د ساسانيانو واکمني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ساسانيان
[۱]
ايرانشهر
224 زېږديز–651 زېږديز

نښان

Location of Sassanid Empire
د ساسانيانو ټولواکمني په تياره زرغون رنگ,له ختيځ روميانو سره په تر اغېز لاندې سيمې په منځني زرغورن رنگ, د خسرو پرويزد واکمنی پرمهال تر ټولو ډېرې لاسته راوړنې په روښانه زرغون رنگ
پلازمینه تیسفون
ژبه(ی) پهلوي ژبه[۲]
دین زرتشتيت (رسمي دين)
عيسويت
يهوديت
دولت ټولواکمني
شهنشاه
 - 224–241 اردشیر پاپاکان (لومړۍ)
 - 632–651 یزگرد ۳ (وروستی)
تاریخ
 - پیل 224 زېږديز
 - د عربانو برید دمسلمانانو د سوبو پر مهال 651 زېږديز
وګړي
 - حدود 621 ۱۹,۷۰۰,۰۰۰ 
وړاندې
ورپسې
د اشکانیانو واکمني
د هندوسکاییانو واکمني
د کوشانیانو واکمني
راشدینو خلافت
نن برخه د
د ساسانیانو عسکر (۴ پیړۍ)

د ساسانیانو واکمني (په پهلوي ژبې کی:- ایرانشهر) د ۲۲۴ کال میلادی څخه تر ۶۵۱ کال میلادی وروسته پورې په نژدې ختیځ کی یوه ستره واکمني وه چی مرکز یی په ایران او عراق کی پروت وو. پلازمېنه یی تیسفون وو او رسمی ژبه پهلوی ژبه وه. په دی وخت کی هم يمن، ترکیه، سوریه، مصر، افغانستان ، ترکمنستان، آذربايجان د ساسانانو د حکمرانانو په لاس کی وه. د ساسانانو کورنۍ د غیر مسلمانانو وروستی پاچایی کورنۍ وه چی په ایران کی یی حکومت کاوه.

تاریخ

په ۳ پېړۍ کې ایران د اشکانیانو د حکمرانانو په لاس کې وو. په دی وخت کې د اشکانیانو واکمني د هندوکش څخه تر ترکیې پورې پرته وه. په ۲۲۴ ق.م. کې اردشیر پاپاکان چې د حکمران پاپاک زوی وو د اشکانیانو د حکمران (پنځم اندوان) په خلاف یی قیام وکړ. اردشیر پاپاکان تر څو جگړو وروسته د هرمزگان په دښتې کې حکمران اندوان ته ماته ورکړه. په دی جگړې کی د اشکانیانو وروستی حکمران اندوان ووژل شو او د اشکانیانو واکمني د اردشیر پاپاکان لاس ته ورغله. اردشیر پاپاکان په مرکزی آسیا کی نوی امپراطوری جوړه کړه چې په ۷ پېړۍ کی د مسلمانانو د پوځ لخوا ويجاړه شوه. د ساسانیانو د واکمنی تر تاسیسولو وروسته د روم اسپراطوری او د ۵ پېړۍ څخه د شرقی روم امپراطوری دهغوی تر ټوتو خطرناک دښمنان ول.

د ساسانیانو حکمرانان

د اردشیر پاپاکان تر لاس اخیستلو (استعفاء ورکولو) وروسته زوی یی شاپور ۱ د ساسانیانو د واکمنی شاهنشاه (حکمران) شو. شاپور ۱ د ساسانیانو لمړی حکمران وو چې د ايران و انيران د شاهنشاه لقب یی کاروه. شاپور ۱ د ساسانیانو د سالارانو څخه تر ټولو مشهور سالار وو. هغه د روم د امپرطوری په خلاف ډېرې جگړې وکړې او په دریمه جگړې کې په ۲۶۰ کال کې یی د رومانیی امپرطور والریان ونیول. د شاپور ۱ تر وفات وروسته زوی یی نرسې د ساسانیانو حکمران شو. نرسې هم د رومانیانو په خلاف جگړه وکړه مگر پوځ یی څو ځلې ماته وخورله او نرسې مجبور شو چې د روم د امپراطوری سره د سولې تړون لاسلیک کړي او نرسې د بین النهرین سیمه له لاسه ورکړه. د نرسې لمسۍ دوهم شاپور حکمران شو.

دوهم شاپور د روم د امپراطوری په خلاف بیا جگړې پېل وکړ . تر څو پوځی بریدونو وروسته د شاپور د واکمنی سرحد د چین امپراطوری ته ورسېده. تاریخپوهان د شاپور حکومت د طلایی عصر په نامه یادوی. د دوهم شاپور تر وفات وروسته سیاسی بحران پېل شو چی د خسرو ۱ د حکومت په وخت کی پای ته ورسېده. خسرو ۱ ستر سیاستوال او سلار وو چی اقتصادی او سیاسی اصلاحات یی پېل کړه. د هغو اصلاحاتو څخه تر ټولو مهمه د مالیاتو اصلاح وه. خسرو د شرقی روم امپراطوری نوی جگړې هم پېل وکړې. په دی وخت کی یمن د ساسانویانو لاس ته ورغلی. د خسرو ۱ تر وفات وروسته څلورم هرمز د ساسانانو حکمران شو. هرمز ظالم حکمران وو او د اشرفیانو او جنرالانو سره دښمنی لرله. تر څو میاښتو وروسته اشرافیانو د هرمز د حکومت په خلاف قیام وکړل او بهرام چوبین نوی حکمران شو. د هرمز زوی دوهم خسرو مجبور شو چی د شرقی روم امپراطوری ته تیښته وکړي. تر ۱۰ کلو وروسته دوهم خسرو بهرام چوبین ته ماته ورکړه او شاهی تخت د ساسانیانو لاس ته ورغی. په ۶۰۳ کال کی د شرقی روم د امپراطوری په خلاف نوی جگړه پېل شوه او په ۶۱۹ کال کی سوریه، فلسطین او مصر ونیول شول. مگر په ۶۲۷ کال کی د نینوا په جگړې کې د خسرو پرویز پوځ ماته وخورله او خسرو پرویز د خپل زوی قباد لخوا ووژل شو. د نینوا تر جگړې وروسته د ساسانیانو په واکمنی کی بیا سیاسی او اقتصادی بحرانونه پېل شول.

په ۳۳۲ کال کې د ساسانیانو وروستی شاهنشاه یزگرد ۳ د شاهنشاهی پر تخت کښېناست. د یزگرد واکمنی د جگړو په سبب په سیاسی او اقتصادی بحران کی ښکیل وه. مگر په دی وخت کی نوی خطرناک دښمن پیدا شو. خلیفه عمر (علیه السلام) په ۶۳۴ کال کی شاهنشاه یزگرد ته یوه لویه استازی ولیږه. خلیفه عمر ( علیه السلام ) غوښتل چی پاچا یزگرد ۳ د اسلام دین قبول وکړی یا عربانو ته باج ورکړی. شاهنشاه یزگرد د خلیفه غوښتنه رد کړه او د دی په سبب د خلیفه پوځ پر ایران برید وکړ او په ۶۳۷ کال کی په قادیسیه کی د ساسانانو پوځ د مسلمانانو د پوځ لخوا ماته وخوړله. په دی کال کی د مسلمانانو پوځ هم د ساسانانو پایتخت ونیول. په ۶۵۱ کال کی یی یزگرد ۳ وواژه او د ساسانانو پاچایی د خلیفه لاس ته ورغله.

د ساسانیانو ټولنه

د ساسانیانو حکمرانانو په مرکزی آسیا کی قوی اقتصادی او ثقافتی دولت جوړ کړل. د زردتشتی مذهب بیا د رسمی مذهب شو. ساسانیانو هم نوی قانونونه جوړ کړل او خپل واکمنی یی پراخه کړه. په دی وخت کی د ساسانیانو په واکمنی کی حکمران (شاه) تر ټولو مهم شخص وو. خلکو پاچاته د خدای په نظر کې کتله. د ساسانیانو اشرافیانو ډېر مال لرل. د ساسانیانوبدایه ظبقه ډېره پرمځتللی ټولنه وه او د شاهی کورنی په غړیو، رعيتان، زمیندارانو، اشرافیانواو شوالیو کی شمېرل کېدلی.

د عادی خلکو طبقه په سوداگرانو، کروندگرانو او عسکرانو تقسیمېده. په دی وخت کی د زرتشتيت روحانیانو مهم رول لوباوه روحانیان د معبدونو ته نژدې ژوند کاوه. د مورال (اخلاق) په هکله یی وغظ کاوه او گناهونه ته یی جزا ورکوله. مگر هر انسان چې به گناه وکړه کولای سول د روحانیانو څخه ننواته (بخښنه) رانیسی. عادی خلکو په مځکو کی کار کاوه یا عسکران ول. مالیې(ورکړېنې) ډېرې جگه ول هر کروندگر مجبور و چی د یو پر شپږما برخه د گټې څخه پاچا ته ورکړي. هر نارینه کولای سول یوه یا دوې میرمنی ولري. میرمنو خاص حقوق درلودل. نورو ښځو چې د نارینو په کور کی یی ژوند کاوه په د مینځو او جنگی اسیرانو څخه ولې. هر نارینه کولای سول خپله ښځه خرڅه کړي. پاچا او اشرافیان لوی حرمسراى درلوده.

افغانستان د ساسانیانو د حکومت په وخت کی

د ساسانیانو ولایتونه په افغانستان کی

تر ۳ پېړۍ پورې افغانستان د کوشانیانو د حکمرانانو په لاس کی وو. په ۳ پېړۍ کی اردشیر پاپاکان د افغانستان څو سیمې ( شکستان او مرگو ) ونیول. په ۲۴۳ کال کی شاپور ۱ د شاهنشاهانو پر تخت کښېناست. تر څو کلو وروسته شاپور د کوشانانو پر امپراطوری یرغل وکړ، د کوشانیانو پوځ ته یی ماته ورکړه او گندهارا لاس ته ورغلی، د کوشانیانو حکمرانان مجبور شول چي شاپور ته باج ورکړي. په ۲۹۳ کال کی د شاپور زوی نرسې د شکستان والی شو. د ساسانیانو والیان چی د ساسانیانو د کورنی څخه ول کولای سول سکې ووهی. دغی سکې کولای سول دوه ډولونه ولري. د سکې پر لمړنی ډول باندی یوازې د ساسانیانو د حکمرانانو نومونه او عنوانونه لیکل شول. د سکې پر دوهم ډول باندی د پهلوی او کوشانی نښې لیکل شول. د دوهم شاپور په وخت کی په افغانستان کی د ساسانیانو واکمنی او کوشانیانو د حکمرانانو په منځ کی لویه جگړه پېل شوه. په دی جگړې کی د کوشانیانو حکمرانان ماته وخورله او د ساسانیانو پوځ باختر ونیول. په ۶ پېړۍ کی گوچیانو قبیلو د ساسانیانو پر افغانستان برید وکړل او د کوشانیانو حکمرانانو خپلواکی تر لاسه کړه.

سرچينې

  1. Encyclopedia of the Peoples of Africa and the Middle East, Vol.1, Ed. Jamie Stokes, (Infobase Publishing, 2009), 601.
  2. Security and Territoriality in the Persian Gulf: A Maritime Political Geography by Pirouz Mojtahed-Zadeh, page 119