خسرو پرويز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دوهم خسرو
زېږېدنه
مړينه ۶۲۸
کوړنی د ساسانیانو کورنی
پلار څلورم هرمز
پیرو دوهم قباد

خسرو پرویز (په پهلوی ژبې کې:) د ساسانیانو د حکمرانانو څخه یو مشهور حکمران وو چې د ساسانیانو په واکمنۍ کې د ۵۹۰یا۵۹۱ کال څخه تر ۶۲۸ کال پوري یی حکومت کاوه. د خسرو پرویز د حکومت په وخت کې د ساسانیانو واکمنۍ اوج ته ورسېده. په دی وخت کې ایران، یمن، افغانستان، سوریه، مصر، ترکمنستان، ترکیه، آذربايجان او ارمنستان د خسرو په لاس کې وو.

د خسرو حکومت

خسرو پرویز د څلورم هرمز تر وفات وروسته په ۵۹۰ کال کې د ساسانانو حکمران شو. مگر تر څو میاشتو وروسته د خسرو حکومت د بهرام چوبین لخوا وپرزول شو او خسرو مجبور شو چې د شرقی روم امپرطوری ته تیښته وکړي. حکران موریس چې د شرقی روم امپراطور وو، حسرو ته پناه ورکړه. خسرو د موریس سره د سولې تړون لاسلیک کړ او د دغه تړون په اساس خسرو مورین ته بین النهرین، ارمنستان او گرجستان ورکړ. په ۵۹۱ کال کې خسرو د مورین سره پر بهرام چوبین برید وکړل او د دجلې په جگړې کې د خسرو پوځ بهرام چوبین ته ماته وړکړه او بهرام چوبین آذربايجان ته تیښته وکړه. مگر کله چې د خسرو پوځ آذربايجان ته ورسېده نو د بهرام چوبین پوځ ته یی بیا ماته ورکړه او بهرام چوبین مجبور شو چې ترکیه ته وتښتی. مگر په ۵۹۲ کال کې هغه د خسرو د جاسوسیانو لخوا وژل شو.

د موریس وفات

په ۶۰۲ کال کې امپراطور موریس د قوماندان فوکاس لخوا وژل شو او قوماندان فوکاس د روم امپراطور شو. کله چې خسرو ته دغه خبر ورسېده نو خسرو لوی پوځ ټول کړ او د فوکوس پر امپرطوری یی یرغل وکړ. خسرو ځواکونو په ۶۰۵ کال کې په بین النهرین کې مهم ښارونه ونیو. خسرو پر عربستان هم برید وکړ . په ۶۰۴ کال کی د ساسانیانو پوځ د عربانو سره ونښت. په دی جگړې کې د ساسانیانو پوځ ماته وخورله. په ۶۱۰ کال کې هراکلیوس د روم امپرطور شو. هراکلیوس غوښتل چې د خسرو سره سوله وکړي مگر خسرو دغه سوله رد کړه. تر څو میاشتو وروسته سوریه د خسرو لاس ته ورغله او اردو یی هم اورشلیم ونیول او په ۶۱۹ کال کې د خسرو قوماندانان شهین او شهربراز مصر ته ورسېدل.

د خسرو وفات

د ساسانیانو وتکمني د خسرو پرویز د حکومت په وخت کې

په ۶۲۷ کال کې د نینوا په جگړې کې د خسرو اردو د هراکلیوس لخوا ماته وخورله. تر جگړې وروسته خسرو د خپل زوی قباد لخوا پرزول شو او په زندان کې ووژل شو. تر خسرو وفات وروسته د ساسانیانو نوی حکمران قباد ۲ د شرقي روم اپراطوری سره د سولې تړون لاسلیک کړ.