انجينري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سمندري بادي توربینچې د انجینرۍ د بیلابیلو څانگو تخنیکي کار او مهارت پکې کارول شویدی.

انجنیري (Engineering) د ماشینونو، ودانیو او همدا راز د پلونو، تونلونو، سړکونو، نقلیه وسایطو او ودانیو په ګډون نورو څیزونو د ډیزاین او جوړولو لپاره د علمي اصولو کارول دي. د انجینرۍ څانګه د انجینرۍ د نورو تخصصي برخو یوه پراخه لړۍ رانغاړي، چې هره یوه یې د تطبیقي یا کارېدونکو ریاضیاتو، کارېدونکو علومو، او د تطبیق نورو ډولونو پر ځانګړو برخو لا ډېر مشخص تمرکز لري. د انجینرۍ لغتونه (glossary of engineering) وګورئ.[۱]

د انجینرۍ اصطلاح له لاتیني انجینیم کلمې (ingenium) څخه چې معنا یې "ځیرکي" ده او همدا راز له انجینیر کلمې (ingeniare) څخه چې معنا یې "تدبیر یا پلان جوړول، سنجول" دي، اخیستل شوې ده.[۲]

تعریف

د مسلکي پراختیا لپاره د امریکا د انجینرانو شورا (ECPD، د ABET مخکېنۍ ادارې) "انجنیري" داسې تعریف کړې ده:[۳]

د ودانیو، ماشینونو، او دستګاوو د ډیزاین یا پراختیا لپاره د علمي اصولو نوښتګر تطبیق، یا د تولید پروسې، یا هغه کارونه چې په واحد ډول یا ترکیبي توګه ګټه ترې اخیستل کېږي، او یا هم له ډیزاین په بشپړ درک سره ورته څېزونه جوړول یا چلول؛ یا تر ځانګړو عملیاتي شرایطو لاندې د دوی د چلند وړاندوینه کول؛ دا ټول د یوه مطلوب فعالیت، د چلولو اقتصادي اړخ، او د ژوندانه او ملکیت د خوندیتوب په پام کې نیولو سره پکې شاملېږي.[۴][۵]

تاریخچه

له لرغونو وختونو راهیسې، کله چې انسانانو د پانې، اړم، څرخ، جرثقیل او داسې نورو په څېر څیزونه اختراع کړل، انجینري موجوده وه.

د انجینرۍ اصطلاح د انجینر له کلمې څخه اخیستل شوې چې ریښه یې ۱۴مې پېړۍ ته رسېږي، کله چې انجنیر (په لفظي توګه، هغه څوک چې د محاصرې انجن جوړوي یا چلوي) "د نظامي انجنونو جوړونکي" ته کارېده. په دې معنا، چې اوس نه کارېږي، یو "انجن" نظامي ماشین ته اشاره لري، د بېلګې په توګه، په جګړه کې کارول شوې میخانیکي آله (لکه منجنیق). د پخوانۍ کارونې پام وړ مثالونه یې چې تر نن ورځې پورې ژوندي پاتې دي، د نظامي انجینرۍ قول اردوګانې دي، د بېلګې په توګه، د متحده ایالاتو د اردو د انجینرانو قول اردو.[۶]

د "انجن" یا ماشین کلمه خپله پخوانۍ ریښه لري، چې له لاتیني کلمې انجینیم ingenium (شاوخوا ۱۲۵۰) څخه اخیستل شوې ده او معنا یې "ذاتي کیفیت، په ځانګړې توګه ذهني ځواک، او له همدې امله یوه هوښیاره یا ځیرکانه اختراع" ده.[۷]

وروسته بیا کله چې د پلونو او ودانیو په څېر د ملکي ودانیو ډیزاین، د یوې تخنیکي څانګې په توګه پخوالي ته ورسېده، د ساختماني انجینرۍ (civil engineering) اصطلاح په همدغسې غیر نظامي پروژو کې د تخصص لرونکو او هغوی ترمنځ چې د نظامي انجینرۍ په څانګه کې ښکېل وو، د توپیر کولو لپاره د یوې لارې په توګه د لغاتو قاموس ته داخله شوه.[۸]

عصري دوره

د کلاسیک میخانیک علم، چې ځینې وختونه د نیوټني میخانیک په نامه هم یادېږي، د عصري انجینرۍ علمي بنسټ جوړ کړی دی. په ۱۸مه پېړۍ کې د یوه مسلک په توګه د انجینرۍ له ودې سره، دا اصطلاح د هغو ډګرونو لپاره په محدود ډول وکارول شوه، چې ریاضیات او ساینس پکې د همدغو موخو لپاره کارېدل. په ورته ډول، پر نظامي او ملکي انجینرۍ سربیره، هغه څانګې یا ډګرونه هم، چې هغه مهال د میخانیکي هنرونو په نوم پېژندل کېدل، په انجینرۍ کې شامل شول.[۹]

د کانال جوړول د صنعتي انقلاب په لومړیو پړاوونو کې د انجینرۍ یو مهم کار و.[۱۰]

د انجینرۍ اصلي څانګې

انجینري یو پراخ ډسپلین یا علمي څانګه ده، چې ډېری وختونه پر څو فرعي څانګو وېشل کېږي. که څه هم یو انجینر به معمولا په یوه ځانګړې څانګه کې روزل کېږي، خو هغه ښایي بیا د تجربې له لارې په څو څانګو کې متخصص شي. انجینري اکثرا د څلورو اصلي څانګو لرونکې ګڼل کېږي: کیمیاوي انجینري، ساختماني انجینري، د بریښنا انجینري، او میخانیکي انجینري.[۱۱][۱۲][۱۳]

کیمیاوي انجنیري

کیمیاوي انجینري د فزیک، کیمیا، بیولوژي، او انجنیري اصولو تطبیق یا پلي کول دي، ترڅو په سوداګریزه کچه کیمیاوي پروسې ترسره کړي، لکه د اجناسو د کیمیاوي موادو تولید، د تخصصي کیمیاوي توکو تولید، د پټرولو تصفیه یا چاڼ، مایکرو فابریکیشن، تخمیر یا خمیره کول، او د بایومولیکول تولید.

ساختماني انجینري

ملکي یا ساختماني انجینري (Civil engineering) د عامه او خصوصي کارونو ډیزاین او رغونه ده، لکه زېربناوې (هوايي ډګرونه، سړکونه، رېل پټلۍ، د اوبو رسونې شبکې او نور)، پلونه، تونلونه، بندونه، او ودانۍ. ساختماني انجینري په دودیز ډول په یو شمېر فرعي څانګو وېشل شوې، چې رغنیزه انجینري، چاپیریالي انجینري، او سروې ګانې. ساختماني انجینري په دودیز ډول له نظامي انجینرۍ څخه جلا ګڼل کېږي.[۱۴][۱۵][۱۶]

د برېښنا انجینري

الکترونیکي یا برېښنایي انجینري د بېلابېلو برېښنایي سیستمونو ډیزاین، مطالعې او تولید ته ویل کېږي، د بېلګې په توګه د نشراتو انجینري، برېښنایي سرکټونه، جنراتورونه، موتورونه، الکترومقناطیسي/الکترومیخانیکي وسایل، برقي وسایل، برېښنایي سرکټونه، نوري فایبرونه، نوري الکترونیکي وسایل، کمپیوټري سیستمونه، مخابراتي سیستمونه، دقیق وسایل، د کنټرول سیستمونه، او نور برقي وسایل.

میخانیکي انجینري

میخانیکي انجینري د فزیکي یا میخانیکي سیستمونو ډیزاین او تولید دی، لکه د ځواک او انرژۍ سیستمونه، د فضایي/الوتکو محصولات، د وسلو سیستمونه، ترانسپورتي محصولات، انجنونه، کمپرسورونه ، پاور ټرینونه، کینیماتیک ځنځیرونه، ویکیوم یا د خلاء ټکنالوژي، د لړزې جلا کولو تجهیزات، تولید، روباټیک، توربینونه، صوتي یا غږیز تجهیزات، او میکاټرونکس.

بایو انجینري

بایو انجینري د یوه ګټور هدف لپاره د بیولوژیکي سیستمونو انجینري ده. د بایو انجینرۍ د څېړنو په مثالونو کې د کیمیاوي موادو د تولید لپاره انجینري شوې باکتریا، د طبي عکس اخیستنې نوې ټیکنالوژي، د لېږد وړ او ګړندیو ناروغیو تشخیصي وسیلې، پروسټیټکس، بایوفراسوټیکلونه، او د نسج انجینري ارګانونه.

عملي اړخ

هغه څوک چې انجینري کوي د انجینر په نوم یادېږي، او هغه څوک چې د دغسې کارونو کولو جواز ولري ممکن نور رسمي نومونه ولري، لکه مسلکي انجینر، رسمي  انجینر، ثبت شوی انجینر، انجینر یا جوړوونکی، اروپایي انجینر، یا د انجینرۍ ټاکل شوی استازی.

میتودولوژي

د انجینري ډیزاین په پروسه کې انجینران ریاضیات او د فزیک په څېر علوم پلي کوي ترڅو ستونزو ته نوې حل‌لارې ومومي یا موجوده حل‌لارو ته پراختیا ورکړي. انجینران د خپلو ډیزاین پروژو لپاره د اړوندو علومو مسلکي پوهې ته اړتیا لري. د پایلې په توګه، ډېری انجنیران د خپل مسلک په جریان کې د نوو مطالبو زده‌کړې ته دوام ورکوي.

که ډېرې حل‌لارې موجودې وي، انجنیران د هر ډیزاین انتخاب د خپلې وړتیا له مخې سنجوي ​​او هغه حل غوره کوي چې له اړتیاوو سره تر ټولو ډېر سمون لري. د انجنیر دنده دا ده چې د یوې بریالۍ پایلې ترلاسه کولو لپاره په ډیزاین کې شته محدودیتونه وپیژني، پرې پوه شي او تشریح یې کړي. په ټولیز ډول بیا دا هم له تخنیکي پلوه د یوه بریالي محصول جوړولو لپاره کافي نه ده، بلکې باید لا ډېرې اړتیاوې هم پوره کړي.

په محدودیتونو کې ممکن شته سرچینې، فزیکي، تخیلي یا تخنیکي محدودیتونه، د راتلونکو تعدیلاتو او زیاتونو لپاره انعطاف پذیري، او نور عوامل لکه د لګښت، خوندیتوب، بازار موندنې، ګټورتیا، او خدماتو د وړتیا اړتیاوې شاملې وي. د محدودیتونو له پوهېدو سره، انجنیران د هغو محدودیتونو لپاره مشخصات راوباسي چې یو د عملي کولو څیز یا یو سیستم په کې تولیدېدای او چلول کېدای شي.

له نورو څانګو سره یې اړیکې

د علومو او عملي انجینري کارونو ترمنځ دوه اړخیز تداخل شته دی؛ په انجینرۍ کې علم او ساینس کارېږي. په دواړو حوزو کې د موادو او ښکارندو پر دقیقه مشاهده یا څېړنه تکیه کېږي. دواړه د ریاضیاتو او طبقه بندۍ معیارونه د مشاهداتو د تحلیل او نښلولو لپاره کاروي.[۱۷]

سرچينې

  1. definition of "engineering" from the https://dictionary.cambridge.org/dictionary/english/ Archived February 16, 2021, at the Wayback Machine. Cambridge Academic Content Dictionary © Cambridge University
  2. "About IAENG". iaeng.org. International Association of Engineers. مؤرشف من الأصل في January 26, 2021. د لاسرسي‌نېټه December 17, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Google Chrome - Download the Fast, Secure Browser from Google". مؤرشف من الأصل في July 31, 2020. د لاسرسي‌نېټه September 6, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Engineers' Council for Professional Development. (1947). Canons of ethics for engineers". مؤرشف من الأصل في September 29, 2007. د لاسرسي‌نېټه August 10, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. [۱] Archived July 31, 2020, at the Wayback Machine. (Includes Britannica article on Engineering)
  6. "engineer", د آکسفورډ انګلیسي قاموس (الطبعة 3rd), د آکسفورډ پوهنتون چاپ, September 2005 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |mode=CS1 غير صالح (مساعدة) (Subscription or UK public library membership required.)
  7. Origin: 1250–1300; ME engin < AF, OF < L ingenium nature, innate quality, esp. mental power, hence a clever invention, equiv. to in- + -genium, equiv. to gen- begetting; Source: Random House Unabridged Dictionary, Random House, Inc. 2006.
  8. [۲] Archived July 31, 2020, at the Wayback Machine. (Includes Britannica article on Engineering)
  9. Musson, A.E.; Robinson, Eric H. (1969). Science and Technology in the Industrial Revolution. University of Toronto Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780802016379. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Taylor, George Rogers (1969). The Transportation Revolution, 1815–1860. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87332-101-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Journal of the British Nuclear Energy Society: Volume 1 British Nuclear Energy Society – 1962 – Snippet view Archived September 21, 2015, at the Wayback Machine. Quote: In most universities it should be possible to cover the main branches of engineering, i.e. civil, mechanical, electrical and chemical engineering in this way. More specialized fields of engineering application, of which nuclear power is ...
  12. The Engineering Profession by Sir James Hamilton, UK Engineering Council Quote: "The Civilingenior degree encompasses the main branches of engineering civil, mechanical, electrical, chemical." (From the Internet Archive)
  13. Indu Ramchandani (2000). Student's Britannica India,7vol.Set. Popular Prakashan. د کتاب پاڼې 146. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-85229-761-2. مؤرشف من الأصل في December 5, 2013. د لاسرسي‌نېټه March 23, 2013. BRANCHES There are traditionally four primary engineering disciplines: civil, mechanical, electrical and chemical. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "History and Heritage of Civil Engineering". ASCE. د اصلي آرشيف څخه پر February 16, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 8, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "What is Civil Engineering". Institution of Civil Engineers. مؤرشف من الأصل في January 30, 2017. د لاسرسي‌نېټه May 15, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Watson, J. Garth "Civil Engineering". Encyclopaedia Britannica.  
  17. Vincenti, Walter G. (1993). What Engineers Know and How They Know It: Analytical Studies from Aeronautical History. Johns Hopkins University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8018-3974-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)