Jump to content

صفاریان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
صفاریان
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځايي ژبې
هېواد
  • افغانستان
  • ايران
  • بلوچستان
دین
اړين مالومات
د ړنګېدو وخت
۱۰۰۳ (Gregorian) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخه د
جوړښت
بنسټګر

د صفاریانو لړۍ د سیستان د سني افغانانو یوه لړۍ وه چې له ۸۶۱ ز کال څخه یې تر ۱۰۰۳ ز کال پورې له خپلې پلازمېنې زرنج څخه د افغانستان او خراسان په ډېرو برخو واکمني کړې. دغه لړۍ له لومړنیو اریایي بومي لړیو څخه ده چې له اسلامي فتوحاتو وروسته رامنځته شوه. د یادي لړۍ بنسټ اېښودونکی یعقوب بن لیث صفار و چې په ۸۴۰ ز کال کې د کرنین (قرنین) په کوچني ښارګوټي کې زېږېدلی چې ختیځ ته یې د افغانستان زرنج او لویدیځ ته یې بست ښارونه پراته دي.

یعقوب چې په اصل کې د سیستان و او وړاندې له دې چې د جګړې د مشر په توګه راڅرګند شي مسګري (صفاري) یې کوله. هغه د سیستان سیمه تر خپل کنټرول لاندې راوسته او د پارس (اوسني ایران)، افغانستان او همدارنګه یې د معاصر پاکستان، تاجکستان او ازبکستان ډېرې برخې ونیولې.

صفاریانو له خپلې پلازمېنې زرنج ښار څخه د ختیځ او لویدیځ پر لور د بریدونو د ترسره کولو په موخه د یوې پوځي اډې په توګه کار اخیست. هغوی په پیل کې د هندوکش په سوېلي برخو برید وکړ او بیا یې د افغانستان د طاهریانو لړۍ له منځه یووړه او خراسان یې په ۸۷۳ ز کال کې خپل کړ. د یعقوب د مړینې پر مهال هغه د کابل دره، سند، تخارستان، بلوچستان، کرمان، پارس، خراسان فتح کړي وو او نږدې و چې بغداد ته ورسېږي خو د عباسیانو له خوا یې ماته وخوړه.

د صفاریانو لړۍ د یعقوب له مړینې وروسته چندان دوام را نه وړ. د هغه ورور او ځای ناستی، عمر بن لیث په ۹۰۰ ز کال کې د بلخ په جګړه کې د اسماعیل ساماني پر وړاندې ماتې وخوړه. عمرو بن لیث اړ شو چې خپلې ډېرې تر واک لاندې سیمې نوو واکمنانو ته پرېږدي. صفاریان یوازې د خپلې واکمنۍ په زړه یعنې سیستان کې پاتې شول او د وخت په تېرېدو د دوی واکمني د سامانیانو د پاتې شونو او د دوی د ځای ناستو له خوا له زوال سره مخ شوه.

بنسټ اېښودل

[سمول]

د صفاریانو لړۍ د مس ګر یعقوب بن لیث صفار (یعقوب، د لیث زوی، مس ګر) له خوا چې زرنج ښار ته یې کډه کړې وه رامنځته شوه. هغه خپل کسب پرېښود څو کاکه یا عیار ترې جوړ شي چې په پایله کې یې دا قدرت ترلاسه کړ چې د یو خپلواک واکمن په توګه عمل وکړي. هغه له خپلې پلازمېنې زرنج څخه د ختیځ پر لور د رخج (اراکوزیا)، زمینداور او بالاخره د کابل په لور حرکت وکړ او په ۸۶۵ ز کال کې یې زنبېلیانو او هندو شاهانو ته ماته ورکړه. هغه په بامیان، بلخ، بادغیس او غور برید وکړ. هغه د اسلام تر نوم لاندې هغه سیمې چې د بودایي قبیلوي مشرانو له خوا اداره کېدلې فتح کړې. هغه په دغو بریدونو کې په زیاته کچه غنایم او غلامان ترلاسه کړل. نانسي دوپري په خپل کتاب د افغانستان تاریخي لارښود کې د یعقوب فتوحات داسې تشرېح کوي:

صفاریانو وکولای شول په پنجشېر دره کې د سپینو زرو له کانونو څخه د سپینو زرو سکې ووهي.[۱]

پراختیا

[سمول]

په ۸۷۰ ز کال کې هغوی طاهري لړۍ ته اړوند هرات ښار ونیو او په بادغیس سیمه باندې د هغوی برید د خوارجو د نیولو لامل وګرځېد چې وروسته یې د هغه په لښکرو کې د جاش الشورات ډله رامنځته کړه. له دې وروسته یعقوب خپل پام لویدیځ ته واړاوه او په خراسان، خوزستان او پارس یې بریدونه پیل کړل. صفاریانو وروسته له هغی خوزستان او د سویلي عراق یو شمېر برخې ونیولې چې په ۸۷۶ ز کال کې د عباسیانو د واکمنۍ چپه کولو ته نږدې شول، خو د هغوی لښکرو د څو ورځو په اوږدو کې له بغداد څخه په حرکت دوی پر شا کړل. خو له دې سره دغو بریدونو عباسي خلافت دې ته اړ کړ څو یعقوب د سیستان، افغانستان او کرمان د والي په توګه په رسمیت وپېژني او همدارنګه یې صفاریانو ته په بغداد کې لوړ پوړې څوکۍ وسپارلې.[۲][۳]

زوال

[سمول]

په ۹۰۱ ز کال کې، عمر صفاري د بلخ په جګړه کې د سامانیانو له خوا ماتې وخوړه او افغانستان یې هغوی ته پرېښود. صفاریانو ته یوازې فارس، کرمان او سیستان پاتې شول. د طاهر بن محمد بن عمر د واکمنۍ پر مهال (۹۰۱-۹۰۸ ز کال)، دغې لړۍ د پارس د نیولو او پر دغه ولایت د کنټرول لرلو په موخه له عباسیانو سره جګړه وکړه. په ۹۰۸ ز کال کې د طاهر او لیث بن علي د واک د ګدۍ د مدعي ترمنځ کورنۍ جګړه په سیستان کې ونښته. په راتلونکو کلونو کې د فارس والي سیبک – اري (Sebük-eri) د عباسیانو لاس ته ورغی. په ۹۱۲ ز کال کې بالاخره سامانیانو وکولای شول صفاریان له سیستان څخه وباسي. سیستان د لنډ مهال لپاره د عباسیانو کنټرول ته ورغی، خو بېرته د صفاري ابوجعفر احمد بن محمد تر واکمنۍ لاندې خپلواک شو؛ خو دغې لړۍ په ډېره لږ کچه پر سیستان واک درلود.[۴]

په ۱۰۰۲ ز کال کې محمود غزنوي په سیستان برید وکړ، لومړی خلف یې له واکه ګوښه کړ او په پایله کې یې صفاري لړۍ ته پای ټکی کېښود.[۵]

کلتور

[سمول]

صفاریانو د افغانستان دري او پارسي کلتور ته ډېر پام درلود. د هغوی تر واکمنۍ لاندې، د اسلامي نړۍ ختیځ د مخکښو پارسي ژبو شاعرانو لکه فیروز مشرقي، ابوسالک الجرجاني او محمد بن واصف په څېر درباري شاعرانو د ظهور شاهد و.[۶]

د نهمې پېړۍ په وروستیو کې، صفاریانو د نوي پارسي ادبیاتو رنسانس ته انګېزه ورکړه. د یعقوب له خوا د هرات له نیولو وروسته، یو شمېر شاعرانو هڅه وکړه چې د هغه بریا په عربي ژبه وستايي، چې په پایله کې یعقوب له خپل سکرتر محمد بن واصف سیستاني وغوښتل چې دغه اشعار په پارسي ژبه ولیکي.

اخیستلیکونه

[سمول]
  1. "Pandjhir". Encyclopedia of Islam. Vol. VIII. p. 258.
  2. "Saffarids". Encyclopedia of Islam. Vol. VIII. p. 795.
  3. Esposito, John L. (1999). The Oxford History of Islam. Oxford: Oxford University Press. p. 38.
  4. Bosworth, C. E. (1968). "The Development of Persian Culture under the Early Ghaznavids". Iran. 6: 34. doi:10.2307/4299599. JSTOR 4299599.
  5. Bosworth, C. E. (1963). The Ghaznavids 994–1040. Edinburgh University Press. p. 89.
  6. Bosworth, C. E. (1969). "The Ṭāhirids and Persian Literature". Iran. 7: 104. doi:10.2307/4299615. JSTOR 4299615.