ملاريا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Main symptoms of malaria.[۱]

ملاريا يوه پرازيتي انتاني ناروغي ده چې د نړۍ په تودو او نيمه تودو سيمو کې ډېره خوره ده. په نړېواله کچه هر کال نيژدې (٣٠٠ تر ٥٠٠) ميليونه انسانان په ملاريا اخته کېږي، چې نيژدې (له ١،٥ تر ٣) ميليونه انسانان د ملاريا د ناروغۍ له امله مړه کېږي چې د دغو څخه يو ميليون کوچنيان دي چې عُمر ئې تر پنځو کلو لږ دی. ددغې ناروغۍ له امله لويه برخه ښکار شوي خلک، د افريقا په لويه وچه کې ماشومان او نوي ځوانان دي.

ددې ناروغۍ علت د پروټوزون يو ډول پرازيت دی چې د پلازموډيم Plasmodium په نامه يادېږي. ددغې ناروغۍ ترټولو خطرناکه ډول د پلازموډيم فالسيپارم او د پلازموډيم وايوېکس له کبله پېښه شوې ملاريا ده، خو ددغه پرازيت نور اړونده توکمونه لکه پلازموډيم اواله او پلازموډيم مالاريا هم انسانان په ناروغۍ اخته کوي. د پلازموډيم د توکمونو دغې ډلې ته چې انسانان په ناروغۍ اخته کوي، د مالاريا پرازيتونه وايي.

دا پلازموډيم د يو ډول ښځينه غوماشې چې د انافېلس Anopheles په نامه يادېږي، هغه وخت انسانو ته ورځي. کله چې دغه غوماشه خلک وچيچي نو دا پرازيت د انسان وينې ته ورځي او په ډېر لږ وخت کې د وينې په سره توکو کې وده کوي چې پدې مهال ناروغ تبې کوي، د وينې د کمښت سره مخامخ کېږي، د يخ د احساس سره سره رېږدي، او په ژورو پېښو کې دا ناروغي د زکام د ناروغۍ ورته نښې هم ښکاره کوي چې ددغې ناروغۍ پرمختيون سره کوما او مړينه هم پېښېدلای شي. کله چې ملاريا په گرمو هېوادونو کې ډېر ليدل کېږي لکه په افريقا، هندوستان، پاکستان، لاتين امريکا، جنوبي آسيا، شرقي اسيا او همداسې زمونږ په گران هېواد افغانستان کې د ملاريا ناروغي شته.

د ملاريا د ناروغۍ د لېږدېدنې مخنيوی او کمېدنه د ځينې روغتيايي تدابيرو په پلي کولو سره شونې ده. د پشه خانو د کارولو، په کور او د کور شاوخوا چاپېريال کې د غوماشوژونکو درملونو په پاشلو او د ولاړو اوبو ډنډونو په بهېدلو سره، کوم چې د ملاريا د غوماشې د هگيو ځالې دي، د ملاريا پېښې تر لويې کچې راټيټوي.

د ملاريا د ناروغۍ لپاره تر اوسه پورې هېڅ کوم واکسين نشته. خو ددې هرڅه سره سره داسې دارودرمل شته چې ددغې ناروغۍ مخنيوی کوي او ددې لپاره چې د انتانيت د وېرې مخنيوی وکړي نو پکار ده چې په پرله پسې توگه همدا درمل وکارېږې. همدا د وقايوي درملو درملنه د ډېريو هغو خلکو لپاره چې د ملاريا په سيمو کې اوسېږي ډېره گرانه ده. که څه هم چې د درملو په وړاندې مقاومت په عامه توگه ډېر پېښېږي خو د ملاريا په سبب رامېنځ ته شوي انتاني ناروغي د ملاريا ضد دارودرملو ،چې په دغو کې کلورکين يا پيريمېتياماين راځي، په کارولو سره يې درملنه کېږي.

تعریف[سمول]

ملاریایوه هغه ناجوړي ده چې د ګرمي په موسم کي یاني هغه هېوادونو کې رامنځ ته کېږی چې ګرم وي. دا ناروغي د یو قسم غوماشې چې د انوفېلس په نوم یادېږی رامنځ ته کېږي. د دې غوماشې په ناړو کې یو رکم پرازیت دي چې پلازموډیم نومېږي او دغه پلازموډیم په انسانانو کې د ملاریاناروغي رامنځ ته کوي.

د ناروغي رامنځ ته کېدل[سمول]

د ملاریاناروغي د یوې ښزینه غوماشې چې د انوفېلس په نوم پېژندل کېږي، د دې په چېچولو سره وه انسان ته ورتېرېږي. کله چې یوه ښزینه غوماشه (انوفېلس) یو انسان وچېچې نو ده دې غوماشو په ناړو کې چې پرازیت پلازموډیم دي د انسان و بدن ته ورننوځي. دا پلاسموډیم زي وه یېنې ته او هلته د یېنې په حجراتو کې ځانونه ډېروي له هغه ځایه بیا وینې ته رازي. په وینې کې د وینو پر سره حجراتو برېد کوي. او همدلته وسېږي او د دې حجراتو سر رنګ چې هېموګلوبن یادېږي خورک یې وي. او دغسي له دینه زهري مواد جوړېږي چې دا تبې رامنځ ته کېږي.

د رشکتو موده[سمول]

کله چې دا غوماش یو څوک وچېچي نو لومړنی نوښانیانې تقریباً ۶ ورځې وروسته او یا هم ډېر لکه تر اوونی یا هم تر میاشتي پورې وخت نېولی شي.

د ملاریاډولونه[سمول]

له مکروب له مخي د ملاریاناروغي ۳ ځایه ځان تقسیمه وي.

ملاریاکوانتارا[سمول]

دا ملاریاناروغي تر ټولو سپکه ګڼړ کېږي. پدې ملاریاکي د تبو تر منځ ۷۲ ساته فاصله وي. او مکروب یې یا پرازیت یې پلازموډیم ملاریا ده.

ملاریاترتېانه[سمول]

د دې ملاریاناروغي د تبو تر منځ ۴۸ ساته فاصله وي. او دا ناروغي ډېر کم وخت خلک وژني.

ملاریاټروپیکا[سمول]

دا ملاریاناروغي تر ټولو خطرناکه ډول یې دی. د دې ستونځه دا ده چې تبې بې وخته پر انسان رازي. دغه یې وجه ده چې سړی په وخت سره نه پوېږي چې دا ناروغي لري. او که چېري د دې ناروغي علاج ونکول شي نو د انسان د مرګ امکانات تر۳۰٪ کې دي.

د ناروغي نښې[سمول]

د ملاریالمړنی نښانیانی ډېره لوړه تبه او ورسره رېږدېدل، خوله کول. ډېر کلک سر درد او د ټول وجود درد درلوښتل. کله نه کله له نس د خوا هم خرابېدل. او په مالومه وختو سره تبه رامنځ ته کېدل. خو دا په مالومه وخت سره د تبې را منځ ته کېدل یوازي په ۱، او ۲، ډول ناروغي کې ښکارېږي. په ملاریاټروپیکا کښې نا مالومېږی.

ډیاګنوزې[سمول]

د ملاریاناروغي مالومول لپاره ده وینې ټېست کې کتل کېږي چې دا پرازیت د وینو سره حجراتو کې شته او یا یې هم حجرات خراب کړي دي.

درملنه[سمول]

چې کله د ملاریاناروغي یو څوک ولري نو سري ورته دوا ورکول کېږي. د ملاریادواګاني د ډاکټر په مشوره خپل په وخت او تر خپل مودې پوري باید وخوړل شي.

سرچینه[سمول]

  1. WebMD > Malaria symptoms Last Updated: May 16, 2007.