لقمان کلی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له لقمان کلي نه مخ گرځېدلی)
لقمان کلي
کلی لقمان
کلي
د لقمان په کلي کي د جنرال رازق عسکر تر جنګ وروسته
د لقمان په کلي کي د جنرال رازق عسکر تر جنګ وروسته
د لقمان په کلي کي د جنرال رازق عسکر تر جنګ وروسته
هیوادکينډۍ:Afghanistan
ولایتکندهار ولايت
ولسوالۍسپين بولدک ولسوالۍ
خلگ
نفوسشاوخوا(۳۰۰۰-څخه تر ۴۰۰۰ پوري)
سیمییز اطلاعات
امنیه قومندانسمونمل محمد ایوب کاکۍ (۵ مې ۲۰۱۷ — اګست ٢٠۱۴)
وېب پاڼهد کندهار ښاروالي
لقمان کلی پر افغانستان باندی نقشه
لقمان کلی
پر نقشه د افغانستان
۳۱°۰۳′۲۹″شمال ۶۶°۲۳′۱۸″ختیځ / 31.058066°شمال 66.388289°ختيځ / 31.058066; 66.388289

لقمان کلی د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې له ډیورنډ کرښې سره نږدې پروت بانفوذه کلی دي، ددي سيمي خلک ټولټال پښتانه دي. هغوی د تاریخ په اوږدو د خپلو حقونو څخه بی برخي سوي وو، خو په ۲۰۱۷ کال کي دا خلګ هم د جنرال رازق په مشرۍ د نورو افغانانو په رکم بیرته افغانستان ته وروپیژندل سول څو دافغان دولته یي د حقونو غوښتنه وکړل شي.

د سیمۍ پر سر د افغان او پاکستاني ځواکونو جګړه[سمول]

پر دي خلکو د پاکستان د فوځ نظر هغه وخت ولګیدي کله چي هغوي د سودا (د کور سمان) رانیونه د پاکستان د چمن او کوټۍ ښارو څخه شروع کړه ځکه چی د کندهار ښار ددي ځاي څخه شاوخوا ۱۲۰ کیلومیتره لري او د چمن ښار شاوخوا ۱۸ کیلومیتره نو ځکه پاکستانی پوځیانو کله کله دا سیمه خپله ګڼل [۱] خو په ۲۰۱۷ کال کي په دي سیمه کې د پاکستان پرخلاف د جنرال عبدالرازق په مشري جګړه په دي خاطر پیل شوه چي پاکستاني ځواکونو غوښتل چي دا سیمه په خپله خاوره پوري ونښلوي، خو ددوي او افغان ځواکونو تر منځ جګړه ونښته چي په دي جګړه کې، پر ډیورنډ کرښه د چمن او سپین بولدک ترمنځ پرتو دوو کلیو لقمان او نظر کې د پاکستانیو او افغان ځواکونو ترمنځ په نښته کې ۱۵ کسان ووژل شول او ۶۷ تنه ژوبل شول. په چمن کې د ډیوې راډيو يو خبریال په خپل راپور کې د چارواکیو له خولې وايي د پاکستانیو او افغان ځواکونو ترمنځ په ډزو کې پاکستاني لوري ته ۱۲ تنه وژل شوي او ۴۲ نور ژوبل شوي دي. وړاندې پاکستانیو چارواکو ویلي وه د دوی څلور ملېشه سرتېري هم ژوبل دي.

دا هم ولولئ[سمول]

د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر په وينا، سرحدي ځواکونو دي سيمه کې په ٢٠١٣ کال کي يو ځانوژونکی هدف ته له رسېدا وړاندې وواژه. د دغه ولایت مطبوعاتي دفتر ويلي وو چې، دغه ځانمرګی برید کوونکی د سې شنبې ماسپښین شاوخوا دوه بجې ووژل شو. او ويلي يې وو، چې ددې ځانمرګي سره له چاودېدونکو توکو ډکه کرولا يې هم وچوول شوه.

اسلامي امارت[سمول]

د اکتوبر پر ۲۰مه کال ۲۰۲۱ باندې د افغانستان اسلامي امارت لوی درستیز قاري فصیح الدین هم په ځانګړي توګه د لقمان کلې څخه لیدنه وکړه، او په دې کلي کي د سوو شخړو کيسې يې هم واورېدې.

نور[سمول]

سرچینۍ[سمول]

  1. بی بی سی پښتو (مې ٢٠١٧). "له افغان ملي پولیسو سره د مهموند دراني کتنه". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)