سروبی بند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سروبي برېښنا بند د کابل ولايت په سروبي ولسواۍ کې موقيعت لري، چې په ۱۳۳۰ ه ش کال کې یې کار پیل او په ۱۳۳۶ ه ش کال يې چارې بشپړې شوې يعنې دا بند د محمد ظاهر شاه په وخت کې د افغانانو په پانګه جرمنيانو جوړکړ چې دا بند په ټول هېواد کې د برېښنا د توليد له اړخه څلورم مقام لري. د دې بند ژوروالی ۱۷ يا ۱۸ متره دی او دوه کيلو کيلومتره مساحت لري. چې اوس مهال يو توربين یې ۱۲۵۰۰ کيلو واټه برېښنا توليده وي او د دوهم توربين تر جوړونې وروسته به یې ټولييز ظرفيت ۲۵۰۰۰ کيلو واټه شي.[دافغانستان اوبه]