دولتي(رسمي) دین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دولتي دین (چې د دولتي دین، قانوني  او رسمي دین په نامه هم یادېږي) هغه دین یا عقیده ده چې په رسمي توګه د یوه خپلواک دولت له خوا تایید شي. له رسمي دین سره یو دولت، په داسې حال کې چې سیکولر نه وي، په دې معنا نه ده چې د روحانیونو حکمت و ګڼل شي. رسمي دینونه، د حکومت ټاکل شوې یا قانوني چارې دي، خو اړینه نه ده چې دولت د دین تر کنټرول لاندې وي (لکه څنګه چې په تیوکراسۍ یا د روحانیونو په حکومت کې وي) او نه هم اړینه ده چې دا دین د دولت تر کنترول لاندې وي.

د بشري تاریخ په اوږدو کې رسمي دینونه نږدې په ټولو دودونو کې لیدل شوي دي، چې تر لرغوني نږدې ختیځ او له تاریخ نه مخکې زمانو ته یې پراخوالی رسېږي. د دیني فرقو او دولت اړیکې د لرغوني لاتیني عالم مارکوس تیرینټیوس وارو( Varro) له خوا د theologia civilis تر اصطلاح لاندې چې (په تحت الفظي توګه "د عامه الهیاتو") په معنا دی، تر بحث لاندې ونیول شوې. لومړۍ رسمي تمویل شوې عیسوي کلیسا د ارمنستان اپوستولیک کلیسا وه چې په ۳۰۱ ز کال کې جوړه شوه. لکه څنګه چې د کلیسا اصطلاح، په عیسویت کې په عمومي ډول د عیسویانو یا د اړوندو ډلو عبادت ځای ته کارول کېږي، د رسمي کلیسا اصطلاح هم له داسې عیسویت سره تړلې ده  ، چې د حکومت له خوا تصویب شوې وي، یا له تاریخي اړخه د روم سترواکۍ رسمي کلیسا ته کارول کېږي، چې د سترواکۍ په وروستیو پېړیو کې يې شتون درلود او ځینې وختونه، د عیسویت یوې ځانګړې معاصري ولسي برخې ته هم  کارول کېږي. له رسمي کلیساګانو سره ecclesiae نږدې تړاو لري او هغو ته ورته دي، خو د مفهوم له مخې تر کلیسا لږ بریالۍ دي.   [۱]

د منځني ختیځ زیاتره هېوادونه، چې ډېری يې مسلمان نفوس لري، اسلام یې خپل رسمي دین ټاکلی دی، که څه هم د اتباعو په ورځنیو چارو کې دیني محدودیتونه له یو هېواد نه تر بل هېواده پورې توپیر لري. د سعودي عربستان واکمنان هم له سیکولري او هم له دیني ځواک نه ګټه اخلي، په داسې حال کې چې د ۱۹۷۹ ز کال د اسلامي انقلاب راهیسې د ایران سیکولر ولسمشران، د  د دیني چارواکو پریکړې پرځای کوي. ترکیه چې اکثریت نفوس یې مسلمانان دي، د اتاترک له اصلاحاتو وروسته، یو سیکولر هېواد شو، که څه هم په ورته وخت کې د روسیې د انقلاب برعکس، دا اصلاحات د رسمي الحاد لامل نه شول.  

په معاصرو ټولنو کې په اتباعو باندې د دولت له خوا د رسمي ملي دین د تپلو کچه لوی توپیر لري، لکه:  په سعودي عربستان کې چې په لوړه کچه او په ارمنستان کې، چې په ټیټه کچه یا لکه: ډنمارک، انګلستان، آیسلینډ او یونان، چې په کې هېڅ دین نه تپل کېږي.  

ډولونه[سمول]

د رسمي دین په توګه د یو ارزښت یا عقيدې نه د دولت د ملاتړ او ماهیت کچه ښایي توپیر ولري. په داسې ډول چې کېدای شي، دین یوازې و ټاکل شي (له مالي ملاتړ سره یا پرته له هغه) او په نورو دینونو د عمل آزادي شتون ولري یا داسې چې بل هر دین له فعالیت نه منع شي او د نورو مذهبونو پیروان و ځورول شي. په ۱۶ مه پېړۍ کې په اروپا کې، دولت د ملاتړ لپاره د کاتولیک او پروتستانت دینونو ترمنځ سیالۍ د Cuius regio, eius religio اصل را منځ ته کړ (چې معنا یې: دولت د واکمن له دین نه پیروي کوي) او دا یې د هغه تړون په متن کې ځای پر ځای کړ، چې د ۱۵۵۵ ز کال د اکسبورګ د سولې لامل شو. اتم هنري په  انګلستان کې له روم سره په ۱۵۳۴ ز کې اړیکې پرې کړې او ځان یې د انګلستان د کلیسا لوی مشر اعلان کړ او تر ۱۵۴۷ ز کال پورې، یعنې د هغه تر مړینې پورې له پاپ نه پرته کاتولیک دین، د انګلستان د رسمي دین په توګه دوام وکړ. په سکاټلنډ کې، د سکاټلنډ کلیسا هم د واکمن دین له اصل نه مخالفت وکړ. [۲][۳]

په ځینو حالاتو کې، یوه سیمه ییزه اداره، ښایې د دیني ارزښتونو یوه برخه ملاتړ او تمویل کړي، دا ډول قضیه په فرانسه کې د الساس- موسیلې په سیمه کې د خپل سیمه ییز قانون پر بنسټ، چې د  ۱۹۰۵ ز کال نه وړاندې د فرانسې او کلیسا تر منځ د هوکړې پر بنسټ د قانوني سیستم نه په پیروي دا کار ترسره شو. په جرمنې کې هم داسې بېلګې شته دي.  [۴]

په ځینو کمونیستي دولتونو کې، په ځانګړې توګه په شمالي کوریا او کیوبا کې، دولت له دیني بنسټونو نه ملاتړکوي او د دولت له خوا د ملاتړ شوو دیني سازمانونو نه بهر کړنې ه بېلابېلو کچو له ردولو سره مخامخ کېږي. په دې ډول قضایاوو کې، رسمي دینونه د دولت له خوا د هغو پراخو هڅو په توګه ګڼل کېږي، چې د واک د بدیلو سرچینو په مخنیوي کې مرسته کوي.  

رسمي کلیساګانې[سمول]

د "رسمي کلیسا" او د پراخې اصطلاح "رسمي دین" ترمنځ توپیر شته دی. "رسمي کلیسا" هغه رسمي دین ته ویل کېږي، چې د دولت له خوا را منځ ته شي او یوازې د دولت له خوا وکارول شي. د "رسمي دین" یوه بېلګه، چې ان "رسمي کلیسا" هم نه ګڼل کېږي، په کاستاریکا کې رومي کاتولیک دین دی، چې د ملي کلیساپه نه شتون سربېره، د ۱۹۴۹ ز کال په اساسي قانون کې د رسمي دین په توګه وټاکل شو. د "رسمي کلیسا" په قضیه کې، دولت په کلیسا باندې بشپړ کنټرول لري، مګرد  " رسمي دین" په برخه کې کلیسا د بهرنۍ ادارې له خوا اداره کېږي، لکه: د کاتولیسیزم په قضیه کې، چې واتیکان پر کلیسا کنترول لري. په دواړو حالاتو کې، د دولت رسمي دین، د دولت حاکمیت یو څه تر اغېز لاندې راولي. له ۲۰۱۲ ز کال نه را په دې خوا، یوازې پنځه رسمي کلیساګانې پاتې دي، ځکه چې ډېری هغو هېوادونو چې یو وخت یې له رسمي کلیساګانو ملاتړکاوه، کلیسا یې له خپل حکومت نه جلا کړې ده.

بې رسمیته کول یا منحل کول[سمول]

بې رسمیته کول، د دولت د یوه ارګان په توګه د کلیسا د درېځ د لغوه کولو بهیر ته ویل کېږي. په هغه دولت کې چې قانوني کلیسا شتون ولري، هغه کسان چې د کلیسا د بې رسمیته کولو له ګام سره مخالفت کوي، د antidisestablishmentarians یا د کلیسا د بې رسمیته کولو ضد ډله بلل کېږي، خو دا کلیمه زیاتره په بریتانوي ټاپوګانو کې د انګلیسي کلیساګانو د درېځ په اړه له بحث سره تړاو لري چې: د ایرلینډ کلیسا (په ۱۸۷۱ ز کې بې رسمیه شوه)، په ویلز کې د انګلستان کلیسا (په ۱۹۲۰ز کال کې بې رسمیته شوه ) او په خپله د انګلسان کلیسا (چې په انګلستان کې په رسمي توګه پاتې شوې ده).

سرچینې[سمول]

  1. The Journal of Ecclesiastical History. p. 268 by Cambridge University Press, Gale Group, C.W. Dugmore
  2. The headship was administrative and jurisdictional but did not include the potestas ordinis (the right to preach, ordain, administer the sacraments and rites of the Church which were reserved to the clergy). Bray, Gerald. Documents of the English Reformation James Clarke & Cº (1994), p. 114
  3. Neill, Stephen. Anglicanism Penguin (1960), p. 61
  4. The concerned religious communities are the dioceses of Metz and of Strasbourg, the Lutheran EPCAAL and the Reformed EPRAL and the three Israelite consistories in Colmar, Metz and Strasbourg.