د هرات لښکر لېږډ ۱۸۶۲-۱۸۶۳

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د هرات لښکر لېږد ۱۸۶۲ - ۱۸۶۳ د هرات د شهزاده مېشتو او د افغانستان د امارت تر منځ یوه نښته وه چې د ۱۸۶۲ کال له مارچ څخه کله چې سلطان جان فراه د محمدزیو له مشرانو څخه ولکه کړه او د لسو میاشتو لپاره يې د هرات محاصرې ته دوام ورکړ یاده محاصره د ۱۸۶۳ کال د مې میاشتې په ۲۷مه کله چې ښار د امیر کبیر لاس ته ورغی  پای ته ورسېده او په دې توګه د افغانستان یووالی بشپړ شو. [۱][۲][۳][۴][۵]

مخینه او دجکړې لاملونه[سمول]

هرات[سمول]

هرات د بارکزیو له‌خوا له کابل او قندهار څخه د سدوزیو د اخراج تر مهاله له ۱۸۱۸ کال څخه یو خپلواک ایالت و. یو وخت د بارکزیو او قاجاریانو تر منځ د اختلاف کرښه و. ایران د هرات د فتحه کولو لپاره لسګونه هڅې کړې (۱۸۰۷، ۱۸۱۱،۱۸۱۴،۱۸۱۷، ۱۸۱۸، ۱۸۲۱، ۱۸۳۷). په پای کې د ۱۸۴۲ کال په لومړیو کې د هرات د سدوزیو وروستۍ قومندان کامران شاه د خپل وزیر یار محمد له خوا ګوښه او په بې رحمانه ډول ووژل شو. هغه هېواد د چهار ولایت لور ته پراخ کړ او ایماق قبایل یې تر خپلې ولکې لاندې راوستل او سیستان يې فتحه کړ. یار محمد خان په ۱۸۵۱ کال کې د لاش-جوان پر لور تر لښکرلېږد وروسته ومړ. د هغه تر مړینې ۱۲ ورځې وروسته د یارمحمد خان کمزوری او ناتوانه زوی سعید محمد خان پر تخت کېناست.   [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

سعید محمد خان د هرات د خلکو تر منځ ډېر نه و پېژندل شوی.هغه باید تر ډېره د ایران پر مرستو ولاړ وی تر څو یواځې په واک کې پاتې شوی وی. د قندهار واکمنانو په ۱۸۵۲ کال کې له دې فرصت څخه په ګټې اخیستنې پر هرات برید وکړ.  [۱۲]

د افغانستان امارت[سمول]

په ۱۸۴۲ کال کې د افغانستان او انګلیس د لومړنۍ جګړې تر پای وروسته اوس دوست محمد خان په داسې موقف کې و چې کولی يې شوی خپل دولت ته د پام وړ پراختیا ورکړي. دا تر یوه حده د انګریزانو او دوست محمد خان تر منځ د اړیکو د رغښت له امله و. هغه چې کله په کلکته کې په جلاوطنۍ کې وو تود چلند ورسره وشو. [۱۳][۱۴][۱۵]

هغه د انګریزانو تکنالوژیکي غوره‌والي ته متوجه و او هغه په دې باوري شوی و چې له هغوی سره داومداره جګړه به د افغانستان په زیان وي. دوست محمد خان د جګړې په بدل کې له بریتانیا سره اتحاد د خپل دولت د بقا د تضمین لپاره یواځیني دفاعي لار وبلله. د سیکانو او انګلیسانو د لومړۍ او دویمې جګړې له لارې يې د سیکانو د بې ثباته امپراتور له خوا افغانستان ته متوجه هر ډول تهدید له‌منځه یوړ، اوس دوست محمد خان وکولی شوی د انګریزانو په مرسته په ازادانه ډول خپلې پاچاهۍ ته پراختیا ورکړي او په دې پوه شو چې هغه او انګلیس په مرکزي اسیا کې مشترکې موخې لري.  [۱۶][۱۷]

دوست محمد خان په ۱۸۴۳ کال کې هزاره جات (بهسود، ډایزنګي ډایکنډي) او بامیان چې د بریتانیا د برید پر مهال د واک له تشې سره مخ او خپلواک وو تر خپلې ولکې لاندې راوستل. په ۱۸۴۶ کال د تګاب د کوهستاني تاجکانو بلوا وځپل شوه او دوست محمد خان وکولی شوی په دغه دودیز ډول یاغي سیمه کې خپل موقعیت تثبیت کړي. د ۱۸۸۴ کال په جولای کې هغه هوډ درلود چې د بلخ د فتحې لپاره یو پوځ ولیږي خو د سیکانو او انګلیسانو دویمې جګړې يې د دغه کار مخنیوی وکړ او دوست محمد یې یو کال نور هم په اشغال کې وساته. سیکانو وړاندیز وکړ چې پېښور افغانانو ته پرېږدي (که څه هم په ریښتیاهېڅ‌کله داسې ونه شول) او په پایله کې محمد د محمد اکرم خان په مشرۍ ۵۰۰۰ افغانان په جګړه کې سیکانو مرستې ته ورولېږل. کله چې سیکانو ماته وخوړه او انګریزانو پېښور ونیوه په کابل کې دا وېره خپره شوه چې انګریزان به خپله بریا پر افغانستان تر برید کولو وغزوي. که څه هم هېڅ‌کله داسې یو څه پېښ نه شول او دوست محمد خان د ۱۸۴۹ کال په پسرلي کې په بلخ برید وکړ.  [۱۸][۱۹][۲۰]

د بریتانیا ښکېلتیا[سمول]

دوست محمد خان باوري و چې انګرېزان به د هرات په ژغورلو کې لاس وهنه ونه کړي. [۲۱]

د ایران ښکېلتیا[سمول]

د جګړې دوره[سمول]

د فراه هراتۍ فتحه[سمول]

سلطان احمد خان د شهنواز خان په قومانده ۷۰۰۰ پلي او سپاره پوځیان او ۵ توپونه د فراه د فتحې لپاره ولېږل. د ۱۸۶۲ کال د مارچ په ۱۱مه هراتي پوځیانو د فراه ښار فتحه کړ چې په ترڅ کې يې له دواړو لورو ۱۰۰ کسان ووژل شول. شهنواز خان بې پروا او نشه شو. د هغه پوځیانو په یوه سیمه کې ځینې جنایات تر سره کړل ان تر هغه چې د دوست محمدخان پر ښځینه اړیکو يې برید وکړ. دا د سلطان احمد خان تر ټولو لویه تېروتنه وه، ځکه دوست محمد خان ته يې اجازه ورکړه چې پر هرات د برید لپاره لاملونه ولري. هغه باوري و چې ایرانیان د سلطان احمد خان له لوري د فرا له فتحې څخه ملاتړ کوي، حال دا چې په حقیقت کې يې هېڅ داسې حرکت تایید نه کړ. [۲۲][۲۳]

د دوست محمد خان یرغل[سمول]

کله چې دوست محمد خان د فراه له ولکه کولو څخه خبر شو، له سلطان احمد خان سره جګړې ته تیار شو. امیر په جلال اباد کې خپله ژمنۍ محله پرېښوده او د هرات پر لور يې د لښکر لېږد تیاری پیل کړ. هغه د ۲۶۰۰۰ پیاده ۴۰۰۰ سپرو پوځیانو، ۱۲ توپونو او ۴ هاوانونو څخه جوړ پوځ راوباله. دوست محمد خان د اپرېل په ۱۸مه کابل پرېښود او د هغه د زامنو شیرعلي خان، محمد شریف خان، او محمد امین خان په مشرۍ یو پېشقدمه مل پوځ هم جوړشو. د هغوی پوځیان د جون په ۱۸مه ګرشک ښار ته ورسېدل. د جون په ۱۶مه د هلمند له سیند څخه تېر شول. د جون په ۲۹مه یا د جولای په ۶مه پېشقدمه مل پوځ د سلطان احمد خان له ګومارلي میر افضل خان څخه فراه ونیوه. دوست محمد خان چې د بل پوځ مشري پر غاړه لرله څه موده وروسته يې له خپلو زامنو سره پوځیان ترکیب کړل. هغوی دواړو په ګډ ډول د سبزه‌وار ښار په لور لښکرلېږد وکړ او د شاه نواز خان له پوځیانو سره ښکېل شول. د جولای په ۱۹مه سبزه‌وار د هغوی د ترکیبي پوځیانو له‌خوا ونیول شو. [۲۴][۲۵][۲۶]

د هرات محاصره[سمول]

د هرات ښار د جولای په ۲۷مه دوست محمد خان محاصره کړ. کوهزاد د اګست په ۱۰مه ورته وسپارل شو. د هرات خلکو هوډ درلود چې د دوست محمد خان او د هغه د پوځ پر وړاندې مقاومت وکړي. دوست محمد خان د خپلې کمزورې روغتیا سره سره تلسیمېدلو ته مایل نه و. محمدزیو په ۵ ورځو کې د هرات شاوخوا خندق وکینده او تر راتلونکو ۶ میاشتو پورې تونل کیندل، شپني بریدونه او «بېلابېلې نښتې» عادي چاره وه. سلطان احمد خان د مرستې لپاره شاه، نصرالدین شاه ته لیک ولیکه، خو هغه ونه مانه او ویې نه غوښتل له انګریزانو سره د ۱۸۵۷ کال تړون تر پښو لاندې کړي.[۲۷][۲۸][۲۹]

سلطان احمد خان د محاصرې په بهیر کې د هرات د شیعه ټولنې پر ملاتړ تکیه وکړه او د نښتې په بهیر کې يې په منحصر ډول له فارسي ژبو او ګڼو شیعه سرتېرو څخه کار واخیست. د هرات افغانان یې په جاسوسۍ مشکوک کړل او له ښار څخه يې د هغوی شړل پیل کړل. د ۱۸۶۳ کال په جنوري کې د نواب لور د سلطان احمد مېرمن له غمه مړه شوه. ښار د ۱۸۶۳ کال د مې میاشتې په ۲۷مه ونیول شو. [۳۰][۳۱][۳۲]

سرچينې[سمول]

  1. Yusuf, Mohamed (1988). A History of Afghanistan, from 1793 A.D. to 1865 A.D. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4662-2241-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Pn
  2. Noelle, Christine (2012). State and Tribe in Nineteenth-Century Afghanistan. doi:10.4324/9780203358429. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-136-60318-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Pn
  3. Noelle-Karimi, Christine (2014). The Pearl in Its Midst: Herat and the Mapping of Khurasan (15th-19th Centuries). Austrian Academy of Sciences Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-7001-7202-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Pn
  4. Balfour, Edward (1885). The Cyclopædia of India and of Eastern and Southern Asia, Commercial Industrial, and Scientific: Products of the Mineral, Vegetable, and Animal Kingdoms, Useful Arts and Manufactures (په انګلیسي ژبه کي). Bernard Quaritch. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Noelle-Karimi, Christine (2014). The Pearl in Its Midst: Herat and the Mapping of Khurasan (15th-19th Centuries). Austrian Academy of Sciences Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-7001-7202-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Pn
  6. Nelson, John (1 May 1976). "The Siege of Herat: 1837-1838". Culminating Projects in History. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Noelle, Christine (2012). State and Tribe in Nineteenth-Century Afghanistan. doi:10.4324/9780203358429. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-136-60318-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Pn
  8. Yusuf, Mohamed (1988). A History of Afghanistan, from 1793 A.D. to 1865 A.D. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4662-2241-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Pn
  9. Noelle-Karimi, Christine (2014). The Pearl in Its Midst: Herat and the Mapping of Khurasan (15th-19th Centuries). Austrian Academy of Sciences Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-7001-7202-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Pn
  10. McChesney, Robert; Khorrami, Mohammad Mehdi (2012-12-19). The History of Afghanistan (6 vol. set): Fayż Muḥammad Kātib Hazārah's Sirāj al-tawārīkh (په انګلیسي ژبه کي). BRILL. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-23498-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Pn
  11. Alder, G. J. (1974). "The Key to India?: Britain and the Herat Problem 1830-1863 - Part 1". Middle Eastern Studies. 10 (2): 186–209. doi:10.1080/00263207408700270. JSTOR 4282525. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. کينډۍ:Cite thesis
  13. Noelle, Christine (2012). State and Tribe in Nineteenth-Century Afghanistan. doi:10.4324/9780203358429. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-136-60318-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Pn
  14. Lee, Jonathan (1996). The 'Ancient Supremacy'. doi:10.1163/9789004491762. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-49176-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Pn
  15. Lee, Jonathan L. (2019). Afghanistan: A History from 1260 to the Present. Reaktion Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78914-010-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Pn
  16. Lee, Jonathan (1996). The 'Ancient Supremacy'. doi:10.1163/9789004491762. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-49176-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Pn
  17. Lee, Jonathan L. (2019). Afghanistan: A History from 1260 to the Present. Reaktion Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78914-010-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Pn
  18. McChesney, Robert; Khorrami, Mohammad Mehdi (2012-12-19). The History of Afghanistan (6 vol. set): Fayż Muḥammad Kātib Hazārah's Sirāj al-tawārīkh (په انګلیسي ژبه کي). BRILL. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-23498-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Pn
  19. Lee, Jonathan L. (2019). Afghanistan: A History from 1260 to the Present. Reaktion Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78914-010-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Pn
  20. Noelle, Christine (2012). State and Tribe in Nineteenth-Century Afghanistan. doi:10.4324/9780203358429. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-136-60318-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Pn
  21. کينډۍ:Cite thesis
  22. Yusuf, Mohamed (1988). A History of Afghanistan, from 1793 A.D. to 1865 A.D. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4662-2241-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Pn
  23. کينډۍ:Cite thesis
  24. Kuhzād, Aḥmad Alī. Men and events through 18th and 19th century Afghanistan. hdl:2333.1/6wwpzhwn. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Pn
  25. کينډۍ:Cite thesis
  26. Branch, India Army Intelligence (1906). Military Report on Afghanistan (په انګلیسي ژبه کي). Division of the Chief of the Staff. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. کينډۍ:Cite thesis
  28. Noelle-Karimi, Christine (2014). The Pearl in Its Midst: Herat and the Mapping of Khurasan (15th-19th Centuries). Austrian Academy of Sciences Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-7001-7202-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Pn
  29. Kuhzād, Aḥmad Alī. Men and events through 18th and 19th century Afghanistan. hdl:2333.1/6wwpzhwn. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Pn
  30. Kuhzād, Aḥmad Alī. Men and events through 18th and 19th century Afghanistan. hdl:2333.1/6wwpzhwn. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Pn
  31. McChesney, Robert; Khorrami, Mohammad Mehdi (2012-12-19). The History of Afghanistan (6 vol. set): Fayż Muḥammad Kātib Hazārah's Sirāj al-tawārīkh (په انګلیسي ژبه کي). BRILL. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-23498-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Pn
  32. Noelle-Karimi, Christine (2014). The Pearl in Its Midst: Herat and the Mapping of Khurasan (15th-19th Centuries). Austrian Academy of Sciences Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-7001-7202-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Pn