د افغانستان پېښليک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
د هخامنشيانو پېر (550-330 BC)
د سلوکيان پېر (330-150 BC)
د يوناني-باختر پېر (256-125 BC)
سکائيان (145 BC - )
کوشانيان (30 CE - 248 CE)
ساسانيان (248 - 410)
کیداریان (320-465)
هفتاليان (410-557)
ساسانيان (224-579)
کابل‌شاهان (565-670)
د اميه خلافت (661-750)
د عباسي خلافت (750-821)
طاهريان (821-873)
صفاريان (863-900)[۱]
سامانيان (875-999)
غزنويان (963-1187)
سلجوقيان (1037-1194)
خوارزمشاهيان (1077-1231)
غوريان (1149-1212)
ايلخانيان (1258-1353)
تېموريان (1370-1506)
مغولان (1501-1738)
صفويان (1510-1709)
هوتکيان (1709-1738)
افشاريان (1738-1747)
د درانيانو سلطنت (1747-1823)
امارت (1823-1926)
پاچايي نظام (1926-1973)
جمهوري نظام (1973-1978)
ولسواکي جمهوريت (1978-1992)
اسلامي رياست (1992-1996)
اسلامي امارات (1996-2001)
اسلامي جمهوريت (2001-)
1979–1989
1989–1992
1992–1996
1996–2001
2001–present

په ۱۸۲۳ز کال کې د دراني سترواکۍ له پای ته رسېدو وروسته، د يوه دولت په توګه د افغانستان تاريخ، د افغانستان امارت په توګه پيلېږي، کله چې د افغانستان د نوي دولت بنسټ کېښودل شو. په ياده سيمه کې د نورو هېوادونو، په عمومي توګه له پاکستان، هندوستان، ايران، تاجکستان، ترکمنستان او اوزبیکستان سره د افغانستان تاريخ تړلی دی. اوسمهال د هغې سيمې ثبت تاريخ، چې اوس د افغانستان په نوم يادېږي، له ميلاد مخکې تر پنځه زره کاله پورې رسېږي، کله چې دا سيمه د هخامنشي سترواکۍ تر واک لاندې وه، خو بيا هم شواهد ښيي چې، په دې ځمکه کې له ۳۰۰۰ نه تر ۲۰۰۰ ميلاد مخکې کلونو پورې ښاري کلتورشتون لاره. د باختر تاريخ، له ميلاد مخکې ۲۵۰۰ کاله پورې رسېږي. د سیند مدنيت، د افغانستان په شمال کې ډېرو برخو پورې غځېدلی و. لوی سکندر او مقدوني پوځ د هخامنشي سترواکۍ پر مهال او د «ګوګامالا» جګړې په وخت کې، له ميلاد مخکې ۳۳۰ کال کې اوسني افغانستان ته را رسېدلی و. له هغه را وروسته، ډېرو سترواکيو په افغانستان کې پلازمېنې جوړې کړې، لکه: يونانو- باختري، کوشانيانو، هندو- ساساني، کابل شاهانو، صفاريانو، سامانيانو، غزنويانو، غوريانو، کورتيانو، تيموريانو، هوتکيانو او درانيان په کې شامل دي.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

افغانستان، یعنې «د افغانانو ځمکه»، چې د تاريخ په اوږدو کې يې يو مهم موقعيت درلود او اوس یې هم لري. دا سيمه، «د هندوستان، په مرکزي اسيا کې د ورېښمو د لرغونې لارې، له لويديځې اسيا او اروپا، چې له مديترانې څخه يې د چين پر لور سوداګري کوله»، دروازه بلل کېږي. په ډېرو سوداګريزو او د تګ را تګ لارو پروت افغانستان، د مرکزي اسيا څلور لارې بلل کېدای شي، ځکه چې له منځني ختيځ څخه لارې، د سیند له درې څخه د هندوکش په غرونو کې له لارو، له لرې ختيځ څخه د تاريم له حوضې او د ايروايشيا په ګاونډيو ډګرونو کې يو له بل سره نښلي.[۱۲][۱۳][۱۴]

د دې ځای د يوې ډلې خلکو له خوا آریاني ژبو ته وده ورکړل شوې وه، پښتون قوم په افغانستان کې پښتو ژبه وايي چې دا هم يوه ختيځه آریاني ژبه ده. «ايلينا اي. کويزمينا» په دې باور ده چې، په آریاني ژبه خبرې کوونکي، د افغانستان د کوچيانو کېږدیو د ژېړو په زمانه کې، د ايروايشيا د ډګریز کمربند له خامو او سطحې کورونو څخه وده موندلې وه.[۱۵]

د اسلامي پوځونو له خوا د افغانستان تر نيول کېدو وروسته، د دې هېواد کلتور بدل شو او له اسلام څخه مخکې د دې هېواد زردشتي، بودايي او هندي پړاوونه له منځه تللي دي.

د اسلامي پوځ له خوا د افغانستان فتحې، د سيمې پر کلتور او دين ژور اغېز وکړ. اسلامي واکمنو کورنیو، لکه: طاهريانو، صفاريانو، غزنويانو، سامانيانو او غوريانو، له افغانستان څخه راپورته شوې، په مرکزي اسيا او په ځانګړي ډول په لوی خراسان کې يې واکمني وکړه او د هند د نیمې لويې وچې شمال اسلامي کېدو ته يې لاره هواره کړه، چې اوس د پاکستان په نوم پېژندل کېږي.

ميرويس هوتک( میرویس نیکه) او ورپسې احمد شاه دراني( احمدشاه بابا)  او د افغانستان قبيلې لکه: پښتانه، تاجکان، هزاره ګان، ترکمنان او اوزبکان تر يوه توغ( بیرغ) لاندې سره يو لاس کړل او د اتلسمې زېږدېزې پېړۍ په لومړيو کې يې، د افغانستان امارت بنسټ کېښود. په افغانستان کې زيات او بېلا بېل خلک اوسېږي، لکه: پښتانه، تاجکان، هزاره ګان، اوزبکان، ترکمنان، قزلباش، ايماق، پشيان، بلوڅان، پاميريان، نورستانيان او .... [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

له تاريخ مخکې پړاو

په ۱۹۶۶ز کال کې، د «لویس دوپري» او نورو له لوري، د «کور درې» په اړوندو برخو کې له تاريخ څخه مخکې سيمو د کېندنو پر مهال، چېرې چې ۸۰۰ ډبرين وسايل او د نياندرتال د ښي اړخ هډوکي يوه ټوټه وموندل شوه، د دې ښودنه کوي چې، په اوسني افغانستان کې لومړيو انسانانو شا او خوا ۵۲۰۰۰ کاله مخکې ژوند کړی. يو غار چې د «کارا کمر» په نامه يادېږی، په هغه کې د لوړډبرين عصر څوارلس د کاربون ټوټې موندل شوې، چې ۳۴۰۰۰ کاله پخوانۍ دي. په افغانستان کې د بزګرانو ټولنې، د نړۍ له پخوانيو بزګرانو نه دي. دا نمونې د دې ښودنه کوي چې، اصلي استوګن خلک کوچني کروندګر او شپانه وو، چې ممکن په قبيلو وېشل شوي وو او کوچنۍ پاچهۍ يې لرلې، چې په بېلا بېلو وختو کې جوړېدې او ړنګېدې. شونې ده چې، د ښارونو جوړېدل، له ميلاد ۳۰۰۰ کاله مخکې پيل شوي وو. په سيمه کې زردشتي مذهب، پياوړی او غالب و، ان دا چې، د اوسني افغان جنتري(تقويم) د مياشتو نومونه هم، د زردشتي مذهب د اغېز څرګندونه کوي. د بودايي او هندو مذهب په څېر نورو مذهبونو، وروسته وده وکړه او په سيمه کې يې ژور اغېز پرېښود. ګندهارا، له ويدي پړاو څخه يوه لرغونې پاچهي ده، چې پلازمېنې يې د هندوکش او سليمان غرونو تر منځ موقعيت درلود، سره له دې چې، د اوسني وخت کندهار او د لرغونې زمانې ګندهارا، له جغرافيايي پلوه، يو نه دي.   [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د دې سيمې لومړي اوسېدونکي، له ميلاد نږدې ۳۰۰۰ کاله مخکې، له ګاونډيو مدنيتونو سره د کلتور او سوداګرۍ له لارې تړلي وو، لکه: د جيرفت، د سيلک تپه او سیند درې تمدنونه. شونې ده چې، ښاري تمدن له ميلاد مخکې ۳۰۰۰ کلونو په لومړيو کې پيل شوی وی او شونې ده چې، د مونډيګک په نوم لومړی ښار (اوس له کندهار سره نژدې موقعيت لري) د سيند درې مدنيت يوه مستعمره وه. لومړي پېژندل شوي خلک يې هندي-ايرانيان بولي، خو اټکل کېږي چې، دوی له ميلاد نه مخکې ۳۰۰۰ کال څخه تر ۱۵۰۰ کال پورې دغې سيمې ته رسېدلي دي.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د سیند درې تمدن

د سیند درې مدنيت د ژیړو د عصر تمدن و (له ميلاد مخکې ۳۳۰۰ – ۱۳۰۰، چې له ميلاد مخکې له ۲۶۰۰ څخه تر ۱۹۰۰ ز کال پورې بلوغ ته رسېدلی دی)، دا مدنيت داوسني پاکستان له شمال لويديځ څخه د اوسني هندوستان تر شمال لويديځ او د اوسني افغانستان تر شمال ختيځ پورې خپور و. د سیند درې يوه سوداګريزه مستعمره، د آمو سيند په څنډه کې د شمالي افغانستان په «شورتوګای» سيمه کې موندل شوې. له شورتوګای پرته، مونډيګک يو بل پېژندل شوی ځای دی. په افغانستان کې د سیند درې مدنيت، نورې کوچنۍ سيمې هم موندل شوې دي.[۳۰][۳۱][۳۲]

باختر – مارګيانا

د باختر- مارګيانا د  لرغون پېژندنې ټولګه، له ميلاد مخکې له شا او خوا ۲۲۰۰ نه تر ۱۷۰۰ کلونو پورې وپېژندل شوه. د بلخ ښار بنسټ په نږدې همدې وخت کې اېښودل شوی و (شا او خوا له ميلاد مخکې له  ۲۰۰۰ څخه تر ۱۵۰۰) پورې. [۳۳]

لرغونی پړاو (له ميلاد مخکې ۱۵۰۰ – ۲۵۰)

ګندهارا پاچهي (له میلاد مخکې ۱۵۰۰ – ۵۳۵)

د ګندهارا سيمه، د پېښور درې او سوات د سيند درې تر منځ موقعیت درلود، که څه هم د «لویې ګندهارا» کلتوري اغېز، د سیند له سيند څخه ورهاخوا د «پوټوهار» په لوړو کې تر ټيکسلا او لويديځ ته په افغانستان کې تر کابل او باميان درې او شمال لور ته د قراقرم تر پولو هم خپور شوی و.[۳۴][۳۵]

د کامبوجا پاچهي (له ميلاد مخکې ۱۲۰۰ – ۲۹۹)

د کامبوجا اشوکان يوه آریاني(نورستاني) ډله وه، چې په هندوکش کې يې ژوند او واکمني کوله.شونې ده چې د کامبوجا يوه پلازمېنه راجاپوره (اوسنی راجوري) وه، په داسې حال کې چې، اصلي مرکزي پلازمېنه يې کاپيسي (اوسنۍ کاپيسا) وه. د کامبوجا سيمه په ډېرو پړاوونو کې وپاېده او وده يې وکړه. د ويدي «ماهاجاناپاډي) عصر، له سنسکريتي متونو څخه تر زردشتي او بودايي پړاو پورې، چې په سپېڅلو پالي متنونو کې يې يادونه شوې. په بودايي رواياتو کې د «کاپسیي» په نامه د دې سيمې يادونه شوې. د کامبوجا وروستۍ يادونه، د لسمې پېړۍ په پای کې شوې، کله چې دوی په هندوستان بريد وکړ او د کامبوجا-پالا واکمنه لړۍ يې رامنځ ته کړه.[۳۶]

کله چې لوی سکندر په مرکزي اسيا بريد وکړ، کمبوجا له هغه سره په ټکر کې ښکېل شو. مقدوني فاتح د «داريوش» له چمتووالي څخه لنډ مخ واړاوه او د هخامنشي سترواکۍ له نيولو وروسته يې، د اوسني ختيځ افغانستان او لویديځ پاکستان پر لور يرغل وکړ. په دې ځای کې ،هغه د کمبوجا اسپوسيو او اساکينيو قبيلو له خوا له مقاومت سره مخامخ شو. د هندوکش په سيمه کې، چېرته چې کمبوجا اوسېده، ګڼې واکمنۍ تېرې شوي، لکه: ويدي ماهاجاناپاډا، پاليي کاپيسي، هندو-يوناني، کوشاني، ګندهارا تر پاريستان(Gandharans to Paristan) پورې او اوسمهال د پاکستان او ختيځ افغانستان تر منځ وېشل شوې ده.[۳۷][۳۸]

پيژندنه

افغانستان د تاريخ دمخه دوره

د سند د دري تمدن

د افغانستان لرغونتوب مخكي له اسلامه(له ۶۵۱ كال د مخه)

  1. Encyclopaedia Britannica
  2. Rahimi, Mujib Rahman. State Formation in Afghanistan: A Theoretical and Political History. Bloomsbury Publishing, 2017.کينډۍ:ISBN?کينډۍ:Page needed
  3. Mehta, Jaswant Lal (1979). Advanced Study in the History of Medieval India (په انګلیسي ژبه کي). Sterling Publishers. د کتاب پاڼې 31. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788120706170. Modern Afghanistan was part of ancient India; the Afghans belonged to the pale of Indo-Aryan civilisation. In the eighty century, the country was known by two regional names—Kabul land Zabul. The northern part, called Kabul (or Kabulistan) was governed by a Buddhist dynasty. Its capital and the river on the banks of which it was situated, also bore the same name. Lalliya, a Brahmin minister of the last Buddhist ruler Lagaturman, deposed his master and laid the foundation of the Hindushahi dynasty in c. 865. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Country Profile: Afghanistan" (PDF). United States: Library of Congress Country Studies on Afghanistan. August 2008. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۸ اپرېل ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Afghanistan: The Pre-Islamic Period". United States. 1997. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Dupree, Nancy Hatch (1977). An Historical Guide To Afghanistan (Chapter 3: Sites in Perspective) (الطبعة 2). United States: Afghan Air Authority, Afghan Tourist Organization. د کتاب پاڼې 492. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Shroder, John Ford (2006). "Afghanistan". Microsoft Encarta Online Encyclopedia. Microsoft Corporation. 
  8. "Bactria | Definition, Location, & Kingdom". Encyclopedia Britannica. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Rita P. Wright. The Ancient Indus: Urbanism, Economy, and Society. 2010. p. 1.
  10. "Alexander and Macedonian Rule, 330 – ca. 150 B.C." United States: Library of Congress Country Studies on Afghanistan. 1997. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Kingdoms of South Asia – Afghanistan (Southern Khorasan / Arachosia)". The History Files. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Banting, Erinn (2003). Afghanistan: The land. Crabtree Publishing Company. د کتاب پاڼې 4. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7787-9335-4. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Adamec, Ludwig W. (2011). Historical Dictionary of Afghanistan. Scarecrow Press. د کتاب پاڼې 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8108-7957-7. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Afghanistan Beyond the Fog of Nation Building: Giving Economic Strategy a Chance. S. Frederick Starr "Archived copy" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۸ جولای ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  15. Elena E. Kuz'mina, The Origin of the Indo-Iranians (Leiden and Boston:Brill 2007), p. 62.
  16. Parkes, Aidan (2018-04-27). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Trials of the Past: A Theoretical Approach to State Centralisation in Afghanistan"]. History and Sociology of South Asia (Sage Publications) 12 (2): 149–59. doi:10.1177/2230807518767710. ISSN 2230-8075. 
  17. "Last Afghan empire". Louis Dupree, Nancy Hatch Dupree, and others. Encyclopædia Britannica Online Version. 
  18. "Last Afghan Empire". Afghanpedia. Sabawoon.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ مې ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. D. Balland "Afghanistan x. Political History". Encyclopædia Iranica.  
  20. Langer, William L., المحرر (1972). An Encyclopedia of World History (الطبعة 5th). Boston, MA: Houghton Mifflin Company. د کتاب پاڼي 9. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-395-13592-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Shroder, John Ford (2006). "Afghanistan". Microsoft Encarta Online Encyclopedia. Microsoft Corporation. 
  22. Baxter, Craig (1995) "Historical Setting" pp. 90–120, page 91, In Gladstone, Cary (2001) Afghanistan revisited Nova Science Publications, New York, کينډۍ:ISBN
  23. Gandara...Link
  24. W. Vogelsang, "Gandahar", in The Circle Of Ancient Iranian Studies
  25. E. Herzfeld, "The Persian Empire: Studies on Geography and Ethnography of the Ancient Near East", ed. G. Walser, Wiesbaden 1968, pp. 279, 293–94, 336–38, 345
  26. Dupree, Nancy Hatch (1977). An Historical Guide To Afghanistan (Chapter 3: Sites in Perspective) (الطبعة 2). United States: Afghan Air Authority, Afghan Tourist Organization. د کتاب پاڼې 492. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Shroder, John Ford (2006). "Afghanistan". Microsoft Encarta Online Encyclopedia. Microsoft Corporation. 
  28. Mallory, J. P. (1997). "BMAC". Encyclopedia of Indo-European Culture. London: Fitzroy Dearborn. ISBN 1-884964-98-2. 
  29. Francfort, H.-P. (2005) "La civilisation de l'Oxus et les Indo-iraniens et les Indo-aryens en Asie centrale" In Fussman, G.; et al. (2005). Aryas, Aryens et Iraniens en Asie Centrale. Paris: de Boccard. د کتاب پاڼي 276–285. د کتاب نړيواله کره شمېره 2-86803-072-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Rita P. Wright. The Ancient Indus: Urbanism, Economy, and Society. 2010. p. 1.
  31. Peeping through the past: Prof. G.R. Sharma memorial volume. Dept. of Ancient History, Culture & Archaeology, University of Allahabad. د کتاب پاڼي 124–129. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Kenoyer, Jonathan Mark (1998). Ancient cities of the Indus Valley Civilization. pp.96
  33. Mallory, J. P. (1997). "BMAC". Encyclopedia of Indo-European Culture. London: Fitzroy Dearborn. ISBN 1-884964-98-2. 
  34. Eggermont, Alexander's Campaigns in Sind and Baluchistan 1975، صص. 175–177.
  35. Neelis, Early Buddhist Transmission and Trade Networks 2010، ص. 232.
  36. See: Problems of Ancient India, 2000, p 5-6; cf: Geographical Data in the Early Puranas, p 168.
  37. Panjab Past and Present, pp 9–10; also see: History of Porus, pp 12, 38, Buddha Parkash
  38. Proceedings, 1965, p 39, by Punjabi University. Dept. of Punjab Historical Studies – History.