تیسفون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
دوتنه:Ctesiphon, Iraq (2117465493).jpg
د خسرو ۱ مانۍ په عراق کی

تيسفون د ۲۴۷ کال عیسوی سینی مخکې څخه تر ۶۵۱ کال پوری د بین النهرین په سیمې کې داشکانیانو او ساسانیانو پخوانی پایتخت (پلازمېنه) وو. دغه ښار د دجلې په گیڼ غاړې کی په عراق کی پروت وو. تيسفون د بغداد څخه د ۳۲ کیلومترو په واټن کی پروت دی

تاریخ[سمول]

د تاریخپوهنو په نظر تيسفون د اشکانیانو لښکرگاه وو. په ۱ پېړۍ عیسوی سینی مخکې دغه ښار د اشکانیانو پایتخت شو. په دی وخت کی کلا جوړه شوه. د اشکانیانو – رومانیانو د جگړو په وخت کی په ۲ پېړۍ کی تېسفون د روم د پوځونو لخوا ونیول شو. د ساسانیانو د حکومت په وخت کی اردشیر پاپاکان تيسفون ته د وه اردشیر (د ښه – ستر اردشیر) نوم ورکړ. په ۶ پېړۍ کی خسرو ۱ یوه عظیمه ماڼي جوړه کړه. دغه ماڼی په اوس وخت کی د طاق كسرى په نوم یادېږي. دغه مانی په ۱۸۸۸ کال کی د سیلاب لخوا ویجاړ شو. په ۶۳۸ کال کی د قادیسیا تر جگړې وروسته د ساسانیانو وروستی شاهنشاه یزگرد ۳ د تيسفون د پلازمېنې څخه تېښته وکړه او دغه ښار د خلیفه عمر لاس ته ورغله. د امویانو خلیفو د حکومت په وخت کی تېسیفون د شیعه گانو مهم مرکز شو.