Jump to content

ابخازي ژبه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Abkhaz
Аԥсуа бызшәа (ابخازي )
Аԥсшәа‎ (ابخازي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
عامه معلومات
عمومي معلومات
ځانګړې وېشنيزه
سیمييزيتوب د
د لیکلو سیسټم
د ويونکو شمېر
۱۹۰٬۱۱۰[۱] (۲۰۱۵) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د توکمپوهنې ژبې حالت
ايزو ۶۳۹-۱ کوډ
ab[۵] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د ژبې کوډ
ab ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد

ابخازي ژبه د ابخازيا ( د ګرجستان هېواد یوه برخه) د اصلي اوسېدونکو ژبه ده. دا ژبه د قفقاز او شمالي قفقاز له ژبو څخه ګڼل کيږي.

د ابخازي ژبې ډېری ويونکي په ابخازيا جمهوريت کې ژوند کوي، چې د ابخازي ژبې د ټولو ويونکو، ۵۰،۷ سلنه جوړوي، یو شمېر ابخازیان د منځني ختیځ په هېوادونو کې په ځانګړې توګه تورکيه ژوند کوي.

جوړښت[سمول]

ابخازي ژبه په دوو وينګونو وېشل شوې ده: ابزو او بیزیب ، چې په عمده توګه د دوی د فونیټیک ځانګړتیاو له امله یو له بل څخه توپیر کېدی شي. د ابخازي ژبې په اړه لومړنۍ هر اړخیزه او علمي څېړنه د یو څېړونکي او قفقاز پوه پي. ک اوسلر له خوا ترسره شوه. برسېره پر دې، هغه د ابخازي ژبې د لومړي ګرامر چې نن ورځ هم کارول کیږي، ليکوال هم دی.

دا ژبه د خاموش حروفونو لوی شمېر لري، په ټولیز ډول ۶۵خاموش توري په لیکو کې د اضافي نښو په ځای کولو یا د څو حروفونو په یوځای کولو سره کارول کیږي.

تاریخ[سمول]

په ۱۸۶۲ ز کې، اوسلر د سیریلیک الفبا پر بنسټ د ابخازي ژبې لپاره یو سکریپټ اختراع کړ، او د لیکلو بڼه یې د بیزیب په وينګ ولاړه وه. د ابخازي ژبې د پراختیا په دوره کې، چې د نولسمې پېړۍ په وروستیو او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې یو جلا درسي کتاب او د دیني کتابونو ژباړه هم پرې خپره شوه. د اکتوبر له انقلاب څخه مخکې، د ابخازي لیکلې ژبه لږ پرمختللې وه او یوازې د څو سواد لرونکو خلکو لخوا کارول کېده.

په ابخازیا کې د شوروي د حکومت له جوړېدو وروسته، د ادبي ژبې، ملي رسم الخط د لا پراختیا او د خلکو د کلتوري او اقتصادي ژوند په مختلفو برخو کې د معرفي او پلي کولو لپاره ډیرې هڅې وشوې. په ۱۹۲۸ کې، د ابخاز - اډیګی په کنفرانس کې، پرېکړه وشوه چې لاتیني رسم الخط وکاروي. د پایلې په توګه، لاتیني رسم الخط د ۱۰ کلونو لپاره وکارول شو، له ۱۹۳۸ څخه تر ۱۹۵۴ پورې، ابخازي ژبه په ګورجي ليکدود ليکل کېده، چې وروسته يې سيريليک ليکدود خپل کړ، د شوروي د واکمنۍ په دوره کې، د ابخاز ملي ژبې خورا وده وکړه.

اوسمهال دغه ژبه په راډيو او تلوېزيون، ښوونځيو، د سوخومي پوهنتون د ښوونې او روزنې په انستيتوت کې د ثانوي زده کړو، تياتر، ګڼو ټولنيزو-سياسي خپرونو او افسانو ليکلو کې کارول کيږي. د ابخازي ژبې پرمختګ د ځينې ليکوالانو د هڅو پايله ده چې د هغې جملې ګولیا، چنبا، ګوګونیا، پاکس خیري، شین کوبا، خاشبا، تربا او نورو يادولی شو.

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Stated in: اتنولوګ. Publisher: SIL International. اثر ژبه: انګليسي ژبه. ISSN: 1946-9675.
  2. Reference URL: https://iso639-3.sil.org/code/abk.
  3. Stated in: The Cambridge Encyclopedia of Language. Page(s): 305. Publisher: Cambridge University Press. د خپرولو نیټه: ۱۹۸۷. ليکوال: David Crystal.
  4. "اتنولوګ" (په انګليسي ژبه ). SIL International. لاسرسي‌نېټه ۱۰ مې ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  5. "Language". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. "ScriptSource - Turkey". لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  7. "ScriptSource - Russian Federation". لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  8. "ScriptSource - Syria". لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  9. "ScriptSource - Georgia". لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  • امیراحمدی، بهرام (۱۳۷۴)، «زبان‌های ایبری_قفقازی». مطالعات آسیای مرکزی و قفقاز ۹، تهران: مؤسسهٔ چاپ و انتشارات وزارت امور خارجه.mw-parser-output cite.citation{font-style:inherit}.mw-parser-output q{quotes:"\"""\"""'""'"}.mw-parser-output code.cs1-code{color:inherit;background:inherit;border:inherit;padding:inherit}.mw-parser-output .cs1-lock-free a{background:url("//upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/6/65/Lock-green.svg/9px-Lock-green.svg.png")no-repeat;background-position:right .1em center;padding-right:1em;padding-left:0}.mw-parser-output .cs1-lock-limited a,.mw-parser-output .cs1-lock-registration a{background:url("//upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/d/d6/Lock-gray-alt-2.svg/9px-Lock-gray-alt-2.svg.png")no-repeat;background-position:right .1em center;padding-right:1em;padding-left:0}.mw-parser-output .cs1-lock-subscription a{background:url("//upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/a/aa/Lock-red-alt-2.svg/9px-Lock-red-alt-2.svg.png")no-repeat;background-position:right .1em center;padding-right:1em;padding-left:0}.mw-parser-output div[dir=ltr] .cs1-lock-free a,.mw-parser-output div[dir=ltr] .cs1-lock-subscription a,.mw-parser-output div[dir=ltr] .cs1-lock-limited a,.mw-parser-output div[dir=ltr] .cs1-lock-registration a{background-position:left .1em center;padding-left:1em;padding-right:0}.mw-parser-output .cs1-subscription,.mw-parser-output .cs1-registration{color:#555}.mw-parser-output .cs1-subscription span,.mw-parser-output .cs1-registration span{border-bottom:1px dotted;cursor:help}.mw-parser-output .cs1-hidden-error{display:none;font-size:100%}.mw-parser-output .cs1-visible-error{font-size:100%}.mw-parser-output .cs1-subscription,.mw-parser-output .cs1-registration,.mw-parser-output .cs1-format{font-size:95%}.mw-parser-output .cs1-kern-left,.mw-parser-output .cs1-kern-wl-left{padding-left:0.2em}.mw-parser-output .cs1-kern-right,.mw-parser-output .cs1-kern-wl-right{padding-right:0.2em}