اندونيزيا
اندونېزیا (په انګلیسي: indonesia) په رسمي ډول د اندونېزیا جمهوریت [a] په سویل ختیځ آسیا او اوقیانوسیه کې د هند او ارام سمندرونو ترمنځ پروت هیواد دی. نوموړی هېواد د سوماترا، جاوا، سولاویسی، او د بورنیو او نوې ګینې د ځینو برخو په شمول له 17,000 نه زیاتو ټاپوګانو څخه جوړ شوی دی. اندونېزیا د نړۍ ترټولو لوی ټاپوییز هیواد دی او د پراخوالي له پلوه د 1,904,569 کیلومتره مربع (735,358 میل مربع) مساحت په درلودلو سره 14م لوی هیواد دی. له شاوخوا 270 ملیونه نفوس سره، اندونېزیا د نړۍ څلورم ډیر نفوس لرونکی هیواد او ترټولو ډیر نفوس لرونکی مسلمان هیواد دی. جاوا، د نړۍ ترټولو نفوس لرونکی ټاپو، د دې هیواد د نیمایي څخه د ډیر نفوس کور دی.
اندونيزيا | |
---|---|
[[بیرغ کينډۍ:اسم الصفحة|بیرغ]] | نښان |
شعار |
|
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | ۲°سویل ۱۱۸°ختیځ / 2°سويل 118°ختيځ [۲] |
کښتنۍ سيمه | هندي سمندر (0 متر ) |
کچه | 1904570 کیلومتره مربع |
پلازمېنه | جاکارتا |
رسمي ژبې | اېندونېزيايي ژبه [۱][۳] |
مشرتابه | |
د حکومت ډول | ولسمشريزه |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
د خپلواکۍ نېټه | ۱۷ اگسټ ۱۹۴۵[۴] |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر لږ تر لږه | 18 کلن ، 16 کلن |
د بې کارۍ کچه | 6 سلنه (۲۰۱۴)[۵] |
نورې عددونه او شمېرې | |
بیړنۍ ټليفون شمېره | ۱۱۲
|
ترافيکي لورۍ | کيڼ [۶] |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
د هيواد کوډ | ID |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +62 |
اندونېزیا یو ولسمشریز جمهوریت دی چې ټاکل کېدونکې مقننه قوه لري. دا هېواد ۳۴ ولایتونه لري چې پنځه یې ځانګړی حیثیت لري. د هیواد پلازمینه جاکارتا د نړۍ دوهمه ډېر نفوس لرونکې ښاري سیمه ده. اندونېزیا د پاپوا نیو ګیني، ختیځ تیمور، او د مالیزیا ختیځې برخې سره ځمکنۍ پولې شریکوي، په داسې حال کې چې له سنګاپور، ویتنام، تایلینډ، فیلیپین، آسټرالیا، پالاو او هند (انډامان او نیکوبار ټاپوګانو) سره سمندري پولې لري. اندونېزیا د خپل زیات نفوس او ګڼ نفوسه سیمو سره سره، نامېشتې پراخې سیمې لري چې په نړۍ کې د ژوو د تنوع د ترټولوړو کچو ملاتړ کوي.
د اندونېزیا ټاپوګان لږترلږه د اوومې پیړۍ راهیسې د سوداګرۍ لپاره ارزښتناکه سیمه وه کله چې سریویجایا او وروسته ماجاپاهیت د چین او د هند د نیمې قارې له شرکتونو سره تجارت کاوه. محلي واکمنانو په تدریجي ډول د لومړیو پیړیو څخه بهرني نفوذ جذب کړ، او هندو او بودايي سلطنتونو وده وکړه. سني سوداګرو او صوفي عالمانو اسلام راوړ، په داسې حال کې چې عیسویت تر ډېره د اروپایانو له لارې راوړل شو. که څه هم کله ناکله د پرتګالیانو او فرانسویانو او انګلیسانو لخوا مداخله شوې، اما هالنډ په نوموړي مجمع الجزایر کې په خپل 350 کلن شتون سره ترټولو لوی استعماري ځواک ؤ. د یو ملي دولت په توګه د "اندونېزیا" مفهوم د شلمې پیړۍ په لومړیو کې راښکاره شو، چې وروسته یې پایله په 1945 ز کې د اندونېزیا د خپلواکۍ اعلان ؤ . په هر حال، دا هېواد د هالنډ له خوا تر هغه په رسمیت ونه پېژندل شو تر څو چې د دواړو هېوادونو تر منځ وسله والې او ډیپلوماتیکې شخړې ونښتې او وروسته په 1949 ز کال کې په رسمیت وپېژندل شو.
اندونېزیا په سلهاوو جلا نژادي او ژبني ګروپونه لري، چې جاویاني یې تر ټولو لوی دي. یو ګډ هویت یې د "بهنیکا تونګال اکا" شعار سره رامنځته شوی ("په تنوع کې یووالی" په لفظي ډول، "زیات شمېر، لاهم یو") ، د ملي ژبې ، توکمیزې تنوع ، د اکثریت مسلمان نفوس سره مذهبي کثرت او د استعمار او د هغه پر وړاندې د بغاوت/مقاومت له لارې تعریف شوی دی. د اندونېزیا اقتصاد د وګړو پر سره دناخالص تولید یا GDP له مخې د نړۍ 16م لوی او د PPP له مخې 7م لوی اقتصاد دی. دا هېواد یو سیمه ایز ځواک دی او په نړیوالو چارو کې یو منځنی ځواک ګڼل کیږي. دغه هیواد د د ملګرو ملتونو، د سوداګرۍ نړیوال سازمان، G20، د سویل ختیځې آسیا هیوادونو ټولنې، د ختیځې آسیا سرمشریزې، او د اسلامي همکاریو سازمان په ګډون د یو شمېر څو اړخیزو سازمانونو غړیتوب لري او د ناپییلي غورځنګ بنسټ ایښودونکی غړی دی.
رېښه
د اندونېزیا نوم د اندوس (Ἰνδός) او نیسوس (νῆσος) له یوناني کلمو څخه اخیستل شوی چې معنی یې د "هند ټاپوګان" دي. نوم یې ۱۹مې پیړۍ ته ورګرځي، چې د خپلواکې اندونېزیا له جوړیدو څخه ډېر مخکې دی. په 1850 ز کې، جورج وینډسر ارل، یو انګلیسي توکمپوه، د "هند د مجمع الجزایر او د مالایی مجمع الجزایرو" د اوسیدونکو لپار د اندونېزیانو - او د هغه په ترجیح سره، مالایونیسیانو اصطلاحات وړاندیز کړل. په همدې تألیف کې، د هغه یو زده کونکي، جیمز ریچارډسن لوگان، اندونېزیا د هندي مجمع الجزایرو لپاره د مترادف په توګه کارولې. په هر حال، په ختیځ انډیز کې د هالنډ اکادمیسینان په خپلو لیکنو کې د اندونېزیا کارولو ته زړه نا زړه وو. دوی مالای مجمع الجزایرو ته ترجیح ورکوله. (هالنډي: Maleische Archipel); د هالنډ ایسټ انډیز (Nederlandsch Oost Indië); په مشهوره توګه، Indië; the East (de Oost) اوInsulinde . [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
له 1900 ز وروسته، اندونېزیا د هالنډ څخه بهر په اکادمیکو کړیو کې ډیر عام شو، او اصلي ملتپالو ډلو دا نوم د سیاسي اصطلاح او مفهوپه په توګه غوره کړ. له برلین پوهنتون څخه اډولف باستیان دا نوم د خپل کتاب Indonesien oder die Inseln des Malayischen Archipels، 1884م-1894 م له لارې مشهور کړ. لومړی ځایي عالم کي حجر دیوانتارا(Ki Hajar Dewantara) ؤ چې په 1913 کې یې په هالنډ کې د اندونېزیا پرس-بیورو رسنیز دفتر تاسیس کړ، دغه نوم یې وکاراوه. [۱۳][۱۴]
تاریخچه
پخوانی تاریخ
د نېغ انسان فوسیل شوي پاتې شوني، چې د "جاوا سړي" په نوم مشهور دي، وړاندیز کوي چې د اندونېزیا مجمع الجزایر له دوه ملیون څخه تر 500,000 کاله وړاندې د انسانانو له خوا مېشت وو. هومو سیپینان د 43,000 ز.م په شاوخوا کې دې سیمې ته ورسیدل. استرونېزي خلک، چې د اوسني نفوس اکثریت جوړوي، سویل ختیځ آسیا ته له اوسني تایوان څخه مهاجر شوي دي. دوی د 2,000 ز.م په شاوخوا کې د ټاپو ګانو دغې مجموعې ته ورسیدل او په ختېځ کې په خپرېدو سره یې د میلانیسیا اصلي خلک په لرې ختیځو سیمو کې محدود کړل. ان په اتمه ز.م پېړۍ کې د کرنې مناسب شرایط او د لمدې ځمکې د وریجو کښت کلیو، ښارګوټو او کوچنیو سلطنتونو ته لاره هواره کړه چې په لومړۍ زیږېدیزه پیړۍ کې وده وکړي. د مجمع الجزایر ستراتېژیک سمندري لین موقعیت د څو پیړیو راهیسې د هندي سلطنتونو او چینایي واکمنیو په ګډون د ټاپوګانو-تر منځ او نړیوالو تجارتونو ته وده ورکړه. ] سوداګرۍ له هغه وخت راهیسې د اندونېزیا تاریخ ته بنسټیز شکل ورکړی دی. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
د استعمار دوره
لومړني اروپایان په ۱۵۱۲ ز کال کې نوموړي مجمع الجزایر ته ورسیدل، کله چې پرتګالي سوداګر چې مشري یې فرانسېسکو سیرو کوله، د مالوکو په ټاپوګانو کې د غوزانو(چهارمغزو)، لونګو او کیوب مرچکیو پر سرچینو د انحصار په هڅه کې وو. هالنډي او برتانوي سوداګرو د هغوی په پلونو پل کېښود. په 1602 ز کال کې، هالنډیانو د هالنډ ختیځ-هند شرکت (VOC) تاسیس کړ او د پوره 200 کلونو لپاره د اروپا غالب ځواک شو. په 1800 ز کې VOC له افلاس سره له مخکېدو وروسته منحل شو، او هالنډ د هالنډ ختیځ-انډیز د ملي کالونۍ په توګه تاسیس کړه. [۲۴][۲۵]
د استعمار په زیاتره دوره کې، په مجمع الجزایر باندې د هالنډ کنټرول کمزوری ؤ. هالنډي ځواکونه په پرله پسې توګه په جاوا کې د ننه او بهر د بغاوتونو په مخنیوي بوخت وو. د محلي مشرانو نفوذ لکه په مرکزي جاوا کې د شهزاده ډیپونګورو، په مرکزي سوماترا کې امام بونجول، په مالوکو کې پتیمورا، او په آچ کې د 30 کلنې خونړۍ جګړې هالنډ کمزوری کړ او استعماري پوځي ځواکونه یې وځپل. یوازې د شلمې پیړۍ په لومړیو کې د هالنډ واکمني د اندونېزیا اوسنيو پولو ته وغځېده. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۲۶]
د دویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې د جاپان یرغل او ورپسې نیواک د هالنډ واکمني پای ته ورسوله او د خپلواکۍ مخکینی ځپل شوی غورځنګ یې وهڅاوه. د ۱۹۴۵ ز کال د اګست په میاشت کې د جاپان له تسلیمیدو دوه ورځې وروسته، سوکارنو او محمد هتا، نفوذ لرونکو ملتپالو مشرانو، د اندونېزیا خپلواکي اعلان کړه او دواړه په ترتیب سره د ولسمشر او مرستیال په توګه وټاکل شول. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۶][۳۹]
هالنډ د خپلې واکمنۍ د بیا جوړولو هڅه وکړه او یوه سخته وسله واله او ډیپلوماتیکه مبارزه د دسمبر په 1949 ز کې هغه وخت پای ته ورسیده، کله چې هالنډ د نړیوالو فشارونو سره سم په رسمي توګه د اندونېزیا خپلواکي په رسمیت وپیژندله او واک یې د اندونېزیا متحده ایالاتو ته انتقال کړ. غیر معمولي سیاسي، ټولنیزو او فرقه ییزو ویشونو سره سره، اندونېزیایانو، په ټوله کې د خپلواکۍ لپاره په خپله مبارزه کې یووالی درلود. [۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]
سرچينه
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ http://badanbahasa.kemdikbud.go.id/lamanbahasa/sites/default/files/UU_2009_24.pdf
- ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ http://badanbahasa.kemdikbud.go.id/lamanbahasa/sites/default/files/UU_2009_24.pdf — موضوع: 36
- ↑ https://www.nb.no/items/dc7ddab3ba31dba9711806792fe1c3d6?page=17&searchText=Uavhengighet
- ↑ http://data.worldbank.org/indicator/SL.UEM.TOTL.ZS
- ↑ https://web.archive.org/web/20170210083750/https://basementgeographer.com/right-hand-traffic-versus-left-hand-traffic/
- ↑ Earl 1850، م. 119.
- ↑ Tomascik, Tomas; Mah, Anmarie Janice; Nontji, Anugerah; Moosa, Mohammad Kasim (1996). The Ecology of the Indonesian Seas – Part One. Hong Kong: Periplus Editions. ISBN 978-962-593-078-7.
- ↑ Anshory, Irfan (2004-08-16). "The origin of Indonesia's name" (in انډونېزي). Pikiran Rakyat. خوندي شوی له اصلي څخه په 2006-12-15. بياځلي په 2006-12-15.
- ↑ Logan, James Richardson (1850). "The Ethnology of the Indian Archipelago: Embracing Enquiries into the Continental Relations of the Indo-Pacific Islanders". Journal of the Indian Archipelago and Eastern Asia. 4: 252–347.
- ↑ van der Kroef, Justus M (1951). "The Term Indonesia: Its Origin and Usage". Journal of the American Oriental Society. 71 (3): 166–171. doi:10.2307/595186. JSTOR 595186.
- ↑ Earl 1850، مم. 254, 277–278.
- ↑ van der Kroef, Justus M (1951). "The Term Indonesia: Its Origin and Usage". Journal of the American Oriental Society. 71 (3): 166–171. doi:10.2307/595186. JSTOR 595186.
- ↑ Anshory, Irfan (2004-08-16). "The origin of Indonesia's name" (in انډونېزي). Pikiran Rakyat. خوندي شوی له اصلي څخه په 2006-12-15. بياځلي په 2006-12-15.
- ↑ Pope, G.G. (1988). "Recent advances in far eastern paleoanthropology". Annual Review of Anthropology. 17: 43–77. doi:10.1146/annurev.an.17.100188.000355. cited in Whitten, T.; Soeriaatmadja, R.E.; Suraya, A.A. (1996). The Ecology of Java and Bali. Hong Kong: Periplus Editions. pp. 309–412.
- ↑ Pope, G.G. (1983). "Evidence on the age of the Asian Hominidae". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 80 (16): 4988–4992. Bibcode:1983PNAS...80.4988P. doi:10.1073/pnas.80.16.4988. PMC 384173. PMID 6410399.
- ↑ de Vos, J.P.; Sondaar, P.Y. (1994). "Dating hominid sites in Indonesia". Science. 266 (16): 4988–4992. Bibcode:1994Sci...266.1726D. doi:10.1126/science.7992059.
- ↑ Gugliotta, Guy (July 2008). "The Great Human Migration". Smithsonian Maganize. بياځلي په 2011-08-21.
- ↑ Taylor 2003، مم. 5–7.
- ↑ Taylor 2003، مم. 8–9.
- ↑ Taylor 2003، مم. 3, 9–11, 13–15, 18–20, 22–23.
- ↑ Vickers 2005، مم. 18–20, 60, 133–134.
- ↑ Taylor 2003، مم. 15–18.
- ↑ Ricklefs 1991، م. 24.
- ↑ Ricklefs 1991، مم. 22–24.
- ↑ ۲۶٫۰ ۲۶٫۱ Friend 2003، م. 21.
- ↑ Ricklefs 1991، م. 142.
- ↑ Schwarz 1994، مم. 3–4.
- ↑ Taylor 2003، مم. 209–278.
- ↑ Vickers 2005، مم. 10–14.
- ↑ Ricklefs 1991، مم. 61–147.
- ↑ Gert Oostindie; Bert Paasman (1998). "Dutch Attitudes towards Colonial Empires, Indigenous Cultures, and Slaves" (PDF). Eighteenth-Century Studies. 31 (3): 349–355. doi:10.1353/ecs.1998.0021. hdl:20.500.11755/c467167b-2084-413c-a3c7-f390f9b3a092. S2CID 161921454.
- ↑ "Indonesia: World War II and the Struggle for Independence, 1942–50; The Japanese Occupation, 1942–45". Library of Congress. November 1992. خوندي شوی له اصلي څخه په 2013-08-21. بياځلي په 2013-02-11.
- ↑ H. J. Van Mook (1949). "Indonesia". Royal Institute of International Affairs. 25 (3): 274–285. doi:10.2307/3016666. JSTOR 3016666.
- ↑ Charles Bidien (1945-12-05). "Independence the Issue". Far Eastern Survey. 14 (24): 345–348. doi:10.2307/3023219. JSTOR 3023219.
- ↑ ۳۶٫۰ ۳۶٫۱ Taylor 2003، م. 325.
- ↑ Robert Elson, The idea of Indonesia: A history (2008) pp 1–12
- ↑ Reid 1973، م. 30.
- ↑ Ricklefs 1991، م. کينډۍ:Page needed.
- ↑ Charles Bidien (1945-12-05). "Independence the Issue". Far Eastern Survey. 14 (24): 345–348. doi:10.2307/3023219. JSTOR 3023219.
- ↑ "Indonesian War of Independence". Military. GlobalSecurity.org. بياځلي په 2006-12-11.
- ↑ Ricklefs 1991، مم. 211–213.
- ↑ Friend 2003، مم. 21, 23.
- ↑ Friend 2003، م. 35.
- Pages using the JsonConfig extension
- جغرافيه ويکي ډېټا
- CS1 errors: empty citation
- CS1 errors: unsupported parameter
- CS1 انډونېزي-language sources (id)
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P41
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P94
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- د P625 کاروونکي مخونه
- د جغرافیې اړوند توکي د ويکي ډېټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1589
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P2046
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P36
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P37
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P122
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P571
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P3000
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1198
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P2852
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1622
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P856
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P297
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P474
- د ويکيډټا ډاټا سره مخونه
- د ويکيډاټا څخه سايټ نقشه
- اندونيزيا
- نخشه لرونکي مخونه