بابل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

بابل يو لرغونی ښار دی، چېرې چې د لرغونې نړۍ يو لړ زياتو اغېزناکو سترواکيو حکومت کړی. دا ښار د بابليوني سترواکۍ پلازمېنه وه او د سوداګرۍ، هنر او زده کړې مرکز بلل کېدو، په اټکلي توګه په نړۍ کې تر ټولو ستر لومړی ښار و، ښایي چې لومړی هغه ښار وي، چې د وګړو شمېر يې له ۲۰۰۰۰۰ نه زيات و.[۱]اوسمهال دا سيمه د لرغون پېژندنې يوه سيمه ده، د لرغون پېژندنې د پولو په دننه کې په يو څو کليو کې يې يوازې څو زره کسان ژوند کوي، که څه هم په وروستيو کلونو کې په کې وداني زياته شوې ده چې ځينې برخې يې په خرابو هم اوښتې دي. د لرغون پېژندنې برخه يې د اوسني بغداد نه سويل لور ته نږدې پنځه اتيا کيلو متره (۵۳ ميله) د عراق د بابل ولايت په حله(Hillah )کې پروت دی، د دې ښار حدود د لرغوني بهرني ښار د دېوالونو پر بنسټ معلوم شوي دي چې دا ټوله سيمه ۱۰۵۴.۳ هکتاره ته نږدې ده. یونسکو بابل د نړيوال ميراث په توګه ثبت کړی دی او هرکال ورنه زرګونه ګرځندويان لېدنه کوی چې نژدې ټول يې عراقيان دي. [۲][۳][۴][۵][۶][۷]

نوم[سمول]

د Babylon ټکی، د يوناني  Babylṓn   فرانسوي شوې بڼه ده، له اصلي ټکي (Babylonian)  نه اخستل شوې چې معنا يې ده (د خدای پاک دروازه». په ميخي ډول په دې (KA₂.DIG̃IR.RAKI) ډول ليکل کېده. دا ټکی د سموري ژبې له « kan dig̃irak» عبارت سره يو ډول دی. د (KA₂) نښه، د «دروازې» ښودنه کوي، د (DIG̃IR) معنا يې ده «خدای» او (RA) يې هغه نښه ده، چې د « dig̃ir (-r)» ويي د ارزښت د استازيتوب لپاره کارول کېږي او په دې پسې جنسي وروستاړی –ak نښلول شوی دی.  وروستۍ (KI) نښه يې ټاکونکی ده او د دې ښودنه کوي، چې مخکې نښې بايد د يوې سيمې د نامه په توګه وپېژندل شي.[۸]

«ارچيبالد سيس» چې په ۱۸۷۰ز کلونو کې يې ليکل کړي، اټکل کوي چې، د سامي نوم ژباړه يې د اصلي سومري ژبې له نامه نه پور شوې ده، خو بيا هم «د خدای دروازه» تفسير ته په دې سترګه کتل کېږي چې د يوې عاميانه سامي معنا ده، چې د ناسامي او ناپېژندل شوي اصلي سيمې ښودنه کوي. «ای.جی. ګلب» په ۱۹۵۵ز کال کې استدلال کړی، چې اصلي n يا بابيلا د ناڅرګندې معنا يا اصليت لرونکی دی، ځکه چې په سومر کې دې ته ورته نورې سيمې هم وې او د سومري ځايونو د نومونو داسې هېڅ بله بېلګه نه شته، چې د اکدي ژباړې ځای ونيسي. هغه په دې باور دی چې دا نوم وروسته په اکدي Bāb-ili(m) بدل شوی او دا چې، د Kan-dig̃irak سمري نوم، له سامي عاميانه ژبې نه پور شوی او اصلي نوم نه دی. په سمري ژبه د دې سامي نوم بيا ژباړه به، د «نوې سمري» پر مهال، د «اور» د درېيمې واکمنۍ پر مهال رامنځته شوی وي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د عبري ژبې په بايبل کې، دا نوم د بابل « Babel » په بڼه ليکل شوی دی (عربي کې: بابِل Bābil) د تکوين په کتاب کې د «ګډوډ ـ مغشوشېدو» په معنا تفسير شوی دی، دا لفظ د عبري ژبې له « bilbél » نه اخستل شوی چې همدا معنا لري. د انګليسي ژبې اوسنی ټکی «babble» چې معنا يې ده (احمقانه خبرې کول، لېواله يا ګډوډه وينا) په اړه فکر کېږي چې ،دا الفاظ له همدې نوم نه اخستل شوي دي، خو مستقيمه اړیکه ورسره نه لري.[۱۵][۱۶][۱۷]

په لرغونو سندونو کې ځينې وخت له « Babylon» نه د نورو ښارونو د نامه په توګه کار اخستل شوی دی، لکه: د Borsippa ښار، چې د بابل تر اغېز لاندې سيمه کې يې موقعيت درلود او نينوا چې د لنډې مودې لپاره يې د اشوريانو له بريدونو وروسته د بابل نوم کاراوه.[۱۸][۱۹]

جغرافيه[سمول]

د فرات سيند په دواړو غړو جوړ شوی لرغونی ښار، تېرې څنډې درلودې، چې د سیند له موسمي سيلاوونو نه مخنيوی وکړي. د دې ښار پاتې شوني، د اوسني عراق د بابل په حله (Hillah) سیمه کې دي چې د بغداد سويل لور ته شا او خوا پنځه اتيا کيلو متره (۵۳ ميله) لرې پروت دی. په دې سیمه کې د خټيونو ماتو خښتو ودانۍ او پاتې شوني په پراخه کچه شته دي. د بابل په سيمه کې يو لړغونډۍ شته چې مساحت يې نږدې دوه پر يو کيلو متر دی (۱.۲۴ ميله پر ۰.۶۲ ميله) له شمال نه د سويل پر لوراو د فراست د سيند د لوېديځ پر لور پروت دی. په اصل کې دې سيند ښار په دوو برخو وېشلی دی، خو له هغه وخته راهيسې د سيند د بهېدو لوری بدلون شوی دی. په همدې بنسټ د ښار د لوېديځ د ډېرې برخې پاتې شوني تر اوبو لاندې تللي دي. د سيند لوېديځ لور ته د ښار د دېوال ځينې برخې هم پاتې شوې دي.[۲۰]

د دې لرغوني ښار يوازې يوه وړه برخه (د داخلي دېوالو د ننني مساحت ۳٪، د بهرنيو دېوالونو ۱.۵٪ او د لرغوني بابل د منځ په ژورتيا کې ۰.۱٪) کېندل شوې ده. د دې سيمې په نامتو پاتې شونو کې لاندې څو شامل دي:[۲۱]

  • ماڼۍ او کلا هم ورته ويل کېږي، د نوي بابلي زيګورات Etemenanki ځای دی او د دې سيمې په مرکز کې پرته ده.
  • عمران ابن علي ، سويل لور ته د غونډۍ تر ټولو لوړه برخه پنځه وېشت متره (۸۲ فوټه). دا د مردوک يو عبادت ځای د ايساګيلا ځای دی، په دې ځای کې د «ايا» او «نابو» قبرونه هم شته دي.
  • حميرا – په لوېدیځه برخه کې په سوربخونه رنګ يوه غونډۍ. د هیلنستي پير ډېری پاتې شوني دلته دي.
  • بابل، د سيمې په شمالي وروستۍ برخه کې دوه وېشت متره (۷۲ فوټه) لوړه غونډۍ. د دې خښتې له لرغوني وخت نه غلا شوې دي. په دې ځای کې يوه ماڼۍ وه چې نبوکدنصر جوړه کړې وه.

لرغون پېژندونکو له نوي بابلي پير نه د مخکې وخت ډېر کم آثار تر لاسه کړي دي. د پېړيو په تېرېدو سره د اوبو کچه ډېره لوړه شوې او د اوسنيو لرغون پېژندنو د لارو چارو لپاره د نوې بابلي سترواکۍ نه د مخکې وخت معياري آثار نه شته. سربېره پر دې، نويو بابليانو په ښار کې د پام وړ بيا ودانولو پروژې پر لار اچولې دي، کومو چې ډېر پخواني آثار يا ويجاړ کړي، يا پېچلي( مبهم)کړي دي. د بهرنيو واکمنو په وړاندې له پاڅونونو نه وروسته، بابل څو څو ځلې چور شوی، د يادونې وړ يې په دويمه زريزه کې هيتيان او ايلاميان دي، له هغې وروسته په لومړۍ زريزه کې نوي اشور او هخامنشي سترواکي ده. د دې ښار د لوېديځې نيمايي ډېره برخه يې اوس تر سمندر لاندې ده او د دې سیمې نورې برخې، د سوداګريزو و دانيو د جوړولو لپاره کيندل شوې ده.

يوازې «کولډې وی» څېړنې د پخواني بابل لرغوني آثار ترلاسه کړی دي. په دې کې ۹۶۷ د خټو تختې دي چې په شخصي کورونو کې ځای پر ځای شوي، سومري ادبيات او ژبني سندونه پرې شته دي. [۲۲]

له دې سره نژدې لرغوني هستوګنځايونه کيش، بورسيبا، دلبات او کوتا دي. مراد او سيپار د فرات په دواړو خواوو کې شپېته کيلو متره (۳۷ ميله) لرې دي.[۲۲]

سرچينې[سمول]

د بابل په اړه د معلوماتو اصلي سرچينه،د دې سيمې کېندنې، د بين النهرين په يوه بله سيمه کې د ميخي لیکونو په موندل شوو ليکنو کې اشارې، په بايبل (انجيل) کې اشارې، په نورو کلاسيکو ليکنو کې معلومات (په ځانګړي ډول هرودوت)  او دويم لاس معلومات (د Ctesias او Berossus د آثارو پر بنسټ)، د دې ښار په اړه ځينې وخت نيمګړی او ځينې وخت يو له بل سره په ټکر کې انځور وړاندې کوي، ان له زېږد مخکې د شپږمې پېړۍ په اړه هم کله چې دا ښار په خپل اوج کې و، د Ctesias, Herodotus, Quintus Curtius Rufus, Strabo  او  Cleitarchus په ګډون يو لړ کلاسيکو تاريخ پوهانو هم له بابل نه لېدنه کړې ده. دا معلومات رد او بدل کره والی لري، ځينو محتوياتو یې سياسي محرکات درلودل،خو په ورته وخت کې ګټور معلومات هم وړاندې کوي.[۲۳][۲۴]

د لومړي بابل تاريخي پوهه بايد د اوروک، نيپور، سيپار، ماري او هارادوم په څېر، په نورو سيمو کې د موندل شوو ډبرليکونو له پاتې شونو نه راټول کړای شي.

سرچینې[سمول]

  1. Tertius Chandler. Four Thousand Years of Urban Growth: An Historical Census (1987), St. David's University Press ("etext.org". Archived from the original on ۱۱ فبروري ۲۰۰۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اپرېل ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: BOT: original-url status unknown (link)). کينډۍ:ISBN. See Historical urban community sizes.
  2. Bringing Babylon back from the dead - CNN Video, د لاسرسي‌نېټه ۲۹ سپټمبر ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 2021-02-06 باندې). In Beleaguered Babylon, Doing Battle Against Time, Water and Modern Civilization. The New York Times.کينډۍ:Cbignore
  4. "Management Plan of Babylon". unesco.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Babylon World Heritage Nomination Text". UNESCO. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Fordham, Alice (23 February 2021). "'It Was Like Magic': Iraqis Visit Babylon And Other Heritage Sites For 1st Time". NPR.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Ancient city of Babylon heads list of new Unesco world heritage sites". The Guardian. 5 July 2019. مؤرشف من الأصل في ۲۹ نومبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Ernest A. Budge (1880). The history of Esarhaddon (son of Sennacherib) King of Assyria, B.C. 681-668;. Trübner & Co. د کتاب پاڼي 135–136. OCLC 977799662. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Sayce, Archibald Henry (1872). The Origin of Semitic Civilisation, Chiefly Upon Philological Evidence. Harrison and Sons. د کتاب پاڼې 5. OCLC 459000074. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. کينډۍ:Cite EB9
  11. Liane Jakob-Rost, Joachim Marzahn: Babylon, ed. Staatliche Museen zu Berlin. Vorderasiatisches Museum (Kleine Schriften 4), 2nd ed., Putbus 1990, p. 2
  12. Gelb, I. J. (1994). "The Name of Babylon". In Hess, Richard S.; Tsumura, David Toshio (المحررون). I studied inscriptions from before the flood: ancient Near Eastern, literary, and linguistic approaches to Genesis 1–11. Winona Lake, Indiana: Eisenbrauns. د کتاب پاڼي 266–269. OCLC 31239619. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780931464881. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Wilfred G. Lambert, "Babylon: Origins"; in Cancik-Kirschbaum et al. (2011), pp. 71–76.
  14. Dietz-Otto Edzard: Geschichte Mesopotamiens. Von den Sumerern bis zu Alexander dem Großen, Beck, Munich 2004, p. 121.
  15. کينډۍ:Bibleref.
  16. Magnus Magnusson, BC: The Archaeology of the Bible Lands. BBC Publications 1977, pp. 198–199.
  17. کينډۍ:Cite Oxford Dictionaries
  18. Dalley, Stephanie (1994). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Nineveh, Babylon and the Hanging Gardens: Cuneiform and Classical Sources Reconciled"]. Iraq 56: 45–58. doi:10.2307/4200384. ISSN 0021-0889. 
  19. کينډۍ:Cite conference
  20. کينډۍ:Cite EB9
  21. Olof Pedersén, "Excavated and Unexcavated Libraries in Babylon Archived 2018-11-20 at the Wayback Machine.", in Cancik-Kirschbaum et al. (2011), pp. 47–67.
  22. ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ Olof Pedersén, "Excavated and Unexcavated Libraries in Babylon Archived 2018-11-20 at the Wayback Machine.", in Cancik-Kirschbaum et al. (2011), pp. 47–67.
  23. MacGinnis, John (1986). "Herodotus' Description of Babylon". Bulletin of the Institute of Classical Studies 33: 67–86. doi:10.1111/j.2041-5370.1986.tb00185.x. https://www.academia.edu/10243265. Retrieved 18 March 2015. 
  24. Seymour 2006، صص. 140-142.