اوېستا
لطفاً د دې ليکنې په غځولو سره دا ليکنه پياوړې کړۍ. د دې ليکنې په اړه نور مالومات تاسې د خبرواترو مخ کې موندلی شی. |
اوېستا د افغان فیلسوف او د څینو په اند الهي استازي (پیغمبر) زردشت د لرغونو مذهبي شعرونو هغه ټولگه ده، چې یوویشت نسک (کتاب) یې لرل، او په نننۍ بڼه پینڅه ځانگې لري. دا پینڅه ځانگې له یَسنه چې پدې کې د زردشت ویناوی د گاهان په نامه راوړل شوي څا پرڅای شوي، یشت (سرودونه)، وندیداد، ویسپرد او خردهاوستا ځخه عبارت دي.
د اوستا مانا
د اوستا ویي خپله د اوستا په کتاب کې ندې راغلې. دا ويي د پوهې او پېژندنې په مانا دی، چې د وېدا (هندي مذهبي کتاب) له ویي سره په ریښه کې گډ ښکاري.
د اوستا ژبه
هغه ژبه چې اوستا پرې لیکل شوې د اوستا په نامه یادېږي. اوستا په دوه گړدودونو لیکل شوې، یو گړدود چې د زردشت ویناوی (گاهان) پرې لیکل شوي او بل گړدود نوې گړدود نومول شوې دی. اوسمهالې اوستا یو پر درېیم د ساساني پیر اوستا جوړوي. د یادولو وړ ده چې د ساسانیانو د پیر اوېستا یوویشت نسکه (کتابونه) لرل.