زرتشتيزم
ونگبڼه
(له زرتشتيت نه مخ گرځېدلی)
| زرتشتیان | |
|---|---|
| ټولیز معلومات | |
| نوم | زرتشتیان |
| نور نومونه | اشوزَرتُشت، اِسپنتمان (سپين تومان) |
| آئین | مزدیسنا |
| د ژوندانه سیمه | نامعلوم «په دودیزو متنونوکې آذربایجان، ری ښار او سیستان د هغه د زوکړی ځای ښودلی. نن ورځ ډیرو خوارزم او خراسان د هغه اصلی ټاټوبی ښودلی دی» او همدارنګه یوشمیر لویدیځ پوهانو بلخ د هغه د زوکړی ځای ښودلی. |
| نور معلومات | |
| پیژندل شوی | روحانی پیغمبر |
| آثار | ګاتانیان |
| د زوکړی نېټه | نامعلومه (احتمالاً ۱۰۰۰ تر ۱۲۰۰ میلادی کاله پوری) |
| کورنۍ | |
| د پلار نوم | پورو شا سپه يا ( د زاړه اس څښتن) |
| د مور نوم | دوغدو |
| میرمن | هووی |
| او لادونه | ایست واستر او دري لوڼې نومونه فرینی او ثریتی او پوروچیستا |
| ورونه | دتوشتر، انگوشتر، نوتريکاني او وتيش |
زرتشتيزم، زردشتيزم، له زره ته سوتريزم يا مزديسنا يو زوړ اريايي دين دی چې د زردشت له خوا رامنځته شوی دی او اوس هم په هند، ايران، عراقي کوردېستان، امريکا متحده ايالات، اوزبکستان، کاناډا او تاجيکستان کې کافي شمېر پيروان لري.
اويستا د زرتشتي دين د سپېڅلي کتاب او هغه ژبې نوم وو، چې دا کتاب پرې ليکل شوی وو.[۱][۲] د زردشتيزم د تبيلغ د رامنځته کېدو ځای بخدي (بلخ)، هلمند او سيستان دی. د زردتشت پلار پورو شا سپه يا ( د زاړه اس څښتن) او مور يې دوغدو او څلور وروڼه يې دتوشتر، انگوشتر، نوتريکاني او وتيش وو.[۳] اوېستايي تمدن يو اريايي تمدن وو، ځکه دا د اريايانو دلارښود زرتشت پر دين او تگلاره راگرځي.[۴]
سرچينې
| ||||||||||||||||||||||||||