خبرې اترې:انجينري

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په سړه هوا کې د کانکریټو (یا ګاګرې)اچولو په اړه څو مهم ټکي[سمول]

په سړه هوا کې چې کانکریټو ته کوم زیانونه رسیږي کیدای شي د کانکریټ جوړونکې فابریکې لخوا ېې د کانکریټ جوړولو پروخت مخه ونیول شي. لاندې ځنې مهم ټکي دي چې باید په پام کې یې ونیسئ:


تودې اوبه وکاروئ[سمول]

کانکریټ جوړونکي زیاتره وخت په ساړه موسم کې د کانکریټ جوړولو لپاره ډیرې تودې اوبه کاروي، چې د کانکریټو تودوخه د ۶۵ فارنهایټ (۱۸ سانتي ګراد) په ترې لاس راشي، دا تودوخه زیاتره وخت مناسبه ده، خو بیا هم د چاپیریال او د کانکریټ اچولو په ساحه او هم د کانکریټو په پنډوالي پورې اړه لري.

د سلمپ کچه له څلورو انچو څخه ټیټه برابره کړئ.[سمول]

ګړندي کونکي توکي ور زیات کړئ[سمول]

په سړه هوا کې د کانکریټو ځان نیول ډیر وخت غواړي، ځکه د سمینټو او اوبو ترمنځ کیمیاوي تعاملات په سړه هوا کې ورو ورو ترسره کیږي. ددې په خاطر چې دا تعاملات کړندي شي، ځنې کیمیاوي مواد لکه کلسیم کلورایډونه، په کانکریټو کې ور زیاتوي. ددې مقدار باید د وزن له مخې د سمینټو د دوه فیصده څخه زیات نه شي، ځکه کچیرې دا مواد زیات وکاروئ، د کانکریټو د سیخانو د تخریب او ورستیدو سبب کیږي، او ددې کار یوه نښه داده چې د کانکریټو د مخ رنګ هم بدلوي. کلورایډ لرونکي ګړندي کونکي هیڅکله د توصيې وړ ندي.

بې کلورایډو ګړندي کونکي[سمول]

دا بهترین مواد دي، خو لږ څه قیمت ېې لوړ دی. د کانکریټو رنک هم نه بدلوي. دا غاط نه کړئ، چې ګړندي کونکي او د سړو ضد یو شان مواد دي، بلکه ندي؛ دا یوازې د سمینټو د هایدریشن پروسه ګړندۍ کوي.

ګړندي کونکي[سمول]

دوه ډوله دي

وچ (پوډر)[سمول]

د کانکریټو د مارک او د چاپیریال د تودوخې په پام کې نیولو سره د ۲٪ څخه تر ۷٪ پورې د سیمنټو د وزن له مخې ور اچول کیږي. په یاد مو وي چې دا پوډر د وچو موادو (سیمنټ +ریګـ+جغل) سره ګډیږي.


اوبلن (مایع)[سمول]

کله چې د کانکریټو مخلوط برابر شي، اوبلن ګړندي کونکي ور زیاتوي، او له ښه ګډولو ورسوته سمدلاسه کانکریټ اچول کیږي. یادونه ــ د اوبلن یا پوډري ډول ټاکل ېې د ګډولو په طریقه، او ماشین آلاتو پورې اړه لري. د کانکریټو د رویه کشۍ لپاره اوبلن ډول ېې غوره دی.

زیاتي سیمنټ ور واچوئ[سمول]

کچیرې غواړئ د سیمنټو کیمیاوي تعاملات یا هایدریشن ګړندي او یا د تودوخې درجه ېې لوړه شي نو د سیمنټو اندازه ور زیاته کړئ. مثلا سل پاوه (۴۵ کیلوګرامه) سیمنټ په هر یو یارد (۰.۷۶۴ متر مکعب) سمینټو باندې ور اضافه کړئ، یا هم «ډیر- ګړندي- کلکیدونکي» سیمنټو نه کار واخلئ، ځکه د دوی د هادریشن پروسه ډیره چابکه ده.

د جغل تودول[سمول]

د جغل په تودولو سره کولی شئ چې د سړې هوا لپاره مناسب تاوده کانکریټ تولید کړئ.


د کانکریټ اچولو لپاره دوه ډوله د تودوخې کچې ته مو باید پام وي، یو د چاپیریال چې کانکریټ پکې اچول کیږي، بل خپله د کانکریټو د تودوخې درجه ده. چې موږ دلته ټول یوازې د کانکریټو په تودوخه پروې اړوند خبرې کوو. لاندې څو مهم ټکې په پام کې ولرئ:

کچیرې خپله کانکریټ د صفر سانتي ګراد څخه ډیر ساړه شي، د کانکریټو اوبه یخ کیږي او د پړسیدو سبب کیږي. دا کار به کانکریټ بیخي زیات تخریب کړي چې باید کانکریټ له ځایه لرې او له سره نور واچول شي. خو کچیرې اچول شوي کانکریټ د ۴۸ ساعته لپاره د ۵ درجې سانتي ګراد څخه په لوړه تودوخه کې وساتل شي، دوی کولی شي د دغه پړسیدو پر وړاندې مقاومت وکړي، مګر بیا هم د احتیاط لپاره خپل کانکریټ له ۵ درجې د سانتي ګراد ټیټ مه ساتئ. ددې لپاره چې د سړې هوا اغیز مو ښه له منځه وړی وي، د تودوخې درجې په دریو کتګوریو ویشو.

له پنځه درجې سانتي ګراد ټیټه خو د یخ بندان څخه لوړه[سمول]

کچیرې د تودوخې درجه له ۵ ټیټه مګر د یخ نیولو ویره نه وي، نو کانکریټ مصؤن دي، خو زیات وخت ته به اړیتا وي چې کانکریټ ځان ونیسي. مهمه ده چې قالبونه زر لرې نکړئ، ځکه کانکریټ په سړه هوا کې زر ددې وړ نه وي چې خپل وزن واخیتسۍ شي.


د شپې یخ نیولو ویره[سمول]

هر ډول کانکریټ باید د شپې لخوا د یخ نیولو څخه خوندي وساتل شي، د دوی د تودوخې درجه باید د ۵ څخه لوړه وساتل شي، تاسو کولی شئ د بړستنې په څیر تاوده شیان په کانکریټو ور وغوړوئ، یا هم د عایق څخه جوړ شوو قالبونو په کارولو سره خپل اچول شوي کانکریټ خوندي وساتئ. لرګین قالب هم د اوسپنیز قالب په پرتله په سړه هوا کې ښه وي. د اچول شوو کانکریټو کنجونه او ژۍ د یخ څخه ډیرې اغیزمنې کیږي، کلکه پاملرنه ورته وکړئ. یادونه: د کانکریټ اچولو پر وخت مو دیته کلکه توجه وي چې په قالب یا د کانکریټ اچولو په ځای کې اوبه یا یخک موجود نه وي.

ډیره سړه هوا[سمول]

په سړه هوا کې کولی شئ د کانکریټو په سر تودې اوبه واچوئ او هغه پرې تاوده وساتئ.