Jump to content

غيرانتفاعي سازمان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

غير انتفاعي سازمان يو ناګټندويه سازمان وي چې د خپلو خدمتونو او فعاليتونو په بدل کې هېڅ ګټه نه ترلاسه کوي. داسې سازمانونه ټولې هغه چوپړتیاوې چې يوې خاصې طبقې يا په عمومي ډول ټول خلکو ته يې کوي، په وړاندې يې له ګټه اخیستونکو هيڅ بدل نه ترلاسه کوي.

د جنګ ځپلو او خوارو هېوادونو ماشومانو سره د مرستې ناګټندويه سازمان يونيسف بیرغ

یو غیرانتفاعي يا ناګټندوی سازمان ښايي د خپل کار له لارې پيسې هم وګټي خو دغه پيسې مستقيم د ګټې اخيستونکو له خوا نه وي، د بېلګې په توګه؛ دا ډول سازمانونه ښايي د نورو خلکو يا سازمانونو يا آند حکومتونو مالي مرستې ترلاسه کړي، يا هغه کار چې کوي يې ګټه ورته ورسوي، يا په ټولنيزو رسنيو کې د فعاليت له امله يا ورته نورو کارونو کې پيسې وګټي.

کړنلارې

[سمول]

ناګټندويه سازمانونه تر ډېره د خیریه ټولنو په څېر وي خو د خیریه ټولنو خلاف يوازې د غریبو انسانانو لپاره ځانګړي نه وي، موخې يې د بې وزلو يا عامو انسانانو ته مرستې او خدمتونه وړاندې کول دي.

د بېلګې په توګه د يونيسف سازمان يو ناګټندويه سازمان دی چې د افغانستان، عراق، سوريې او ځينې افريقايي هېوادونو غریبو ماشومانو ته د زده کړې توکي او خوراکي مواد ورکوي همدا راز په یادو سيمو کې خلکو ته د اوبو څاګان او داسې نور خدمتونو ترسره کوي خو په بدل کې له ګټه اخیستونکو هېڅ نه ترلاسه کوي.

دا ډول سازمانونه تر ډېره د حکومت يا عامو خلکو له خوا مالي ملاتړ ترلاسه کوي. يوه بله بېلګه يې همدا ويکيپېډيا ده چې تاسو اوسمهال پکې دا ليکنه لولئ, ويکيپېډيا هم په ورته توګه يو ناګټندويه وړیا آنلاين سازمان دی چې مالومات خپروي په بدل کې يې ګټه نه ترلاسه کوي، خو د نورو خلکو او پروژو لخوا مالي ملاتړ ترلاسه کوي.

ډولونه

[سمول]

ناګټندويه سازمانونه بېلابېل ډولونه لري او په هره برخه کې خپله ځانګړې تګلاره لري، د بېلګې په توګه ځينې يې په آنلاين توګه خلکو ته ګټې رسوي لکه د ويکيپېډيا وړيا پوهنغونډ. او ځينې يې په واقعي نړۍ کې د بې وزلو يا عامو خلکو سره مرستې کوي لکه د يونسيف سازمان.

ناګټندويه سازمانونه ښايي د رسنۍ، فلمونو، سندرو او ډېرو نورو برخو کې فعاليتونه ترسره کړي.

ورته ليکنې

[سمول]

سازمان

انسټیټوټ

خیريه ټولنه

سرچينې

[سمول]