عبد الحكيم اسحاقزى
| شیخ عبدالحکیم حقاني | |||||||
|---|---|---|---|---|---|---|---|
| مولوي | |||||||
مولوي عبد الحكيم اسحاقزى د وینا په ترڅ کې
| |||||||
| د واکمنۍ دوران ١۵ اګست ۲۰۲۱ | |||||||
| امیرالمؤمنین | ملا هيبت الله اخوند | ||||||
| لومړی وزیر | ملا محمد حسن اخوند | ||||||
| |||||||
| د ا.ا د عدلیې وزیر | |||||||
| د واکمنۍ دوران ۷ سپټمبر ۲۰۲۱ | |||||||
| امیرالمؤمنین | ملا هيبت الله اخوندزاده | ||||||
| |||||||
| د شخص معلومات | |||||||
| اصلي نوم | عبد الحكيم | ||||||
| پيدايښت | ۱۹۶۷ ميوند ولسوالۍ، کندهار، افغانستان |
||||||
| تابعیت | |||||||
| لقب | حقاني | ||||||
| پلرنی ټاټوبی | کندهار | ||||||
| عملي ژوند | |||||||
| کار/مسلک |
|
||||||
| مقام | قاضي القضات | ||||||
| سمول |
|||||||
مولوي عبد الحكيم اسحاقزى چي د عبد الحكيم حقاني او عبد الحكيم شرعي په نامه هم پېژندل کېږي، په کال ۱۹۶۷ کي د کندهار ولایت په ميوند ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې. هغه د ۲۰۲۱م کال د اګست د ١۵مې نېټې راهیسې د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې مشر او د عدلیې وزیر دی. نوموړی د اسلامي امارت په تېره دوره کې (١٩٩۶- ٢٠٠١) هم د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې مشر وو. نوموړۍ په قطر کې د طالبانو د خبرو اترو مشرتابه هم کوله.
ښاغلی اسحاقزی د طالبانو د بنسټ ايښودونکو څخه دی، چي د اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد د ډېرو نږدي کسانو څخه وو.
فعالیتونه
[سمول]ښوونه
[سمول]نوموړي تر دې وروستيو پورې په دارلعلوم حقانيه کې د يوه ښوونکي په توګه دنده لرله او تر څنګ يې د پاکستان د بلوچستان د کوټې د ښار اسحاق آباد سيمه کې خپله مدرسه هم لري.
قاضي
[سمول]د اسلامي امارت په لومړۍ دوره (١٩٩۶- ٢٠٠١) کې، د يو لارښود سره سره ده د استیناف محکمې او مرکزي دارالافتا مشري هم په غاړه لرله. کله چې مولوي هیبت الله اخندزاده [اميرالمؤمنين وټاکل سو نو ښاغلي اسحاقزي ته د سترې محکمې مشري ور پر غاړه سوه.
دپلوماسي
[سمول]په سپټامبر ٢٠٢٠م کې، نوموړۍ د طالبانو د قطر د يوويشت کسيزې ډلې مشر وټاکل سو، او شېر محمد عباس ستانکزی چې دده تر مخه ددې ډلې مشر وو ددې ډلې مرستيال مشر وټاکل سو. [۱]
سرچينې
[سمول]- ↑ شادي خان صافي (۵ سیپټمبر ٢٠٢٠). "طالبانو د افغان چارواکو سره خبرو ته خپله ټيم وټاکی". Anadolu Agency. بياځلي په 24 August 2021.
{{cite news}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link)
