چینایي ژبه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

چینایي ژبه د خلکو ترمنځ یې Zhōngwén) ویل کیږي او د لیکلو په بڼه 华语/華語، Huáyǔ) د چین او یوشمیر نورو هیوادونو رسمي ژبه ده چې د نړۍ کابو یو پر پنځه خلک پری خبري کوي. چینایي ژبه پخپل ځان کي دانګلیسي غوندي 26 دالفبا توري لري خوپه دغه ژبه کي 24 توري ږغ لرونکي (واول) او 23 توري بې ږغه دي چي پرهمدې اساس یې لوی شمېر توري په دوو ډولونو کي استعمالیږي . په لیکلي ډول چینایي ژبه کومه ځانګړې الفبا نلري بلکي یوازي دسمبولونو مجموعه ده چي شمېر یې 50000 ته رسیږي اود لوست لپاره یې یوازي 3000 سمبولونه هم بسنه کوي .

مخینه[سمول]

چینایي دنړۍ له لرغونو ژبو څخه ګڼل کیږي چي تاریخ یې له نن څخه 6000 کاله مخکي زمانه ګڼل سوې ده . دغه ژبه د (Sino_Tibetan) له ژبي څخه منځ ته راغلې ده چي هغه بیاد (Proto_Sino_Tibetan) یوښاخ دی . چینایي دلرغوني زمانې څخه ترننه پوري پرلپسې پرمختګ کړی دی او اوس وخت دنړۍ 1.3 میلیارده انسانان ورباندي خبري کوي .