ګرجستان
ګرجستان | |
---|---|
بیرغ | نښان |
شعار |
|
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | ۴۲°شمال ۴۴°ختیځ / 42°شمال 44°ختيځ [۱] |
ټيټه سيمه | تور سمندر (0 متر ) |
پراخوالی | 69700 کیلومتره مربع |
پلازمېنه | تفلیس |
رسمي ژبې | ګورجي ژبه ، ابخازي ژبه |
مشرتابه | |
حکومت ډول | مرکزي حکومت ، ولسمشريزه |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
خپلواکۍ نېټه | ۲۵ ډيسمبر ۱۹۹۱ |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر | 18 کلن |
نور مالومات | |
بېړنۍ ټليفون شمېره | |
تګلوری | ښي لورۍ [۲] |
هېواد کوډ | GE |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +995 |
ګرجستان (ګرجي: საქართველო) په انګلیسي Georgia) په قفقاز کې پروت یو هیواد دی چې پلازمېنه یې تفلیس نومیږي او گرجستان د اوراسيا په سیمه کې پروت دی چې له آسیا او اروپا سره ګډه پوله لري. ګرجستان لویدیځ ته له تور سمندر شمال خواته یې روسیه سویل ته له ترکې او ارمنستان او د سویل ختیځ لورته له آذربایجان سره ګډه پوله لرې.
د ګرجستان پلازمینه تفلیس ښار دی او مساحت یې ۷۰۰'۶۹ کیلومتره مربع او نفوس یې په ۲۰۱۶م کال کې ۷۲۰۰۰'۳ نفره وو. ددی هیواد د حکومت ډول نیمه ولسمشریزه ده. ګرجستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په اروپا او آسیا دواړو لویو وچو کې موقیعت لری. نو ددی سره یاد هیواد هڅه کوی چې په ناټو سازمان او اروپایي ټولنه کې ځان شامل کړې.
ګرجستان، په رسمي ډول د ۱۹۹۰ ز کال څخه تر ۱۹۹۵ ز کال پورې د ګرجستان جمهوریت، په دوو لویو وچو کې غځېدلی هېواد دی چې په قفقاز کې، د ختیځې اروپا او لوېدیځې آسیا په تقاطع ساحه کې پروت دی. له لوېدیځ لوري له تور سمندر، له شمال او ختیځ لوري له روسیې، له سویل لوري له ترکیې او ارمنستان او له سویل ختیځ لوري له آذربایجان سره پولې لري. مساحت یې ۶۹۸۰۰ کیلومتر مربع (۲۶۹۱۱ مایل مربع) دی او له اشغال شویو سیمو پرته، ۳۷ مېلیونه وګړي لري. ګرجستان د استازوندویې ولسواکۍ یا غیرمستقیمې ولسواکۍ سیاسي نظام لري چې د یومجلسه پارلماني جمهوریت له خوا اداره کېږي. تفلیس يې پلازمېنه او ترټولو لوی ښار دی، چې نږدې څلورمه برخه نفوس په کې مېشت دی. [۳][۴][۵][۶][۷][۸]
د کلاسیکې زمانې په اوږدو کې څو خپلواکې پاچهۍ ،لکه: کولکیس او ایبریا په اوسني ګرجستان کې رامنځته شوې. ګرجستانیانو د څلورمې پېړۍ په لومړیو کې رسماً عیسویت ومانه چې د ګرجستان د لومړنیو دولتونو په دیني او سیاسي یووالي کې یې مرسته وکړه. په منځنیو پېړیو کې د ګرجستان متحدې پاچهۍ راڅرګندې شوې او د ۱۲ او ۱۳ پېړیو په لومړیو کې د پاچا ودانوونکي ډېویډ او سترې ملکې تامار د واکمنۍ پرمهال خپل زرین دوران ته ورسېد. له هغې وروسته، پاچهۍ زوال وکړ او په پای کې د بېلابېلو سیمه ییزو قدرتونو، لکه: د مغولیانو، عثماني سترواکۍ او د فارس د سترواکۍ د پرله پسې کورنیو تر واک لاندې ټوټې شوه. د ګرجستان یوې پاچهۍ د روسیې سترواکۍ سره په ۱۷۸۳ ز کال کې یو تړون وکړ، چې د ۱۹ مې پېړۍ په اوږدو کې یې په تدریج سره د عصري ګرجستان د خاورې یوځای کولو ته دوام ورکړ.
په ۱۹۱۷ ز کې د روسیې له انقلاب وروسته، ګرجستان د آلمان تر ساتنې لاندې د یوه خپلواک جمهوریت په توګه راڅرګند شو. ګرجستان له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د شوروي اتحاد له لوري په ۱۹۲۲ ز کال کې په زور ضمیمه شو او د پنځلسو بنسټګرو جمهوریتونو څخه یو شو. په ۱۹۸۰ ز کلونو کې، د خپلواکۍ یو غورځنګ راڅرګند شو او په چټکۍ سره یې وده وکړه، چې د ۱۹۹۱ ز کال په اپریل کې د شوروي اتحاد څخه د ګرجستان د جلا کېدو لامل شو. په زیاتره راتلونکو لسیزو کې، د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته ګرجستان له اقتصادي ناورین، سیاسي بې ثباتي، توکمیزې جګړې او په آبخازیه او سوېلي اوستیا کې یې له بېلتون غوښتونکو جګړو سر مخامخ شو. په ۲۰۰۳ ز کال کې د ګلاب سپین (بې وینې) انقلاب څخه وروسته، ګرجستان لوېدیځ پلوه بهرنۍ تګلاره په کلکه خپله کړه. په اروپایی اتحادیه او ناټو کې د یوځای کېدو په موخه یې یو لړ دیموکراتیک او اقتصادي اصلاحات وړاندې کړل. لوېديځ ته د دغه هېواد تمايل د دې لامل شو چې ډېر ژر يې له روسيې سره اړيکې خرابې شي، چې په ۲۰۰۸ ز کال کې په يوه ځای کې د يوې لنډې جګړې لامل هم شو.[۹]
ګرجستان یو پرمختلونکی هېواد دی، چې د بشري پراختیا په شاخص کې "ډېر لوړ" طبقه بندي شوی. له خپلواکۍ راهیسې اقتصادي اصلاحات د لوړې کچې اقتصادي آزادۍ او د سوداګرۍ د آسانتیا، همدارنګه د فساد د شاخصونو، بې وزلۍ او د بېکارۍ د کموالي لامل شول. په نړۍ کې یو له لومړیو هېوادونو څخه دی چې بنګ یې قانوني کړل او په نړۍ کې یوازینی پخوانی سوسیالیست دولت شو چې دا کار یې وکړ. دا هېواد په اروپا او آسیا کې د نړیوالو سازمانونو لکه د اروپا شورا، د تور سمندرګي د اقتصادي همکاریو سازمان، د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان، یورو کنټرول (په اروپا کې د هوایي چلند د خودیتوب سازمان)، د بیارغونې او پراختیا لپاره د اروپا بانک، د دری ګونې ټولنې او د ولسواکۍ او اقتصادي پراختیا لپاره د GUAM سازمان غړیتوب لري.
رېښه
د "Georgia" د نوم د لیکنې په اړه لومړۍ یادونه په ایټالیوي ژبه د پیټرو ویسکونټ د مپه مونډي په نوم په نقشه کې ده، چې په ۱۳۲۰ ز کال پورې تړاو لري. په لاتیني نړۍ کې د هغې د راڅرګندېدو په لومړي پړاو کې، تل په ورته الفبا نه لیکل کېده او لومړی بې غږ توری يې په J سره د "Jorgia" بڼه لیکل کېد. "Georgia" ښايي په ۱۱ او ۱۲ پېړیو کې د ګرجستانیانو له فارسي نوم gurğān څخه سرچینه اخیستې وي چې د سریاني ژبېgurz-ān/gurz-iyān او عربي ژبې ĵurĵan/ĵurzan له لارې تنظیم شوې. د لور- بنسټ تیورۍ (Lore-based theories) د ګرځندوی ژاک دویتري له لوري وړاندې شوې، نوموړي د ګرجستانیانو په منځ کې د سنټ جورج د شهرت له مخې د دغې نوم رېښه تشرېحه کړه، په داسې حال کې چې ګرځندوی جان شاردین فکر کاوه چې "Georgia" د یوناني کلیمې γεωργός ("د ځمکې کروندګر") څخه سرچینه اخیستې. ،لکه څنګه چې پروفیسور الکساندر میکابریدز زیاتوي، د Georgia/Georgians کلیمې په اړه دغه سل کلن توضیحات، د پوهې د ټولنې له لوري رد شوي او د فارسي gurg/gurgan، ("لیوه") کیلمې ته د رېښې په توګه اشاره کوي. دا کلیمه چې د فارسي کلیمې gurğ/gurgān سره پیل کېږي، وروسته د سلاوي او لوېدیځې اروپا د ژبو په ګډون په ډېرو نورو ژبو کې ومنل شوه. ښايی دا اصطلاح په خپله د نږدې کسپین سیمې د لرغوني ایراني نوم له لارې چې د ګورګان ("د لیوانو خاوره") په نوم یادېده، رامنځ ته شوې وي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
اصلي نوم یې ساکارتویلو (საქართველო؛ "د کارتویلیانو خاوره") دی، چې د کارتلي ګرجستاني مرکزي سیمې څخه اخیستل شوی، له ۹ مې پېړۍ څخه ثبت شوی او په پراخه کارونه کې تر ۱۳ پېړۍ پورې د ګرجستان د منځنيو پېړیو ټولې پاچهۍ ته اشاره کوي. هغه خپل نوم چې د قومي ګرجستانیانو له خوا کارول کېږي، کارتولبی (ქართველები، یعنی "کارتویلیان") دی.
د منځنیو پېړیو ګرجستاني تاریخې پېښې د کارتویلیانو هم نومه نیکه، کارتلوس، د جېفث کړوسی ګڼي. خو پوهان موافقه لري چې دا کلیمه د کارتز څخه اخیستل شوې، چې له لومړنیو ګرجستاني قبیلو څخه دویمه ده چې په لرغونو زمانو کې د یوې برلاسې ډلې په توګه راڅرګنده شوه. د ساکارتویلو نومსაქართველო) ) له دوو برخو څخه جوړ شوی. رېښه یې، کارتولي،- (ქართველ-ი)، د کارتلي د مرکزي ختیځ ګرجستاني سیمې اوسېدونکی یا ایبریا، لکه څنګه چې د ختیځ روم سترواکۍ په سرچینو کې پېژندل کېږي ،مشخصوي. لرغونو یونانیانو (سترابو، هرودوت، پلوتارک، هومر) او رومیانو (تیتوس لیویوس، تاسیتوس او نورو) د لوېدیځ ګرجستانیان د کولشیانو په نوم او ختیځ ګرجستانیان د ابرییانو (په ځینو یوناني سرچینو کېIberoi ) په نوم یادول. د ګرجستانی سرپایتاړی sa-X-o یو معیاري جغرافيائی جوړښت دی، چې "هغه سیمه چې X په کې اوسیږي" ،مشخصوي، چې X د یوه قوم نوم دی. [۱۷][۱۸][۱۹]
نن ورځ د هېواد رسمي نوم "ګرجستان یا Georgia " دی، څرنګه چې د ګرجستان په اساسي قانون کې داسې راغلي دي : " د ګرجستان د دولت نوم ګرجستان دی." مخکې له دې چې د ۱۹۹۵ ز کال اساسي قانون پلی شي، د هېواد رسمي نوم د ګرجستان جمهوریت ؤ. لاهم کله ناکله خلک او رسنۍ یې د ګرجستان جمهوریت په نوم یادوي. [۲۰][۲۱][۲۲]
ښارونه
د ګرجستان د ښارونو نوملړ د ګرجستان ښارونه (د ګرجستان هیواد د ولایتونو مرکزونه) لاندی نوملړ د ګرجستان هیواد د ولایتونو مرکزونه چې هریو ځانته ښار ګڼل کیږي ښیې.
- سوخومي
- کوتایسي
- روستاوی
- ګوري
- پوتي
- باتومي
- متسختا
- چیاتورا
- تقیبولي
- ځوګدیدي
- تسقالتوبو
- تقوارچلي
- ګاګرا
- تلاوي
جغرافیه
-
Panorama of تفلیس, capital and largest city in Georgia
-
Downtown Kutaisi, Georgia's third largest city
-
Square in روستف, Georgia's fourth largest city
اقتصاد
اداري ویش
'د ګرجستان هیواد ایداري وېش‘ (د ګرجستان ولایتونه) ګرجستان په ټوله کې په ۱۲ ولایتونو ویشل شوی دی چې له دولسو نه یې آبخازیا او آجاریا نیمه خپلواکه یاهم خپلواکي غوښتونکي دي.
د ګرجستان هیواد ایداري وېش | ||
---|---|---|
شمیره | سیمه | مرکز |
۱ | آبخازیا | سوخومي |
۲ | سامګرلو-زمو سوانتی | زوګدیدی |
۳ | ګوریا | ازورګتی |
۴ | آجاریا | باتومی |
۵ | راچا-لچخومی او کومو سوانتی | آمبرولائوری |
۶ | ایمرتی | کوتایسی |
۷ | سامتسخه-جاواختی | آخالتسیخه |
۸ | شیدا کارتلی | ګوری |
۹ | متسختا-متیانتی | متسختا |
۱۰ | کومو کارتلی | روستاوی |
۱۱ | کاختی | تلاوی |
۱۲ | تفلیس | تفلیس |
سیاسي جوړښت
کلتور
خلک
د ګرجستان هیواد ترټولو لوی او اکثریت قوم ګرجي قوم (ګرجیان) دي چې د هیواد واک هم د ددوي په لاس کې دی. د ګرجیانو نه وروسته په ګرجستان کې دوهم لوی قوم آذربایجانیان دي.
ژبه
د ګرجستان رسمي او دفتری ژبه ګرجي ده.
اخیستلیکونه
- President of Georgia
- Government of Georgia
- Ministry of Foreign Affairs of Georgia
- Department of Tourism and Resorts Archived 2009-01-05 at the Wayback Machine.
- American Chamber of Commerce in Georgia
- Chief of State and Cabinet Members Archived 2013-06-24 at the Wayback Machine.
سرچينې
- ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help) - ↑ http://chartsbin.com/view/edr
- ↑ "Law on Declaring a Transitional Period in the Republic of Georgia".
- ↑ "Chronology for Abkhazians in Georgia". Refworld.
In moves reflecting the growing independence sentiments of Georgians, the legislature announces that henceforth the region will be designated as the "Republic of Georgia" without reference to "Soviet Socialist". In addition, the flag which flew during the Georgia's brief period of independence after World War I is again adopted.
- ↑ "Georgia (02/08)". U.S. Department of State (archive site).
On April 9, 1991, the Supreme Council of the Republic of Georgia declared independence from the U.S.S.R.
- ↑ Clines, Francis X. (10 April 1991). "Secession Decreed by Soviet Georgia". The New York Times.
- ↑ "Population and Demography". National Statistics Office of Georgia, Geostat. نه اخيستل شوی 29 December 2021.
- ↑ "Georgia - The World Factbook". CIA. نه اخيستل شوی 25 March 2021.
- ↑ Jones, Stephen (27 October 2020). "The establishment of Soviet power in Transcaucasia: The case of Georgia 1921–1928". Soviet Studies. 40:4 (4): 627. doi:10.1080/09668138808411783.[مړه لينکونه]
- ↑ Boeder; et al. (2002). Philology, typology and language structure. Peter Lang. p. 65. ISBN 978-0820459912
- ↑ Peradze, Gregory. "The Pilgrims' derivation of the name Georgia". Georgica, Autumn, 1937, nos. 4 & 5, 208–209
- ↑ Hock, Hans Henrich; Zgusta, Ladislav (1997). Historical, Indo-European, and Lexicographical Studies. Walter de Gruyter. p. 211. ISBN 978-3110128840.
- ↑ Mikaberidze, Alexander (2015). Historical Dictionary of Georgia (2 ed.). Rowman & Littlefield. p. 3. ISBN 978-1442241466.
- ↑ Boeder, Winfried; Bublitz, Wolfram; von Roncador, Manfred; Vater, Heinz (2002). Philology, typology and language structure. Peter Lang. p. 65. ISBN 978-0820459912.
The Russian designation of Georgia (Gruziya) also derives from the Persian gurg.
- ↑ Rapp Jr., Stephen H. (2014). The Sasanian World through Georgian Eyes: Caucasia and the Iranian Commonwealth in Late Antique Georgian Literature. Ashgate Publishing. p. 21. ISBN 978-1472425522.
- ↑ Rouben Galichian (2007) Countries South of the Caucasus in Medieval Maps: Armenia, Georgia and Azerbaijan. pp. 188—189
- ↑ Constantine Porphyrogenitus (1967). Gyula Moravcsik (ed.). De Administrando Imperio. translated by R.J.H Jenkins. Dumbarton Oaks Center for Byzantine Studies.
- ↑ David Braund (1994). A History of Colchis and Transcaucasian Iberia, 550 BC-AD 562. Oxford University Press. pp. 17–18. ISBN 978-0198144731.
- ↑ Rapp, Stephen H. (2003), Studies in Medieval Georgian Historiography: Early Texts And Eurasian Contexts, pp. 419–423. Peeters Publishers, ISBN 90-429-1318-5
- ↑ "Article 2.1", Constitution of Georgia, Legislative Herald of Georgia, archived from the original on 2019-12-04, نه اخيستل شوی 2022-03-19,
‘Georgia’ is the name of the state of Georgia.
{{citation}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|تاريخ الوصول=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ "Tbilisi - Facts, History, Points of History - Britannica". Encyclopaedia Britannica.
Tbilisi, formerly Tiflis, capital of the republic of Georgia
- ↑ David E. Sanger and Marc Santora (20 February 2020). "U.S. and Allies Blame Russia for Cyberattack on Republic of Georgia". The New York Times. Archived from the original on 2020-02-20.
- Pages with script errors
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P41
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P94
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- د P625 کاروونکي مخونه
- د جغرافیې اړوند توکي د ويکي ډېټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1589
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P2046
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P36
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P37
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P122
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P571
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P3000
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1622
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P474
- د ويکيډټا ډاټا سره مخونه
- د ويکيډاټا څخه سايټ نقشه
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- قفقاز
- گرجستان
- جغرافيه ويکي ډېټا
- سرچينو تېروتنې:تشې سرچينې لرونکي مخونه
- ټول هغه مخونه چی مړه لينکونه لري
- مخونه چې ناملاتړي پاراميتر لرونکي سرچينې لري
- سرچينو تېروتنې: بهرنۍ تړنې
- نخشه لرونکي مخونه