مکاو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

مکاو (Macau) یا (Macao) چې رسمي نوم یې د چین د خلکو د جمهوریت د مکاو ځانګړې ادارې سیمه (MSAR) نومیږي، د چین په سویلي سمندر کې د صدفي سیند د دلتا په لویدیځه غاړه پروت د چین یو ښار او ځانګړې ادارې سیمه ده. د دې ښار د وګړو شمېر ۶۸۰۰۰۰ کسانو ته رسیږي چې ټول مساحت یې ۳۲.۹ کیلومتر مربع کېږي او په نړۍ کې یو له ډېرو زیاتو وګړو لرونکو ښارونو څخه دی.[۱]

دا ښار پخوا د پرتګال مستعمره وه، د پرتګالي مکاو ځمکه په ۱۵۵۷ ز کال کې د مینګ د سلسلې له خوا پرتګال ته په کرایه ورکړل شوه. پرتګال به د دې ښار په خاطر هر کال تر ۱۸۸۷ ز کال پورې چین ته کلنۍ کرایه ورکوله. پرتګال بیا وروسته د چین او پرتګال تر منځ د پیکین د تړون له مخې د دغه ښار د دایمي مستعمرې حقونو ته لاسرسی وموند. دا مستعمره تر ۱۹۹۹ ز کال پورې د پرتګال تر حاکمیت لاندې و او له هغه وروسته بیرته چین ته ورکړل شو. مکاو په چین کې د یوې ځانګړې ادارې درلودونکي سیمه ده چې د «یو هېواد، دوه نظامه» اصل له مخې د چین له اصلي خاورې څخه بېل حکومتي او اقتصادي نظام لري. د دې ښار په تاریخي مرکز کې د پرتګال او چین ګډه معماري د دې لامل شوه چې دا ښار په ۲۰۰۵ ز کال کې د یونیسکو د نړیوال میراث په لیکلړ کې ور اضافه شي.[۲][۳]

مکاو چې په اصل کې د سمندر د غاړې د کم جمعیت لرونکو ټاپوګانو یوه ټولګه ده، زیاتره د «ختیځ د لاس ویګاس» په نوم سره پېژندل کېږي، په یوه ستر تفریحي ښار او د قمار په برخه کې یې زیات شهرت موندلی، کوم چې د لاس ویګاس د قیمار له صنعت نه اوه ځلې ستر دی. دا ښار په نړۍ کې د سړي سر یو له ډېرو لوړو کلني عاید لرونکو نه دی او د هغوی د سړي سر کلنی ناخالص تولید د پلور د ځواک د برابري له مخې په نړۍ کې تر تولو ستر دی. دا هېواد د انساني پراختیا یو ډېر لوړ شاخص لري، چې د مکاو د دولت د محاسبې له مخې، په نړۍ کې د زیات عمر کولو له اړخه څلورم هېواد راځي. د دې هېواد ټولې سیمې شهري دي، چې د ټولې خاورې دوه پر درېیمه برخه یې له سمندر څخه په تر لاسه شویو ځمکو کې موقعیت لري.[۴][۵][۶][۷][۸][۹]

رېښه پېژندنه[سمول]

د مکاو نوم د لومړي ځل لپاره د ۱۵۵۵ ز کال د نومبر په ۲۰مه په یوه لیک کې لیکل شوی دی. د سیمې اوسېدونکې باور لري چې د سمندر الهه ماتسو (چې ورته A-Ma ویل کېږي) دې بندر ته یې برکت ورکړی او ترې ساتنه یې کړې ده او د همدې معبد A-Ma شاوخوا اوبه یې په خپل نوم نومولي وي. کله چې پرتګالي کاشفین د لومړي ځل لپاره مکاو ته را ورسېدل او د دې سیمې نوم یې وپوښتو، نو د سیمې خلکو فکر وکړ چې د معبد په اړه پوښتنه کوي نو یې هغوی ته وویل «Ma Kok». د دې نوم لومړنۍ پرتګالي املا Amaquão وه. تر څو چې په ۱۷مه پېړۍ کې د Macao نوم له  Amacão / Amacao او Macão / Macao نه وروسته دود شو. په ۱۹۱۱ ز کال کې د پرتګالي املايي اصلاحاتو په لړ کې Macau رسمي بڼه خپله کړه، که څه هم په انګریزې او نورو اروپايي ژبو کې پر Macao ټینګار کېږي.[۱۰][۱۱][۱۲]

مکاو بیا په چینايي ژبه کې ډېر نومونه لري، چې له هغې ډلې کولای شو د جینګاو، هاوجینګ او هاوجینګاو نومونه واخلو. د ټایپا، کولوان او هنګکین ټاپوګانو ته په ټولو کې شیزیمن ویل کېدل. دغه نومونه بیا وروسته په کانتوني ژبه کې په اومین او اومون باندې واوښتل چې ژباړه یې ده «د خلیج دروازه» یا «د بندر دروازه» تر څو دې ټولې سیمې ته اشاره ولري.[۱۳]

تاریخچه[سمول]

د قین د سلسلې (له ۲۲۱-۲۰۶ مخکې له میلاد) په درشل کې، دغه سیمه د ګوانګدونګ ولایت د نانهای سیمې د پانیو ولسوالۍ تر صلاحیت لاندې وه. په دغه سیمه کې د لومړي ځل لپاره د هان سلسلې په مهال خلکو ژوند پیل کړ. له اداري اړخه د جین په سلسله (۲۶۶-۴۲۰ مخکې له میلاده) کې د ډونګوان یوه برخه وه او بیا په را وروستیو سلسلو کې د نانهای او ډونګوان تر کنټرول لاندې وه. په ۱۱۵۲ ز کال کې، د سونګ د سلسلې (۹۶۰ تر ۱۲۷۹ ز کلونو) په درشل کې، د نوي شیانګشان د ښار تر صلاحیت لاندې و. په ۱۲۷۷ ز کال کې، وروسته له هغه چې چین د مغولو له خوا ونیول شو نو نږدې ۵۰۰۰۰ خلک دغې ساحلې سیمې ته ترې را وتښتیدل.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

تر څو چې په ۱۶مه پېړۍ کې پرتګالیان دغې سیمې ته راورسېدل، مکاو هومره پرمختګ نه و کړی. چین ته لومړنی اروپايي سیلاني د جورج الوارث په نوم و چې په ۱۵۱۳ ز کال کې دلته را ورسېد. سوداګرو لومړی د هانګ کانګ په اوبو کې په تاماو (اوسني تون مون) کې یوه سوداګریزه پسته جوړه کړه او بیا یې د سویلي چین له شاوخوا سیمو سره منظمه سوداګري پیل کړه. د مینګ د سلسلې او پرتګالي سمندري ځواکونو تر منځ پوځي شخړې د دې لامل شوي چې سوداګر په ۱۵۲۱ ز کال کې له تاماو څخه ووځي. د سوداګرۍ د ممنوع کېدو سره سره، پرتګالي سوداګرو د صدفي سمندرګي شاوخوا خپل استقرار ته ادامه ورکړه او بالاخره په مکاو کې ځای پر ځای شول. پرتګالیانو په زور سره د سوداګریزو پستو په تر لاسه کولو کې د لومړي ځل لپاره د تاماو یا توین په تونمن کې په ۱۵۲۱ ز کال کې د مینګ د سلسلې د چینایانو له خوا له ماتې سره مخ شول، چېرې چې پرتګالیانو دوه کښتۍ له لاسه ورکړي او د لانټاو په ټاپو کې د سینکواوان په جګړه کې یې هم دوه کښتۍ له لاسه ورکړي او په ۱۵۴۸ ز کال کې په شوانګیو کې چېرې ګڼ شمېر پرتګالیان ونیول شول او په ۱۵۴۹ ز کال کې د ډونګشان په جزیره کې دوه پرتګالیان او Galeote Pereira ونیول شول. د همدې جګړو په اوږدو کې، د مینګ د سلسلې چینایانو له ماتې خوړولو پرتګالیانو څخه وسلې هم ونیوي او بیا وروسته يې پر هغو کار وکړ او په زیاته پیمانه یې په چین کې تولید کړي، لکه د ارکبوسي دهنپور توپکې چې دوی پرې د مرغیو توپکي او Breech loading swivel توپکو نومونه اېښي و کوم چې په هغه وخت کې یې فرانکس هم ورته ویل. پرتګالیان بیا وروسته په سوله ییزه توګه چین ته ور وګرځېدل او د لوسو-چیني هوکړه لیک (۱۵۵۴) له مخې یې ځانونه د فرانکانو پر ځای پرتګالیان معرفي کړل او مکاو یې د چین د مینګ سلسلې نه د سلو نقرو تل کلنۍ کرایې له مخې ونیو. د لوزو او کانتون تر منځ سوداګریزې ادړیکې په رسمي توګه په ۱۵۵۴ ز کال کې رامنځته شو او پرتګال په ۱۵۵۷ ز کال کې له چین څخه د مکاو د دایمي اجارې لپاره هوکړه وکړه چې چین ته به په کلنۍ توګه ۵۰۰ تل نقره ورکوي.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

مکاو، د ۱۹مې پېړۍ لومړي وختونه

د پرتګالي سوداګرو وړوکی جمعیت په چټکۍ سره په یوه ښه ښار بدل شو. د مکاو رومان کاتولیک په ۱۵۷۶ ز کال کې جوړ شو او په ۱۵۸۳ ز کال کې یې مشرانو جرګه جوړه شوه  تر څو د ښاروالۍ چارې د خپل مخ پر وده جمعیت لپاره په کار واچوي. مکاو د شپاړلسمې پېړۍ په وروستیو کې د یوه ستر پانګه وال ښار په توګه د خپلې هوساینې او غوړیدو په اوج کې و چې د ۱۶ مې پېړۍ په وروستیو کې یې د نانبان سوداګریزه دوره کې جاپان ته د چینايي وریښمو په صادراتو کې یې مهم ارتباطي رول تر سره کړ. که څه هم په لومړي سره کې، پرتګالیان په مکاو کې د مورچو له جوړولو یا د وسلو له زیرمه کولو څخه منع شوي و، خو Fortaleza do Monte د هالنډي سمندري ځواکونو د پر له پسې بریدونو د ځواب پر وړاندې جوړ شو. هالنډیانو هڅه وکړه چې دا ښار په ۱۶۲۲ ز کال کې ونیسي، خو د پرتګالیانو له خوا په بریا سره ترې دفاع وشوه.  مکاو په ۱۶۴۰ مه لسیزه کې د یو لړ فاجعو له امله له ځوړندتیا سره مخ شو: په ۱۶۳۹ ز کال کې له جاپان سره د سوداګرۍ د پرې کېدو له امله سوداګریزو مسیرونو ته د پرتګالیانو لاسرسی پرې شو، پرتګال په ۱۶۴۰ ز کال کې د هسپانویانو پر وړاندې بغاوت وکړ او مالاکا په ۱۶۴۱ ز کال کې د هالنډیانو لاس ته ولوید. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

سرچينې[سمول]

  1. "Macao Population (2020) - Worldometer". www.worldometers.info (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۳ ډيسمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Landler 1999.
  3. "Historic Centre of Macao". UNESCO World Heritage Centre. United Nations Educational, Scientific, and Cultural Organization. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. du Cros 2009, p. 75.
  5. Sheng & Gu 2018, p. 72.
  6. ""GDP per capita, PPP (current international $)", World Development Indicators database". مؤرشف من الأصل في ۰۶ اکتوبر ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Sheng & Gu 2018, pp. 77–78.
  8. "Macau". The World Factbook. Central Intelligence Agency. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Grydehøj 2015, p. 102.
  10. Wu & Jin 2014.
  11. Hao 2011, pp. 12–13.
  12. "Is it Macau or Macao?". Visit Macao. 4 September 2019. مؤرشف من الأصل في ۰۱ مارچ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Hao 2011, pp. 15–16.
  14. Macao Yearbook 2018, p. 483.
  15. Minahan 2014, p. 169.
  16. Hao 2011, p. 15.
  17. U.S. State Department Notes on Macau 1994, p. 2.
  18. Hao 2011, p. 10.
  19. Hao 2011, pp. 11–12.
  20. p. 343-344, Denis Crispin Twitchett, John King Fairbank, The Cambridge history of China, Volume 2; Volume 8, Cambridge University Press, 1978, کينډۍ:ISBN
  21. Wills 1998, pp. 342–344.
  22. Chan 2003, p. 496.
  23. Mendes 2013, p. 10.
  24. Wills 1998, p. 348.
  25. Garrett 2010, pp. 11–13.
  26. Lourido 2000, p. 211.
  27. Porter 1993, p. 8.
  28. Sit, Cremer & Wong 1991, p. 10.
  29. Hao 2011, p. 21.