هلمند سيند

هلمند رود یا هلمند سیند[۱] [۲][۳] [۴](په انګليسي ژبه: Helmand River) د افغانستان تر ټولو اوږد رود دی چي اوږدوالی يې تر ۱۱۵۰ کيلومترو (715 مایله) پوري رسېږي. دا سیند په افغانستان کي د بابا له غرونو په سرچینه اخیستلو باندي د هېواد سوېل لوېدیځ ته وربهېږي، او د افغانستان او ایران شاوخوا ( 160000 ) کیلومتره مربع ساحه تر اوبو لاندي کوي.[۵]
هلمند سیند په افغانستان کي دننه له ترنک، ارغنداب او بېلابیلو سیندونو څخه اوبه ترلاسه کوي، او وروسته په کجکي ولسوالۍ کي د یو لوی بند په مټ د افغانستان سوېل لویدیځو ولایتونو (هلمند او کندهار) ته برېښنا هم برابروي. په افغانستان کي د ګریشک ګڼ نفوسه ولسوالي چي د کندهار_هرات پر لویه لاره باندي موقعيت لري، د هلمند سیند له پاسه پرته ده، او په اوږدو کي یې د بوغرا په نوم یوه لویه ویاله هم بهیږي، چي د هلمند یادي ولسوالي ته یې ځانګړې ښکلا او زراعت دواړه ورکړي دي.
معلومات
د هلمند سیند په افغانستان کي یو له هغه سیندونو څخه دی چي د هیواد د زراعت ترڅنګ یې د ایران او افغانستان په سیاسي اړیکو کي هم لوی رول لوبولی دی،[۶] او د افغانستان دغه لویدیځ ګاونډئ هر وخت هڅه کوي ترڅو له هلمند څخه خپلي ځمکي اوبه کړي. د افغانستان او ایران ترمنځ په دې اړه یو تړون چي د ایران آبي حق پکښي ټاکل سوی دی، د پخواني پاچا ظاهرشاه په واکمنۍ کي د دواړو هیوادونو ترمنځ لاسلیک او چاري یې د افغان وزیر موسی شفیق او ایراني وزیر عباس هویدا له لوري ترسره سوې.[۷]
سرچينې
- ↑ "د هلمند پر سیند د څه باندې درې میلیون ډالرو په ارزښت پُل جوړېږي". اوميد راډيو ټکی کام. ۲۰۲۵ ز ډېسمبر ۲۸ مه.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ "پر هلمند سیند د ٣.٢ میلیونو ډالرو په لګښت د یو نوي پل د رغولو چارې پیل شوې". باختر خبري اژانس. ۱۴۰۴لمريز مرغومي ۰۷ مه.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ "د هلمند سیند". پښتو وياوای ټکی کام. ۱۳۹۸لمريز غويي ۱۶ مه.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ "ايران: هيله ده طالبان د هلمند سيند اوبو کې حق راکړي". پيای.ازادي راډيو.کام. ۱۴۰۲لمريز چنگاښ ۱۶ مه.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ https://www.britannica.com/place/Middle-East
- ↑ "ايران: هيله ده طالبان د هلمند سيند اوبو کې حق راکړي". پيای.ازادي راډيو.کام. ۱۴۰۲لمريز چنگاښ ۱۶ مه.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ "ايران: هيله ده طالبان د هلمند سيند اوبو کې حق راکړي". پيای.ازادي راډيو.کام. ۱۴۰۲لمريز چنگاښ ۱۶ مه.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link)
- د سياس۱ تېروتنې: نېټې
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P17 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P2043 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P625 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چې یوه ځانتيا کارويP18
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- څوژبيزې ملاتړ کينډۍ
- نخشهکښوونکي پراختيا کاروونکي مخونه
