منی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
منی د لمريز کال درېم څپرکی دی

منی د لمريز کال د څلور څپرکيو له ډلې درېيم څپرکی دی چې د اوړي د پای او د ژمي د پيل په موده کې پروت دی. منی - Autumn منی د اوړي او ژمي تر منځ یو فصل ده . د مني فصل کې تودوخه په تدریجي شکل کمیږي. په امریکا کې ورته فال (fall) وایي ځکه چې دې فصل کې له ونو پاڼې غورزیږي. په شمالي نیمه کره کې دمني موده د داسې وخت تر منځ موده ګڼل کیږي چې شپه او ورز اعتدال لري یا په اوږدوالي کې مساوي وي چې په انګریزي کې ورته (autumnal equinox) وایي (سپټمبر ۲۲ یا ۲۳) او د ژمي (winter solstice) نوم اخلي په دې معنی چې د کال تر ټولو لنډې ورځې (ډسمبر ۲۱ یا ۲۲). په جنوبي نیمه کره کې منی د مارچ میاشتې د ۲۰ یا ۲۱ تر جون ۲۱ یا ۲۲ پورې موده ګڼل کیږي. یوازې په لوړ او منځني عرض البلد کې د اوړي او ژمي تر منځ د تودوخې لېږد ترسره کیږي؛ په استوایي سیمو کې د کال په دوران کې تودوخه کم تغیر کوي؛ په قطبي سیمو کې منی ډېر لنډ ده. په اروپایي ژبو کې د مني مفهوم د غلو د ریبلو سره تړلی. په دې موسم کې ډېر حیوانات د ژمي لپاره خواړه راغونډوي او کوم حیوانات چې نرم وېښته لري وېښته ېې ډبلیږي او اوږدیږي، ډېر مرغان د استوا خط په لور کډوال کیږي تر څو د ژمي سړې هوا څخه تیښته وکړي.