افغان وسله وال ځواکونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د افغانستان د اسلامي امارت وسله وال ځواکونه چې د اسلامي امارت د وسله والو ځواکونو او افغان وسله والو ځواکونو په نوم هم پېژندل کېږي د افغانستان پوځ دی چې له ۱۹۹۶ زکال څخه تر ۲۰۰۱ زکال پورې او بیاځلي د ۲۰۲۱ زکال له اګست میاشتې څخه راهیسې تر نن ورځې د طالبانو له خوا اداره کېږي. طالبانو د اسلامي امارت د وسله والو ځواکونو لومړنۍ ډلګۍ په ۱۹۹۷ زکال وروسته له هغه جوړې کړې چې د افغانستان له کورنۍ جګړې (۱۹۹۲- ۱۹۹۶ زکال) وروسته یې په افغانستان واک وموند. دغه وسله وال ځواکونه په ۲۰۰۱ زکال کې په افغانستان باندې د امریکا د متحده ایالاتو د برید په پایله کې د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته وپاشل شول. دغه ځواکونه وروسته له هغه چې افغانستان د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړې پر بنسټ د ۲۰۲۱ زکال د اګست په ۱۵مه طالبانو ته وسپارل شو او د متحده ایالاتو تر ملاتړ لاندې د افغانستان اسلامي جمهوریت وپاشل شو له واک څخه د شل کلن لرې توب وروسته د افغانستان د اسلامي امارت په بېرته واکمنېدو د ۲۰۲۱ زکال د نومبر په اتمه بیاځلي تنظیم شول. [۱]

د افغان وسله والو ځواکونو تاریخچه[سمول]

د ۱۹۷۸ زکال په اپرېل میاشت کې د ثور د انقلاب په نامه کودتاه د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند ته د وفاداره غړو له خوا ترتیب او ترسره شوه. دغه کودتاه د ۱۹۷۹ زکال په ډسمبر میاشت کې په افغانستان باندې د شوروي د ۴۰م پوځ او د هغو د هوايي ځواکونو د بشپړ برید لامل وګرځېده. د نیویارک ټایمز د راپور پر بنسټ په ۱۹۸۱ زکال کې د ټولو افغان وسله والو شمېر ۸۵ زرو تنو ته رسېده. دغه مهال د افغانستان پوځ شاوخوا له ۳۵ زرو څخه تر ۴۰ زرو پرسونل درلود چې ډېرو یې فعاله دنده لرله. هوايي ځواک شاوخوا ۷۰۰۰ تنه پرسونل درلود. په دې سره په ۱۹۸۴ زکال کې یې هم د ټول پرسونل شمېر ۸۷ زرو تنو ته رسېد. د ۱۹۸۰مې لسیزې پر مهال د افغانستان وسله وال ځواکونه د مجاهدینو له یاغي څو ملیتي مجاهدو ډلو سره په جګړه بوخت و چې تر ډېره یې متحده ایالاتو ملاتړ کاوه او د پاکستان د وسله والو ځواکونو له خوا روزل کېدل. دغه یاغي ډلو هڅه کوله چې شوروي اتحاد اړ کړي له افغانستان څخه ووزي او همدارنګه یې هڅه کوله د شوروي تر ملاتړ لاندې د ډاکټر نجیب الله حکومت راوپرځوي. د افغان وسله والو ځواکونو له لیکو څخه د سرتېرو د تېښتې په زیاتوالي سره په ۱۹۸۵ زکال کې د افغان ځواکونو شمېر ۴۷ زرو تنو ته ورسېد چې په ډېر احتمال سره یې شمېر له دې هم کم و. دغه مهال هوايي ځواکونو څه باندې ۱۵۰ جنګي الوتکې او شاوخوا ۷۰۰ تنه افسران لرل چې د کیوبا د انقلابي هوايي او دفاعي ځواک او د چکسلواکیا د هوايي ځواکونو د سلاکارانو د ۵۰۰۰ تنه پرسونل له خوا یې ملاتړ کېده. [۲][۳][۴][۵]

د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت (۱۹۷۸- ۱۹۹۲ زکال) د واکمنۍ پر مهال د شوروي اتحاد له خوا افغان دولت ته د تسلیحاتو مرستې زیاتوالی وموند چې په کې Mi-24 چورلکې، MiG-23 جنګي جټ الوتکي، ZSU-23-4 Shilka او ZSU-57-2 الوتکو ضد اتومات دفاعي ټانګونه، MT-LB زغروال موټر، BM-27 Uragan او BM-21 Grad څوګوني راکټ ویشتونکي سیسټمونه، 9K52 Luna-M او سکاډ مزایل ویشتونکي سیسټمونه شامل و. یو شمېر له دغو څخه چې د جګړې پر مهال ورته زیان نه و اوښتی، تر نن ورځې کارول کېږي. [۶]

د مجاهدینو له ډلو سره بیا تسلیحاتي مرسته د بېلابېلو هېوادونو له خوا کېدله؛ متحده ایالاتو د اسرائیلو له خوا د شوروي نیول شوې وسلې په پټه وپېرلې او هغه یې مجاهدینو ته ولېږلې، په داسې حال کې چې مصر د خپلو پوځونو وسلو ته پراختیا ورکړه زړې وسلې یې مجاهدینو ته ولېږلې، ترکیې دویمې نړیوالې جګړې ته اړوندې خپلې ټولې وسلې مجاهدینو ته د رسېدو په موخه وپلورلې. انګلیس او سویس هم وروسته له هغه په ترتیب سره دغو ډلو ته بلوپایف توغندي او اورلئان الوتکو ضد وسلې وسپارلې چې وپوهېدل دا نور د دوی پوځونو ته په درد نه خوري. چین هم په چریکي جګړو کې د خپلې تجربې پر بنسټ ګټمنې وسلې ورکړې او د خپلو ټولو دغو ورکړو دقیق اطلاعات یې له ځان سره وساتل. [۷]

په ۱۹۸۹ زکال کې له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته دغو یاغیانو خپلو جګړو ته لا زور ورکړ. ورته مهال افغان وسله وال پوځ هم د شوروي د حضور پر مهال خپلې وړتیاوې زیاتې کړې وې. د خوست ولایت ۱۱ کلنه محاصره د ۱۹۹۱ زکال په مارچ میاشت کې وروسته له هغه پای ته ورسېده چې دغه ولایت سقوط وکړ. خو هغه مهال چې د افغان دولت مخکښ جنرال، عبدالرشید دوستم په ۱۹۹۲ زکال کې له مجاهدینو سره لاس یو کړ؛ افغان پوځ ته یې شدیده ضربه ورکړه او مجاهدین وتوانېدل چې د کابل ښار ونیسي. [۸][۹]

په ۱۹۹۲ زکال کې د شوروي اتحاد پاشل کېدل لامل وګرځېدل له افغان پوځ سره د شوروي مرستې بندې شي؛ په دې سره د افغانستان دیموکراتیک دولت د ۱۹۹۲ زکال په وروستیو کې له ستونزو سره مخ شو او افغان پوځ هم د سیمه ییزو جنګ سالارانو ترمنځ په کوچنیو ملیشه ډلو وویشل شو. [۱۰]

په ۱۹۹۲ زکال کې د محمد نجیب الله د حکومت له سقوط وروسته، د افغانستان بېلابېلو سیاسي ډلو د ځان لپاره د رسمي وسله والو ځواکونو په جوړولو پیل وکړ. د ۱۹۹۲ زکال تر فبروري پورې د مسعود اسلامي جمیعت یو مرکزي ځواک درلود چې د راپورونو له مخې شپږ پیاوړې پوځي فرقې یې د هغو له ګڼ شمېر نورو دویمي واحدونو سره لرلې. د ۱۹۹۳ زکال د جنوري په ۱۶مه د جینز دفاعي اونیزې راپور خپور کړ چې «د افغانستان د ټولو برخو له استازو څخه جوړې یوې ۱۳۵۵ کسیزې غونډې پروفیسور برهان الدین رباني د دوه کلونو لپاره د افغانستان د اسلامي دولت د ولسمشر په توګه ټاکلی او د مجاهدینو له ډلو څخه د ګڼ شمېر سرتېرو لرونکي منظم پوځ په جوړولو هوکړې ته رسېدلي». پاکستان هم د هغو په روزنه کې د مرستې ټټر وواهه. له دې سره د احمدشاه مسعود، ګلبدین حکمتیار، عبدالرشید دوستم، عبدالعلي مزاري، جلال الدین حقاني، اسماعیل خان، عطامحمد نور، عبدالرسول سیاف، محمد نبي محمدي، محمد یونس خالص، ګل آغا شېرزي او ګڼ شمېر نورو په ګډون د مجاهدینو ترمنځ کورنۍ جګړه پیل شوه. [۱۱][۱۲]

له دې وروسته د طالبانو خوځښت د افغانستان د سویلي کندهار ولایت په شاوخوا کې رامنځته شو او ټولو هغه وسله والو خوځښتونو ته یې ماته ورکړه چې د پخواني افغان پوځ او افغان هوايي ځواک له پاشل کېدو وروسته واک ته رسېدلي و او له یو بل سره په شخړو بوخت و. هغوی د ۱۹۹۵ زکال په مارچ میاشت کې د کابل د دروازو پر لور حرکت وکړ څو د احمدشاه مسعود له ځواکونو سره مبارزه وکړي. [۱۳]

د ۱۹۹۰مې لسیزې پر مهال طالبانو څلور سوه T-54/55 او T-62 ټانګونه، همدارنګه ۲۰۰ زغروال موټر له ځانه سره ساتلي و. طالبانو ورته مهال د خپلو سرتېرو او قوماندانو په روزنه پیل وکړ. په ۲۰۰۱ زکال کې د طالبانو د دولت له ړنګېدو وروسته جنګ سالارانو ته وفاداره خصوصي ځواکونو ورځ تر بلې لا زیات نفوذ پیدا کړ.[۱۴][۱۵][۱۶]

ورته مهال د ۱۹۹۰مې لسیزې په اوږدو کې د طالبانو هوايي ځواک د غږ له چټکتیا چټکې پنځه MiG-21MFs او لس Sukhoi-22 بم غورځونکې جټ الوتکې لرلې. همدارنګه یې شپږ Mil Mi-8 ، پنځه Mi-35s، پنځه L-39Cs، شپږ An-12s، پنځه ویشت An-26s چورلکې او په لسګونو An-24، An-32s، یوه IL-18 او یوه یاکولف پوځي ټرانسپورتي الوتکې لرلې. د دوی د ملکي هوايي چلن برخې دوه بوینګ  727A/Bs، یوه Tu-154، پنځه An-24s او یوه DHC-6 الوتکې لرلې. [۱۷][۱۸][۱۹]

د ۱۹۹۵ زکال د اګست په ۳ مه د طالبانو مېګ ۲۱ جټ الوتکو د روسیې ایلیوشین ایل-۷۶ پوځي ټرانسپورټي الوتکه چې له البانیا څخه یې افغانستان ته وسلې لېږدولې په کندهار کې کښېناستو ته اړ کړه. د دغې الوتکې د نیول شوې روسي خدمې د خوشي کولو اړوند د روسیې د دولت او طالبانو ترمنځ خبرو یو کال دوام وکړ او د دوی ترمنځ د منځګړي امریکايي سناتور هنګ براون منځګړیتوب چې هڅه یې کوله د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندیانو تبادله وشي له ماتې سره مخ شو. براون یوازې دا وکولای شو چې طالبان متقاعد کړي چې روسي خدمې ته د خپلې الوتکې څخه د ساتنې اجازه ورکړي. همدغې اجازې بیا د هغوی تېښتې ته لار برابره کړه او خپله الوتکه یې هم له ځان سره یووړه. [۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. کينډۍ:Cite tweet
  2. (په November 11, 1981 باندې). Afghan Military Aid Said to Study In Soviet. The New York Times.
  3. Nyrop او Seekins 1986، ص. 327.
  4. Nyrop او Seekins 1986، ص. xvii.
  5. Amstutz 1986، ص. 65.
  6. "::DDR ::Heavy Weapons". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ مې ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Kinsella, Warren. "Unholy Alliances", Lester Publishing, 1992
  8. (په April 18, 1992 باندې). Afghan Guerrillas Order Kabul Army To Surrender City. The New York Times.
  9. (په 1988-04-14 باندې). 1988: USSR pledges to leave Afghanistan. BBC News.
  10. Jalali, Ali A. (2002). "Rebuilding Afghanistan's National Army". Parameters: Journal of the US Army War College (په انګلیسي ژبه کي). U.S. Army War College. 32 (3): 78. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. See (په 8 February 1992 باندې). Pushing at the Cracks. See also "Army Reformed to Heal Divisions," JDW, 15 August 1992.
  12. (په 16 January 1993 باندې). MOJAHEDIN FOR AFGHAN ARMY.
  13. Malkasian 2021، ص. 36-41.
  14. The Beasts of Kabul: Inside the Afghan Army's Soviet Tanks. Stars and Stripes. 15 July 2014. مؤرشف من الأصل في ۱۴ نومبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ فبروري ۲۰۲۲ – عبر YouTube. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. The Guardian, Taliban lose grip on Mazar i Sharif, 7 November 2001
  16. Ali A. Jalali, Afghanistan: The Anatomy of an Ongoing Conflict Archived 2016-12-10 at the Wayback Machine., Parameters, Spring 2001, pp. 85–98.
  17. York, Geoffrey. The Globe and Mail, "Military Targets Are Elusive. Afghanistan Army Called a Haphazard Operation", 19 September 2001
  18. Russian airmen escape from Afghanistan, Phil Reeves, The Independent, 19 August 1996
  19. Farah & Braun 2007, p. 60
  20. Associated Press 1996, p. 4
  21. Associated Press 1996, p. 4