ويکيمېډيا بنسټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ويکيمېډيا بنسټ نخښه

ويکيمېډيا بنسټ يو امريکايي ناگټندويه پرانيستی سازمان دی چې مرکز يې په سان فرانسيسکو, کلېفورنيا کې دی, دغه اورگان د فلورېډا ايالت د قوانينو او اوامرو لاندې په کار بوخت دی. دا بنسټ د يو شمېر ملکاره ويکي پروژو لکه ويکيپېډيا، وېکيسيند، ويکيوراشه، ويکيتابونه، ويکي سرچينه، ويکيمېډيا کامنز، ويکي توکم، ويکيخبرونه، ويکیپوهنتون، ويکيمېډيا انکيوبېټر او مېټاويکي په پرمخ بېولو کې لوی لاس لري. د دغه بنسټ تر ټولو نامتو پروژه ويکيپېډيا ده چې د نړۍ د وېبځايونو په پوړبندۍ کې د نړۍ په لسو ډېرو کارېدونکو وېبځايونو کې شمېرل کېږي.[۱] د دغه بنسټ رسمي پيل په ۲۰ د جون، ۲۰۰۳ ز. کال کې د دې بنسټ د جوړونکي جېمي وېلز لخوا اعلان شوی،[۲] چې تر دې دمخه يې ويکيپېډيا د خپل شرکت بومېس ترنامه چلوله.[۳]

سرچينې

  1. "Top 500". Alexa. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ ډيسمبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ ډيسمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 2008-10-07 باندې). Wikipedia founder Jimmy Wales goes bananas. The Daily Telegraph.
  3. Wales, Jimmy (2003-06-20). "Wikipedia English mailing list message". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)