Jump to content

مقدوني دوه‌یم فیلیپ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


مقدوني دوه‌یم فیلیپ (په انګلیسي: Philip II of Macedon؛ پیدایښت: ۳۸۲ مخکې تر میلاده، مړینه: ۲۱-اکټوبر-۳۳۶ مخکې تر میلاده) له ۳۵۹ څخه تر ۳۳۶ق‌م پورې د مقدونیې د لرغوني سلطنت پاچا (باسیلیوس) ؤ. هغه د آرګیدای ټبر- د لرغوني سلطنت بنسټګر- یو غړی او د لوی الکساندر (مقدوني سکندر) پلار ؤ.[۱][۲]

فیلیپ د خپلې واکمنۍ په اوږدو کې په پوځ کې پراخ اصلاحات راوستل، د مقدونیې پلي پوځ ځانګړی کتار (phalanx) یې رامنځ‌ته کړ (چې د جګړې په ډګر کې د بریالیتوب تضمین کوونکي وو)، د ښارونو نظامي محاصرې پر مهال یې د ښار دروازو او دېوالونو د ماتولو لپاره له غښتلو ځانګړو تجهیزاتو څخه کار واخېست، اغېزناکه ډیپلوماسي یې درلوده او د ودونو له‌لارې یې له نورو سره اتحاد کاوه؛ په دې توګه کلاسیک یونان فتح او سیاسي ټینګښت په کې رامنځ‌ته شو او مقدونیې ظهور وکړ.

په ۳۳۸ق‌م کال کې د خیرونیا په جګړه کې د آتن او تیبای ښاري دولتونو له ماتولو وروسته، دوه‌یم فیلیپ د یوناني ایالتونو د یوه فدراسیون (چې د کورینت ټولنې په نامه یادېده) د رامنځ‌ته کولو هلوځلو مشري کوله چې د فارس د هخامنشیانو پر ټولواکمنۍ باندې د پلان شوي برید لپاره هغه د یونان ټاکل شوی هجمون (برلاسی واکمن) او لوی درستیز ؤ. سره له‌دې، د سلطنتي ساتونکي «د اورېستیس پوسانیاس» په واسطه د فیلیپ د وژنې په پایله کې زوی یې «سکندر» د هغه ځایناستی شو؛ د پلار پلان یې پلي او د هخامنشیانو پر ټولواکمنۍ یې برید وکړ.[۳]

د ژوند لومړي کلونه

[سمول]

فیلیپ په ۳۸۳ یا ۳۸۲ق‌م کې زېږېدلی، پلار یې پاچا درېیم امینتاس او مور یې د لونکستیس اوسېدونکې «اېوریدیکي» وه. دوه مشر وروڼه یې دوه‌یم الکساندر او درېیم پېردیکاس نومېدل او همدا راز د اېورینو په نامه یوه خور یې هم درلوده. امینتاس وروسته د «ګیګایا» په نامه یوې بلې ښځې سره واده وکړ او په دې توګه فیلیپ درې ناسکه وروڼه هم درلودل: ارخیلاوس، اریداوس او منېلاوس.

د دوه‌یم الکساندر له وژنې وروسته، فیلیپ د الوروس ښار اوسېدونکي بطلیموس له‌خوا برمته او ایلیریا ته واستول شو. څه موده وروسته فیلیپ په تیبای کې (شاوخوا ۳۶۸ تر ۳۶۵ق‌م)، چې هغه مهال د یونان حاکم ښاري دولت ؤ، ساتل کېده. فیلیپ په تیبای کې د اپامینونداس له لوري په نظامي او ډیپلوماتیکو برخو کې وروزل شو او له پامېنیس سره یې، چې د تیبای مقدسې ډلې له پلویانو څخه ؤ، ژوند وکړ.[۴][۵]

فیلیپ په ۳۶۴ق‌م کال کې مقدونیې ته ستون شو. په ۳۵۹‌ق‌م کې د فیلیپ بل ورور «پاچا درېیم پېردیکاس» له ایلیریانو سره په یوې جګړه کې ووژل شو. پېردیکاس مخکې تر مړینې د خپل ماشوم زوی «څلورم امینتاس» لپاره فیلیپ د نایب‌السطنه په توګه ټاکلی ؤ، خو فیلیپ د ځان لپاره د سلطنت په ترلاسه کولو کې بریالی شو.[۶]

د فیلیپ نظامي وړتیاوو او د مقدونیې په هکله پراختیاپاله لیدلوري هغه ته لومړنۍ بریاوې ور په برخه کړې. په لومړي سر کې یې باید د مقدونیې په قلمرو کې هغه ستونزې اوارې کړې وې چې د هغه دولت او سلطنت ورسره مخ ؤ. دغه نامطلوب وضعیت د ایلیریانو له‌خوا د مقدونیې له ماتې وروسته (چې په هغې کې پاچا پېردیکاس هم ووژل شو) لا خرابه شوې وه. پایونیانو او تراکیانو د مقدونیې ختیځې سیمې تر برید لاندې نیولې او تالا کړې یې وې، په داسې حال کې چې د آتنیانو او د مقدونیې د تاج او تخت مدعي «دوه‌یم ارګایوس» تر قوماندې لاندې د یوې بلې ډلې ځمکني ځواکونه د مېتوني په ساحلونو کې ځای پر ځای شوي وو.[۷]

نظامي ژوند او دندې

[سمول]

پوځي پرمختګ

[سمول]

فیلیپ له ډیپلوماسي څخه کار واخېست او پایونیان او تراکیان چې د باج ورکولو ژمنې یې کولې، پر شا وتمبول او د آتنیانو ۳،۰۰۰ کسیز هوپلیت (د لرغوني یونان د ښاري دولتونو ملکي سرتېري) پوځ ته یې په ۳۵۹ق‌م کې ماته ورکړه. همدا چې د لنډې مودې لپاره د خپلو مخالفانو له شره خلاص شو، د خپل سلطنت د دنني موقف، په تېره بیا، د خپل پوځ پر ټینګښت یې کار وکړ. دوه‌یم فیلیپ د مقدونیې پوځ د پیاوړتیا لپاره د پام‌وړ هلې‌ځلې وکړې. سپور او پلي پوځ، چې د پوځ د ځواک تر ټولو ستره برخه وه، له ایلیریانو سره له جګړې وروسته تر ۳۳۴ق‌م پورې کابو دوه برابره شو. د سرتېرو انضباط او روزنه ورځ په ورځ مخ په ښه کېدو وه او د فیلیپ تر مشرۍ لاندې د مقدونیې سرتېرو ته د ځانګړو او بې‌ساري خدمتونو په بدل کې د رتبو لوړولو او ترفېع او د بخششي ترلاسه کولو امکانات رامنځ‌ته شوي وو. سربېره پر دغو بدلونونو، فیلیپ د مقدونیې پلي پوځ ځانګړی کتار (فالانکس) رامنځ‌ته کړ؛ د دغه پلي پوځ ټول سرتېرې په اوږدو نیزو (ساریسا) سمبال وو. د مقدونیې پوځ په وسلو کې د اوږدو نیزو ویاړ فیلیپ ته ورکړل شوی دی او ساریسا ډېر ژر د ډېریو سرتېرو معموله وسله وګرځېده.[۸][۹]

د نظامي ژوند لومړي کلونه

[سمول]

فیلیپ د ایلیري پاچا «باردیلیس» له لور (یا لمسۍ؟) «اوداتا» سره واده کړی ؤ؛ له دې واده سره، سره، بیا هم په ۳۵۸ق‌م کې یې خپل پوځ د ایلیریانو پر وړاندې ولېږدوه او په داسې یوې جګړې کې یې هغو ته ماته ورکړه چې کابو ۷،۰۰۰ ایلیریان په کې ووژل شول (۳۵۷ق‌م). د دغه خوځښت په پایله کې، فیلیپ د خپلې دننۍ واکمنۍ لمن د اوخرید تر جهیل پورې وغځوله او د اپیروس سلطنت ملاتړ یې ترلاسه کړ.[۱۰]

د مقدونیې په سویلي او لویدیځو پولو کې د امنیت له ټینګولو وروسته، په ۳۵۷‌ق‌م کال کې د امفیپولیس ښاري دولت کلابند کړ. آتنیان  د امفیپولیس (چې د پانګایون غونډیو د سرو زرو کانونو په درلودلو سره له ستراتیژیک اهمیت څخه برخمن ؤ) په سوبه کولو کې پاتې راغلي وو، نو فیلیپ له آتن سره یوې هوکړې ته ورسېده چې امفیپولیس به له نیولو وروسته د پیدنا (چې په ۳۶۳ق‌م کې د مقدونیې له‌لاسه تللی ؤ) په بدل کې هغوی ته په اجاره ورکړي. سره له‌دې، فیلیپ د امفیپولیس له نیولو وروسته پیدنا هم تصرف کړ او دواړه ښارونه یې ځان لپاره وساتل (۳۵۷ق‌م). آتن ډېر ژر د هغه پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ او په پایله کې فیلیپ مقدونیه د اولینتوس له کالسیدي ټولنې سره متحده کړه. له هغو وروسته یې پوتیدایا ونیوله او دا ځل یې له ژمنې سره سم دغه سیمه نوموړې ټولنې ته پرېښودله (۳۵۶ق‌م).

فیلیپ په ۳۵۷ق‌م کې د اپیروس شاهزادګۍ او د مولوسي پاچا له لور «اولمپیاس» سره واده وکړ. په ۳۵۶ق‌م کې د فیلیپ د سیالیو آس د اولمپیک لوبې وګټلې او په همدې کال کې سکندر مقدوني هم وزېږېده.[۱۱]

په ۳۵۶ق‌م کې فیلیپ د کرینیدیس ښار ونیوه او نوم یې «فیلیپي» ته واړوه. وروسته یې د دغه ښار د کانونو ساتنې او کنټرول لپاره یو پیاوړی ګارنیزیون رامنځ‌ته کړ او د خپلو راتلونکو جګړو ډېري لګښت یې د دغو کانونو له سرو زرو څخه تامینوه. په ورته وخت کې، د هغه جنرال «پارمېنیون» ایلیریانو ته د دوه‌یم ځلي لپاره ماته ورکړه.[۱۲]

د ۳۵۵ او ۳۵۴ق‌م کلونو په ترڅ کې یې په ترمایک خلیج (د سالونیکا یا د مقدونیې خلیج) کې د آتنیانو وروستی ښار «مېتون» هم محاصره کړ. د دغې محاصرې پر مهال فیلیپ پر ښي سترګې ټپي او له جراحۍ وروسته یې سترګه له‌لاسه ورکړه. د آتنیانو د جنګي بېړیو دوو ډلو له رسېدو سره، سره، نوموړی ښار په ۳۵۴ق‌م کې سقوط شو. همدا راز، فیلیپ د تراکیا پر ساحلي ښارونو آبدره او مارونیا هم بریدونه وکړل (۳۵۴ تر ۳۵۳ق‌م).[۱۳][۱۴]

درېیمه مقدسه جګړه

[سمول]

په درېیمې مقدسې جګړه کې (۳۵۶ تر ۳۴۶ق‌م) د فیلیپ ګډون له ۳۵۴ق‌م کال څخه پیل شو. د تسالیایي ټولنې له غوښتنې سره سم، فیلیپ له خپل پوځ سره د پاګاسای ښار د نیولو په هوډ تسالي ته روان او په پایله کې له تیبای سره متحد شو. یو کال وروسته په ۳۵۳ق‌م کې، په جګړه کې یو ځل بیا له فیلیپ د مرستې غوښتنه وشوه، خو دا ځل د جګړې مقابل لوری زورمټی او مستبد «لیکوفرون» ؤ چې د اونومارخوس ملاتړ یې درلود. د فیلیپ ځواکونو پر تسالي برید وکړ، د فوسیاییانو ۷،۰۰۰ کسیز لښکر ته یې ماته ورکړه او د اونومارخوس ورور یې د سیمې پرېښودلو ته اړ کړ.

سرچينې

[سمول]
  1. Worthington, Ian. 2008. Philip II of Macedonia. New Haven: Yale University Press, ISBN 978-0300164763
  2. Cosmopoulos, Michael B. 1992. Macedonia: An Introduction to its Political History. Winnipeg: Manitoba Studies in Classical Civilization, p. 30 (Table 2: The Argeiad Kings).
  3. Diodorus Sicilus, Book 16, 89.[3] «διόπερ ἐν Κορίνθῳ τοῦ κοινοῦ συνεδρίου συναχθέντος διαλεχθεὶς περὶ τοῦ πρὸς Πέρσας πολέμου καὶ μεγάλας ἐλπίδας ὑποθεὶς προετρέψατο τοὺς συνέδρους εἰς πόλεμον. τέλος δὲ τῶν Ἑλλήνων ἑλομένων αὐτὸν στρατηγὸν αὐτοκράτορα τῆς Ἑλλάδος μεγάλας παρασκευὰς ἐποιεῖτο πρὸς τὴν ἐπὶ τοὺς Πέρσας στρατείαν...καὶ τὰ μὲν περὶ Φίλιππον ἐν τούτοις ἦν»
  4. Green, Peter (2013). Alexander of Macedon, 356–323 B.C.: A Historical Biography. Berkeley: University of California Press. p. 48. ISBN 978-0520954694.
  5. Howe, T. (2017), "Plain tales from the hills: Illyrian influences on Argead military development", in S. Müller, T. Howe, H. Bowden and R. Rollinger (eds.), The History of the Argeads: New Perspectives. Wiesbaden, 99–113.
  6. Green, Peter (2013). Alexander of Macedon, 356–323 B.C. : A Historical Biography. Berkeley: University of California Press. p. 53. ISBN 978-0520954694.
  7. کينډۍ:DGRBM
  8. Hatzopoulos, Miltiades B. (1980). Philip of Macedon. Athens: Ekdotike Athenon S.A. p. 59.
  9. "The Professionalization of the Macedonian Military". The Macedonian Conquest of Persia. Penn State University. Archived from the original on 4 April 2023. نه اخيستل شوی 2 March 2021.
  10. The Cambridge Ancient History Volume 6: The Fourth Century BC by D. M. Lewis, 1994, p. 374, ISBN 0-521-23348-8: "... The victory over Bardylis made him an attractive ally to the Epirotes, who too had suffered at the Illyrians' hands, and his recent alignment ..."
  11. Green, Peter (2013). Alexander of Macedon, 356–323 B.C. : A Historical Biography. Berkeley: University of California Press. p. 39. ISBN 978-0520954694.
  12. Hammond, N.G.L. (1966). "The Kingdoms in Illyria circa 400–167 B.C." The Annual of the British School at Athens. 61: 239–266. doi:10.1017/S0068245400019043. JSTOR 30103175. S2CID 164155370. Archived from the original on 10 March 2021. نه اخيستل شوی 2 March 2021.
  13. کينډۍ:EB1911
  14. A special instrument known as the Spoon of Dioclese was used to remove his eye.