Jump to content

يوټيوب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له YouTube نه مخ گرځېدلی)
يوټيوب
انټرنټي پته http://www.youtube.com‎
شعار يوه وړيا ویبپاڼه چې هر څوک ترې ګټه اخیستلای سي
په الېکسا کې رتبه ۹
د وېبځي ډول انټرنټي تفريحي وېبپاڼه
نومليکنه د لوستونکو په خوښه
د کارولو وړ ژبه(ژبې) گڼ ژبيز (۲۴ ژبې)
خاوند ګوګل
بنسټ ايښودونکی چدهورلي، سټییف چېن او جاوید کریم
د پېل نېټه ۱۵ د جنوري، ۲۰۰۱ کال

یوټیوب (Youtube) په متحده ایالاتو کي دویډیوګانو خپرولو لپاره یوه نړیواله وېبپاڼه ده چې د ۲۰۰۵ کال د فېبروري په میاشت کی د پی پال (Paypal) کمپنی دپخوانیو کارکوونکو له لوري رامنځ ته شو. د یوټیوب کمپنۍ په سن برونو، کالیفورنیا کې موقعیت لري او د اډاب فلش ویډیو د ټېکنالوژۍ په مرسته سره کولای شی مینه والو ته بېلا بېلي ویډیوگانی، تلوېزيوني خپرونې، موسیقي او نورې خپرونې نندارې ته وړاندې کړي. هغه کسان چی په دې وېبپاڼه کي یې نوملیکنه نه وي کړې یوازې ویډیوگانی لیدلای شي خو هغه کسان چی په دې وېبپاڼه کی یې نوملیکنه کړې وي کولای شي دې وېبپاڼې ته ویډیوگانې هم پورته اوخپرې کړي.د ۲۰۰۶ کال د نومبر په میاشت کي یوټیوب کمپنۍ د یو عشاریه پنڅه شپېته ۱،۶۵ میلیارده امریکایي ډالرو په بیه پر گوگل کمپنی وپلورل شوه.[۱]

یوټیوب کمپنی داوخت (په ۲۰۲۳ زکال کي) تر ۲۹ میلیارده ډالره پورته شتمني لري.

مخینه

[سمول]

یوټیوب وېبپاڼه د۲۰۰۵ کال په فېبروري میاشت کې دپیپال د ۳ پخوانیو کارکوونکو چدهورلي، سټییف چېن او جاوید کریم له لوري دامریکا متحده ایالاتو په کلفورنیا ایالت کي رامنځ ته شوه[۲] اوپه ۲۰۰۶ کال کې یې د۱.۶۵ میلیارده ډالرو په ارزښت پر ګوګل (Google) باندې وپلورله.[۳]

سرچينې

[سمول]
  1. سرچينې تړی: https://www.youtube.com/t/terms. بياځلي سمون: ۱۶ اگسټ ۲۰۲۳.
  2. سرچينې تړی: http://usatoday30.usatoday.com/tech/news/techinnovations/2005-11-21-video-websites_x.htm. بياځلي سمون: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۶. خپرېدو نېټه: ۲۱ نومبر ۲۰۰۵. بياځلي سمون: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۶. خپرېدو نېټه: ۲۱ نومبر ۲۰۰۵.
  3. https://www.youtube.com/t/terms. بياځلي سمون: ۱۶ اگسټ ۲۰۲۳.