گندهارا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د گندهارا پیر د بودا (پژۍ

گندهارا (سانسکرېت: गन्धार ) په پاړسي چې د وادي هند [۱] په نامه پېژندل کېږي، د مهاجناپادا لرغونې بادشاهي (د نن ورځې پښتونخوا او ختیځ افغانستان) تېره شوې. گندهارا د کابل پر سیند پرته جلالکوټ، پېښور، سوات، مردان (تخت بايي)، چارسده، ټکسلا او پټوهار پراخه سیمه باندې پروت و. ددې بادشاهۍ اصلي ښارونه له پروشاپور (پېښور) [۲]، چې (د سړي د ښار) نامه دی، تکشاشیلا (نننۍ ټکسلا)،[۳] او همدا ددې لرغوني تمدن ټاټوبې و. د گندهارا یادونه په لرغونو ویدي سندرو او د بودا په ویناوو کې د رڼاگانو د ځای په مانا راغلې دی. چینایي گرځندوی هیون سانگ چې ددې سیمو په زیارت راوتلې و، ددې سیمې یادونه په ښه تفصیل سره کړې. د هندي فلسفې نامتو فیلسوف کوټلیا چانکیا په هغه پیر کې ژوندې و، کله چې ستر سکندر په ټېکسلا برید وکړ... د کوشانیانو پیر ددې واکمنۍ یو زرین پیر پېژندل کېږي.

د کنېشکا واکمن په پیر کې د گندهارا تمدن خپل لوړو پوړیو ته ورسېد. گندهارا د بودیزم د دیني ښوونو منځۍ وگرځېد، او خلک به له لری، لری واټنونو څخه دې ځای ته د زده کړې لپاره راتللل پیل شول. یوناني، پارسي تمدنونو هم د گندهارا په لرغوني تمدن باندې یو څه اغیز پرېښود. د گندهارا بادشاهي له شپږمې مخزېږدې پېړۍ څخه نیولې تر ۱۱مې زېږدې پېړۍ پورې شتون درلود. لدې پیر څخه وروسته په ۱۰۲۱ زېږدې کې دا پراخه سیمه د افغان بادشاه سلطان محمود غزنوي تر ولکې لاندې راغله. او لدې څخه وروسته د گندهارا نوم مخ په ورکېدو شو. د افغان واکمنو پر پیر کې به دا پراخه سیمه له کندهار، غزني، غور او بیا په وروستي وخت کې له کابل څخه اداره کېده. د مغولو په پیر کې دا سیمه د کابل د والي لخوا اداره کېده.

جغرافيه[سمول]

افغانان د ویدي پیر څخه مخکې هم د کابل سیند (کوبا یا کابول) پر غاړه تر اباسینده پورې ودان ول. وروسته بیا د هندي پنجاب شمالي اترپردیېش ایالت ځینې برخې هم په گندهارا کې ورگډې شوی، او پدې توگه گندهارا د یو نړویال سوداگریزو چارو منځۍ وگرځېد. دا وخت گندهارا د پارس او منځني اسیا ترمنځ د یو مهم اړیکتایي چېنل په توگه مخې ته راغې.

د گندهارا بریدونه (سرحدونه) د وخت په تېرېدو سره ادلون بدلون موندلې. کله به د پېښور او ټېکسلا ښارونه به په ټولیز ډول د گندهارا د ټاټوبي په نامه یادېدل، کله به د سوات دره (سانسکرېت سوَستُو) هم پدې ستر لرغوني مدنیت کې راشامله شوه.

د گندهارا د لرغونۍ او تاريخي سيمي جغرافياى موقعيت او تاريخي شاليد

18.11.2011 11:59 څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار :

د گندهارا د لرغونۍ او تاريخي سيمي جغرافياى موقعيت او تاريخي شاليد[سمول]

گندهارا د افغانستان هغه لرغونۍ او تاريخي سيمه ده ، چې ډير اوږد تاريخ لري ، او د تاريخ په اوږدو کې دا سيمه د اقتصادي او فرهنگي له پلوه د اهميت وړ سيمه تيره شوې ده . دې سيمې په اوسنۍ زمانه کې هم خپل اقتصادي او فرهنگي ارزښت له لاسه نه دى ورکړي . په دې لنډه ليکنه کې ددې سيمې د جغرافياي موقعيت په اړه به لنډه څيړنه وکړم . د گندهارا تاريخي سيمه د کابل سيند د پيل نه تر پايه پورې ټولې سيمې چې ددې سيند شاوخوا ته پراته دي راځي . د گندهارا د جغرافيايي موقعيت په اړه ډيرو پوهانو او محققينو د لرغوني معتبرو منابعو له مخې څېړنې ترسره کړي دي او ددې څېړنې په نتيجه کې دا ثابته شوې ده چې د گندهارا سيمه همدغه د کابل سيند شاوخوا سيمې دي . د افغانستان نامتو لرغون پيژندونکي او مورخ ښاغلي علي احمد کهزاد ددې سيمې د جغرافيايي موقعيت په اړه ليکي : (( د گندهارا سيمه د کابل د دري څخه تر پيښوره پورې ټولي سيمې په برکې نيسي ، د کابل سيند او د هغه مرستيالان ددې سيمې څخه تيريږى. گندهارا د پراخو ورشوگانو او ځنگلي سيمو په لرلو سره د حيواناتو د روزلو لپاره ډير مساعد ځاى دى او ددې ځاى اوزې په ډيرو لرغونو سندرو کې ستايل شوي ده )) (١) .

د گندهارا سيمه د تاريخ په مختلفو دورو کې په مختلفو نومنو ياد شوى دى . پوهنوال رسول باورى ددې سيمې د مختلفو نومونو او همدارنگه ددې سيمې دستر فرهنگي مرکز په اړه داسي ليکي : ((پخواني مورخينو او پوهانو د لرغوني افغانستان ختيځي چې د اوسنې هند تر شمالي څنډو رسيدلې، د گندهارا په نوم يادي کړي دي . يوناني مورخ هير و دوت او سترابون د گندهارا سيمه په خپلو آثارو کې د گنداريس په نوم ثبت کړي ده ، چې د کابل او کنړ تر منځ پرتې سيمي يې په برکې نيولي . ددې سره سره چې د مقدوني اسکندر په دوره کې د گندهارا نوم نه دى ياد شوى ، خو د يونان و باختري دورې حکمرانانو په آثارو کې چې د لرغوني افغانستان پرټولو حدودو واکمن وه . دا سيمه د گنداراتي (Gandarati) او يا گنداروا (Gandarwa) په نوم ياده کړيده ، چې ناگاهارا ( ننگرهار ) ، کوهش ( کونړ ) ، پورا شاپورا ( پيښور ) ، سراسواتى ( سوات ) سيمې پکښې شاملي دي.

د گندهارا يو ستر فرهنگي مرکز د اوسنې جلال آباد مرکز ته څيرمه د هډي سيمه ده ، چې په پخوانيو متونو کې د هيلو په نوم ياده شويده . هيلو د لرغونو بودايانو د تبرک ځاى او د هغو د عبادت سترټاټوبۍ وو . په هغو يو نليکونو کې چې د چيني زايرانو څخه راپاته دي ، ددې سيمې په هکله په زړه پورې او ارزښتمن معلومات شته . فاهيان لومړنۍ چيني زاير و چې په ٤٢٠ ميلادي کال يې د هډي ليدنه کړيده . له هغه وروسته سوينگ يون په ٥٢٠ ميلاد کال کې هډي ته راغلى او نامتو چيني زاير هوونتسنگ په ٦٤٠ ميلادي کال هډه ليدلې او په دې اړوند زيات مطالب په خپلو ليکنو کې ثبت کړيدي )) (٢) .

اکاديميسن پوهاند عبدالشکور رشاد د لرغوني منابعو په استناد د گندهارا د جغرافيوي موقيعت او ددې سيمې د مساحت په اړه داسې ليکي : (( گندهارا د افغانستان يوه ډيره زړه ، تاريخي او پخواني سيمه ده ، چې پخپل وخت کې د علم او مدنيت زانگو بلل کيدله او د گندهاري مدنيت په نامه يو مدنيت ياديږي . هيوان څانگ او فاهيان د گندهارا د سيمې اوږده چې له شرق څخه غرب ته دى زر ((ليه)) ښيي او سور يې چې د سوات له لمنو څخه بيا تر کوهاټه پورې رسيږي ، اته سوه ((ليه)) ښيي ، خو دغه اندازه چې مونږ په خپل حساب باندې را واړوو ، له زرو ((ليو)) څخه يو سلو شپږ شپيته ميله او له اته سوه ((ليو)) څڅه يوسلو دري ديرش ميله جوړيږى . د اساحه دوى گندهارا بللې او د گندهارا شرقي سيمې يې لغمان او ننگرهار ښودلي او دا شرط هم دوى ذکر کړى ، چې د کابل رود د واړو خواوو آبادۍ ته گندهارا وايي او د کابل رود يې په منځ کې بهييږي )) (٣).

د افغانستان يو بل نامتو مورخ مير غلام محمد غبار د گندهارا د تاريخي سيمې د جغرافيوى موقعيت په اړه ژوره او هر اړخيزه څيړنه کړى ده ددې سيمې د موقعيت په اړه داسي ليکي : د گندهارا ولايت د افغانستان په ختيحه برخه پروت دى . د هغه ختيځ لور ته يې د سند سيند ، لويديځ لور ته يې د هندوکش غرونه ، سوېل لورته يې د پاختيا ( پکتيا ) ولايت او زابل او شمال لور ته يې چترال ، نورستان او پنجشير پروت دى . د گندهارا په مربوطاتو کې د پيښور ، اتک ، هشنغر ، سوات ، باجوړ ، بونير ، کابل ، لوگر ، وردک او کاپيسا سيمې دي . د گندهارا ډير لرغوني ښار بگرام دى . د گندهارا پورې مربوط نورې سيمې په لاندې ډول دي : کابل ، پيښور ، اتک ، چاريکار ، نوښار ، برکي راجان ، جلال آباد ، تکري ، مندرور ، د لغمان چهار باغ ، اسمار ، ښيوه او شيگي ، چغه سراى ، لعل پور ، جلالر ، شب قدر ، ديره ، امبيله ، تره کي ، ميان قلعه ، ناوه گى او نور (٤) .

د پورتنيو ليکنو څخه د گندهارا د لرغوني سيمي جغرافيايي موقيعت څرگند شو . د گندهارا سيمه د کابل سيند د پيل څخه تر پايه پورې د سيند دواړو خواوې ټولې علاقې پکې شامل دي . همدارنگه هغه سيندونه چې د کابل سيند سره گډيږي . ددې سيندونو شاوخوا ټولې علاقې د گندهارا سيمې پورې تړلې ده .

د گندهارا لرغونې سيمه د ښه جغرافيايي موقعيت او آبادي ځمکي له امله د تاريخ په اوږدو کې د بهرنيو يرغلگرو د يرغلونو مرکز و . د ميلاد څخه ډير کلونه پخوا د سکندر مقدوني د زمانې څخه تر معاصري دوري پورې په دې سيمه کې بهرني يرغلگرو خپلو يرغلونو ته دوام ورکړي دى . د گندهارا په سيمه کې ددې يرغلونو لړۍ ډير اوږد تاريخ لري ، په دې برخه کې د گندهارا په سيمه باندې د تاريخ په مختلفو د ورو کې د ځينو مهمو بهرنيو يرغلونو په اړه لنډ معلومات وړاندې کيږي .

په ويدي سرودنو کې د گندهارا سيمه :[سمول]

ويدي سرودنه د افغانستان او سيمې د لرغونو تاريخي منابعو څخه شميرل کيږي . ويدي سرودنه نژدې دوه زره کاله مخکې د ميلادنه ليکل شوى ده . په دې سرودنو کې د افغانستان او سيمې د تاريخ او جغرافي په اړه په زړه پورې معلومات وړاندې کړى ده . په ويدي سرودنو کې د گندهارا د لرغوني سيمې د سيندونو او ددې سيمې د اقتصادي اهميت په اړه هم ډير موضوعات لري .

(( د ريگويد په سردونو کې د افغاني سيمې د ډيرو سيندونو يادونه شوې ده لکه سنده هو ( سند ) ، کوبها ( کابل ) ، گوماتې ( گومل ) ، کرومو ( کورم ) ، سويتي ( سوات ) ورکه ( کونړ ) رودونه او گندهارا ( کابل مجرا ) )) (٥)

د (( ريگ ويدا سرودونه )) په تفصيل سره د کابل سيند او د هغه د مرستيالانو په اړه يادونه کوي . د گندهارا سيمه ، چې د کابل درې څخه پيليږي او تر پيښوره پورې دوام کوي د کابل سيند او د هغه مرستيالان ددې سيمې څخه تيريږي د کلکتې کالج د تاريخ استاد (( شاندارس )) د ريگ ويدا د سرودونو له مخې د گندهارا سيمه داسي معرفي

کوي : دغه سيمه يوه حاصلخيز سيمه ده ، د اوزو او پسونو رمې پکې ډيرې دي . ددې ځاى څاروى د اسکندر مقدونې تر زمانې ، حتى تر ننه پورې شهرت لرى (٦)

د پوتنيو معلوماتو نه څرگنديږي چې د گندهارا لرغونې سيمه نژدې ٢٠٠٠ کاله د ميلاد مخکې چې په تاريخ کې د ويدي مدنيت په دوره ياديږي د اهميت وړ سيمه تيره شوې ده او د هم هغه زمانې نه تر اوسه پورې خپل جغرافيوي او اقتصادي ارزښت له لاسه نه دى ورکړى .

د گندهارا پر سيمه باندې د اسکندر مقدوني يرغلونه :[سمول]

يونانى پاچا سکندر مقدوني د نورو سېمو د نيولو څخه وروسته په ٣٣٠ قبل ميلاد کې د افغانستان خواته خپل يرغلونو ته دوام ورکړ . د افغانستان د نورو سيمو د نيولو څخه وروسته د گندهارا د لرغوني سيمې د نيولو لپاره ملا وتړله . د گندهارا پر سيمه باندې د سکندر مقدوني د يرغلونو په اړه پوهاند عبدالحى حبيبى داسې ليکي : (( سکندر دپارو پاميزاد د خاواک درې له لارې کاپيسا ته و اوښت ، نيکاتور يې د هغه ځاى حکمران وټاکه او د کابل د ناوې حکمراني يي تير ياسپ ته وسپارله ، دى د درو نټې له لارې د کونړ ناوې ته ورغى او له هغه ځايه څخه اسمار ، باجوړ او جندول ته لاړ ، خو د لارې په هره برخه کې خلکو جگړې ورسره وکړې .

په هغه جگړه کې چې د کونړ له اسپيزو (( غالباً او سنيو يوسفزيو )) سره يې وکړه ، څلويښت زره بنديان او دوه سوه او ديرش زره غوايي يې په چور او چپاول ونيول او هغو لښکرو چې د هفستيون او پرديکاس په مشرۍ د کابل سيند له لارې د ټکسيلا د پاچا (( امپهى )) په لارښوونه د پيښور او چار سدى او ويهند د سيمو د نيولو لپاره استول شوې وې ، هغه سيمې تر سنده ونيولې .

سکندر د کونړ په سيمو کې تر باجوړ پورې د پښتنو له خورا کلک مقاومت سره مخامخ شو ، د هغو سيمو په جگړو کې دوه ځله ټپې شو )) (٧)

د گندهارا د لرغونې سيمې موقعيت د کابل سيند او د هغه د مرستيالانو شاوخوا سيمې په برکې نيسي . د کاپيسا ، د رونټې ، کنړ ، اسمار ، باجوړ ، پيښور او چار سدي سيمې د گندهارا د مهمو سيمو څخه شميرل کيږي . سکندر مقدوني ددې سيمو د نيولو لپاره ډير مالي او ځاني تلفات ورکړل او د سيمې خلکو ته هم ډير مالي او ځاني زيانونه ورسول . په پاى کې د همدې سيمې د خلکو د کلک مقاومت سره مخامخ شو او په همدې ځاى کې ټپي او د ماتي سره مخامخ شو .

د گندهارا سيمه د کوشاني پاچاهانو په دوره کې :[سمول]

کوشاني پاچاهانو د افغانستان او سيمې د مهمو پاچاهانو له جملې څخه شميرل کيږي . دغه پاچاهان د ٤٠ نه تر ٢٢٠ ز کاله پورې په افغانستان حاکميت درلود ، چې ددوي د حاکميت مهمې سيمې د گندهارا سيمې تشکيلوي .

(( په افغانستان کې د کوشاني پاچاهانو له جملې څخه ډير نامتو پاچا (( کانيشکا ))[سمول]

و ، چې د ١٢٠ ز کال نه تر ١٦٠ ز کاله پورې پاچاهي وکړ . دا پاچا د لرغوني افغانستان پلازمينه د هندوکش د شمال نه د هندوکش جنوب لور ته را نقل کړ ، په کاپيسا کې بگرام د هغه د اوړي مرکز او پيښور د هغه د ژمي مرکز و )) (٨)

په دې ترتيب سره د کوشاني پاچاهانو د اوړي او ژمي مرکز د گندهارا سيمه شوه ، په همدې دليل د کوشاني دورې پورې مربوط ډير لرغوني آثار د همدې ځاى څخه لاسته راغلي دى او دا سيمه ددوي د حاکميت مرکزي او مهمه سيمه وه په کوشاني دوره او ځانگړي توگه د کنشکا پاچا په دوره کې د گندهارا د سيمې د مدنيت او تاريخي د اهميت په اړه اکاديميسن پوهاند عبدالشکور رشاد داسې ليکي : (( د گندهارا را صنعت د باختر او يوناني صنعت په سلسله کې خو را هم مدنيت و . دلته د صنعت يو خاص مکتب راوتلى دى ، چې هغه د هدې په هغو مجسمو کې چې پخواوې ښکاره کيده او هغه ته د گندهارا صنعت ويل کيده ، گندهارا خو د افغانستان د خورا لوى شاهنشاه کنشکا د ژمي پايتخت و ، هغه به په ژمي کې پيښور ته ورغى او هلته به اوسيده . کوم وخت چې کنشکا بودايي دين قبول کړ ، بيا پس له هغې څخه يې دغه اختلافات چې په بودايي دين کې منځ ته راغلى وو ، ددې د رفع او دفع لپاره يې لومړى معلومه لويه جرگه جوړه کړه . زمونږ د تاريخ لومړى معلومه لويه جرگه په گندهارا پورې اړه لري ، چې پنځه سوه کسه ورته راغوښتل شوي و )) (٩)

د پورتنيو معلوماتو او څيړنو نه دې نتيجې ته رسيږو ، چې د گندهارا سيمه نه يوازې چې يوه زراعتي سيمه وه او د زراعت او مالدارۍ لپاره مساعده سيمه وه و بلکې دا سيمه د پخوا زمانو نه لا تر اوسه پورې يو علمي او فرهنگي سيمه هم تيره شوى ده . ددې سيمې څخه د لرغونو آثارو د موندلو نه وروسته دا ثابته شوى ده چې دا سيمه د تاريخ په مختلفو د ورو کې د لويو پاچاهانو مرکز او د اسلام نه مخکى د پخوانيو مذهبونو مرکز او همدارنگه د اقتصادي بنسټونو د مرکز په توگه پاتي شوى ده .

د گندهارا سيمه د يفتليانو په زمانه کې (٤٢٠- ٥٦٥ ز )[سمول]

په افغانستان کې د ٤٢٥ ز کال نه تر ٥٦٦ ز کاله پورې د يفتليانو واکمنۍ پورې مربوطه ده . په تاريخونو کې يفتلي پاچاهانو د هياطله يا هيطل په نومونو هم ياد شوي دي . په دې دوره کې د گندهارا سيمه د کوشاني پاچانو پر ځاى د يفتلي پاهانو حاکميت تر لاسه کړ . په دې برخه کې مير غلام غبار داسې ليکلى : (( په پنځمه ميلادي پيړى ( ٤٣٠ ز ) کال کې په افغانستان کې د هياطله دولت د حاکميت په ټينگيدو سره په گندهارا کې د کوشاني دولت تشکيلات له منځه ولاړل او د نوي دولت حاکميت په گندهارا او ټول افغانستان کې ټينگ شو . په افغانستان کې ددې دولت حاکميت تر شپږمې ميلادي پيړۍ ( ٥٦٥ ز ) کاله پورې دوام وکړ . په افغانستان کې د هيطل دولت له ړنگيدونه وروسته د گندهارا په سيمه کې مختلفې سيمه ييزى واکمنۍ را منځته شوې . په ټولو کې د کابل رتبيل شاهانو سلسله ډير غښتلي پاچاهي و ، چې تر نهمې ميلادي پيړۍ پورې دوام وکړ . په دې ټوله دوره کې د گندهارا په سيمه کې خلک د بودايى دين منلي و )) (١٠)

د گندهارا تاريخى سيمه د لرغونې زمانې نه تر اوسه پورې د تاريخ په مختلفو دورو کې خپل سياسي ، اقتصادي او جغرافيايي اهميت له لاسه نه دى ورکړى ، ځکه چې د ژوند ډير مهم ضرورتونه د اوبو څخه تامينيږې او ددې سيمې د پيل نه تر پايه پورې د کابل په اوږدو کې پريمانه او به بهيږى . او سمهال ددې سيمې د پيل نه تر پايه پورې د بې شماره بندونو د جوړيدو امکانات ليدل کيږي که ددې سيندونو د پاسه د بريښنا بندونه جوړ شي د ټول افغانستان د بريښنا اړتيا ليرې کيږي . د بريښنا د توليد په څنگ کې په دې سيمه کې د کانالونو د جوړيدو او د کبانو د روزلو لپاره ډير ښه شرايط برابر دي .

منابع او ماخذونه[سمول]

(١)- على احمد کهزاد ، تاريخ افغانستان ، جلد اول ، دوم و سوم ، انتشارات ميوند ، ١٣٨٤ هـ ش ، کابل ، (ص ٥٢) .

(٢)- پوهنوال رسول باورى ، لرغونى افغانستان ، کابل ، ١٣٨٨ هـ ل ، ( ١٢٦ مخ ) .

(٣)- د سيمو تاريخي جغرافيه ، اکاديمسين پوهاند عبدالشکور رشاد ، ميوند کلتورى ټولنه ، کندهار ١٣٨٤ هـ ل ، ٢٠٠ مخ .

(٤)- مير غلام محمد غبار ، جغرافياى تاريخى افغانستان ،انتشارات ميوند،١٣٨٢ هـ ش کابل ، ص ٦٩ .

(٥) پوهاند عبدالحى حبيبى ، د افغانستان لنډ تاريخ ، ژباړن : عبدالروف بينوا ، دانش خپرندويه ټولنه ، پيښور ، ١٣٨٢ هـ ل ، ( ١١ مخ ) .

(٦) على احمد کهزاد ، تاريخ افغانستان ، جلد اول ، دوم و سوم ، انتشارات ميوند ، کابل ١٣٨٤ هـ ش ، ( ص ٥٢ ) .

(٧) پوهاند عبدالحى حبيبى ، د افغانستان لنډ تاريخ ، ژباړن : عبدالروف بينوا ، دانش خپرندويه ټولنه ، پيښور ، ١٣٨٢ هـ ل ، ٤٧ مخ .

(٨) مير غلام محمد غبار ، افغانستان در مسير تاريخ ، کابل ، ١٣٤٦ هـ ش ( ص ٥٠ ) .

(٩) اکاديمسين پوهاند عبدالشکور رشاد ، د سيمو تاريخي جغرافيه ، ١٣٨٤ هـ ل ، کابل ( ٢٤ مخ ). (١٠) مير غلام محمد غبار ، جغرافياى تاريخى افغانستان ، انتشارات ميوند ، کابل ، ١٣٧٨ هـ ش ، ( ص ٧٥)

سرچینې[سمول]

  1. Tale Our Word For It: Spotlight on Topical Terms
  2. from Sanskrit puruṣa= (primordial) man and pura=city
  3. انسايکلوپېډيا بريټانيکا: گندهارا