کلتور پېژندنه
کلتور يا هڅوب هغه ټولنیز چلند او نورمونه چې په انساني ټولنو کې موندل کیږي او همدارنګه په دې ګروپونو کې د افرادو پوهه، باورونه، هنرونه، قوانین، دودونه، وړتیاوې او عادتونه شامل دي.
کلتور پوهنه
کولتورپوهنه يا د هڅوب په اړه پوهنه، له ټولنيزو پوهنو څخه يوه پوهنه ده چې د بېلابېلو هڅوبونو په اړه څېړنه، شننه، د هغوی پر تاريخ او پېژندنه باندې بحث کوي. په بله وينا کولتورپوهنه هغې پوهنې ته ويل کېږي، چې د هڅوب يا کولتور په اړه هر اړخيزه څېړنه کوي.
د کولتور نومونه له آره د لرغونې یوناني ژبې له (cultura) څخه اخيستل شوي، چې د ځمکې د ابادولو، کرنې، او روزنې مانا لري.
کولتورپوهنې ته په انګرېزي ژبه کې کولتورولوجي (Culturology) وايي. دا نومونه لومړی ځل امريکايي وګړپوه لېسلي اېلوين اوايټ د يوې نوې پوهنڅانګې (دسپلين)، يانې کولتورپوهنې لپاره، لکه د ټولنيزو پوهنو له شمېر څخه، د یوې خپلواکې پوهنې د نامه په توګه وړانديز کړې وه.
د کلتور کلمه د لاتیني ریښې (cultura) یا (cultus) څخه اخیستل شوې چې مانا یې "اوسېدل، کرل، یا عزت" دی. په عموم کې، کلتور د انسان فعالیت ته اشاره کوي؛ د کلتور د بېلابېلو تعریفونو د پوهېدو لپاره بېلابېل ليدلوري (تيوري ګانې)شته.
د نن ورځې انتروپولوژیست دا اصطلاح د نړیوالو بشري ظرفیت ته راجع کولو لپاره کاروي ترڅو تجربې طبقه بندي کړي او په سمبولیک ډول یې کوډ او اړیکه ونیسي. دوی دا ظرفیت د هومو ژانر یوه مشخصه ځانګړتیا ګڼي. له هغه وخته چې کلتور زده شوی، په مختلفو ځایونو کې اوسېدونکي مختلف کلتورونه لري. په بېلابېلو هېوادونو کې بېلابېل کلتورونه کېدی شي، او د لويو وچو ترمنځ ګډ کلتورونه هم شتون لري.
هنر
هنر د کلتور یوه پراخه فرعي څانګه ده، چې د ډېری تخلیقي هڅو (پنځونو) او ډسپلینونو څخه جوړه شوې ده. دا د "هنر" په پرتله پراخه اصطلاح ده، کوم چې د ساحې د تشریح په توګه معمولا یوازې د بصري هنرونو مانا لري. په هنرونو کې بصري هنرونه، ادبي هنرونه او د نندارې هنرونه شامل دي - میوزیک، تیاتر، نڅا، خبرې کول او فلم هم د هنرونو فرعي څانګې ګڼلی شو
هنر، په پراخه مانا د تخلیقیت یا تخیل بیان دی. د هنر کلمه د لاتیني کلمې آرس څخه اخيستل شوې، کوم چې د "ترتیب" مانا لري. هنر په عمومي ډول د کارونو (هنري کارونو) رامینځته کولو عمل په توګه پېژندل کیږي کوم چې د انسان تخلیقي حوصلې کاروي او د ساده توضیح څخه بهر مانا لري. هنر اکثرا د هنري او تفریحي شوقي فعالیتونو څخه توپیر لري.
تخليقي هنر
د تخلیقي هنر اصطلاح د ډیسپلینونو ټولګه ده چې اصلي هدف یې د لیدونکي یا لیدونکو لپاره د تفسیر لپاره د موادو تولید دی. په دې توګه، هنر کېدای شي د نثر لیکلو، شعر، نڅا، اداکارۍ یا ډرامې، فلم، موسیقۍ، مجسمې، عکاسۍ، انځورګرۍ، معمارۍ، کولاج، ډيزاين، هنر او فېشن په څېر متنوع ډولونه ولري.
سرچينې
- https://ru.wikipedia.org/wiki/%D0%9A%D1%83%D0%BB%D1%8C%D1%82%D1%83%D1%80%D0%BE%D0%BB%D0%BE%D0%B3%D0%B8%D1%8F
- https://en.wikipedia.org/wiki/Culturology
- https://en.wikipedia.org/wiki/Leslie_White
- فتوحاتِ #رمضان #المبارک
هغه (غزاګانې) جنګونه چې مسلمانانو د رمضان المبارک په میاشت کې وکړل👇
غزوهِ بدر :
17رمضان المبارک (دوهمه هجرۍ)
د نبي علیه السلام په مشرۍ کې د اسلام لومړی جنګ وو چې 313 نفرو صحابه کرامو مشرکینو ته ماتې ورکړه په دغه جنګ کې د مجاهدینو مرستې ته ملایکې هم را نزول شوي.
فتحِ مکه :
رمضان المبارک
(8 هجرۍ)
د نبي علیه السلام په مشرۍ کې صحابه کرامو له قلیل جنګ وروسته کفارو ته ماتې ورکړه نیول شویو کسانو لپاره نبي علیه السلام د عام معافۍ اعلان وکړو.
جنګِ البویب :
رمضان المبارک
(13 هجرۍ)
د حضرتِ مثنٰی بن حارثه په مشرۍ کې د فارس مجوسیانو ماتې وخوړه.
جنګِ قادسیه :
رمضان (المبارک 15 هجرۍ)
د حضرتِ سعد بن ابي وقاصؓ په قومنده کې له خونړي جنګ وروسته مجوسیانو ماتې وخوړه.
جنګِ رهوډس :
رمضان المبارک(53 هجرۍ)
د جناده بن ابې امیه په مشرۍ کې مجاهدینو له رومیانو څخه د (بحرِ متوسط) جزیره فتحه کړه.
معرکه ملاذکرد :
رمضان المبارک (463هجرۍ)
د الب ارسلان سلجوقي په مشرۍ کې اوسنۍ ترکیه کې مسلمانانو بازنطیني عیسایانو ته ماتې ورکړه.
فتحِ اندلس :
رمضان المبارک (12هجرۍ)
د طارق ابنِ زیاد په مشرۍ کې له عیسایانو سره له خونړي جنګ وروسته هسپانیه اوسنۍ (اسپین)فتحه شو.
فتح عموریه :
رمضان المبارک (223هجرۍ)
د یوې مظلومې مسلمانې خور په فریاد عباسي خلیفه معتصم باالله له تعرض وروسته عموریه فتحه کړه.
جنګِ شقحب :
رمضان المبارک (702هجرۍ)
د ناصر محمد قلاوون په مشرۍ کې د شیخ الاسلام ابنِ تیمیه په ګډون شام ته نیږدې شقحب سیمه کې مسلمانانو تاتاري لښکر ته تاریخي ماتې ورکړه.
فتحِ سرقوسه :
رمضان المبارک (264هجرۍ)
د جعفر بن محمد په مشرۍ کې د نهه میاشتو اوږدې محاصرې وروسته مسلمانان په (جزیرة السقلیه)باندې قابض شول.
فتحِ هند او پاکستان :
رمضان المبارک (94هجرۍ)
د محمد بن قاسم الثقفي لخوا د اوسنی هِند او سِیند سیمې فتحه شوې ۔
جنګِ بلاط الشُهداء : رمضان المبارک (114هجرۍ)
د عبدالرحمٰن الغافقي په مشرۍ کې فرانس فتحه کولو لپاره له عیسایانو سره د خونړۍ جګړې وروسته اسلامي لښکر ماتې وخوړه.
جنګِ حارم :
رمضان المبارک (559هجرۍ)
د سلطان نورالدین زنګي په مشرۍ کې اسلامي لښکر په اوسني (ادلب) سیمه باندې قابض شو.
جنګِ زلاقه :
رمضان المبارک (479هجرۍ)
د یوسف بن تاشفین په مشرۍ کې اسلامي لښکر د یورپ کفري اتحاد ته ماتې وکړه.
فتحِ جزیرهِ قبرص : رمضان المبارک (829هجرۍ)
مملوکي سلطان اشرف برسبایي په مشرۍ کې د قبرص جزیره دوهم ځل فتحه شوه له دې مخکې حضرت امیرِ معاویه فتحه کړې وه.
فتحِ بوسنیا :
رمضان المبارک (791هجرۍ)
دعثماني خلافت مشر سلطان مراد الاول په مشرۍ کې مسلمانان په سربیا، بلغاریه، پولینډ، او المانیا هیوادونو باندې قابض شول.
معرکه عین جالوت:
رمضان المبارک (658هجرۍ)
د سیف الدین قطز په مشرۍ کې د منګول تاتاریانو ظالم لښکر لومړی ځل ماتې وخوړه.
معرکه حطین :
رمضان المبارک (584هجرۍ)
د سلطان صلاح الدین ایوبي په مشرۍ کې د حطین له فتحې وروسته اسلامي لښکر د بیت المقدس طرف ته پرمختګ وکړو او بیت المقدس هم فتحه شو .