Jump to content

د غلغلې ښار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د غلغلې ښار
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۰°۳۴′۳۶″شمال ۶۲°۰۵′۲۶″ختیځ / 30.5767°شمال 62.0906°ختيځ / 30.5767; 62.0906 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

د غلغلې ښار (پارسي ژبه: شهر غلغله‎ ) چي د سر او تار په نوم هم یادیږي، [۱] د لرغوني افغانستان اړوند د سیستان په نیمروز ولایت کي یوه تاریخي او لرغوني سیمه ده، چي اوس مهال د ایران ، افغانستان او پاکستان ځیني برخي په ځان کي رانغاړي. [۲] [۳] په دې ښار کي پرتې کنډوالې ممکن د طاق د لرغوني ښار کلا وي چي د منځنۍ پیړۍ له اسلامي سرچینو څخه پیژندل سوی دی.

د غلغلې ښار په پخواني افغانستان کي د سیستان د ساکا قوم ځمکه وه چي شاوخوا دوې پیړۍ یې دلته ژوند کاوه.[۲]

په افغانستان کي د تیري ۴۰ کلني جګړې له امله اوس مهال د نیمروز ولایت د تاریخي اثارو ساتني او بیارغوني ته د اړوندو چارواکو له لوري نه پاملرنه د غلغلې د ښار په ګډون نږدې ټول تاریخي ابدات د ویجاړیدو له حالت سره مخ کړي دي. [۴]

تاریخ

[سمول]

د غلغلې ښار د لومړي ځل لپاره شاید د هخامنشي واکمنۍ په دوره کې جوړ سوی وي، [۲] خو د وخت په تیریدو سره یې یادګارونه د بېلابیلو طبیعي او غیر طبیعي عواملو له امله ویجاړ سوي دي.

د هلمند سیستان پروژې په ترڅ کي په دې سیمه کي د امریکا او افغان لرغون پېژندني یوې ګډي ډلي چي له 1971 څخه تر 1979 کلونو پورې یې کار کاوه، د یادي سیمي هغه پاتې اثار چي په سیستان کي د اسلامي دورې تاریخ په ډاګه کوي وپلټل. ویل کیږي چي دا هغه اثار وه کوم چي په نهمه یا لسمه زیږدیزه پېړۍ کي د سفاري پاچاهانو لخوا جوړ سوي وه. دلته د یوې کلا او ماڼۍ سربیره شمال لوري ته یو جومات، بازار او کاروانسرای او په ختیځ کي د پراخو کورونو لړۍ رامنځ ته سوۍ وه. [۵] د لرغونپوهانو له خوا د کلا کيندنو پر مهال معلومه سوه چي شته اثار په دې سيمه کي د اسلام څخه مخکي دوو دورو کي چي يو ساسانيان او بل پارتيان وه رامنځ ته سوي دي. [۵] په پاته اثارو کي یو څو پوړیزه ماڼۍ ښايي د صفاري واکمنۍ یوازینۍ پیژندل سوې ودانۍ وي چي اوس هم شتون لري. دا ماڼۍ پخپل غیر معمولي جوړښت سره د پخو خښتو د سرپټین بهرنی دیوال، غیر مربع کونجونو، او له مرکز څخه په امتداد د کلا په ختیځه څنډه کي موقعیت لري. د لرغوني افغانستان په دغه سیمه کي د غزنوي او غوري واکمنیو اثار هم موجود وه، چي وروسته د چنګیزخان او ګوډ تیمور لښکرو ویجاړه کړه، خو ځیني اثار یې وروسته بیرته د تیمور د اولادونو له لوري ورغول سوه.

  1. . 2019-04-14. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ . 2020. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  3. {{cite web}}: Empty citation (help)
  4. https://pajhwok.com/2022/07/30/nimroz-historical-sites-on-the-brink-of-destruction/. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help); Unknown parameter |Date= ignored (|date= suggested) (help); Unknown parameter |Publisher= ignored (|publisher= suggested) (help); Unknown parameter |Title= ignored (|title= suggested) (help)
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ {{cite web}}: Empty citation (help)