شاپور ۱

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

شاپور ۱
زېږېدنه ۲۰۵
مړينه ۲۷۱
کوړنی د ساسانیانو کورنی
پلار اردشیر پاپاکان
پیرو هرمز ۱
دبیشاپور کلا

شاپور ۱(په پهلوي کې: - تلفظ:شَهپُهْر ) د ساسانیانو د کوړنی څخه یو مشهور حکمران او فاتح وو. پلار یی اردشیر پاپاکان چی د ساسانیانو د کورنی بندسټ ایښودونکی وو. شاپور په ایران کی ډير ښارونه او کلی تاسیس کړ او د رومانی امپراطوری په خلاف یی جگړه کوله.

جگړې

شاپور ۱ د اردشیر پاپاکان تر لاس اخیستلو (استعفاء ورکولو) وروسته د ساسانیانو د واکمنی شاهنشاه (حکمران) شو. په دی وخت کی د ساسانیانو واکمنی د رومانی امپراطوری په خلاف جگړه کوله. په ۲۴۳ کی نوی جگړه پیل شوه او د رومانی پوځ د ساسانیانو د اردو لخوا ماته وخوړله. تر جگړې وروسته نوی رومانی امپراطور د شاپور سره سوله وکړه او هر کال یی شاپور ته پیسې او باج ورکولی.
په ۲۵۲ کال کی شاپور ارمینیا ونیول او پر وروستی رومانی سیمی یی برید وکړ. په ۲۶۰ کال کی د ایدیسا د ښار نژدې شاپورد رومانی پوځ سره ونښتل او په جگړه کی یی رومانی امپراطور ونیول. رومانی امپراطور چی نوم یی والیریان وو د ساسانیانو په زندان کی یی مړ کړ.شاپور د خپلو بریو په هکله په ډبره کی مظمون هک کړ چی په اوس وخت کی د نقش رستم د څلی په نوم یادېژی.
شاپور د مذهبی نظره ډېر زغمناک حکمران وو. هغه د ساسانیانو په واکمنی کی ډېر ښارونه تاسیس کړل. په ۲۶۶ کال کی شاپور د فارس په ولایت کی یو ښار جوړ کړ. دغه ښار د بیشاپور په نوم یادېږی چی په ساسانی فارسی ژبه وه شهپهر (Veh Sháhpuhr) ویل کیږی او د ښه – ستر شاپور معنی ورکوی. بیشاپور د ساسانیانو واکمنی یو پایتخت وو او د رومانی اسیران لخوا جوړ شو. د ښار په مرکز کی یوه ستره کلا وه. دغه کلا د قلعه دختر په نوم یادېږی چی په اوس وخت هلته یوازې ویرانه پاتی ده.
په ۳ پیړی کی شاپور د خراسان رضوی په ولایت کی یو ښایسته ښار جوړ کړ چی په اوس وخت کی د نیشاپور په نوم یادېږی. د نیشاپور نوم په ساسانی فارسی ( Névsháhpuhr) د زړه ور شاپور معنی لری.شاپور په ۲۷۱ کال کی وفات وکړ.

سرچینې