خبرې اترې:افغانستان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Jump to navigation Jump to search

I have uploaded a map of the provinces in Pashto at Image:Afghanistan provinces pashto.png on commons. I won't put it here, since I don't know Pashto and I don't know if it's accurate - I only used the list here. I am the author of the original map. If there are any problems, please contact me. Thank you. en:User:Golbez 08:24, 11 جنوري 2007 (UTC)


interwoiki[سمول]

Can any admin add correct interwiki? take it from any other language... thks77.48.45.229 08:55, 5 اکتوبر 2007 (UTC)

طبيعي څرنګوالې او لوړې ژورې[سمول]

ګران بياباني صېب سلامونه[سمول]

او نېکې هيلې٠ ډېر وخت وشو ناسوب ښکارې٠ څښتن مو روغ لره. که لاندې ليکنه سمه وه نو د افغانستان سرليک لاندې يې راولئ٠ مننه --Ansari 11:42, 23 اکتوبر 2007 (UTC)

طبيعي څرنګوالې او لوړې ژورې[سمول]

افغانستان يو غرنې هېواد دى چې 1/3 برخې څخه يې زياته د غرونو د لړيو پوسطه پوخل شوې دى، دا لړۍ غرونه له يوې خوا د هماليا له غرونو سره او له بلخوا د لوديځې اسيا د غرونو له لړيو سره اړيكې لريز

د اسيا د فزيكي نقشې د كتنو څخه دا پاېله ترلاسه كېږي چې: د منځنۍ اسيا لوړې برخې د لوړړتيا له نظره د نړۍ د ډېرو مهمو غرونو څخه شمېرل كېږي چې ختيځې برخې يې ډېررې لوړې، ولې لوديځې برخې يې دومره جګې نه دي او د ختيځ څخه د لوديځ په لور پرتې دي، د افغانستان د غرونو لړۍ هم د ختيځ څه د لوديځ لور ته پرتې دي، د ختيځ څخه د لوديځ په لور پخپل امتداد كې په څو څانګو وېشل كېږي او له بل خا د هغهې لوړاولې د ختيځ څخه د لوديځ په لور وروو كمېږي ترڅوچې په ټيټو او جبه زارو ځمكو كې پاې ته رسېږي. د افغانستان د غرونو سلسلې د مركزي اسيا د غرونو د لړيو سره د جوړښټ او پېداېښت په لحاظ تقريبا يوشانې دي.

د افغانستان د غرونو لړۍ په ځانګړي توګه د هغې مركزري برخې چې له ختيځ څخه لوديځ خواته امتداد لري او بالاخره د هريرود په حوزه كې پاى ته رسېږي د هندوكس او د بابا د غره د شمالي او جنوبي برخو په منځ كې د اوبو د وېش بريد ټاكي. لدې پرته مختلفې سيمې د افغانستان شمالي برخې په ځانګړي توګه د تركستان او بدخشان سيمې د افغانستان د سوېلي او سوېل ختيځو سيمو يانې كابل، ننګرهار، غزني او كندهار څخه بېلې كړي دي او د اړيكتياو په لحاظ يې ستونزې پيدا كړې دي، په داسې حال كې چې نن ورځ دغه مشكلات د نقليه وساېطو پرمخ د سالنګ د سورنګ په كيندلو سره تر يوې كچې د ګټې په غرض له منځه تللي دي.

د پامير او واخان لوړه سطحه[سمول]

د اسيا د وچې په منځۍ برخه كې لوړې او جګې څوكې موجودې دي چې د نړۍ د بام په نامه يادېږي. روسي زمكپېژندونكي ماركوو (Morkov) او همدا ډول نور زمكپېژندونكي پوهان دا منځۍ څوكې په دوو برخو وېشي. ختيځي برخې يې چې حقيقي څوكې دي ډېرې لوړې او د ۶۰۰۰ څخه تر ۷۰۰۰ مترو پورې د سمندر له كچې لوړوالې لري. دا برخه د لوى پامير په نامه يادېږي او د افغاني خاورې څخه دباندې شتون لري. لوديځې برخې يې چې نسبتا لږ لوړوالې لري او د يخچالي مورنو په واسطه نيول شوي دي د كوشني پامير په نامه يادېږي او دا برخه ټوله په افغانستان پورې اړه لري. دا غرنۍ لوړې سيمې د قراقرم، هماليا، هندوكس او كونلين (Kun Lun) د غرونو د لړيو د يوځاى كېدو په ټكي كې پرتې دي چې د منځنۍ اسيا د لويو غرو د لړيو مهمه كړۍ جوړوي، په دا سيمه كې د اوړي د خو ميشاشتو څخه پرته د كال په نورو وختو كې تګ او راتګ نه كېږي دا ځكه چې د واورو ګټونه دا برخې پټوي او د دوامدارو واورو او سختو بادونو په الوتلو سره يې ددې سيمې تګ راتګ ستونزمن كړې دى.

د هندوكش د غرونو لړۍ[سمول]

د واخان په سويل لوديځه خوا كې يو لړ لوړ لوړ غرونه پراته دي چې د هندوكش او يا د هندي قفقاز په نامه اوږدې پرتې دي او د غرونو د هغې سلسلې سره چې په لوديځ كې يې پراته دي د افغانستان د شمالي او جنوبي برخو ترمنځ يو لوى ديوال تشكيلوي د غرونو دا لړۍ د ختيځ لور ته د افغانستان له خاورې څخه وځې او د قراقرم د غرونو د لړۍ سره يوځاى كېږي او د قروفېل كنډو د ۳۸۰۴ مترو په لوړوالي سره ددغو دوو سلسلو پهمنځ كې يو فاصل حد جوړوي................... د بابا غرو لړۍ د غرونو داا لړۍ تقريبا د افغانستان په منځۍ بخه كې موقيعيعت لري او دا لړۍ غرونه هم د هندوكس، فېروزكوه او د تيربند تركستان د غرونو په څېر د ختيځ څخه لوديځ لور ته پراته دي. كومې څانګې چې ددغې لړۍ څخه جلا كېږي مختلفو خوا ورته ځې چې ځينې څآنګې يې د شمال او شمال لوديځ لور ته او ځينې نورې يې د سويل او د سويل څخه شمال ته تګ راتګ د مشكلاتو سره مخامخ كړې دى. د زيات لوړوليپه نسبت ددې غره پورتنۍ برخې د كال په اوږدو كې د شپږو ميشاتو څخه زيتت وخت په واوور پټې وي او د تګ راتګ پكې نه كېږي، ددې لړۍ غرونو منځنۍ لوالۍ ۴۰۹۰ متره دى، او ډېره لوړه څوكه يې شاه پولاد نومېږي چې د سمندر له كچې څخه ۵۱۴۰ متره جګه پرته ده. دبابا غره د ډېرو مهمو څوكو لوړتيا چې د ختيځ څخه د لويديځ په لور پرتې دي د ۳۹۸۹ مترو څخه تر ۵۱۴۰ مترو پور رسېږي چې د نوموړو څوكو منځنۍ لوړتيا يې ۴۷۵۰ مترو ته رسېږي...........

د فېروز غرونو لړۍ[سمول]

د تيربند تركستان د غره لړۍ[سمول]

ختيځ تورغر[سمول]

د سلېمان د غرو لړۍ[سمول]

په افغانستان كې اورغورځونى:[سمول]

په افغانستان كې د زمكپېژندنې په دويم او درېيم پير كې د اورشيندنې فعاليتونه زيات ول، هغه هم د سلېمان او هندوكس د غرو په لړيو كې كېداى شي چې ددغو اورغوځونكو غرو فعاليتونه په اروپا كې د الپ د غرو، د هندوستان په شمال كې د هماليا د غرو، په شمالي امريكا كې د كورديلر د غرو لړيو او په جنوبي امريكا كې د انديز د غرونو سره پرتله شي. د غرونو دا لړۍ د الپي غرونو يانې د الپ د معاصرو غرونو سره څخه ګڼل كېږي. له همدې كبله د اورغورځونې ډبرو لكه (لاوا) د افغانستان د غرونو زياتې برخې پټې كړي دي. زمكپېژندونكو پوهانو وكولاى شول چې د زمكپېژندنې د دويم او درېيم پير د اورغورځونې پاتې شونې يو له بله جلا او وڅېړي. دممهال په افغانستان كې د اورشيندنې كوم كارنده منځۍ نشته خو د افغانستان په ځينو برخو كې د اورشيندنې ځينې نښې نښآنې او پاتې شونې ليدل كېئ، همدا ډول د اورشيندنې ځينې نښې نښانې لكه د ننګرهار په سلطان پور، د پاروپامېزاد (هرات) ولايت د اوبي په شمال كې، د هامون هلمند په شمال او سويل يانې د غزني ولايت په نار دښته كې د تودو اوبو چينې د اورغورځونې له اثارو څخه شمېرل كېږي...........

د زلزلو شاليد[سمول]

ددې سره سر هچې په افغانستان كې داسې فعالې اورغورځونې نشته چې د زلزلې باعث شي خو كله كل هد افغانستان مختلفې سيمې د سختو او سپكو جړكونو سره مخامخ كېږي او دا له دې كبله ده چې د افغانستان د غرونو لړۍ د الپ د غرونو په څېر د ترثري (Tertiary) په دوره كې تشكيل شوي او تراوسه پورې هم د غرونو دا لړۍ نوي او د پرمختګ په حال كې دي. له دې كبله د غرونو ددې لړۍ چجارچاپېره زمكې او په ځانګړري ډول د افغانستان شمالي ختيځې برخې په لړزه كې وي. او همددا ډول ځينې زلزلې چې مختلفغې منشاوې لري په يوه سيمنه كې ډېرې محسوسېږي په عمومي توګه زيتې سختې زلزلې د افغاسنتا په شمالي ختيځو برخو كې پېدا كېږي. تخريبي زلزلې چې د تاريخ په مختلفو دورو كې منځته راغلي او په تاريخ كې ثبت شوي په لاندې ډول ښودل كېږي: هغه وحشتناكه او سخته زلزله چې دافغانستان ټولې سيمې يې وجړكولې په ۱۵۰۵ز كال ۹۸۳هجري لمريز كال وشوه، وروسته لدې په ۱۸۳۲ز كال يوه بله وېجاړوونكې زلزله د بدخشان په سيمه كې وشوه او زيات تلفات يې منځته راوړل...........


ژبې[سمول]

په افغانستان كې څه باندې ۳۰ خپلواكه ژبې شته چې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې ور|باندې په مختلفو ګړدودونو خبرې اترې كېږي. يو فرانسوي ختيځپېژندونكي ژبپوهاند (benveniste خپله نظريه داسې څرګندوي چې د ګاونډيو هېوادونو كولتور پر افغانستان باندې اغيزه كړې ده، ولې ددې هېواد په خپلواكه تاريخ او محلي مشخصاتو په محوه كولو كې يې هېڅ ډول اغيزه نده كړې، خو په يقيني ډول ددېغې كولتورونو يو ځاى كېدل په ژبو او نژاد كې يو ډول پېچلتيا او اختلات رامنځته كړې دى. د افغانستان د ژبو اهميت د نړۍ د نورو ژبو په څېر د هغ ژبې د ويونكيو په شمېر پورې اړه لري د مثال په توګه په پښتو او دري ژبو باندې د افغانستان په ډېرو پراخو سيمو كې خبرې اترې كېږي ا و تقريبا د ټول افغانستاان خلك وربآندې پوهېږي. په داسې حال كې چې په اورمړي يا روشني ژبه باندې په څو محدودو كليو او بانډو كې خبرې اترې كېږي. چې پښتو او دري ژبې د افغانستان د ادبي ژبو منل شوي دي نو له دې كبله د حكومت پام هم ډېر دغو ژبو ته راګرځېدلې. په ټول هېواد كې په دواړو ژبو د پوهنې تعميم د حكومت موخه ده. خو په افغانستان کی تقریبا هر افغان دری خبری کوی شي یعنی ځنی سر چینی وایي ۹۰ فیصده خلک په دی ژبه خبری کوی شی

د افغانستان اديان او مذهبونه[سمول]

په مذهبي توګه د افغانستان ۹۹% سلنه وګړي مسلمانان دي، چې لدې ډلې څخه له ۸۵% تر ۸۹% پورې سني او ۹% تر ۱۵% شيعه جوړوي. د ۱۹۸۰ز كال تر اخره نږدې ۳۰۰۰۰ څخه ۱۵۰۰۰۰ پورې هندوانو او سكانو هم د افغانستان په لويو او كوشنيو ښارونو لكه، كابل، جلالكوټ، كندوز، كندهار، خوست او داسې نورو كې استوګنه لرله. له دې پرته د هرات، بلخ او كابل ولايتونو كې په سلهاؤ يهود هم اوسېدل چې له كورنۍ جګړې څخه بهرنيو هېوادو ته ګډه شول، لدې ډلې څخه يواځې يو يهودي چې (زېبلون سيمينتو) نومېږي د خپل عبادتځاى ساتنې لپاره په كابل كې پاتې دى. د يادولو وړ ده، چېرې چې د شوروي تاړاك څخه هجرت كوونې افغانان له ډول، ډول ستونزو سره مخ كړل، له دې ډلې څخه يوه خطنرناكه ستونزه د لوديځو ټولنو لخوا د افغانانو عيسوي كوونه وه، چې دا ټولنې پدې وتوېدې چې هغه ډله افغانان چې له خپل دين څخه ناخبره ول، او يا يې د لوديځو هېوادو خوبونه ليدل، له خپل حق او رېښتوني دين (اسلام) سره مخه ښه وكړه او د يو څو روپو په بدل كې يې خپله لاره بدله كړه.

په دې لړ كې كله چې په ګران هېواد يو ځل بيا انګرېزي تاړاك راغې او ګران هېواد يوځل بيا د پردي تر چتر لاندې راغې، نو د تنصيري ټولنو لپاره د كار زيمنه ښه جوړه شوه، ځكه چې د امريكې ولسمشر ډبليو بوش د افغانستان او عراق پر خلاف جګړه يوه صليبي جګړه وبلله، په هيواد كې د لومړي ځل لپاره كليساګانې جوړې شوې، چې د بګرام، كندهار، جلالكوټ او د كابل ښار د اېټاليې د سفارت هغه يې د يادولو وړ دي، چې هر ه يكشنبه ورته د بهرنيو هېوادو عيسوي وګړي ورځې چې لدې كار څخه زموږ هغه ډله مرتد هېواد وال هم برخمن كېږي، چا چې د يو څو روپو لپاره خپل دين پلورلې. د عيسويت د بلنې چارې په ګران هېواد كې په نه اټكلېدونكي ډول پرمخ روانې دي، په دې اړه د هرات او بلخ علماؤ او ځايي خلكو د هغو كوريايي وګړو پر ضد چغه پورته كړه، چې د تنصيري بلنو لپاره افغانستان ته راغلي ول. په پاى كې افغان حكومت دې ته اړه شو، چې دا ډله خلك د اخلاقي فساد په نامه له هېواد څخه وشړي.

د ۲۰۰۷ كال په نيمايي كې يو ځل بيا د كوريايي كليسا ډلې د افغانستان پر لور راماتې شوې، چې لدې ډلې څخه ۲۱ كسه د طالبانو لاس ته ورغلل. دا ۲۱ كسيزه ډله چې انجونې او هلكان پكې ول، له كابل څخه د غزني پر لار، كندهار ته روان ول، چې ونيول شول. د عبدالرحمن په نامه د يوه افغان مرتد كېدنه د افغان دولت او سترې محكمې پر اسلامي مخ د شرم هغه څپېړه ده، چې ټول افغان ولس به يې د تل لپاره په ياده ولري. افغانستان چون يو بنسټيز اسلامي هېواد دى، نو لدې امله د مرتد سزا مرګ ټاكل شوې، چې د عبدالرحمن لپاره بايد اورول شوې واى، خو د افغان دولت له خولې مرتد عبدالرحمن ذهني ناروغ دى، حال دا چې دې ناروغ په خپله خوله دا اقرار كاوه ، چې زه نه ناروغ يم او نه هم څه ستونزه لرم، بلكه په خپله خوښه عيسوي (مرتد) شوې يم. كه چېرې افغان ولس په خپله ددې ناسور مخه په خپل لاس ونه نيسي، نو لرې دې نه وي، چې د ګاونډي پاكستان په څېر ددې ډلې عيسويانو شمېره له سلونو څخه مليونونو ته ورسېږي. اقتصاد کانونه

صنعت[سمول]

د تاريخي سابقې په نظ كې نيولو سره دا څرګنديېږي ېچ افغاسنان د ډرې رغونې زمانې څخه راپدېخوا د غاليو، ګېلمونو، مېمڅيو، ټغرونو، پوستينچو، پښګري، زرګري، مسګرۍ، كاشي كارۍ، كلالۍ او د نساجې د صنعت لكه د سپڼسيو، وړنيو او ورېښمينو ټوكرو (كرك، برك، قناوېز، نرمه خامتا) مهم صنعتي منځۍ ؤ، او د افغانستان په بېلو بېلو سميموكې په زياته او لږۀ اندازه جوړېدل او جوړېږي. لدې ډول صنايعو څخه غالۍ د افغانستند بډېرو مهمو لاسي صنايعو څخه شمېرل كېږي، د كورني اړتياوو د ليرې كولو سره سره بهر ته هم لېږدول كېږي او په امريكا، استراليا او اروپايي هېوادو كې ډېر ښه بازار لري او له دې لارې افغانستان په كال كې ډېر ښه عاېدات لاس ته راوړي.

د غالليو صنعت[سمول]

غالۍ د افغانستان د ډېرو مهمو پيداوارو څخه ګڼل كېږي ،چې صنعت د افغانستانپ هشمالي سيمو لكه دولت اباد، فارياب، بلخ، مېمنه، اندخوى، قزل اياق او قرقين كې متمركز شوي د، په افغانستانكې جوړې شوې غالۍ د څرنګوالي، ډيزاين او دوام په لحاظ د اروپا او امريكا په بازارونو كې يو ځانګړې نوم لري. د غاليو صنعت د ډېرو لرغونو زمانو څخه په دې هېواد كې رواج لري او د ځينو نښو نښآنو څخه څرګندېږي چې د غاليو صنعت د مسېح عليه السلام د زوكړې څخه دمخه پدې هېواد كې دود ؤ، خود ۱۳ز پېړۍ څخه راپدېخوا يې زياته پراختيا كړې ده........

ماشيني صنايع[سمول]

د عصري ماشينو، كارخانو او صنايعو بنسټ د لومړي ځل لپاره د امير شېرعلي خان او بيا وروسته د امير عبدالرحمن خان په وخت كې يو لږ څه په پرمختللي ډول كېښودل شو. د خپلواكۍ څخه دمخه هم افغانستان نوي ماشيني صنايع دلودل،خو دومره واړه او لږ ؤ، چې په عملي توګه يې د هېواد په اقتصاد باندې كومه اغيزه نه درلوده. امير شېر علي خان د هېواد د عصري كولو لپاره لومړني ګامونه پورته كړل، خو وروسته بيا دغه لړۍ ناڅاپه د انګرېزانو د يرغلونو په واسطه ( د افغان او انګليس دويمې جګړې) په واسطه وشلېده. امير عبدالرحمن خان د ۱۹ پېړۍ په وروستيو كلو كې د ماشين خانې په نوم د يوې عصري كارخانې بنسټ د افغانستان په كابل كې كېښ،د، ددې كارخانې اصلي كار د ساړو او ګرمو وسلو د مختلفو ډولونو لكه، توپ او ټوپك او د جنګي وسلو جوړول او تيارول ؤ، ددې سره سره يې په څنګ كې يوه ضرابخانه او د سپكو صنايعو ځينې څانګې هم موجودې وى. خو بايد وويل شي چې حكومت دغه دواړه فابريكې د حكومتي اړتياؤ د ليرې كولو لپاره جوړې كړې وى............


د برېښنا لاسته راوړنه[سمول]

د شلمې پېړۍ د لومړۍ نيمايي څخه راپدېخوا برېښنا د انرژۍ د ډېرو مهم شكل په توګه د بشر په صنعتي او د ژوند په ټولو فعالتونو كې ورننوتې او استحصال او استهالاك يې په ډېرو چټكتيا زيات شو. خو په افغانستان كې د امير عبدالرحمن خان په وخت كې د برېښنا څخه د څراغونو د روښانولو لپاره ګټه پورته شوه، ا و د لومړي ځل لپاره يوه كوشنۍ ډاېنمو چې د ۴۰ څراغونو برېښنان څخه يې زيات ظرفيت نه درلود په كابل ك په كار پېل وكړ. لدې څخه وروسته په كابل، جلالكوټ، او پغمان كې د حرارتي برېښنا څو كوشنيو ماشينونو په توليد پيل وكړ، چې هېڅ يوه د شلو كيلو واټو څخه زيات ظرفيت نه دلرلود...........

د افغانستان نامتو برېښناكوټونه[سمول]

هوايي كرښې او ډګرونه[سمول]

د كابل هوايي ډګر -- د ننګرهار هوايي ډګر -- د كندهار هوايي ډګر -- د هرات هوايي ډګر -- د بګرام هوايي ډګر -- د مزارشريف هوايي ډګر -- د كندوز هوايي ډګر

لوى لارې او سړكونه[سمول]

  • كابل او شېرخان
  • كابل او كندهار
  • كابل او تورخم
  • كندهار او هرات
  • كندهار او سپين بولدك
  • هرات او تورغونډۍ


نوم[سمول]

د افغانستان نوم د دوه نومونو تړنګ نوم دی، يعنی لومړنی نوم يې افغان او دوهم د ستان وروستاړی دی چې مانا يې ده د افغانانو خاوره. د افغانستان نوم هم د افغان د نوم نه راوتلی چې په معاصر تاريخ کې کارېدلی دی. د اسلامي دورې راپدېخوا پښتنو دغه نوم د ځان لپاره کارولی. د W.K. Frazier Tyler, M.C. Gillet او د نورو تاريخپوهانو له قوله د افغان ويی په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره په ٩٨٢ زېږيز کال کې په حدود العالم من المشرق اللمغرب نومي کتاب کې راجوت شوی. د افغانستان د نوم وروستنی برخه يا په بله وينا د افغانستان د نوم وروستاړی ستان بيا د پارسي د ژبې نه پور شوی چې مانا يې ده زمکه يا خاوره. په انګليسي ژبه کې بيا ددې انډول افغان لېنډ يا Afghanland دی، چې د قاجاريانو او د برطانيې د حکومت په بېلابېلو تړونونو کې د افغانستان لپاره کارېدلی، او دا هغه تړونونه دي چې د برطانيې د حکومت او د پارس د حکومت د حدودالاربيې د ښکاره کولو په خاطر کښل شوي. په دغو تړونونو کې هغه سيمې چې پښتانه پکښې مېشته دي چې پدې کې د اوسيني افغانستان سوېلي برخې هم شاملې دي، د افغان لېنډ په نامه يادې شوي. د افغانستان نوم د ١٨ پېړۍ نه راپدېخوا کله چې احمد شاه ابدالي خپله خاوره د پارس نه بېله کړه او يوه خپلواکه پاچايي يې جوړه کړه نو همدغه خپلواکه پاچايي پدغه نوم ياده شوې، خو د امير عبدالرحمن خان په وخت کې د افغانستان نوم په نړېواله کچه رسمي شوی. د ١٨ پېړۍ نه دمخه افغانستان د خراسان په نامه يادېده.

آرپوهه[سمول]

د افغانستان نوم د افغان له ويي څخه اخيستل شوې، چې افغان د پښتون كام لپاره كارول كېده، د ډبليو.كې. فراېزر ټاېلر په حواله د افغان ويي د اسلام له راتګ څخه مخكې پښتنو د ځان لپاره كاراوه. دارنګه اېم.سي. جېلېټ او نور په لسګونو پوهان پدې ګروهه دي، چې افغان همدا پښتانو دويم نوم دى، نوموړې ژبپوه وايي چې: د لومړي ځل لپاره د افغان ويي په (حدود العالم) كتاب كې په كال ۹۸۲ز كال راغلې دى. د افغان د ويي په اړه ډېرې راى دي، څوك يې د دتالوت عليه السلام زوى ګڼي، څوك يې يهودي ګڼي، څوك يې د ابراهيم عليه السلام زوى.. چې موږ به يې دلته په لڼد ډول راواخلو: په مستندو تاريخونو كې د (افغان) ويي د لومړي ځل د پښتنو لپاره په ۱۳۱۶ز كال د سلطان ابوسعيد مرزا په پير كې د تاريخپوهانو لخوا وكارول شو. دارنګه دا ويي (افغان) د پښتنو لپاره د شاه عباس اعظم (چې په ۱۵۸۷ز كال د پارس يو لوى واكمن تېر شوې) په پير كې كارول شوې دى. د پښتنو (افغانانو) په اړه د افغانستان نامتو تاريخپوه احمد علي كهزاد په خپل تاريخ (تاريخ افغانستان لومړي ټوك) كې دا ښكاره كړې چې پښتانه دا حقيقت د (اريا) نسل يوه قبليه ده چې تقريبا شپږ يا اووه زره كاله مخزيږ د لومړي ځل لپاره له خپل ټاټوبي (منځنۍ اسيا) څخه باختر ته چې د امو له سيند څخه دېخوا سيمو ته راوكوچېدل. او د زرګونو كلونو استوګنې څخه وروسته ۲۰۰۰ يا ۱۹۰۰م.خ كلونه پس ننني افغانستان، پارس او د سند د درې پر غاړه اباد شول. دې سيمې ته يې بيا (اريانا) يا اريانه ويجه وويله.

د مخزنې افغان ليكوال نعمت الله بيا د افغان ويي ابراهيم عليه السلام ته رسوي، او وايي چې د ساول يا تالوت په نامه يو واكمن ؤ، دده نوسې افغانا نومېده. د تالوت له مرګ څخه وروسته داود عليه السلام د واكمنۍ په پير لوړو پوړيو ته ورسېد، د سلېمان عليه السلام په پير كې د پوځ د سپه سالار په توګه وټاكل شو، ددې افغانا زوزات بې اندازې زيات شو، چې د وخت په تېرېدو سره د بني اسرايل په نامه ياد شول. په ۶مه مخزيږې پېړۍ كې د بابل واكمن بخت نصر په جودا بريد وكړ، او د افغانا زوزات يې د غور (د افغانستان يو ولايت) پر لور وشړل.

د وخت په تېرېدو سره دا ډله خلك د خپل نيكه (افغان) په نامه سره ياد كړاى شول، او نننې افغانستان هم د همدوي په نوم ونومول شو. دا راى يواځى او يواځى يوه افسانه كېدا شي، چې د ځينو ذهنونو لخوا راجوړې شوي، او په تاريخي توګه كوم اعتبار نلري.

يوه بله فرضيه چې د افغان په اړه وړاندې كېږي، هغه داسې چې د اريانا (ننني افغانستان) څخه يوه ډله سوداګر د مدينې منورې پر لورې ولاړل، هورې يې له نبي عليه السلام سره ليده كاته وشول، ددې ډلې مشر قېس بن احنف نومېده، په نبي عليه السلام يې ايمان راوړ، او خپل هېواد ته له راګرځېدو سره سم يې د اسلام تبليغ پېل كړ.پدې سره دده د قبيلې ټولو خلكو ايمان راوړ، قېس عبدالرشيد ډېر زامن درلود، چې يو يې افغانا نوميده،......


==

الافغان بهذا المصطلح شعب معروف في التاريخ الاسلامي من الشعوب الآرية[۱] "أخوة الفرس والاكراد والطاجيك [۲]" يسكن هذه البقاع نفسها ولقد ذكرهم عدد كبير من المؤرخين[۳][۴]، ووصفهم بالقوة والبأس الشديد،الرحالة ابن بطوطة عند زيارته لمدينة كابل وما جاورها [۵].

Link in Pashto[سمول]

Here is the President of Afghanistan's website in Pashto. http://www.president.gov.af/Index_Pashto.aspx If it is not already in the article, please add the link. Thank you WhisperToMe 02:14, 22 جون 2009 (UTC)

Question about geographical names[سمول]

Can anyone translate to Pashto language geographical names listed below? Aotearoa 11:42, 1 نومبر 2009 (UTC)

  • Khorasan (region)
  • Pamir River
  • Panj River
  • Wakhan River
  • Iranian plateau (in Dari: Falāt-e Īrān)
  • Eastern Hindu Kush (mountains)
  • Western Hindu Kush (mountains)
  • Pamir Mountains
  • Wakhan Pamir Mountains (in Dari: Pāmīr-e Wākhān or Selselah-ye Kōh-e Wākhān)
  • Western Pamir or Little Pamir (in Dari: Pāmīr-e Khord)
  • Pamir-Alay (mountains)
  • Noshaq (mountain)
  • Khyber Pass or Khaybar Pass
  • Southwest Asia

Article requests[سمول]

Here are some articles that may be good in Pashto:

WhisperToMe 07:45, 5 می 2011 (UTC)

Edit request from , 9 November 2014[سمول]

د افغانستان پښتو صفحه کی زیاتی نیمګړتیاوی شته لکه ولسمشر، معاونین، اجرايوي رئیس او داسی نوری. د سمون لپاره تاسو اقدام وکوي یا ماته اجازه راکړی تر سو په دی صفحه کړی تغیر راولم.

  1. عصام عبدالرؤوف ، بلاد الهند في العصر الاسلامي ـ ص 34
  2. محمود اسماعيل ، سوسولوجيا الفكر الاسلامي ، طور الانهيار ،ص 102
  3. حسان حلاق ، تاريخ الشعوب الاسلامية ، مادة الافغان
  4. عصام عبدالرؤوف ، بلاد الهند في العصر الاسلامي ـ ص 133
  5. ابن بطوطة ، الرحلة ، ص 377