مقدوني سکندر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
مقدوني سکندر
(پخوانۍ يوناني: Ἀλέξανδρος Γ' ὁ Μέγας د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مقدوني سکندر

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۰ جولای ۰۳۵۶ ق.م
مړینه 10 جون 323 ق م  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بابل  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره الکزنډريا  د (P119) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت مقدونيا  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
وروڼه او خوندې
د مقدونيا دريم فيليپ نومی پاچا  د (P3373) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
آخري معلومات
استاد ارستو (۰۳۴۳ ق.م–۰۳۳۶ ق.م)[۱][۲]  د (P1066) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک سياستوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) يوناني لهجه  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر ارستو  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
مقام د پوځي قوماندانانو مشر  د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د مقدونیي درېيم سکندر (له ميلاد مخکې ۳۵۶ د جولای ۲۰/۲۱ – ۳۲۳ جون ۱۰/۱۱)، په عمومي توګه د لوی سکندر په نوم پېژندل کېږي، د لرغوني يونان د مقدونيې د سلطنت پاچا و. نوموړی د «ارګيډ» سلطنتي کورنۍ غړی و، د لرغوني يونان د «پيلا» په ښار کې له ميلاد مخکې په ۳۵۶ز کال کې زېږېدلی و. سکندر په شل کلنۍ کې د خپل پلار پاچا دويم فليپ پرتخت کېناست، د واکمنۍ ډېر کلونه يې په لويديځه اسيا او شمال ختيځه افريقا کې د اوږدو پوځي جګړو په رهبري کولو کې تېر کړ. په دېرش کلنۍ کې هغه د تاريخ يوه ستره سترواکي رامنځ ته کړې وه، چې له يونان څخه پيل او بيا تر شمال ختيځ هنده پورې غځېدلې وه. هغه په جګړه کې نه ماتېدونکی و او د تاريخ په اوږدو کې يو له برياليو پوځي قوماندانانو شمېرل کېږي.[۳][۴][۴]

ارستو، تر شپاړس کلنۍ پورې سکندر ته زده کړې ورکړې وې. پلار يې فيليپ له ميلاد مخکې په ۳۳۶ کال کې د سکندر د خور مقدوني کليوپترا د واده پر مهال ووژل شو او سکندر د مقدونيې د سلطنت تخت تر لاسه کړ. د تبس د ښار له لوټلو وروسته، سکندر د يونان په مشرۍ ونازول شو. هغه د خپل پلار د ماموريت «پان هلنيک» د تر سره کولو لپاره، له خپل واک څخه کار واخيست، په دې ماموريت کې يې د ايران د نيولو پر مهال د ټولو يونانيانو د مشرۍ ځای خپل کړ.[۵][۶]

له ميلاد مخکې په ۳۳۴ کال کې، هغه پر هخامنشي سترواکۍ (پارسي سترواکي) بريد وکړ او د پوځي بريدوندو يوه لړۍ يې پيل کړه، چې لس کاله اوږده شوه. د کوچنۍ اسيا (اوسنۍ ترکيې) تر نيولو وروسته، د ايسوس او ګوګامالا په ګډون، سکندر د يو لړ برخليک ټاکونکو جګړو په ترڅ کې د پارس ځواک مات کړ. هغه پاچا داريوش درېيم نسکور کړ او هخامنشي سترواکي يې په بشپړ ډول ونيوله. په دې وخت کې، د هغه سترواکي، له «اډرياټيک» سمندر څخه د سیند تر سينده پورې غځېدلې وه. سکندر هڅه کوله چې، د نړۍ پای او ستر بهرني سمندر ته ورسېږي او له ميلاد مخکې په ۳۲۶ کال کې يې پر هندوستان بريد وکړ، د هيداسپس په جګړه کې يې، د پوروس پاچا په وړاندې مهمه بريا تر لاسه کړه. په پايله کې هغه له کور نه خپه شوو سرتېرو په غوښتنه بېرته د بيس سمندر ته ستون شو او له ميلاد مخکې په ۳۲۳ کال کې په بايبل کې مړ شو. بايبل هغه ښار و، چې سکندر غوښتل، د خپلې پلازمېنې په توګه يې جوړ کړي. هغه ونه شول کولای، په خپل پام کې نيولي يو شمېر بريدونه تر سره کړي ، کوم به چې په عربو د بريد سره سم پيليدل. د هغه له مرګ يو کال وروسته، يو لړ کورنیو جګړو د هغه سترواکي په ټوټو ووېشله.

د سکندر په ميراث کې کلتوري خپراوی او په يو خدای باور لرل شامل دي، چې د هغه فتوحاتو منځ ته راوړل، لکه: يوناني بوديزم او هلنيستي يهوديت. هغه له شلو زيات ښارونه جوړ کړل، چې د هغه نوم پرې اېښودل شوی و، تر ټولو مهم يې د مصر السکندريه ښار دی. د سکندر له خوا د يوناني نيواکګرو د مېشتېدو او په پايله کې د يوناني کلتور پراختيا د هلنيستي تمدن د رامنځ ته کېدو لامل وګرځېد، چې د روم د سترواکۍ له لارې په اوسني لويديځ کلتور بدل شو. يوناني ژبه، د سيمې ژبه وګرځېده او د بيزانس سترواکۍ ستره ژبه هم يوناني وه، تر څو دا سترواکي د پنځلسمې زېږديزې پېړۍ په منځ کې پای ته ورسېده. د اناتولي په مرکز او لرې ختيځ کې د يوناني ژبې ټولنې، تر ۱۹۲۰ز کال پورې، کله چې د يونانيانو نسل وژنه او خلک سره تبادله شول، ژوندۍ پاتې شوه. سکندر د يوه لرغوني اتل په توګه، د «اکيليز» په قالب کې افسانوي شو، څوک چې يوناني او نايوناني کلتورونو په تاريخ او رواياتو کې په نوميالي ډول ښودل کېږي.د هغه پوځي لاسته راوړنو او په جګړه کې د هغه تلپاتې برياوو ، له نوموړي نه يو معيار جوړ کړ، چې ډېرو وروستيو پوځي مشرانو به ورسره ځانونه پرتله کول. په ټوله نړۍ کې اوس هم پوځي اکاډمۍ د هغه مهارتونه ښيي.[۷]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

نسب او کوچنيوالی[سمول]

سکندر د مقدونيې سلطنت په پلازمېنه پيليا کې د لرغوني يونان په شپږمه مياشت هيکاتومبايون کې زېږېدلی و، چې ممکن له ميلاد مخکې د ۳۵۶ کال د جولای له شلمې سره برابر دی (خو بيا هم کره نېټه نه ده معلومه). هغه د مقدونيې د پاچا دويم فيليپ او د هغه د څلورمې مېرمنې اولمپياس زوی و، مور يې د اپيروس د پاچا نيوپتولموس اول لور وه. که څه هم فيليپ اووه يا اته مېرمنې لرلې، بيا هم اولمپياس د يوې مودې لپاره د هغه اصلي مېرمن وه او شونې ده، لامل یې دا و چې سکندر يې زېږولی و.[۸][۹][۱۰][۱۱]

د سکندر له زېږېدو او ماشتوب سره ګڼې افسانې تړلې دي. د لرغوني يوناني ژوند ليکونکي «پلوټارچ» په وينا: له فيليپ سره د اولمپياس د واده په رانژدې کېدو سره اولمپياس خوب وليد چې، د هغې رحم په تندر ولګېږي، له هغې څخه لمبې پورته شوې او له ختمېدو مخکې دا لمبې  لرې او پراخه خپرې شوې. له واده څه موده وروسته، ويل کېږي چې، فيليپ خپل ځآن په خوب کې وليد، د خپلې مېرمنې رحم په يوه مهر خوندي کوي، چې د زمري انځور پرې کښل  شوی و. پلوټارچ د دې خوبونو لپاره ګڼ تعبیرونه کړي دي، لکه: اولمپيا له واده مخکې حامله وه، چې د هغې د رحم په مهر کولو سره دا چاره ښودل شوې، يا دا چې د سکندر پلار زيوس «د يوناني ارباب الانواعو پلار» و. د لرغونو مبصرينو نظر، په دې اړه وېشلی دی ، چې ايا د لوړو هيلو څښتنې المپياس دا کيسه جوړه کړې، چې ګوندې د سکندر پلار خدای دی، ځينې نور بيا ادعا کوي چې، هغې سکندر ته هم ويلي و او يا هغې دا وړانديز بې دينه بللی او پرېښی و.[۱۲]

په هغه ورځ چې سکندر وزېږېد، فليپ د چالسيډيس په ټاپووزمه کې د پوټيډيا ښار د کلابندۍ لپاره په چمتووالی بوخت و. په همدې ورځ فليپ ته خبر ورسېد چې، د هغه قوماندان پارمينين د اليارين او پايونين يو ځای شوي پوځونه مات کړي او د هغه آسونو د اولمپیک لوبې ګټلي دي. ويل کېږي چې، په هماغه ورځ د نړۍ له اووه عجایبو نه يو د افيسيوس د ارټيميس عبادتځای وسوځول شو. له دې امله، د ميګنيسيا هيکيسياس وويل: هغه ځکه وسوځول شو ،چې ارټيميس د سکندر زېږېدو ته د حاضرېدو لپاره له دې ځايه لرې وه. شونې ده چې داسې افسانې هغه مهال راڅرګندې شوي وي، کله چې سکندر پاچا و او کېدای شي چې، د هغه په نوښت شوی وي، تر څو وښيي چې ،هغه يو پياوړی انسان و او له پيل څخه يې موخه ستروالی و.[۱۳][۱۲]

د ژوند په لومړيو کلونو کې، سکندر يوې نرسې پاللی و، څوک چې د سکندر د راتلونکي قوماندان تور کليټيوس خور وه. په ماشومتوب کې سکندر ته د «اکارنانيا» د «لايسيماچيوس» او سخت درېځي ليونايډاس زده کړې ورکړې وې، چې وروستی هغه يې د مور خپلوان و. سکندر د اشراف زاده مقدوني ځوانانو په څېر رالوی شو، لوست، د لاير غږول، په آس سپرېدل، جګړه او ښکار کول يې زده کړل. په لس کلنۍ کې له ټيسالي څخه فيليپ ته يو سوداګر يو آس راوست او وړانديز يې وکړچې، په ديارلسو ټالينټو يې وپلوري. آس هېڅوک نه پرېښود، چې پرې سپور شي، فيليپ هغه رد کړ، خو سکندر ولیدل چې، آس له خپل سيوري څخه وېرېږي ، نو د آس د روزنې غوښتنه يې وکړه او ويې شول کولای، آس وروزي. پلوټارچ وايي چې:  فيليپ د زړورتيا او هيله مندۍ له دې ښودنې څخه خوند واخيست، خپل زوی يې په اوښلنو سترګو ښکل کړ او اعلان يې وکړ: «زما بچیه! ته بايد له خپلو هيلو څخه ډېر ستر سلطنت پيدا کړې. مقدونيه ستا لپاره ډېره کوچنۍ ده.» بيا يې دا آس د هغه لپاره واخيست. سکندر په دې آس بوسيفلاس نوم کېښود، چې معنا يې ده «د غوا يي سر». بوسيفلاس سکندر تر هندوستان پورې ورساوه. کله چې دا څاروی مړ شو (د پلوټارچ په وينا: د ډېر عمر له امله چې دېرش کلن و)، سکندر يو ښار د هغه په نوم ونوماوه، چې بوسيفلا نومېږي.[۱۲][۱۴][۱۵][۱۶]

سرچینې[سمول]

  1. دوتنه: Arthur Berry — سرليک: A Short History of Astronomy — خپرونکی: John Murray
  2. Ancient History Encyclopedia: Aristotle
  3. Bloom, Jonathan M.; Blair, Sheila S. (2009) The Grove Encyclopedia of Islamic Art and Architecture: Mosul to Zirid, Volume 3. (Oxford University Press Incorporated, 2009), 385; "[Khojand, Tajikistan]; As the easternmost outpost of the empire of Alexander the Great, the city was renamed Alexandria Eschate ("furthest Alexandria") in 329 BCE."کينډۍ:PbGolden, Peter B. Central Asia in World History (Oxford University Press, 2011), 25;"[...] his campaigns in Central Asia brought Khwarazm, Sogdia and Bactria under Graeco-Macedonian rule. As elsewhere, Alexander founded or renamed a number of cities, such as Alexandria Eschate ("Outernmost Alexandria", near modern Khojent in Tajikistan)."
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Yenne 2010، ص. 159.
  5. Burger, Michael (2008). The Shaping of Western Civilization: From Antiquity to the Enlightenment. University of Toronto Press. د کتاب پاڼې 76. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55111-432-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Heckel او Tritle 2009، ص. 99.
  7. Yenne 2010، ص. viii.
  8. Plutarch, Life of Alexander 3.5: "The birth of Alexander the Great". Livius. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ مارچ ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۱. Alexander was born the sixth of Hekatombaion. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. David George Hogarth (1897). Philip and Alexander of Macedon : two essays in biography. New York: Charles Scribner's Sons. د کتاب پاڼې 286–287. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. McCarty 2004, p. 10, Renault 2001, p. 28, Durant 1966, p. 538
  11. Roisman او Worthington 2010، ص. 171.
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ Roisman او Worthington 2010، ص. 188.
  13. Renault 2001, p. 28, Bose 2003, p. 21
  14. Durant 1966, p. 538, Lane Fox 1980, p. 64, Renault 2001, p. 39
  15. Roisman او Worthington 2010، ص. 186.
  16. Renault 2001، صص. 33–34.