Jump to content

د لوګر سیند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د لوګر سیند د افغانستان اړوند یو سیند دی. دا سیند په میدان وردګو ولایت کي د چک سیند په نوم هم یادیږي. همدارنګه د چکي وردګ بند د میدان وردګو ولایت د چکي وردګو په ولسوالۍ کي د سیند پر غاړه جوړ سوی دی.

د لوګر سیند د هیواد پراخه برخه په ځان کي رانغاړي، او د سنګلخ سلسلې په سویلي غرونو کي د میدان وردګو په ولایت کي راپورته کیږي، ورپسې د غزني شمال ختیځ ته د خروار ولسوالۍ له غونډیو څخه اوبه ترلاسه کوي. دا سیند وروسته د کابل له ښار څخه څو کیلومتره لاندي د کابل سیند سره یوځای کیږي. د لوګر حاصل ورکوونکې دره چي د سویلي څنډو لخوا اوبه کیږي، شاوخوا ۶۴ کیلومتر (۴۰ ميل) اوږده او ۱۹ کیلومتر (۱۲ ميل) پراخه ده.