منځپانگې ته ورتلل

پهلوي ژبه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پهلوی ژبه یا منځني پارسي یا پارسک (چی مانا يې د پارس د سیمې ژبه ده) د ایران د لوېدیځو ژبو څخه وه چی د ایران په سوېل لوېدېځ کی ویل کېده او د ساسانیانو د واکمنۍ په پرمهال رسمي ژبه وه. په دې وخت کی پهلوي ژبه د نږدې ختیځ په بېلابېلو سیمو کې هم خپره شوه. دغه ژبه د پهلوي لیکدود او اوېستا لیکدود په واسطه لیکل کېده. د پهلوي توری د ښی څخه کیڼ ته لیکل کیده. دغه توری د آرامی (arameinic) توری څخه جوړی شوی. پهلوي لیکدود په ځانگړي ډول د رسمي یادښتونو لپاره کارېده او د اوېستا لیکدود د مذهبي اثرونو لپاره کارېده. د اوستا او پهلوي لیکدود (تورو) تر منځ توپېر پدې کې دی چی د اوستا په لیکنه کې غږ لرونکي توري او په پهلوي لیک کې بې غږه توری کارېږي. د ساساني مامورانو په ځانگړي ډول پهلوي اثرونه پر پاپېروس لیکپاڼې لیکل او په ډبرو کې یی حک کول(توږل).

سرچینې

  1. سرچينې تړی: https://iso639-3.sil.org/code/pal.
  2. "ScriptSource - Iran". بياځلي په ۲۱ اگست ۲۰۲۳.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)