تانبه:کندهار

Before the featured portal process ceased in 2017, this had been designated as a featured portal.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سمول  

د کندهار تانبه

Location on the world map

کندهار (په دري: قندهار) د افغانستان دويم لوی ښار دی چې د افغانستان په جنوب کې د ارغنداب رود په دره کې پروت دی او د کندهار د ولايت مرکز دی. دغه ښار تقريبًا ۴۵۰،۳۰۰ نفوس لري. کندهار د افغانستان د تجارتي مرکزونو څخه يو مهم مرکز دی او د مالوچو (پنبې، پختې) او وچو مېوو د برار (توليد) هم ښار دی. په کندهار کې يو نړيوال هوايي ډگر هم شته.چی دد کندهار نړيوال هوايي ډگر په نامه دی . په اوس وخت کې دغه هوايي ډگر د ناټو هډه ده. دغه هوايي ډگر چې په ۷۰ کلونو کې جوړ شوی په منځنۍ آسيا کې تر ټولو لوی هوايي ډگر دی . د کندهار ښار په څلورمه مخ زېږيزه پېړۍ کې د ستر سکندر لخوا تاسيس شوی. ستر سکندر دغه ښار ته د اسکندريا نوم ورکړ. چي بیا ارآکوزیا، اوروسته بیا په نوي وختو کي کندهار ته راواوښت. لرغوني زمانه:کندهار تر ۳۰۵ کال عيسوي سنې مخکې د سلوکيانو حکمران په لاس کې وو. په ۳۰۵ عيسوي سنې مخکې کال کې سېلوکوس نيکاتور پر پنجاب بريد وکړ او اردو يي د هندي حکمران د چندر گپت موريا لخوا ماته وخوړله. تر جگړې وروسته سلوکوس نيکاتور او چندر گپت موريا يو د شولې تړون لاسليک کړ او د تړون په اساس سلوکوس نيکاتور چندر گپت موريا ته جنوبي افغانستان ورکړ او چندر گپت موريا ۵۰۰ فيلونه سيلوکوس نيکاتور ته وړکړ. په ۲۶۰ کال عيسوي سينې مخکې اشوک د خپل ورورونو تر وژلو وروسته د هندوستان حکمران شو. کله چې اشوک پر شاهي تخت کښيناست نو د کالنگا پر پاچايي يي بريد وکړ. اشوک تر خونړي جگړې وروسته د هندوييزم په ځاي يې بوديزم غوره کړ. اشوک په ډبره کي خپل هدايت نامه هک کړ. دغه هدايت نامه چې په آرامي او يوناني ژبو کې ليکل شوي دي په کندهار کې پيدا شو. په ۷ پېړۍ عربي پوځ کندهار ته ورسېده او په افغانستان کې اسلامي دوره پېل شوه.



سمول  

ټاکل سوی منځپانګه

د کندهار پوهنتون د افغانستان په سویلي ولایت کندهار کی یو دولتي پوهنتون دی چې په ۱۹۹۱ زیږدیز کال کې د وخت د حکومت لخوا چی ډاکتر نجیب الله یی مشر وو جوړ شو. او ښاغلي ډاکتر توریالی ویسا د کندهار اوسنی والی یی لومړنی د پوهنتون ریس وو.چي اوس مهال يې ريس داکټر حضرت مير توتاخېل دی. دغه پوهنتون اوسمهال یوازی د کړهڼې ، طب او انجينري پوهنځی لری چی دا پوهنتون په خپل راتلونکي کړنلاره کې د اقتصاد ، سولگر پوهنې او اسلامي زده کړو د پوهنځیو د جوړولو هوډ هم لري.

سمول  

غوره انځور


د دهلې دافغانستان له بندونو څخه دی چی د کندهار ولایت د ۷ ولسوالیو زراعتي ځمکو اوب پری خړوبیږي، خو دا بند چې د پنځه میلیونه میتره مکعبه اوبو ظرفیت لري، اوس ۴۰ فیصده رسوبات لري او یوازې شپږ میاشتې کرونده ګرو ته اوبه ورکولای شي. د دهلې د بند ټول لگښت څه باندي ۳ سوه میلیونه امریکايي ډالره دی چې په ۷۱ میلیونه ډالرو یې د ماشینرۍ د نوي کیدو چارې بشپړې شوي، خو د بند د دیوالونو د ۸ میتره لوړولو کار يې لا ندی عملي شوی. په کندهار کې د لوړې، شنه نري، پنج پای او معروف ولسوالیو په ګډون ګڼ نور بندونه سروې شوي چې کولای شي په جوړیدو سره يې د اوبو د نشتون ستونزه په یو مخیزه توګه حل شي. او هیره دی نه وی چی د افغانستان یوازي د جنوبي ولایاتو په سطحه ۹ اعشاریه ۳ میلیارده میتره مکعبه اوبه شته چې له ۳۰ فیصده څخه يې ګټه اخیستل کیږي او پاته ۷۰ فیصده يې له هیواده بهر ایران ته او نورو سیمو ته بهیږي.



سمول  

په خبرونو کی

نن ورځ د مارچ ۲۸, ۲۰۲۴

د کندهار امنيه قومانداني د ډنډ او دامان ولسواليو کروندګرو ته، چي د اوبو د نشتون له امله په خپلو کروندو باندي کښتونه نه کري خبر ورکوي، چي امنیه قوماندان لوئ پاسوال عبدالرازق ورته د اوبو برمې جوړوي، تر څو کروندګر سبزيجات وکري او پاليزونه جوړ کړي. هغه له خلګو غوښتي، چي په خپلو سيمو کي ميوه لرونکي نيالګي هم کښېنوي او د پاک او زرغون چاپيريال د رامنځته کولو د پاره دي هڅه وکړي. نو هغه کسان، چي غواړي سبزيجات وکري او پاليزونه جوړ کړي، د يادو ولسواليو د امنيه قوماندانانو او يا هم کندهار امنيه قومانداني سره اړيکي ونيسي.

معلومات د ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۸مه د کندهار د تلویزیون څخه



سمول  

آیا تاسو پوهیږی...؟

کندهار د افغانستان دوهم لوی ښار دی او ددی هیواد لمړنی پلازمینه هم وه خو تیمور شاه د احمدشابابا زوی پلازمینه په خپل حکومت کی کابل ته نقل کړه.



سمول  

وېشنيزۍ




سمول  

کندهار لټونه نورو پروژو کی

تاسې د ويکيمېډيا په نورو پروژو کې هم دا موضوعگانې پلټلی شئ :

ويکي کتابونه
کتابونه

ويکي خونديځ
خونديځ

ويکي خبرونه 
خبرونه

ويکي وراشه 
سوالونه

ويکي سرچينه 
ويکي سرچينه

ويکي پوهنتون
ويکي پوهنتون

ويکيسفر  
ويکيسفر

ويکي سيند 
ويکي سيند

ويکي ډېټا 
ويکي ډېټا

ويکي نوعي 
ويکي نوعي



سمول  

د کندهار موضوع گانی