سیلوکي سترواکي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

سیلوکي سترواکي (په لرغوني یوناني ژبه کې: Βασιλεία τῶν Σελευκιδῶν) د هیلنسټي په عصر کې په لوېدیځه اسیا کې یو یوناني دولت و، چې له زېږد وړاندې ۳۱۲ نه تر ۶۳ کال پورې موجوده و. د سیلوکي سترواکي بنسټ د سیلوکوس لومړي نیکاټور له خوا هغه مهال کېښودل شو کله چې د لوی سکندر له خوا جوړه شوې، مقدونیايي سترواکي ووېشل شوه. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

لومړي سیلوکوس له زېږد وړاندې په ۳۱۲ کال کې د بابل د بین النهرین د سیمې له تر لاسه کولو وروسته، خپل قلمرو ته پراختیا ورکړه او د نږدې ختیځ زیاتره برخې چې پخوا د مقدوني سترواکۍ تر چتر لاندې وي، په خپل کنټرول کې راوستلې. د سیلوکي سترواکۍ د اوج په مهال، اناتولي، فارس، ایران، بین النهرین او هغه سیمې چې اوس ورته کویټ او افغانستان ویل کېږي او د ترکمنستان ځینې سیمې تر پوښښ لاندې لرلي.

سیلوکي سترواکۍ د هیلنسټي کلتور ستر مرکز و. د یونان دودونو او ژبې ځانګړی امتیاز درلود، په داسې حال کې چې بېلابېل سیمه ییز دودونه هم په عامه توګه سره زغمل کېدل او د یوناني ښاري نخبه کسانو یوه حاکمه سیاسي طبقه رامنځته کړې وه او له یونان نه په پرله پسې را کډه کېدو سره پیاوړي شوي وو. د دې سترواکۍ لوېدیځ قلمرو په پرله پسې ډول د مصر له بطلیموسي دولت سره جګړې وکړي، کوم چې هغه مهال د هیلنسټي دولت یو سیال بلل کېده. ختیځ ته، له زېږد وړاندې ۳۰۵ کال کې د مایوریا سترواکۍ له چاندراګوپتا سره په جګړه کې ښکېل و، چې د سند په لویدیځ کې یې د پراخې سیمې په ورسپارلو له هغوی سره یې سیاسي اتحاد رامنځته کړ. [۸][۹][۱۰]

له زېږد وړاندې د دویمې پېړۍ په لومړیو کې، ستر درېیم انتیوخوس هڅه وکړه چې د سیلوکي ځواک او اقتدار هیلنسټي یونان ته ورسوي، خو د هغه دا هڅې د روم د جمهوریت او یوناني متحدانو په مټ بې پایلې سر ته ورسېدې. له دې جګړې وروسته، سیلوکیان اړ شول چې د جګړې تاوان ورکړې او د توروس د غرونو په لوېدیځ کې د خپل قلمرو د نیولو ادعا پرېږدي، چې په دې سره د همدې سترواکۍ تدریجي زوال پیل شو. د پارتیا لومړي میتریدات، له زېږد وړاندې د دویمې پېړۍ په نیمايي کې د سیلوکي سترواکۍ پاتې ختیځې سترې برخې ونیولي، په داسې حال کې چې د یونان باختري خپلواکې پاچاهي په شمال ختیځ کې خپلې غوړېدا ته ادامه ورکړه. له هغه وروسته سیلوکي پاچاهان را کم شول او یوازې په سوریه کې یې یو دولت پاتې شو، تر هغه چې له زېږد وړاندې په ۸۳ کال کې د ارمنستان د ستر تیګران له خوا او بیا له زېږد وړاندې به ۶۳ کال کې د رومي جنرال پومپه له خوا دې سترواکۍ ته د پای ټکی کېښودل شو.

نوم[سمول]

معاصرې سرچینې، لکه لومړي انتیوخوس ته د درناوي لپاره د ایلیوم د وفادارۍ فرمان، چې به یوناني ژبه کې یې سیلوکي دولت هم د سترواکۍ (arche) او هم د یوې پاچاهۍ (basileia) په توګه تعریف کړی دی. دې ته ورته، سیلوکي حاکمان به په بابل کې د پاچاهانو په نوم یادیدل. [۱۱]

له زېږد وړاندې دویمې پېړۍ په پیلیدو سره، لرغونو لیکوالو سیلوکي حاکمانو ته د سوریې د پاچا، د اسیا لارډ او نور القاب کارول. دا چې سیلوکي حاکمانو خپل ځانونه د سوریې د پاچاهانو په نوم یادول په دې اړه شواهد د مینوفیلوس د زوی انتیګونوس په کتیبه کې راغلي چې خپل ځان یې د «سکندر سمندري مشر»، د سوریې پاچا را پېژندلی دی. هغه د بالاس سکندر یا د زبیناس دویم سکندر هم د حاکم په نوم یاد کړی دی. [۱۲][۱۳]

تاریخچه[سمول]

د سکندر د سترواکۍ دوه ټوټې کېدل[سمول]

سکندر چې په چټکۍ سره یې د هخامنشي کورنۍ وروستۍ حاکم، درېیم داریوش او د فارس سترواکۍ له پښو وغورځوله او درېیم داریوش له میلاد وړاندې به ۳۲۳ کال کې په ځوانۍ کې مړ شو، نو خپله پراخه سترواکۍ یې چې نیمه یوناني کلتور یې درلود پرته له کوم بالغ وارث څخه پر ځای پرېښوده. دغه سترواکۍ د پیردیکاس یوه سړي ته د نایب السلطنه تر اقتدار لاندې ورکړل شوه او زیاتره برخې یې د سکندر د جنرالانو تر منځ ووېشل شوي، چې بیا وروسته په همغه کال د بابل د تجزیې سره په ساتراپ باندې واوښتي.[۱۴]

د سیلوکانو ظهور[سمول]

د سکندر جنرالانو (دیادوچي) د هغه پر سترواکي باندې د خپل واک لرلو لپاره هڅه وکړه. پخوانی جنرال او د مصر ساتراپ، بطلمیوس، لومړنی کس و چې دا نوی نظام یې وګواښه؛ چې دا کار د پردیکا د مړینې لامل وګرځېد. د بطلمیوس شورش د سترواکۍ د نوي وېش لامل وګرځېد چې له زېږد وړاندې ۳۲۰ کال کې د تري پارادیسوس په وېشل کېدو منجر شو. سیلوکوس چې د «ټولو پیاده سرتیرو سراعلی قومندان» و نو د لومړي یا د دربار د قومندان په توګه وټاکل شو (چې له زېږد ۳۲۳ کاله وړاندې په سلطنتي پوځ کې د لوړپوړي افسر په توګه وټاکل شو، چې بیا وورسته یې د هغه په وژنه کې هم مرسته وکړه) بابل یې تر لاسه کړ او له هغه ځایه یې په بې رحمۍ سره د خپل قلمرو پراختیا ته ادامه ورکړه. سیلوکوس له زېږد وړاندې په ۳۱۲ کال کې په بابل کې ځای پر ځای شو، چې دا کال د سیلوکي سترواکۍ د جوړیدو د نېټې په توګه هم کارول کېږي.

د بابل جګړې (له زېږد وړاندې ۳۰۹ تر ۳۱۱ کال پورې)[سمول]

په بابل کې د سیلوکوس ظهور په اسیا کې د لومړي انتي ګونوس د قلمرو ختیځو برخو ته ګواښ و. انتی ګونوس له خپل زوی د مسیدون لومړي دیمیتریوس سره د بابلیون د محلق کولو په موخه یوه نابریالۍ هڅه وکړه. د سیلوکوس بریا د دې لامل شوه چې هغه د بابلیون د نیولو او میراث ادعا لا پسې کره کړي. هغه نه یوازې په بابلیونیا واکمني وکړه، بلکې د سکندر مقدوني د سترواکۍ بې شمېره ختیځې برخې یې هم تر خپلې واکمنۍ لاندې لري او لکه چې د اپین له خوا یې داسې توضح شوې ده:

سیلوکوس به تل څنګلورو ملتونو ته په کمین کې و، هغه په مټو پیاوړی او په شورا کې ډېر متقاعد کوونکی و او بین النهرین، ارمنستان، کاپادوکیه «سیلوکي»، پارس، پارت، باختر، عربستان، تاپوریا، سغد، اراکوزیا، هیرکانی او نورې شاوخوا سیمې یې تصاحب کړي وي. یعنې له مقدوني سکندر نه وروسته د هغه سترواکي تر ټولو ستره وه. له فریجیا تر سند پورې دا ټوله سیمه د سیلوکوس تابع وه.[۱۵]

د سیلوکانو او ماوریانو جګړه (له زېږد وړاندې ۳۰۳-۳۰۵ کلونه)[سمول]

د پنجاب په سیمه کې چاندراګوپتا ماوریا (ساندراکوتوس) د ماوریا سترواکۍ له زېږد وړاندې په ۳۲۱ کال کې رامنځته کړه. چاندراګوپتا په مګاده کې د ناندا سترواکۍ پای ته ورسوله او پلازمېنې پتالیپوترا ته ستون شو. وروسته چاندراګوپتا خپل ټول پام اندوس ته واړواه او له زېږد نه مخکې تر ۳۱۷ کال پورې یې له سکندر مقدوني نه ټولې پاتې شوي سیمې تر ولکې لاندې راوستلي. دلته سیلوکوس خپل پوځ را ټول کړ او د اندوس پر خوا ور روان شو. ویل کېږي چې چاندراګوپتا د ۶۰۰۰۰۰ نارینه او ۹۰۰۰ فیلانو لښکر برابر کړی و.[۱۶]

د تاریخ په وینا د دې جګړې په ترڅ کې چاندراګوپتا د یوې معاملې له لارې د اندوس لوېدیځ ته د هندوکش یعنی ننني افغانستان او د پاکستان د بلوچستان ایالت په ګډون پراخې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستلي. د لرغون پېژندنې له نظره، د ماوریا د حکومت ملموسې نښې لکه د اشوکا د فرمانونو ډبرلیکونه، د افغانستان په سویل په کندهار ولایت کې هم تر سترګو شوي دي. [۱۷][۱۸]

سیلوکوس د اندوس له درې تېر شو او د هندوانو له پاچا ساندروکوتوس (ماوریا) سره یې چې د سیند پر غاړه یې لنګر اچولی و، جګړه وکړه تر هغه چې دوی دواړه یوه پوهاووي ته ورسېدل او خپلې اړیکې یې د واده په مټ په دوستۍ واړولې. [۱۹]

سرچینې[سمول]

  1. Oxford English Dictionary, 1st ed. "Seleucid, n. and adj." Oxford University Press (Oxford), 1911.
  2. Niknami, Kamal-Aldin; Hozhabri, Ali (2020). Archaeology of Iran in the Historical Period (په انګلیسي ژبه کي). Springer Nature. د کتاب پاڼي viii. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-030-41776-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Eckstein, Arthur M. (2009). Mediterranean Anarchy, Interstate War, and the Rise of Rome (په انګلیسي ژبه کي). University of California Press. د کتاب پاڼې 106. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-520-25992-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Jones, Kenneth Raymond (2006). Provincial reactions to Roman imperialism: the aftermath of the Jewish revolt, A.D. 66–70, Parts 66–70. University of California, Berkeley. د کتاب پاڼې 174. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-542-82473-9. ... and the Greeks, or at least the Greco-Macedonian Seleucid Empire, replace the Persians as the Easterners. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Society for the Promotion of Hellenic Studies (London, England) (1993). The Journal of Hellenic studies, Volumes 113–114. Society for the Promotion of Hellenic Studies. د کتاب پاڼې 211. The Seleucid kingdom has traditionally been regarded as basically a Greco-Macedonian state and its rulers thought of as successors to Alexander. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Baskin, Judith R.; Seeskin, Kenneth (2010). The Cambridge Guide to Jewish History, Religion, and Culture. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 37. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-68974-8. The wars between the two most prominent Greek dynasties, the Ptolemies of Egypt and the Seleucids of Syria, unalterably change the history of the land of Israel…As a result the land of Israel became part of the empire of the Syrian Greek Seleucids. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Glubb, John Bagot (1967). Syria, Lebanon, Jordan. Thames & Hudson. د کتاب پاڼې 34. OCLC 585939. In addition to the court and the army, Syrian cities were full of Greek businessmen, many of them pure Greeks from Greece. The senior posts in the civil service were also held by Greeks. Although the Ptolemies and the Seleucids were perpetual rivals, both dynasties were Greek and ruled by means of Greek officials and Greek soldiers. Both governments made great efforts to attract immigrants from Greece, thereby adding yet another racial element to the population. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Steven C. Hause; William S. Maltby (2004). Western civilization: a history of European society. Thomson Wadsworth. د کتاب پاڼې 76. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-534-62164-3. The Greco-Macedonian Elite. The Seleucids respected the cultural and religious sensibilities of their subjects but preferred to rely on Greek or Macedonian soldiers and administrators for the day-to-day business of governing. The Greek population of the cities, reinforced until the second century BC by immigration from Greece, formed a dominant, although not especially cohesive, elite. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Victor, Royce M. (2010). Colonial education and class formation in early Judaism: a postcolonial reading. Continuum International Publishing Group. د کتاب پاڼې 55. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-567-24719-3. Like other Hellenistic kings, the Seleucids ruled with the help of their "friends" and a Greco-Macedonian elite class separate from the native populations whom they governed. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Britannica, Seleucid kingdom, 2008, O.Ed.
  11. Sherwin-White, Susan M.; Kuhrt, Amélie (1993). From Samarkhand to Sardis: A New Approach to the Seleucid Empire. University of California Press. د کتاب پاڼې 40. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-520-08183-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Nigel Wilson (2013). Encyclopedia of Ancient Greece. د کتاب پاڼې 652. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781136788000. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Kosmin 2014، ص. 112.
  14. Appian, History of Rome, "The Syrian Wars" 55
  15. Appian, History of Rome, "The Syrian Wars" 55
  16. Pliny, Natural History VI, 22.4
  17. Vincent A. Smith (1972). Aśoka. Asian Educational Services. کينډۍ:ISBN.
  18. Clark, Walter Eugene (1919). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Importance of Hellenism from the Point of View of Indic-Philology"]. Classical Philology 14 (4): 297–313. doi:10.1086/360246.