د افغانستان هوايي ځواک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
د افغانستان هوایي ځواک
نیروی هوایی افغانستان
Afghan National Army emblem.svg
ANA Air Corps Mi-35s take off from KBL 2009-05-27.jpg
بنسټ ۱۹۲۴
هېواد افغانستان
بولندوی جنرال عبدالوهاب وردگ
جگړې

د افغانستان هوایي ځواک د افغانستان د هغو ځواکونو څخه دی چې د دې هېواد په ملي امنیت کې اړین رول لوبوي . د افغانستان هوایي ځواک په ۱۹۲۴ زېږيز کال کې جوړ شو . په ۱۹۸۰زېږيز کال کې چې کله د افغانستان د خلق /پرچم ډيموکراتيک جمهوريت د روس په ملاتړ جوړ شو، نو روسيې خپل عصري وسلې او الوتکې د افغانستان حکومت ملاتړ لپاره ورکړې . په دې وخت کې د افغانستان په جگړه يیزو درندو وسلو کې د مېگ ۱۵،مېگ ۲۱، سوخوی سو-۷، سوخوی سو-۱۷، سوخوی سو-۲۰ الوتکې او د ميل می ۸ چورلکې شاملې وې . په ۱۹۷۶ زېږيزکال کې د بگرام په ښار کې پوځي هوایي ډگر جوړ شو. د ۱۹۷۹زېږيز کال په ډسمبر کې روسي پوځ پر افغانستان برید وکړ او مهم ډگرونه یې ونیول. تر جگړې وروسته د افغانستان ډېرې الوتکې ړنگې شوې. په ۲۰۰۶ زېږيزکال کې د افغانستان هوایي ځواک د امریکایي اشغالگر پوځ او د ناټو د هېوادونو په مرسته بیا جوړ شو.

تاریخ[سمول]

د مېگ-۲۱ ښکاري الوتکه د بگرام په هوایي ډگر کې

د افغانستان هوایی ځواک په ۱۹۲۴ زېږيزکال کې د امير امان الله خان لخوا جوړ شو . دغه هوايي ځواک او الوتکې د کورنۍ جگړې په وخت د بچه سقا لخوا په کال ۱۹۲۸زېږيز کې ويجاړ شو . په ۱۹۶۰ زېږيز کال کې دمېگ ۱۵ الوتکې افغانستان ته ولېږدول شوې او په ۱۹۷۷ زېږيز کال کې چکسلواکیا د اېرو ال-۳۹ الباتروس الوتکې د افغانستان هوایی ځواک ته ورکړې. په ۱۹۸۰ کال کی د افغانستان د پوځی الوتکو شمیر ۴۰۰ تنو ته ورسېدلې. د افغانستان د جگړې په وخت کې روسي پوځ افغانستان ته عصري بریدگرې چورلکې ولېږلې. روسي پوځ د میل می- ۲۴ چورلکو څخه د مجاهدینو له منځه وړلو لپاره ترې کار اخیست. روسي پوځ په دې جگړې کې ۳۳۳ چورلکې له لاسه ورکړې.

۲۰۰۸[سمول]

د افغانستان هوایي ځواک په ۲۰۰۸ کال کې بیا جوړ شو.

Lua error in Module:Navbox at line 6: Please use mw.html instead of Module:HtmlBuilder.