منځپانگې ته ورتلل

د کندهار نړيوال هوايي ډګر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له د کندهار نړيوال هوايي ډگر نه مخ گرځېدلی)
د کندهار نړيوال هوايي ډګر
د کندهار نړيوال هوايي ډګر
د کندهار نړيوال هوايي ډګر

آی‌اِی‌ټي‌اِی: KDH  ويکيډاټا کې (P238) ځانګړنې بدلې کړئ، اي‌كاو: OAKN  ويکيډاټا کې (P239) ځانګړنې بدلې کړئ
لنډیز
د هوایی ډګر ډول عام/عسكري
کاروونکي د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت ،  د افغانستان هوايي ځواک ،  د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت   ويکيډاټا کې (P137) ځانګړنې بدلې کړئ
د خدمت سيمه کندهار   ويکيډاټا کې (P931) ځانګړنې بدلې کړئ
هیواد افغانستان   ويکيډاټا کې (P17) ځانګړنې بدلې کړئ
سيمه کندهار
ويب‌باڼه http://www.kandaharinternationalairport.com/  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
لوړوالی 3330 فوټ   ويکيډاټا کې (P2044) ځانګړنې بدلې کړئ
کورډېناټونه ۳۱°۳۰′۲۶″شمال ۶۵°۵۱′۰۱″ختیځ / 31.507222222222°شمال 65.850277777778°ختيځ / 31.507222222222; 65.850277777778   ويکيډاټا کې (P625) ځانګړنې بدلې کړئ[۱]
نقشه
Map
درجې
د کندهار د نړيوال هوايي ډگر ليد له هوا څخه، ۲۰۰۵ کال

د کندهار نړيوال هوايي ډګر[۲][۳][۴] [۵]يا د احمدشاه بابا نړۍ‌وال هوايي ډگر [۶] [۷]د کندهار ښار په سوېل ختيځ لور کې د کندهار ښار له مرکز څخه د ۱۶ کيلو متره په واټن کې پروت دی.

شالید

د ۱۹۶۴م کال د کندهار نړیوال هوایی ډګر په نامه د افغان پوسټ ټاپه

د كندهار هوايي ډگر د امريكايي مهندسينو لخوا په ۱۳۴۲ لمريزكال كي جوړسو. نوموړى ميدان په منځنۍ آسيا كي يو له نړيوالو ميدانونو څخه دئ، چي ځانگړى اعتبار لري او زموږ ملي هويت ته افتخار وربخښي. په ۱۳۵۳ لمريز كال كي دافغانستان هوايي ځواکونه هم په دې ميدان كي ځاى پرځاى سول. په لومړيو كي دكندهار د ملكي هوايي ميدان د آمريت پرسونل تقريباً ۱۲۰۰ نفرو ته رسېدى.[۸]د ډاكټر نجيب الله دواك په وخت كي د داخلي جگړو په وجه او پرهوايي ميدان باندي د مخالفو ځواكونو له خوا د راكټونو د توغوني له امله ملكي الوتني په ټپه ولاړي وي. د طالبانو د واك پر مهال ملكي الوتني بېرته له سره پيل سوې او همدارنگه د عربو متحده اماراتو او هندوستان ته بين المللي پروازونه كېدل.[۹] د سپتېمبر د ۱۱ نيټي تر پېښي وروسته دكندهار هوايي ميدان د جگړې په مركز بدل سو، چي د جگړو په اثر د هوايي ډگر عمارتونه تخريب او د هوانوردۍ ټول تاسيسات له منځه ولاړل.[۱۰]

اوسنى حالت

د مؤقت حكومت له دورې څخه بيا تر۱۳۸۴ كال پوري د USAID موسسې لخوا د هوايي ډگر د بيا رغوني كار جريان درلودى او د ۱۳۸۴ كال د مېزان په مياشت كي د هوايي ميدان ترمينل او د هغه مربوط شعبات په فرنېچر او موبل تجهيز او د لومړنيو الوتنو وسايط هم د نوموړي مؤسسې په مرسته برابر سوه، د دې سره سره د مامورينوهستوگنځايونه بېله رغوني پاته سول. په ۱۳۸۶ كال كي د ولايت مقام د خاصي پاملرني او هڅو په نتيجه کي يو باب سالون د بهرنيو او داخلي مېلمنو لپاره د ټولوتجهيزاتو، موبل او فرنېچرسره ورغول سو. د ترمينل شاوخوا سړكونه په قيرورغول سول او د هوايي ميدان پرسونل وستايل سوه.


په دې وروستيو كي يو ملي تجار چي دافغان يونايټيډ بانك مشري هم پر غاړه لري د ۱۱۰۰۰۰ زره امريكايي ډالرو په لگښت د هوايي ډگر عمومي پارك بيا ورغوى او د هوايي ميدان سره يې د فرنيچر مرسته وكړه. د كندهار د هوايي ميدان د هوانوردۍ ملكيت ۱۰ زره جريبه ځمكه ده، چي د دې څخه يوازي ۱۰ جريبه يې د ملكي هوايي ميدان په لاس كي ده او پاته نوره ټوله يې د ايساف ځواكونو، د ملي دفاع وزارت او داخلې وزارت ځواكونو تر خپلي ولکې لاندي ده. د كندهار هوايي ميدان د كندهار ښارد (نوي ښار) په سيمه كي ۸ بابه د هستوگني كورونه لري، مگر د زورواكو لخوا په زوره نيول سوي دي، چي د ډېرو هلو ځلو كولوسره سره د هوايي ميدان آمر په دې نه دئ توانېدلى چي نوموړي هستوگنځايونه د هوايي ډگر په چارو كي وكاروو. د ملكي هوايي ميدان (ټاور) فلج دئ او د الوتكو كنترول دآيساف ځواكونو په لاس كي دئ. د ميدان آمريت يوازي يوه سنافتيكي (زراعتي) دستگاه لري او د موجوده وضعي راپور د ايساف ځواكونو ته وركوي. ملكي هوايي ميدان ۱۸ اطاقونه لري، چي لاندي ارگانونه له هغو څخه گته اخلي:

د هوايي ميدان سرحدي پوليس ۵ خوني د آريانا هوايي شركت دوې خوني د پامير هوايي شركت يوه خونه د كام اېر هوايي شركت يوه خونه د ايساف ځواكونه يوه خونه د گلوبل امنيتي شركت يوه خونه د ميدان د امنيت مديريت يوه خونه د ميدان د گمرك مديريت يوه خونه داوي آيل شركت يوه خونه د هوايي ميدان آمريت څلور خوني

بڼه او پرسونل

د ميدان آمريت ۲۶ نفره پرسونل لري، چي ۱۰ نفره يې مامورين، ۱۳ يې خدمتي اجيران او ۳ نفره يې اجيرباالمقطع دي. د ذكرسوو ۱۰ نفرو مامورينو څخه يې ۵ نفره مسلكي او ۵ اداري دي، چي د الوتنو له شروع بيا ختم پوري همهلته وي.

هغه كمپنۍ چي الوتني كوي

آريانا هوايي شركت، پاميرهوايي شركت، كام اېر هوايي شركت، تيزر هوايي شركت، دUNHAS هوايي شركت، برجر هوايي شركت، هتلر هوايي شركت، د CADG هوايي شركت، د سره صليب او يوناما الوتنې،

سرچينې

  1.   ويکيډاټا کې (P402) ځانګړنې بدلې کړئ {{cite web}}: Empty citation (help)د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
  2. "د کندهار هوايي ډګر عوايد ۲۵ فيصده زيات شوي". ټي‌کی‌جي ټکی ای‌اېف (کليدګروپ). ۱۳۹۱لمريز لړم ۳۰مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  3. نادم, بشيراحمد (۲۰۱۳ جنورۍ ۳۰مه). "په کندهار هوايي ډګر کې د ٧٩،٣٥ ميليونو يورو په ارزښت پروژې پلې شوې". پژواک خبری اژانس.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  4. "د کندهار هوايي ډګر ترمينل نوې ودانۍ ته اړتيا لري". ۸صبح. ۲۰۱۲ نومبر ۲۱مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  5. افغان, صابر (۲۰۲۱اگست ۰۲مه). "کندهار نړيوال هوايي ډګر د راکټي بريد له امله بند شوی". پښتو.سي‌آرآی.سي‌اېن(چين پښتو راډيو).{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  6. "کندهار: د احمدشاه بابا نړيوال هوايي ډګر ۳۵ کارکوونکو ډله ييزه استعفا کړې". پي‌ای.ازادي راډيو ټکی کام. ۱۴۰۱لمريز غبرگولي ۳۰مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  7. افغان, صابر (۲۰۲۵ ډېسمبر ۲۱مه). "احمد شاه‌ بابا نړيوال هوايي ډګر کې د الوتکو د پارکينګ پروژه بشپړه شوه". هيندوکش‌پښتو.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  8. پښتونزی, سردارولي (۲۰۲۲ مارچ ۱۶مه). "د کندهار نړيوال هوايي ډګر پرانيستل، ۱۹۶۰ع". ډيلي شهادت.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  9. پښتونزی, سردارولي (۲۰۲۲ مارچ ۱۶مه). "د کندهار نړيوال هوايي ډګر پرانيستل، ۱۹۶۰ع". ډيلي شهادت.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  10. پښتونزی, سردارولي (۲۰۲۲ مارچ ۱۶مه). "د کندهار نړيوال هوايي ډګر پرانيستل، ۱۹۶۰ع". ډيلي شهادت.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)