Jump to content

سویلي کوریا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
  
سویلي کوریا
سویلي کوریا
سویلي کوریا
بیرغ
سویلي کوریا
سویلي کوریا
نښان

سویلي کوریا
سویلي کوریا

شعار
ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۳۶°شمال ۱۲۸°ختیځ / 36°شمال 128°ختيځ / 36; 128   ويکيډاټا کې (P625) ځانګړنې بدلې کړئ[۱]
پراخوالی 100295 کیلومتره مربع   ويکيډاټا کې (P2046) ځانګړنې بدلې کړئ
پلازمېنه سيول   ويکيډاټا کې (P36) ځانګړنې بدلې کړئ
رسمي ژبې کوريايي ژبه   ويکيډاټا کې (P37) ځانګړنې بدلې کړئ
مشرتابه
حکومت ډول ولسمشريزه   ويکيډاټا کې (P122) ځانګړنې بدلې کړئ
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
خپلواکۍ نېټه ۱۵ اگسټ ۱۹۴۸  ويکيډاټا کې (P571) ځانګړنې بدلې کړئ
د عمر محدودیتونه
د واده عمر
اوسط عاید
40861 امريکايي ډالر 58008000 Korean won (۲۰۲۲)[۲]  ويکيډاټا کې (P3529) ځانګړنې بدلې کړئ
نور مالومات
بېړنۍ ټليفون
شمېره
تګلوری ښي لورۍ [۳]  ويکيډاټا کې (P1622) ځانګړنې بدلې کړئ
رسمي وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه،  اود تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
هېواد کوډ KR  ويکيډاټا کې (P297) ځانګړنې بدلې کړئ
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +82  ويکيډاټا کې (P474) ځانګړنې بدلې کړئ
Map

سویلي کوریا په رسمي ډول د کوریا جمهوریت ROK)) په ختیځه اسیا کې یو هېواد دی، چې د کوریا ټاپو وزمې سویلي برخه جوړوي او له شمالي کوریا سره ځمکنۍ پوله لري. د هېواد لوېدیځه پوله د ژېړ سمندر له خوا رامنځته شوې، په داسې حال کې چې ختیځه پوله یې د جاپان سمندر له خوا ټاکل کېږي. سویلي کوریا ادعا کوي، چې د ټولې ټاپو وزمې او نږدې ټاپوګانو یوازینی مشروع حکومت دی. 51 میلیونه نفوس لري، چې نږدې نیمایي یې د سیول په پلازمېنه کې ژوند کوي، چې په نړۍ کې پنځم لوی ښار دی. نور لوی ښارونه یې انچیون، بوسان او دایګو دي.

د کوریا ټاپو وزمه د ډبرې دورې په پیل کې د اوسېدو لپاره مناسبه وه. د سویلي کوریا د لومړۍ پاچهي یادونه د ۷مې پېړۍ په لومړیو کې په چینايي ریکارډونو کې شوې. د ۷مې پېړۍ په وروستیو کې د کوریا له درېیو سلطنتونو سره د سیلا او بالاهای تر یوځای کېدو وروسته، کوریا د ګوریو کورنۍ (918-1392) او د جوزون کورنۍ (1392-1897) له خوا اداره کېده. د کوریا راتلونکې سترواکي په 1910ز کال کې د جاپان له سترواکۍ سره ضمیمه شوه. جاپان په دویمه نړیواله جګړه کې تسلیم شو او له دې سره یې واکمني پای ته ورسېده، تر هغه وروسته کوریا په دوو زونونو ووېشل شوه؛ یوه شمالي حوزه چې د شوروي اتحاد له خوا نیول شوې او سویلي سیمه د متحده ایالاتو له لوري نیول شوې ده. وروسته له دې چې د بیا یوځای کېدو په اړه خبرې اترې ناکامې شوې؛ نو د 1948ز کال په اګست کې د کوریا جمهوریت رامنځته شو، په داسې حال کې چې راتلونکې میاشت د خلق ډیموکراتیک پر سوسیالیستي جمهوري بدل شو.

په 1950ز کال کې د شمالي کوریا له یرغل سره د کوریا جګړه پیل شوه، چې د سویل په ملاتړ د امریکا په مشرۍ د ملګرو ملتونو د پراخې لاسوهنې شاهدان یو، په داسې حال کې چې چین د شوروي په مرسته د شمال د ملاتړ لپاره مداخله وکړه. په 1953ز کال کې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته، د هېواد ویجاړ شوی اقتصاد په لوړېدو پیل وکړ، چې د 1980ز او 1990ز کلونو ترمنځ یې په نړۍ کې د سړي سر اوسط GDP کې ترټولو چټک زیاتوالی ثبت کړ. په 1987ز کال کې د جون جګړه د استبدادي واکمنۍ د پای ته رسېدو لامل شوه او اوس دغه هېواد په اسیا کې د تر ټولو پرمختللو ډیموکراسیو په منځ کې د مطبوعاتي آزادۍ لوړه کچه لري.[۴][۵]

سویلي کوریا یو پرمختللی هېواد دی او د اسیا او اوقیانوسیا په سیمه کې د بشري پراختیا په شاخص (HDI) کې اووم غوره هېواد دی. سویلي کوریا په نړۍ کې تر ټولو لوړ ژوند ته تمه لري، که څه هم د زړو نفوس او د زېږون له کموالي سره مخامخ دی. په اقتصاد کې د GDP له مخې د نړۍ لسم لوی هېواد دی. ښاریان یې د نړۍ له تر ټولو ګړندي انټرنیټي سرعت او د خورا تیز رفتارې ریل پټلۍ شبکې نه ګټه اخلي. دا هېواد د نړۍ پنځم لوی صادرونکی او اتم لوی واردونکی دی. وسله وال ځواکونه یې د نړۍ یو له پیاوړي پوځ نه شمېرل کېږي او د پوځي او نیمه پوځي پرسونل له مخې د نړۍ درېیم لوی پوځ لري. له 21مې پېړۍ راهیسې، سویلي کوریا د نړۍ په کچه د خپل نفوذ لرونکي پاپ کلتور، په ځانګړې توګه د موسیقۍ (K-pop)، تلویزیوني ډرامو او سینما له امله مشهوره شوې، دا یوه پدیده ده چې د کوریا د څپې په نامه یادېږي. دغه هېواد د OECD د پراختیایي مرستې کمېټې، G20 او د پاریس کلب غړی دی.[۶][۷][۸][۹][۱۰]

تاریخچه

د کوریا ټاپو وزمه د ډبرې دورې پرمهال د اوسېدو لپاره مناسبه وه. د کوریا تاریخ په 2333 مخکې له میلاد کې د دنګون له خوا د کوریا د بنسټ ایټالوژۍ له مخې د جوزون (د «ګوجوزون» په نوم هم پېژندل شوی یا  زوړ جوزون، چې د 14مې پېړۍ له سلطنت سره توپیر لري) له رامنځته کېدو سره پیلېږي. ګوجوزون د اوومې پېړۍ په لومړیو کې په چینایي ریکارډونو کې یاد شوی و. Gojoseon د شمالي کوریا د ټاپو وزمې او د منچوریا د ځینو برخو تر کنټرول وروسته پراختیا وموندله. ګیجا جوزون په قصدي ډول په 12مه پېړۍ کې تاسیس شوی و، خو د هغه شتون او س هم په اوسني عصر کې متنازع دی. په 108 مخکې له میلاد کې، د هان کورنۍ ویمان جوزون ته ماتې ورکړه او د شمالي کوریا په ټاپو وزمه کې یې څلور قوماندانۍ وګومارلې. درې قوماندانان په څو لسیزو کې سقوط وکړ یا یې لوېدیځ ته شاتګ کړی دی. لکه څنګه چې په دې وخت کې د لینګ قومانده ویجاړه شوې او بیا رغول شوې، نو ځای یې په تدریجي ډول د لیاوډونګ لور ته یووړ. په دې توګه، د هغه ځواک کم شو او یوازې یې د سوداګرۍ مرکز په توګه کار کاوه، تر هغه چې  په 313ز کال  کې د ګوګوریو له خوا فتحه شو. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

جغرافیه

سویلي کوریا د کوریا ټاپو وزمې سویلي برخه نیولې، چې د اسیا له اصلي ځمکې نه شاوخوا 1,100 کیلومتره (680 میل) غځېږي. دا غرنۍ ټاپو وزمه په لوېدیځ کې له ژېړ سمندر او ختیځ کې د جاپان له سمندر سره تړلې ده. سویلي برخه یې د کوریا په تنګي او د ختیځ چین په سمندرګي کې پرته ده.

سویلي کوریا د خپلو ټولو ټاپوګانو په ګډون، د ۳۳ او ۳۹ درجو په شمالي عرض البلد او د ۱۲۴ او ۱۳۰ درجو په درلودو سره په شرقي طول البلد کې واقع ده. د هغې ټول مساحت 100,032 کیلومتره مربع (38,622.57 میل مربع) دی.[۲۰]

ژبه

کوریایي د سویلي کوریا رسمي ژبه ده او د ډېری ژبپوهانوله خوا د جلا جلا ژبې په توګه ډلبندي کېږي. دا له چینایي نه پور وییونه اخلي. کوریایی د هنګول په نامه د لیکلو  ځایی سیسټم کاروي، چې په 1446ز کال کې د سیجونګ پاچا له خوا رامنځته شوی، ترڅو د کلاسیک چینایي هنجایي حروفو لپاره یو مناسب بدیل چمتو کړي چې زده کول یې ستونزمن وو او له کوریایي ژبې سره یې په ښه ډول تناسب نه درلود. سویلي کوریا لاهم په محدودو برخو کې ځینې چینایي هنجایي حروف کاروي، لکه په چاپي رسنیو او قانوني اسنادو کې.

په سویلي کوریا کې کوریایي ژبه یو معیاري ګړدود لري، چې د سیول ګړدود په نامه پېژندل کېږي(له پلازمېنې وروسته)، له نورو څلور ګړدودونو (چنګچیونګ ، ګانګون ، ګیونګ سینګ او جیولا) او یوې ژبې (جیجو) سره په ټول هېواد کې پرې خبرې کېږي.

دین

د 2015ز کال د سرشمېرنې د پایلو له مخې: د سویلي کوریا نیمایي نفوس (56.1٪) اعلان وکړ، چې له هېڅ مذهبي سازمان سره تړاو نه لري. د 2012ز کال په یوه سروې کې، 52٪ ځانونه «مذهبي» اعلان کړل، 31٪ وویل چې دوی «مذهب نه لري» او 15٪ ځانونه «قائل ملحد» ګڼي. د بودایانو 27.6٪ نفوس د 2015ز کال د سرشمېرنې له مخې عیسویان وو (19.7٪ یې پروټیسټان او 7.9٪ یې د رومن کاتولیک په توګه ځانونه معرفي کړل) او 15.5٪ یې بودایان وو.[۲۱][۲۲] [۲۳]

بهرنۍ اړیکې

جنوبي کوریا له ۱۸۸ هېوادونو سره ډیپلوماټیکې اړیکې ساتي. دغه هېواد له ۱۹۹۱ز کال راهیسې کله چې د شمالي کوریا په څېر یو غړی هېواد شو، نو د ملګرو ملتونو غړیتوب یې هم ترلاسه کړ. د ۲۰۰۷ز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه، د جنوبي کوريا د بهرنيو چارو پخواني وزير بانکي مون له ۲۰۰۷ز نه تر ۲۰۱۶ز کال پورې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په توګه دنده ترسره کړه. دغه راز يې د سویل ختيځې اسيا د هېوادونو له ټولنې سره د ASEAN Plus۳ او د ختیځې اسیا د سرمشریزې (EAS) د څارونکو د غړي په توګه هم اړيکې ټينګې کړې.

کلتور

سویلي کوریا له شمالي کوریا سره خپل دودیز کلتور شریکوي، خو دواړو کوریاګانو په ۱۹۴۵ز کال کې د ټاپو وزمې له وېش راهیسې د کلتور بېلابېلې معاصرې بڼې جوړې کړې دي. په تاریخي لحاظ، په داسې حال کې چې د کوریا کلتور د ګاونډي چین په پرتله خورا زیات اغېزمن شوی دی، خو بیا هم دا اداره کوي. د یوه ځانګړي کلتوري هویت رامنځته کول، باید له خپل لوی ګاونډي نهجلا وي. د سویلي کوریا بډایه او خوځنده کلتور د یونسکو د ۲۱ کلتورونو په منځ کې، په نړۍ کې څلورم لوی میراث او له 15 نړیوال میراث ځایونو سره رامنځته شو. د سویلي کوریا کلتور، سپورت او ګرځندويي په فعاله توګه د تمویل او روزنیزو پروګرامونو له لارې دودیز هنرونه او همدارنګه عصري بڼې هڅوي.[۲۴][۲۵][۲۶]

د فلم صنعت

تاریخ

د کوریا په ټاپوزمه کې تیرې شوې ټولواکمنیانې.

کلتور

جغرافیه

اقتصاد

سرچينې

  1.   ويکيډاټا کې (P402) ځانګړنې بدلې کړئ {{cite web}}: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link)
  2. https://kostat.go.kr/board.es?mid=a20106010000&bid=11736&act=view&list_no=424076&tag=&nPage=1&ref_bid=11736,11737,11738&keyField=&keyWord=
  3. د ټولټال کار کتنه په: http://law.go.kr/%EB%B2%95%EB%A0%B9/%EB%8F%84%EB%A1%9C%EA%B5%90%ED%86%B5%EB%B2%95/
  4. Service (KOCIS), Korean Culture and Information. "The Korean Economy – the Miracle on the Hangang River : Korea.net : The official website of the Republic of Korea". www.korea.net (in انګليسي). بياځلي په 2022-05-06.
  5. "2021 World Press Freedom Index". RSF. 11 January 2022.
  6. Yong Jin, Dal (2011). "Hallyu 2.0: The New Korean Wave in the Creative Industry". International Institute Journal. 2 (1).
  7. CNN, Lara Farrar for. "'Korean Wave' of pop culture sweeps across Asia" (in انګليسي). خوندي شوی له the original on 2014-01-06. بياځلي په 2022-05-11. {{cite news}}: |last1= has generic name (help)
  8. "The Global Impact of South Korean Popular Culture: Hallyu Unbound ed. by Valentina Marinescu". ResearchGate (in انګليسي).
  9. Kim, Harry (2 February 2016). "Surfing the Korean Wave: How K-pop is taking over the world | The McGill Tribune". The McGill Tribune. خوندي شوی له the original on 23 November 2018. بياځلي په 31 May 2019.
  10. Nguyen Hoai Phuong, Duong. Korean Wave as Cultural Imperialism: A study of K-pop Reception in Vietnam (PDF) (Thesis). Leiden University.
  11. "Ancient civilizations" (Press release). Canada: Royal Ontario Museum. 12 December 2005. خوندي شوی له the original on 30 May 2006. بياځلي په 25 April 2010.
  12. "Prehistoric Korea". About Korea. خوندي شوی له the original on 2 March 2008. بياځلي په 12 July 2008., Office of the Prime Minister.
  13. "Korea's History". Asian Shravan. خوندي شوی له the original on 28 January 2010. بياځلي په 17 February 2009.
  14. * Seth, Michael J. (2010). A History of Korea: From Antiquity to the Present. Rowman & Littlefield Publishers. p. 443. ISBN 978-0-7425-6717-7.
    "An extreme manifestation of nationalism and the family cult was the revival of interest in Tangun, the mythical founder of the first Korean state... Most textbooks and professional historians, however, treat him as a myth."
    "Although Kija may have truly existed as a historical figure, Tangun is more problematical."
    "Most [Korean historians] treat the [Tangun] myth as a later creation."
    "The Tangun myth became more popular with groups that wanted Korea to be independent; the Kija myth was more useful to those who wanted to show that Korea had a strong affinity to China."
    "If a choice is to be made between them, one is faced with the fact that the Tangun, with his supernatural origin, is more clearly a mythological figure than Kija."
  15. Peterson, Mark; Margulies, Phillip (2009). A Brief History of Korea. Infobase Publishing. p. 6. ISBN 978-1-4381-2738-5.
  16. Hwang, Kyung-moon (2010). A History of Korea, An Episodic Narrative. Palgrave Macmillan. p. 4. ISBN 978-0-230-36453-0.
  17. Early Korea Archived 25 June 2015 at the Wayback Machine.. Shsu.edu. Retrieved 17 April 2015.
  18. 낙랑군. terms.naver.com.
  19. 이문영 (15 July 2011). 이야기보따리 삼국시대: 역사친구 004. Sowadang. ISBN 978-89-93820-14-0 – via Google Books.
  20. The estimated area rises steadily from year to year, possibly because of land reclamation. 행정구역(구시군)별 국토적. Korea Statistical Information Service (in کوریایی). خوندي شوی له the original on 17 September 2004. بياځلي په 27 March 2006.
  21. "Korea's Muslims Mark Ramadan". The Chosun Ilbo. Seoul. 11 September 2008. خوندي شوی له the original on 13 September 2008.
  22. "Constitution of the Republic of Korea". Constitutional Court of Korea. خوندي شوی له the original on 23 March 2008.
  23. WIN-Gallup International: "Global Index of Religiosity and Atheism 2012" Archived 21 October 2013 at the Wayback Machine..
  24. "Associated Organisations". MCT. خوندي شوی له the original on 24 December 2005. بياځلي په 11 April 2006. See also "Mission and Goal". Korea Cultural Administration. خوندي شوی له the original on 30 April 2006. بياځلي په 11 April 2006.
  25. "UNESCO - Republic of Korea". ich.unesco.org. خوندي شوی له the original on 20 May 2021. بياځلي په 14 October 2021.
  26. Fairbank, John K.; Reischauer, Edwin O.; Craig, Albert M. (1978). East Asia: Tradition & Transformation. Boston: Houghton Mifflin. ISBN 978-0-395-25812-5.