په افغانستان کې اسلام

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له اومې څخه تر لسمې پېړۍ پورې د عرب مسلمانو له خوا د افغانستان تر نيولو وروسته افغانستان کې په اسلام عمل پيل شو، په داسې حال کې چې د نولسمې پېړۍ په وروستيو کې يې وروستي اسلام ته واوښتل. عموماً سيمه يیزو خلکو اسلام د بودايي دين د بديل په توګه ومانه او سيمه ييزو قبيلو د نوي دين په منلو پيل وکړ. اسلام د افغانستان دولتي دين دی، چې شا اوخوا 99.7٪ افغانانا مسلمانان دي. تقريباً 90٪ يې په سني اسلام عمل کوي، داسې حال کې چې شا اوخوا 10٪ يې شيعه ګان دي. ډيری شيعه ګان يې د اثناء عشريَه څانګې منونکي دي او يوازې يو کم شمېر يې اسماعيلي مذهب مني.[۱][۲][۳]

کله چې د مسلمانانو له خوا د پارس نيول بشپړ شول، مسلمانو عربانو د پارس ختيځ لور ته په حرکت بيل وکړ او په 652ز کال کې يې هرات ونيو. د لسمې پېړۍ تر پای پورې، ترک غزنويانو کابل شاهي پاچايان رام کړل.[۴]

تاريخ[سمول]

د اومې پېړۍ په اوږدو کې، په نهروان کې ساساني پارسيانو ته له ماتې ورکولو وروسته، د راشده خلافت عربان هغې سیمې ته ننوتل چې اوس افغانستان دی. له دې سختې ماتې وروسته، وروستی ساساني سترواک، درېيم يزدجرد، ختيځ لور ته د مرکزي اسيا لرې سيمو ته وتښتېد، د يزدجرد په تعقيب کولو سره، عربان له شمال ختيځ ايران څخه د هرات په لاره دې سيمې ته ننوتل، چېرته چې دوی د افغانسان شمال لور ته مخ په وړاندې تګ څخه مخکې د خپل پوځ ډېره برخه مېشته کړه.[۵]

د شمالي افغانستان ډېرو اوسېدونکو د اموي مبلغينو د هڅو په پايله کې اسلام ومانه، په ځانکړي ډول د خليفه هاشم او عمر بن عبدالعزيز د واکمنۍ پرمهال، په سويل کې، عبد الرحمن بن سرة په زابلستان بريد وکړ، چېرته چې زنبيليان واکمن وو.[۶][۷]

د المعتصم او د هغه ځای ناستو د واکمنۍ پر مهال، د دې سيمې ډېرو اوسېدونکو په اسلام عمل کاوه، او کله چې د عباسيانو واکمني ړنګه شوه، د يعقوب ليث صفاري تر واکمنۍ لاندې، اسلام د کابل او افغانستان د نورو سترو ښارونو غالب دين و. د ابو حنيفه پلار، ثابت بن زوطا په هغه سيمه کې زېږېدلی و چې اوس افغانستان دی. نوموړی کوفې (په عراق کې) ته کډوال شو، چېرته چې حنيفه وزېږېد. وروسته سامانيانو د منځنۍ اسيا زړه ته اسلام خپور کړ، او په نولسمه پېړۍ کې د قرأن کریم لومړۍ بشپړه فارسي ژباړه بشپړه شوه. له هغې راهيسې، اسلام د دې هېواد پر مذهبي منظر حاکم دی. د بحرانونو په جلا جلا وختونو کې اسلامي علماء په سياسي کړيو کې داخل شوي دي، خو غېر مذهبي (سيکولار) واک ډېر کم د اوږدې مودې لپاره پاتې شوی.

په 998 او 1030ز کلونو کې محمود په پېښور کې د شاهي پاتې شوني و ايستل. غوري واکمنې کورنۍ د غزنويانو ځای ونيو، چا چې له پخوا څخه پياوړې سترواکې نوره هم پراخه کړه. په هرات کې د جمعې مسجد په دې هېواد کې تر ټولو لرغونی مسجد دی، باور کېږي چې په لومړي ځل په دولسمه پېړۍ کې د غوریانو د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی و. په دې پړاو کې، کوم چې د زرين اسلامي پړاو په توګه پېژندل کېږي، له بغداد وروسته په اسلامي نړۍ کې افغانستان د زده کړې دويم ستر مرکز و.[۸][۹][۱۰]

د مغولو له بريد او ويجاړۍ وروسته، تيموریانو دا سيمه بېرته اباده کړه او يو ځل بيا يې د اسلامي زده کړو په مرکز بدله کړه. په شپاړسمه پېړۍ کې د صفويانو د واکمنۍ پر مهال، شيعه اسلام د افغانستان سويل ته لاره پيدا کړه. تر هغه وخته چې په 1709ز کال کې مېرويس هوتک افغانانو ته خپلواکي تر لاسه کړه، د افغانستان د کندهار سيمه ډېر ځله د شيعه صفويانو او سني مغولو تر منځ د جنګ ډګر و.

د عبدالرحمن خان له خوا نيول[سمول]

د دولت د جوړولو د يوې وسيلې په توګه اسلام په لومړي ځل منظم کارول د پاچا عبدالرحمن خان (1880-1901) له خوا د مرکزيت پر لور د خپلو هلو ځلو پر مهال پيل شول. نوموړي فرمان صادر کړ چې ټول قوانين بايد له اسلامي قانون سره سمون ولري، او په دې ډول يې شریعت په پښتونولۍ کې په شته دودويزو قوانينو لوړ کړ. د هغه د دولتي هلو ځلو او تر څنګ يې د هغه د مرکزي واکمنۍ د مشروعيت او منلو لپاره يې د علماوو فهرستونه جوړ او ثبت کړل. له ېوې خوا دې چارې په مذهبي طبقه کې زياتوالی راوست، خو څومره چې هغوی د دولت د مامورينو په توګه په دولتي نظام (بيوروکراسۍ) کې په چټکۍ سره داخلېدل، په پای کې مذهبي مشرتوب کمزوری شو. ډېر هغه امتيازات چې مذهبي شخصيتونه او ادارې ورڅخه برخمنې وې، د دولت په چوکاټ کې له سره بيا جوړ کړای شول؛ د زده کړې دود کول چې يو وخت يوازې د علماوو حق و، له نږدې څخه څارل کېدو، او امير د عدالت اعلی حاکم وګرځېد.

د عبدالرحمن خان ځای ناستو د هغه تګلارو ته دوام ورکړ او پراخه يې کړې، ځکه هغوی د سيکولر کولو حرکت زيات کړ. اسلام د معاملاتو مرکز و، خو مذهبي جوړښت په بنسټيز ډول غېر سياسي پاتې و، چې د سياسي اغېز پر ځای يې د اخلاقو په توګه عمل کاوه. له دې سره سره، د ملي کړکيچونو پر مهال اسلام خپل ځای پياوړی کړ. سربېره پر دې، کله چې مذهبي مشرتابه خپل ځانونه له سخت ګواښ سره مخ وليدل، جذابو مذهبي څېرو وخت په وخت اسلام د دولت په مخالفت کې، د بېلا بېلو ډلو د راټولولو لپاره وکارولو. دوی په ډېرو مواقعو کې د پاچا امان الله شاه (1919-1929) پر ضد راپاڅېدل، د بېلګې په ډول، د اصلاحاتو پر ضد اعتراض کې، چې دوی باور درلود دا د اسلام پر ضد او لوېديځه مداخله ده.

له دې وروسته واکمن، د سيکولر کېدو پر ضد د دوديزو چلندونو په پام کې نيولو سره، له اسلام سره د نوښتپالنې د سمون څرګندولو کې محتاط وو. له دې سره سره، او په ټولنه کې د هغې محوري حيثيت باوجود، کوم چې د دين او سياسيت تر منځ کوم توپير نه کاوه، په دولتي چارو کې د دين ونډه مخ پر کمېدو وه.

د 1931ز کال اساسي قانون حنفي شريعة (فقه حنفية) دولتي مذهب وګرځاوه، په داسې حال کې چې د 1964ز کال اساسي قانون کې په ساده ډول ويل شوي چې مذهبي مراسم بايد د حنفي مذهب سره سم تر سره شي. د 1977ز کال اساسي قانون اسلام د افغانستان دين اعلان کړ، خو دې ته يې اشاره نه ده کړې چې دلوتي مراسم بايد له حنفي فقهې سره سم وي. د 1976ز کال د جزا قانون او د 1977ز کال مدني قانون، د ټولنيز عدالت ټولو برخو ته پوښښ ورکړی، چې د سيکولار قانون د عناصرو سره د مبارزې لپاره د نورو سيستمونو ځای نيونکی، خو د عمده هڅو ښودونکی دی. د بېلګې په ډول، محکمو ته حکم شوی و چې تر ټولو دمخه د قضيو په اړه د سيکولار قانون تر مخې پرېکړه وکړي؛ او په هغو برخو کې شريعت ته مراجعه وکړي، کومه چې سيکولار قانون نه وي پوښلې. تر 1978ز کال پورې، د افغانستان د خلکو ديموکراتيک ګوند (PDPA) حکومت په څرګند ډول له ديني واک څخه د کرکې څرګندونه وکړه. دې چارې راڅرګندېدونکی اسلامي خوځښت پر ملي بغاوت بدل کړ؛ اسلام د فعالې ونډې تر سره کولو لپاره په دې برخه کې له خپل غېر فعال دريځ څخه راووت.

سرچينې[سمول]

  1. "Chapter 1: Religious Affiliation". The World’s Muslims: Unity and Diversity. Pew Research Center's Religion & Public Life Project. August 9, 2012. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ سپټمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "People and Society:: Afghanistan". The World Factbook. www.cia.gov. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Chapter 1: Religious Affiliation". The World’s Muslims: Unity and Diversity. Pew Research Center's Religion & Public Life Project. August 9, 2012. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ سپټمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Afghanistan | history - geography". Encyclopedia Britannica. 
  5. Arabic as a Minority Language, by Jonathan Owens, pg. 181
  6. Wink, André (2002). Al-Hind, the Making of the Indo-Islamic World: Early Medieval India and the Expansion of Islam 7Th-11th Centuries (په انګلیسي ژبه کي). BRILL. د کتاب پاڼې 120. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-391-04173-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. The preaching of Islam: a history of the propagation of the Muslim faith, By Thomas Walker Arnold, pg. 183
  8. Afghanistan: a new history By Martin Ewans Edition: 2, illustrated Published by Routledge, 2002 Page 15 کينډۍ:ISBN, کينډۍ:ISBN
  9. ""Ghaznavid Dynasty", History of Iran, Iran Chamber Society". Iranchamber.com. مؤرشف من الأصل في ۲۴ نومبر ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ نومبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Afghanistan – John Ford Shroder, University of Nebraska". Webcitation.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ اکتوبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)