news}}: CS1 maint: unfit URL (link)
  44. 《蔣介石與中國文化》 (in Chinese). Hong Kong: 中華書局. 1992. p. 122.{{cite book}}: CS1 errors: unsupported parameter (link) CS1 maint: unrecognized language (link)
  45. "5 Reasons Why Chinese Tourists Are So Rude". خوندي شوی له اصلي څخه په 8 March 2021. بياځلي په 4 June 2021.
  46. "Archived copy". خوندي شوی له اصلي څخه په 27 January 2021. بياځلي په 4 June 2021.{{cite news}}: CS1 maint: archived copy as title (link)
  47. Yip 2004, pp. 230–248; Makeham 2005, pp. 2–8; Chang 2005, p. 224
  48. Hsiau 2005, pp. 125–129; Winckler 1994, pp. 23–41
  49. Postiglione, Gerard A.; Grace C. L. Mak (1997). Asian higher education. Greenwood Publishing Group. pp. 346–348. ISBN 978-0-313-28901-9.
  50. Prudence Chou, Chuing (2014). "A matter of trust: shadow education in Taiwan". OpenEdition.
  51. "PISA – Results in Focus" (PDF). OECD. p. 5.
  52. "Chinese Taipei Student performance (PISA 2015)". OECD. بياځلي په 19 August 2019.
  53. Kiersz, Andy (16 December 2016). The latest ranking of top countries in math, reading, and science is out – and the US didn't crack the top 10.
  54. "TIMSS Math 2003" (PDF).
  55. Chou, Chuing (12 November 2014). "Education in Taiwan: Taiwan's Colleges and Universities".
  56. Wiese, Elizabeth (7 May 2015). "Taiwan's problem? Too many college graduates, too few machinists". USA Today. بياځلي په 19 August 2019.
  57. Hsueh, Chia-Ming (5 August 2018). "Higher Education Crisis in Taiwan". Inside Higher Ed. بياځلي په 19 August 2019.
  58. Sechiyama, Kaku (2013). Patriarchy in East Asia: A Comparative Sociology of Gender. Brill Publishers. p. 254. ISBN 978-9004230606.
  59. "TIMSS Science 2003" (PDF).
  60. "Fears over over-education in Taiwan". The Australian. 3 September 2012.
  61. Lee, Pearl (13 April 2015). University degrees: Mindset shift needed. The Straits Times. خوندي شوی له the original on 18 January 2017. بياځلي په 15 January 2017.
  62. "Fears over over-education in Taiwan". The Australian. 3 September 2012.
  63. "Taiwan's higher education enrolment starts a downward slide". ICEF Monitor. 16 August 2016.
  64. Sui, Cindy (23 September 2013). "The draw of blue collar jobs in Taiwan". BBC News.
  65. Sechiyama, Kaku (2013). Patriarchy in East Asia: A Comparative Sociology of Gender. Brill Publishers. p. 254. ISBN 978-9004230606.
  66. Taiwan Country: Strategic Information and Developments. International Business Publications. 2012. p. 25. ISBN 978-1438775708.