غزنويان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د غزنويانو سترواکي د ترکي مملوک نسب يوې پارسي شوې مسلمانې کورنۍ واکمني وه، له ۹۷۷ز کال نه تر ۱۱۸۶ز کال پورې يې په خپلو پراخو سيمو حکومت وکړ چې د ايران، افغانستان، د ماوراء النهر ډېره برخه او د هندي لويې وچې شمال لوېدیځې برخې په کې شاملې وې. کله چې د سبکتګين خسر البتګين مړ شو، سبکتګين يې د ځای ناستي په توګه وټاکل شو او د غزنوي سترواکۍ بنسټ يې کېښود، البتګين په لوی خراسان کې د هندوکش شمال لور ته د بلخ اوسېدونکی او د ساماني سترواکۍ پخوانی قوماندان و.[۱][۲][۳][۴]

که څه هم دا کورنۍ په اصل کې د مرکزي اسيا د ترکي اصل او نسب اړوند وه، د ژبې، کلتور، ادبياتو او عاداتو له امله په رېښتينې معنا پارسي شوې وه او په دې بنسټ يوه «پارسي سترواکي» بلل شوې ده. [۵][۶][۷]

د سبکتګين زوی محمد غزنوي له ساماني سترواکۍ نه خپلواکي اعلان کړه او غزنوي سترواکي يې په ختيځ کې تر امو سيند، سيند تر سيند او هند سمندر او په لوېديځ کې تر ری او همدان پورې پراخه کړه. د لومړي مسعود د واکمنۍ پر مهال د دندناقان له جګړې وروسته غزنوي واکمنۍ په لوېديځ کې د ډېرو سیمو واکمني د سلجوقيانو سترواکۍ په وړاندې وبايللې، په دې ډول د دوی واکمني تر اوسني افغانستان، پاکستان (پنجاب او بلوچستان) پورې محدوده شوه. په ۱۱۵۱ز کال کې سلطان بهرام شاه د غوريانو د پاچا علاء الدين حسين په وړاندې غزني وبايله.   [۸][۹][۱۰]

د واک تر لاسه کول[سمول]

د ساماني سترواکۍ د ترکي مريانو د سرتېرو له منځه دوه پوځي کورنيو سر راپورته کړ، يوه د سيمجوریانو او بله د غزنويانو وه، دا دواړه په پايله کې د سامانيانو لپاره ناورين زېږونکې ثابتې شوې. سيمجوريانو د خراسان په ختيځه سيمه کوهستان کې ځمکې تر لاسه کړې. په ۹۶۱ز کال کې د لومړي عبدالمالک له مړينې وروسته د سامانيانو پوځي قوماندانانو هر يو البتګين او ابو الحسن سيمجوري د اميرانو په ټاکلو سره چې دوی پرې اغېز درلود، د خراسان او د ساماني سترواکۍ د واک تر لاسه کولو لپاره سيالي کوله. د عبدالمالک مړينې د هغه د وروڼو تر منځ د ځایناستۍ بحران رامنځ ته کړ. په دربار کې يوې ډلې چې د کاتبانو د سړو له خوا رامنځ ته شوې وه –ملکي وزيران، نه ترکي پوځي قوماندانان – د ساماني تخت لپاره د الپتګين نوماندي رد کړه. د هغه پر ځای لومړی منصور وټاکل شو او الپتګين په ډېر احتياط سره هندوکش ته ولاړ، هلته يې غزني ونيو او د سامانيانو تر واکمنۍ لاندې په دې ښار کې واکمن شو. سيمجوريانو د امو سيند په سويل کې د خراسان له واکمنۍ نه برخمن وو، خو د ايرانيانو د درېيمې سترې واکمنۍ د بويه سترواکۍ تر سخت فشار لاندې وو، دوی ونه شول کولای چې د سامانيانو له سقوط او د غزنويانو له واکمنېدو نه بريالي راووځي.

د دربار د وزارتي مشرانو نه د وفاداريو د بدلولو په مرسته د تاج او تخت د تر لاسه کولو لپاره د ترکي مريانو پوځي قوماندانانو هڅو هم د سامانيانو زوال ثابت او هم چټک کړ. د سامانيانو کمزورۍ د ماوراء النهر قرلقيان ځان ته راجلب کړ، دوی ترکان وو چې په ورستیو کې يې اسلام منلی و. دوی په ۹۹۲ز کال کې بخارا ونيوله او په ماوراء النهر کې يې قراخانیان خانات رامنځ ته کړ. [۱]

په ۹۶۳ز کال کې د الپتګين له مړينې وروسته، لومړی ابو اسحاق ابراهيم او له هغه وروسته د هغه مريي سبکتګين پر تخت کېناست. د سبکتګين زوی محمود غزنوي له قراخانيانو خانات سره تړون وکړ چې پر بنسټ يې د امو سيند د دواړو تر منځ شريکه پوله وپېژندل شوه.

واکمني[سمول]

سبکتګين[سمول]

سبکتګين چې د الپتګين زوم  او د غزنوي سترواکۍ بنسټ اېښودونکی و، د اوسني افغانستان د ډېرو سیمو او اوسني پاکستان د يوې برخې په ګډون د لاويک او کابل شاهي سيمو په نيولو سره يې د خپلې واکمنۍ په پراخولو پيل وکړ. د شپاړسمې پېړۍ پارسي تاريخ پوهې فرشتې په وينا د سبکتګين نسب تر ساساني پاچايانو پورې رسېږي: «سبکتګين د جوکان، هغه د کزل حکم، هغه د کزل ارسلان، هغه د فيروز، هغه د يزدجرد زوی و چې د پارس پاچا و»، خو اوسني تاريخ پوهان باور لري چې  دا د نوموړي له خوا يوه هڅه وه چې ځان د پارس له زوړ تاریخ سره وتړي.[۱۱]

د سبکتګين له مړينې وروسته د هغه زوی اسماعيل د لنډې مودې لپاره پر تخت کېناست، خو هغه په ۹۹۸ز کال کې د غزني د جګړې پر مهال د محمود له خوا له ماتې سره مخامخ او ونيول شو. 

د سبکتګين زوی محمود[سمول]

د سبکتګين بل زوی محمود په ۹۹۷ز کال کې واکمني تر لاسه کړه، غزني او غزنوي سترواکي د تل لپاره تر هغه پورې وتړل شول. هغه د ساماني او شاهي سيمو نېواک بشپړ کړ، همدا راز د ملتان، سيند اسماعيلي پاچاهي يې هم ونيوله، دغه شان د ال بويه سيمې يې هم په خپل واک کې راوستې. د محمود واکمني په هر حساب يو زرين پړاو او د غزنوي سترواکۍ لوړ پير و. محمود د شمالي هند پر لور اولس سفرونه وکړل، تر څو هلته خپله واکمني جوړه کړي او د خپلې سترواکۍ تر اغېز لاندې دولتونه رامنځته کړي. د هغه د بريدونو په پايله کې ډېر لوټ او تالان هم رامنځ ته شو. هغه له ری نه تر ثمرقند، له کسپين بحېرې نه تر جمنا پورې د خپلې واکمنۍ پولې پراخه کړې.[۱۲]

د محمود د واکمنۍ په پير کې (۹۹۷-۱۰۳۰) غزنويانو په ۱۰۲۷ز کال کې په خراسان کې له فرغانې سره نژدې څلور زره ترکمني کورنۍ ځای پر ځای کړې، له دې امله چې ترکمنانو په ګاونډيو مېشت ځايونو بريدونه کول، د طوس والي ابو الحارث ارسلان جاديحاب د دوی پر ضد پوځي بريدونه تر سره کړل. ترکمنانو ماتې وخوړه او په ګاونډيو سيمو کې خپاره شول. بيا هم، په ۱۰۳۳ز کال کې د غزنويانو والي طاش فراش پنځه ترکمن مشران پر خراسان دبريدونو له کبله ووژل.[۱۳][۱۴]

پر هند د محمود د لښکرکشيو پر مهال غزني ته راوړل شوې شتمنۍ خورا زياتې وې او معاصر تاريخ پوهان، د بېلګې په ډول: ابو الفضل، بيهقي، فردوسي) د پلازمېنې ښايست ځلانده او له ادب او علم نه دسوبمن(فاتح) د سخي ملاتړ انځور وړاندې کوي. محمود په ۱۰۳۰ز کال کې مړ شو.[۱۵][۱۶][۱۷]

سقوط[سمول]

د محمد غبرګوني زامن[سمول]

محمود سترواکي زوی محمد ته پرېښوده، هغه يو مهربانه، مينه ناک او نرم انسان و. ورور يې مسعود د هغو درې ولايتونو غوښتنه وکړه چې په خپله توره يې ګټلي وو، خو ورور يې موافقه ونه کړه. مسعود بايد له ورور سره جنګېدلای وای، هغه په دې ډول پاچا شو، ورور يې د سزا په توګه ړوند او بندي کړ. مسعود ونه شول کولای، دا سترواکي وساتي او په ۱۰۴۰ز کال کې د ډنډناقان په جګړه کې له ناورين نه ډکې ماتې نه وروسته، هغه په ايران او مرکزي اسيا کې د غزنويانو ټولې سيمې د سلجوقيانو په وړاندې وبايللې او ټول قلمرو يې په يو ستونزمن وخت کې ټېل واهه. د هغه وروستی کار دا و چې له خپلو کلاوو نه خپلې ټولې خزانې په دې تمه راټولې کړي، تر څو يو پوځ جوړ او له هندوستان نه واکمني وکړي، خو د هغه خپلو ځواکونو د هغه شتمني لوټ کړه او هغه خپل ړوند ورور يو ځل بيا د پاچا په توګه اعلان کړ. په دې توګه دواړو وروڼو خپلې دندې سره بدلې کړې: محمد له زندانه تخت ته رسېدلی و، په داسې حال کې چې مسعود له لس کاله پير نه وروسته زندان ته استول شوی و او په ۱۰۴۰ز کال کې ووژل شو. د مسعود زوی مودود د بلخ والي و، کله يې چې د خپل پلار د مرګ خبر واورېد، په ۱۰۴۰ز کال کې غزني ته راستون شو، تر څو د خپلې پاچهۍ غوښتنه وکړي. هغه د ړانده محمد له زامنو سره وجنګېد او بريالی شو. په هر حال، ډېر ژر سترواکي سقوط وکړ او ډېرو پاچايانو مودود ته غاړه نه اېښوده. د نهو کلونو په اوږدو کې، څلورو نورو پاچايانو د غزني د تاج او تخت ادعا وکړه.[۱]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ Bosworth 2006.
  2. Bosworth 1963، ص. 4.
  3. Levi او Sela 2010، ص. 83.
  4. Arjomand 2012، ص. 410-411.
  5. Spuler 1970، ص. 147.
  6. Meisami 1999، ص. 143.
  7. Ziad 2006، ص. 294.
  8. Spuler 1991، ص. 1051.
  9. Amirsoleimani 1999، ص. 243.
  10. Bosworth 1975، ص. 170.
  11. Bosworth 1968، ص. 40.
  12. Eaton, Richard M. (25 July 2019). India in the Persianate Age: 1000-1765 (په انګلیسي ژبه کي). Penguin UK. د کتاب پاڼې 29. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-14-196655-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Bosworth 1963، ص. 225.
  14. Bosworth 1963، ص. 224.
  15. Grousset, René (1970). The Empire of the Steppes: A History of Central Asia (په انګلیسي ژبه کي). Rutgers University Press. د کتاب پاڼې 146. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8135-1304-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Sethi, R. R.; Saran, Parmatma; Bhandari, D. R. (1951). The March of Indian History (په انګلیسي ژبه کي). Ranjit Printers & Publishers. د کتاب پاڼې 269. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Firishtah, Muḥammad Qāsim Hindū Shāh Astarābādī (2003). The history of Hindustan. Vol. 1 (په انګلیسي ژبه کي). Motilal Banarsidass Publisher. د کتاب پاڼې 60. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-208-1994-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)