ويکيپېډيا
ويکيپېډيا (انګليسي: Wikipedia) د اېنټرنټ پر مټ د وړيا مېنځپانگې يو گڼ ژبنيز پوهنغونډ دی چې د داوطلبو کارونکو لخوا او د هر هغه چا له لوري چې د انټرنټ اسانتياوې لري، ليکل کېږي. ددې پوهنغونډ د پرانيستې مېنځپانگې پروژه د ويکيمېډيا د بنسټ د بې گټې موسسې له لورې پرمخ بېول کېږي. د ويکيپېډيا نوم د دوه نومونو نه راوتلی دی چې يو يې ويکي (د ويبځايونو د جوړولو يو گډ تخنيک) او وروستۍ برخه يې د انګليسي د وييکې اېنسايکلوپېډيا د وروستاړي پېډيا څخه اخيستل شوی او په همدې توگه د ويکيپېډيا نوم ترېنه جوړ شوی دی. ددې پوهنغونډ بنسټ د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۱ کال د جنوري په مياشت کې د جېمي وېلز او لېري سانگر لخوا ايښودل شوی[۴] او په ډېر لنډ وخت کې د انټرنټ تر ټولو لوی، چټک پرمختلونکی او د ټولگړو مالوماتو تر ټولو نوموتې اېنټرنټي سرچينې بڼه يې غوره کړې.[۵][۶] د ۲۰۰۷ کال تر ډسامبر مياشت پورې شته شمار ښودلې چې ويکيپډيا په ۲۵۳ ژبو کې نژدې ۹،۲۵ ميليونه ليکنې لري، چې که د ويکيپډيا ټولې ليکنې سره يوځای کړو نو دا ټول به له ۱،۷۴ بيليون وييونو نه هم ډېر لغتونه وي. په ۹ د سپټامبر، ۲۰۰۷ کال کې د انګليسي ژبې د ويکيپډيا د ليکنو شمېر له ۲،۰۰۰،۰۰۰ څخه واوښته او تر ۱۲ د مارچ، ۲۰۰۸ کال پورې د انگليسي ويکيپډيا د ليکنو زېرمه له ۲،۲۷۶،۰۰۰ ليکنو څخه واوښتله چې دغه ټولې ليکنې له ۹۹۰،۰۰۰،۰۰۰ وييونو[۷] او لغتونو نه جوړ شوي. د ويکيپېډيا ليکنې په ټوله نړۍ کې د ويکيپېډيا د داوطلبو کارونکو لخوا په گډه توگه ليکل شوي او هرڅوک چې د اېنټرنټ آسانتياوې لري کولای شي چې د دغه پوهنغونډ په نژدې ټولو ليکنو کې سمون راولي. ويکيپېډيا په ډېر يو لنډ وخت کې خپل ځان نړېوالو ته ور پېژاندلی او ښه نوم يې ايستلی[۸] چې اوسمهال په نړېواله کچه د نړۍ په ۱۰ ډېرو کتونکو ويبځاييونو کې شمېرل کېږي. [۹] د يوې معتبرې او منلې سرچينې په توگه تل د ويکيپډيا دريځ د پوښتنې لاندې راغلی[۱۰] ځينې نور بيا د ويکيپېډيا د وړيا مېنځپانگې، د ټولو د خپراوي وړتيا، د بې پلوۍ او بې پرې سياست او د سرليکونو د پراختيا د اسانتياؤ ستاينه کوي.[۱۱] اوس د ويکيپېډيا ډاډه توب او کره توب يوه مسٔله ده.[۱۲] او بل انتقاد چې اکثراً په ويکيپېډيا کېږي هغه د ورانکارۍ او ناسمو او ناتصديق شويو مالوماتو پر وړاندې د دغه پوهنغونډ اغېزمنتوب دی.[۱۳] خو اکثراً داسې هم انگېرل کېږي چې په علمي کارونو او ليکنو کې ورانکاري او د ناسمو مالوماتو خپراوی لنډمهاله وي.[۱۴][۱۵] د نيويورک ټايمز، جانتان ډي،[۱۶] او انډريو ليح، د پرليکه ژورناليزم په اړه د پينځم نړېوال سمپوزيوم،[۱۷] پر مهال، د ويکيپډيا ارزښت نه يواځې د يوې پوهنغونډيزې سرچينې په توگه په ډاگه کړی بلکه دا يې يوه ژر تازه کېدونکې خبري منبع هم گڼلې. کله چې د ټايم مجلې د ۲۰۰۶ د کال شخصيت نورو ته ورپېژانده نو په اېنټرنټ کې په گډه توگه د پرليکو جټکو پرمختلونکو گرافيکي پاڼو په اړه چې د نړۍ د ډېرو وگړو له لورې کارېږي، داسې انگېرنې هم خپرې کړې چې ويکيپېډيا يو د هغو درې چټک پرمختلونکو وېبځايونو په کتار کې راځي چې د ِېب 0.2 د خدماتو په کارولو سره د نړۍ د ډېرو کارېدونکو ې بپاڼو په درېم ځای کې د يوټيوب او مای سپېس سره يوځای شمېرل کېږي.[۱۸] تاريخبشپړه ليکنه يې دلته ولولئ: د ويکيپېډيا تاريخ
![]() ويکيپېډيا د نيوپېډيا د يو بشپړه کوونکې پروژې په توگه په کار پيل وکړ. , دا په انگرېزي ژبه د پوهنغونډ يوه پروژه وه چې د دغې پروژې ليکنې د تجربه کارو ليکوالانو لخوا ليکل کېدل او د يوې رسمي مخکتنې د پروسې نه تېرېدل. د نيوپېډيا بنسټ په ۹ د مارچ ۲۰۰۰ کال کې د بوميس مالکيت، د وېب پورټالونو يوې کمپنۍ لخوا کېښودل شو. د دغه بنسټ، چې وروسته په ويکيپېډيا بدل شو، اصلي غړي جيمي وېلز، بوميس CEO, او لېري سانگر، وه. په پېل کې نيوپېډيا د نيوپېډيا د پرانيستې مېنځپانگې د لايسنس د اجازې لاندې کار کاوه چې د ويکيپېډيا د بنسټ ايښودلو نه مخکې د ريچارډ سټالمېن په غوښتنه يې نوم د جي ان يو د وړيا لاسوندونو لايسنس واړاوه.[۱۹] ![]() ![]() لېري سانگر او جېمي وېلز د ويکيپېډيا بنسټ ايښودونکي دي.[۳][۲۰] خو جېمي وېلز ته دا امتياز ور په برخه دی چې هغه د عوامو لخوا د پوهنغونډ د سمون او ايډټ د آسانتياؤ موخه او وړتيا راڅرگنده کړې،[۲۱] او سانگر ته بيا دا امتياز ورکول کېږي چې هغه دې موخې ته د رسېدلو لپاره يوه شعوري چلندلار غوره کړې وه.[۲۲] په ۱۰ د جنوري، ۲۰۰۱ کال کې لېري سانگر د نيوپېډيا د برېښليکونو په لړليک کې د يوې داسې ويکي د جوړولو وړانديز وکړ چې د نيوپېډيا لپاره د يوه غني کوونکې سرچينې په توگه کار وکړي.[۲۳] په رسمي توگه ويکيپېډيا په ۱۵ د جنوري، ۲۰۰۱ کال کې يواځې د انگرېزي ژبې لپاره په کار واچول شوه او انټرنټي پته يې www.wikipedia.com وه.[۲۴] او د همدې پوهنغونډ خبرتيا د سانگر لخوا د نيوپېډيا د برېښليکونو په لړليک کې خپره شوه.[۲۵] د پيل په لومړيو مياشتو کې د ويکيپېډيا "بې پرې او ناپېيلی اند"[۲۶] د دې وېبځي د تگلارو په مادو کې راغلی ؤ چې د نيوپېډيا د ناپېيلتوب کړنلارې سره ورته ؤ. خو په پيل کې داسې ډېر لږ قوانين وه او ويکيپېډيا، نيوپېډيا پورې نااړونده په خپلواکه توگه چلېدله.[۲۱] ![]() د بيا خپرېدنې، سوداگريزو خبرتياؤ، د کنټرول د نشتوالي او په انگريزي ژبې د متمرکزيت گڼل د دې سبب شو چې د ۲۰۰۲ کال په فبروري کې د اسپانيوي ژبې ويکيپېډيا کارکونکي د انسايکلوپېډيا لايبرا په جوړولو سره د ويکيپېډيا نه بېل شول. د هماغه کال په پای کې وېلز دا اعلان وکړ چې تر دې وروسته به په ويکيپېډيا کې سوداگريزې خبرتياوې نه ښکاري، او بيا د ويکيپېډيا وېبپاڼه د wikipedia.org پتې ته ولېږدېده. په همدې توگه گڼې نورې پروژې هم د خپرېدو د د لاملونو پر بنسټ د ويکيپېډيا نه بېل شوي. ويکي انفو بيا بې پرې تگلاره نه ده خپله کړې او دا پروژه په اصلي بڼه کې د ترسره شويو څېړنو د خپرولو اجازه ورکوي. د ويکيپېډيا د کړنو نه الهام اخيستونکې نوې پروژې لکه سيټيزېنډيم، سکالرپېډيا، اماپېډيا او د Google کنول — د ويکيپېډيا د محدوديتونو، لکه د گډونوالو مخليدنه، اصلي څېړنه او سوداگريزې خبرتياؤ په غبرگون کې پيل شوي. په ۲۰ د جون، ۲۰۰۳ ز. کال د ويکيپېډيا او نيوپېډيا د يوځای کېدنې وروسته د ويکيمېډيا بنسټ رامېنځ ته شو.[۲۹] تر دې وروسته په ۱۷ د سېپتمبر ۲۰۰۴ ز. کال کې ويکيپېډيا د امريکا د متحده ايالاتو د اختراعگانو او سوداگرۍ دفتر نه د Wikipedia® د سوداگريزې نښې د ثبتولو غوښتنه وکړه چې په ۱۰ د جنوري ۲۰۰۶ ز. کال کې دا غوښتنه ومنل شوه. همدا رنگه په ۱۶ د ډېسمبر ۲۰۰۴ ز. کال کې د ويکيپېډيا د سوداگریزې نښې تړون د جاپان سره او په ۲۰ د جنوري ۲۰۰۵ ز. کال کې د اروپايي اتحاديې کې د يو تړون له مخې ثبت شوه. Technically a service mark, the scope of the mark is for: "Provision of information in the field of general encyclopedic knowledge via the Internet". داسې پلانونه هم شته چې د ويکيپېډيا د سوداگريزې نښې اجازتليک د نورو توليداتو په برخه کې هم وکارېږي، د ساري په توگه د کتابونو او ډي وي ډي گانو په برخه کې.[۳۰] د ۲۰۰۷ ز. کال په اکتوبر کې همدغه بنسټ د ۲۰۰۸ کال په فبروري کې د سېنټ پيټرزبرگ، فلورېډا نه کاليفورنيا کې سانفرانسيسکو ښار ته د خپل مرکزي دفتر د کډه کولو اعلان خپور کړ.[۳۱] د ۲۰۰۵ کال د ويکيمېډيا د بنسټ د ۴مې دورې د غونډې لگښتونه ۳۲۱،۰۰۰ $ USDوه، چې په دې کې د کمپيوټري هډوانې لگښتونو د ټولې بوديجې (پانگې) نژدې ۶۰% برخه جوړوله.[۳۲] دم مهال د ويکيپېډيا بنسټ پر شخصي بسپنو بسيا دی او د بسپنې ډېرولو مرتبې غونډې ترتيبوي،[۳۳] چې د ۲۰۰۷ کال د جنورۍ د مياشتې بسپنې نژدې يو ميليون ډالر نه اوښتې وې.[۳۴] مېنځپانگه او جوړښتهر څوک کولای شي چې د ويکيپېډيا په نژدې هره يوه ليکنه کې په ورکنومې توگه او يا هم د خپل د کار-نوم په کارولو سره سمونې او زياتونې وکړي، خو د نوؤ ليکنو خپرول يوازې په ويکيپېډيا کې د ثبت شوؤ کارنانو لخوا ترسره کېدای شي. د ويکيپېډيا هره ليکنه د "پېښليک" يو مخ لري چې هلته د هر چال لخوا د يوې ليکنې د هر ډول بدلونونو پېښې د وخت او نېټې له مخې ثبتېږي. خو د ناندريزو ليکنو او يا هم هغه ليکنې چې د رښتو نه يې سرغړونې کېږي، دلته په پوهنغونډ کې د خپرېدو سره سم ړنگېږي.[۳۵][۳۶] د ويکيپېډيا ټول متن د GNU د لاسوندونو وړيا منښتليک (GFDL) يو داسې منښتليک دی چې که څه هم يو ليکوال د خپلو آثارو د بيا خپرولو د رښتو خاوند گڼي، خو د دې تر څنگ د متن د بيا خپرېدنې، وېشنې، نوې زېږېونې، او د سوداگريزو موخو لپاره د مېنځپانگې کارېدنې اجازه هر چا ته ورکوي. ويکيپېډيا اوس د GFDL منښتليک نه د کريتيف کامنز منښتليک د خپلولو په حال کې ده. د GFDL منښتليک په اصل کې د ساوتريو د لارښود لپاره کښل شوی او پر ليکه د انټرنټي سرچينو لپاره وړ منښتليک نه دی.[۳۷] د ځينو ژبو ويکيپېډيا لکه د انگرېزي ژبې ويکيپېډيا د ښې کارېدنې دريځ له مخې ځينې ناوړيا انځورونه کاروي، خو د وړيا رسنيو دوتنې بيا د ويکيمېډيا کامنز لخوا د ټولو ويکيپېډيا گانو او د هر چا د وړيا کارېدنې په تکل موجود دي، ويکيمېډيا کامنز د ويکيمېډيا بنسټ يوه پروژه ده او د همدغه بنسټ تر څارنې لاندې پرمختگ کوي. ![]() يوه دوديز پوهنغونډ، لکه د Encyclopædia Britannica، ته ناورته د ويکيپېډيا هېڅ کومه ليکنه د رسمي کره کتنې د پروسې او په چټکه توگه د بدلون له پروسې نه نه تېرېږي. د يوې ليکنې د کيفيت د ډاډمن کېدو پخاطر ويکيپېډيا په خپلو غړو يا ويکيپېډيا ليکونکو پورې منحصره ده,[۳۸] چې همدا غړي ورانکاري له کاره وغورځوي، او يا هم د بې پرېتوب او ناپېيلتوب د سياست نه د سرغړونې په توگه په ليکنو کې شته ستونزې وپېژني [۳۹] او هغه ربړې چې د حقيقت سره په اختلاف کې دي ليرې کړي او په يوې ليکنې کې سم بدلونونه رامېنځ ته کړي.[۴۰] د ۲۰۰۶ کال د جون له مياشتې نه راپدېخوا د ورانکارۍ رغونکی باټ هم په کار اچول شوي.[۱۵] د ويکيپېډيا ليکنې د امريکا په متحده ايالاتو کې د فلورېډا د قانون او گڼ شمېر لارښوونو او کړنلارو د څارنې نه برخمنې دي;[۴۱] د دغو کړنلارو نه ښکاره ده چې د ويکيپېډيا ليکنې بايد د "پام وړ" [۴۲] سرليکونو نه برخمنې وي او په دغو کې بايد "د اصلي څېړنو کوم متن"[۴۳] شامل نه وي همداراز په دغو ليکنو کې بايد يوازې "په ثبوت رسېدلي"[۴۴] حقايق وي او پکار ده چې هره ليکنه د بې پرې سياست او د يوه "ناپېيلي نظر څرگندونه وکړي."[۴۵] په هغو ليکنو کې چې د همدغې پاليسۍ او کړنلارې نه پکې سرغړنه شوې وي، بايد ژر تر ژره بدلون ومومي او يا هم ړنگې شي. ړنگېدنه او گډېدنه د سمون دوه هغه فلسفې دي چې د همدغو پر بنسټ په ويکيپېډيا کې ړنگېدنه او بدلون رامېنځ ته کېږي.[۴۶][۴۷] ساوترې او هډوترېد ويکيپېډيا چلېدنه په ميډياويکي پورې اړه لري، ميډياويکي يو وړيا او د پرانيستې سرچينې د ويکي يو ساوتری دی چې په PHP کې ليکل شوی او په MySQL ډاټابېز باندې جوړ شوی دی. په همدغه ساوتری کې د ماکرو ژبې، د بېلابېلو واريابلونو، د کينډيو د ټرانسکلوژن د غونډال، د URL د بياسيخولو پروگرامي توکي سره راغونډشوي. ميډياويکي د جي ان يو (جنېرل پبلک لايسنس) د منښتليک له مخې د کارونکو مخ ته پروت ساوتری دی چې د ويکيپېډيا په ټولو پروژو کې او همدا شان د نورو ويکي گانو په گڼو پروژو هم کارېږي. په پيل کې ويکيپېډيا په UseModWiki چې په پېرل کې د کلېفورډ اډمز (I پړاو) لخوا ليکل شوی ؤ چلېده , ![]() په نورو ژبو![]() دا چې ويکيپېډيا يو انټرنټي پوهنغونډ دی او د ټولې نړۍ خلک ورته لاسرسی لري، نو کېدای شي چې د يوې ژبې گډونوال د بېلابېلو گړدودونو په کارولو سره او يا هم د بېلابېلو هېوادونو تر مېنځ (د ساري په توگه د انگرېزي ژبې ويکيپېډيا) د همغږۍ د نشتوالي په سبب په ويکيپېډيا کې ځينې توپيرونه رامېنځ ته کړي. چې همدا توپيرونه د سمې ليکلې بڼې [۵۰] او نورو مطلبونو کې د شخړې او ناندريو سبب جوړېږي.[۵۱] پر ويکيپېډيا نيوکېبشپړه ليکنه يې دلته ولولئ: پر ويکيپېډيا نيوکې
کلتوري ارزښتويکي يا او ويکيمېډياد ويکيمېډيا بنسټ د خپل د وېبځي کوربه توب او د کړۍ د پراخوالي لگښتونه د ويکي يا سره شريکوي. The Wikimedia Foundation received some donated office space from Wikia Inc. during the fiscal year ending June 30, 2006."[۵۲] اړونده پروژېنورې لوستنېPress coverage(په 2007-07-01 باندې). All the News That’s Fit to Print Out. The New York Times Magazine (په 2007-09-20 باندې). Wikipedia 2.0 - now with added trust. New Scientist (په 2007-12-02 باندې). Wikipedia Rules. The Phoenix (په 2005-05-29 باندې). It's a Wiki, Wiki World. Time اکاديميکې زده کړېسرچينې
باندنۍ تړنې
|
- مخونه د غبرګونيزي تيروتنې سره
- صيانة CS1: BOT: original-url status unknown
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- د انټرنټ تاريخ
- ويکيپېډيا
- وړيا پوهنغونډونه
- پرليکه پوهنغونډونه
- ټولگړي پوهنغونډونه
- ويکي گانې
- په ۲۰۰۱ کال کې د انټرنېټ جوړې شوې ځانتياوې
- د ويکيمېډيا پروژې
- غږېدونکې ليکنې