هانگ کانگ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
هانگ کانگ
香港
Hong Kong Skyline Restitch - Dec 2007.jpg
Hong Kong coa.png
هېواد Flag of the People's Republic of China.svg د خلکو جمهوري چين
ښاروال دانالد تسانگ
Hk-map-colonial.png
د اوسېدونکي شمیر ۶ ۹۸۷ ۰۰۰
ژبې چینایي ژبه
مساحت ۱ ۱۰۳ کیلومتره مربع

هانگ کانگ (په چینایي کې:香港، په انگرېزي کې:Hong Kong) د چين انتظامي ښار دى. د هېواد سويل ختيځ کې تقريبا له ٣٢٥ جزيزو څخه جوړ يو ښکلى ښار دى. دا ښار د وکټوريا په نوم هم يادېږي. د هانگ کانگ شمال ته د Guangdong او پاتې درېيو خواوو سويل، ختيځ او لويديځ ته د سويلي چين بحيره پرته ده. هانگ کانگ ١٨٤٠-١٩٩٧ د جولاۍ تر لومړيو د انگلستان تر ولکې لاندې و.د هانگ کانگ ښار پرخوالى ١٠٩٢ کيلو مترو ته رسېږي. له اوبو سره ٧٠٧ ميله پوله لري. او د Landau Island ښار تر ټولو ستره جزېره ده. د هانگ کانگ بندر د ښار په شمال کې پروت دى، چې د اقتصاد او کاروبار ارزښتناک بندر دى. دلته له شلو ډېر غرونه شتون لري. چې لوړوالى يې ٥٠٠ مترو ته رسېږي. چې تر ټولو لوړ يې د تايېموشن په نوم يادېږي،چې لوړوالى يې ٩٥٧ مترو ته رسېږي. د شامجن سيند د هانگ کانگ مهم سيند دى. دا وړوکى سيند د ښار په شمال کې پروت دى، چې د ‌ښار ٨٠ سلنه د څښلو اوبه له دې سيند نه اخلي. کلنى اورښت په کې ٢،١٥٩ ملي متره ټاکل شوى دى،چې په گرمۍ کې گرم او مرطوب دى. د گرمۍ او مني په موسم کې دلته توپاني بادونه لگېږي، چې د سختو ورښتونه او سيلابونو لامل گرځي. سخت ورښتونه کرنېز پيداوار ډېر اغېزمن کوي، ځکه هانگ کانگ د کرنې له مخې وروسته پاتې دى. د هانگ کانگ په مونگ کوک سيمه کې، چې بندري او کاروباري سيمه ده په يو کيلو مټر کې ٤٠٠٠٠٠ کسان کار کوي. دا ښار د چين ٤٠ سلنه نفوس جوړوي. له شپږو څخه تر نهو کلنو ماشومانو ته په کې زده کړه وړيا ده. دلته اووه پوهنتونه شتون لري، د هانگ کانگ پوهنتون چې ١٩١١ کې رغول شوى دى. تر ١٠٠٠٠ څخه زيات محصلين په کې زده کړه کوي. ماهي نيونه، د هانگ کانگ د اقتصاد ستره برخه جوړوي. هر کال دې ځاى ته له جاپان، تايوان، سنگاپور، اندونيزيا څخه تقريبا ١٣،٧ ميليونه سيلانيان راځي. په ٢٠٠٣ کال کې ددې ښار نفوس ٧٣٩٤١٧٠ وو. چې په هر کيلو مټر کې ٦٧٧١ تنه اوسېږي.

[1]

سرچينې

  1. د نړۍ ښارونه