د بګرام هوايي ډګر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د بګرام هوايي ډګر چې د بګرام د هوايي اډې په نوم هم پېژندل کېږي (د IATA له مخې یې کوډ: OAI، د ICAO له مخې یې کوډ: OAIX)، د افغانستان د پروان ولایت د چاریکار ښار سویل ختیځ لوري ته په ۱۱ کیلومتره (۶.۸ مایله) فاصله کې موقعیت لري. دغه هوايي ډګر اوس مهال د افغانستان د ملي دفاع وزارت تر کنټرول لاندې دی. یاد هوايي ډګر د الوتکو دوه کانکرېټي ځغاست لیکې لري چې د بګرام په لرغونې سیمه کې د سمندر له سطحې څخه په ۴۸۹۵ فوټه (۱۴۹۲ متره) لوړوالي موقعیت لري. د اصلي ځغاست لیکې اوږدوالی یې ۱۱۸۱۹ فوټه او پلنوالی یې ۱۵۱ فوټه (۳۶۰۲ متره × ۴۶ متره) دی چې په دې سره د لاک هېډ مارټین سي-۵ ګلکسي لویو الوتکو په ګډون د هر ډول لویې پوځي الوتکې د ناستې وړتیا لري. دویمه ځغاست لیکه یې ۹۶۸۷ فوټه اوږدوالی او ۸۵ فوټه پلنوالی (۲۹۵۳ متره × ۲۶ متره) لري. دغه هوايي اډه همدارنګه درې لوی هنګرونه، د رادار د کنټرول ټاور، ګڼ شمېر نورې ودانۍ او د استوګنې ځایونه لري. له دې سربېره څه باندې ۱۳ هکتاره (۳۲ جریبه) د رمپ فضا او د الوتکو د پارک کولو جلا پنځه ځایونه لري چې په ټولیزه کچه په کې ۱۱۰ الوتکې په خوندي بڼه پارک کېدلای شي. [۱]

د بګرام هوايي اډه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور پر مهال دغو ځواکونو ته اړونده تر ټولو لویه هوايي اډه وه چې په کې د متحده ایالاتو د هوايي ځواک ۴۵۵مه هوايي لوا او ورسره یو شمېر نور امریکايي او ائتلافي ځواکونه ځای پر ځای شوي و. دغه اډې ته د امریکایانو له خوا پراختیا ورکړل شوه او په یو شمېر عصري وسایلو یې سمبال کړه (په داسې حال کې چې له افغانستان څخه یې د وتو پر مهال ډیری وسایل په کې تخریب کړل). په دغه اډه کې یو ۵۰ بستریز روغتون شتون درلود چې درې عملیات خونې او د غاښونو د درملنې یو پرمختللی کلنیک یې درلود. د کابل نړیوال هوايي ډګر د بګرام سویل لوري ته په شاوخوا ۴۰ کیلومتره (۲۵ مایله) فاصله کې موقعیت لري چې دواړه د دوه جلا سړکونو پر مټ سره نښلي. [۲][۳][۴]

د ۲۰۲۱ زکال د اګست په ۱۵مه وروسته له هغه چې طالبان کابل ته ننوتل او د ناټو له خوا روزل شوي افغان ځواکونه وپاشل شول، دغه اډه هم د طالبانو لاس ته ورغله. طالبانو د بګرام په هوايي اډه کې د شته بندخونې یا د پروان د بندخونې ټول بندیان خوشي کړل. [۵][۶][۷][۸]

تاریخچه[سمول]

د بګرام هوايي ډګر د سړې جګړې په لومړیو کې هغه مهال چې متحده ایالاتو او د افغانستان ګاونډي شوروي اتحاد په افغانستان کې د خپل نفوذ د پراختیا هڅې کولې جوړ شو. په داسې حال کې چې متحده ایالاتو په افغانستان تمرکز درلود، شوروي اتحاد په کیوبا کې د فیډل کاسټرو له رژیم سره خپلې اړیکې پیاوړې کړې. متحده ایالاتو ته د افغانستان د لومړي وزیر شهید سردار محمد داوود خان له سفر یو کال وروسته په ۱۹۵۹ زکال کې د متحده ایالاتو ولسمشر ډوایټ ایزونهاور هم افغانستان ته راغی او لېږدونکې الوتکه یې په بګرام هوايي ډګر کې راښکته شوه چې هرکلي ته یې د نورو افغان چارواکو سربېره پاچا محمد ظاهر شاه او لومړی وزیر محمد داوود خان هم ورغلي و. [۹][۱۰][۱۱]

د ۱۰۰۰۰ فوټه (۳۰۰۰ متره) په اوږدوالي د دغه هوايي ډګر اصلي ځغاست لیکه په ۱۹۷۶ زکال کې جوړه شوه. دغه هوايي ډګر افغان هوايي ځواک ته اړوند و چې متحده ایالاتو ورسره مرستې کولې. په ۱۹۸۰مه لسیزه کې د افغان – شوروي جګړې پرمهال دغه هوايي ډګر د ځواکونو د عملیاتي او تدارکاتي چارو د تنظیم د مرکز په توګه مهم رول ولوباوه. بګرام همدارنګه د شوروي ځواکونو د برید د پیلنۍ نقطې په توګه عمل وکړ او د شوروي د هوايي ځواک دوه ډلګۍ دلته ځای پر ځای شوې. په بګرام کې د شوروي د هوايي بریدونو ۳۶۸مه لوا ځای پر ځای شوه چې سوخو ۲۵ الوتکې یې لرلې او د جګړې په ډګر کې یې د شوروي او افغان ځواکونو هوايي ملاتړ کاوه. دغه لوا د ۱۹۸۶ زکال له اکتوبر میاشتې څخه د ۱۹۸۷ زکال تر نومبر میاشتې پورې په بګرام هوايي اډه کې ځای پر ځای شوه. [۱۲]

په بګرام کې د شوروي اتحاد په ځای پر ځای شوو ځمکنیو ځواکونو کې د زغروالو موټرو لرونکې ۱۰۸مه ډلګۍ او د هوايي دفاع د ۱۰۵مې لوا ۳۴۵مه خپلواکه ډلګۍ شاملې وې. وروسته له هغه چې د شوروي اتحاد ځواکونه له افغانستان څخه ووتل د لویدیځ له خوا سمبال شوې او د پاکستان له خوا روزل شوې د مجاهدینو ډلې له یو بل سره ونښتې او افغانستان په کورنۍ جګړه کې ښکېل شو. د شوروي له وتو وروسته د دغې اډې ډیری هغه تاسیسات چې شوروي اتحاد جوړ کړي و د بېلابېلو افغان ډلو ترمنځ د جګړو له امله ونړېدل. [۱۳]

له ۱۹۹۹ زکال را وروسته به دغه اډه کله د شمالي ټلوالې او کله به د طالبانو لاس ته ولوېده، چې تر ډېره پورې د دواړو لور قلمرو د اډې یوې او بلې غاړې ته اړوند کېده. د طالبانو ځواکونه تر ډېره پورې د دغې اډې د توپخانې او راکټونو له محدودې څخه لرې و، خو په دغه اډه باندې یې د شمالي ټلوالې بشپړه واکمني هم رد کوله. مطبوعاتي راپورونو بیا څرګندوله چې دغه مهال د شمالي ټلوالې یو قوماندان د هغو د کنټرول له بمبارد شوي برج څخه د څارنې او همدارنګه خبریالانو ته د معلوماتو د ورکړې په موخه ګټنه کوله او سنګرونه یې هم همدلته نږدې و.

راپورونو همدارنګه څرګندوله چې په کابل باندې د شمالي ټلوالې توغندوییز بریدونه له بګرام څخه کېدل چې تر ډېره یې له روسي لونا (FROG-7) توغندیو ګټنه کوله. په ۲۰۰۰ زکال کې طالبانو د دغې اډې بشپړ واک خپل کړ او د شمالي ټلوالې ځواکونه یې اړ کړل شمال لور ته شاتګ وکړي.

۲۱مه پېړۍ[سمول]

په افغانستان باندې د متحده ایالاتو په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو د برید پر مهال دغه اډه د بریتانیا د ځانګړو سمندري ځواکونو له خوا ونیول شوه. د ۲۰۰۱ زکال د ډسمبر میاشتې په لومړیو کې په دغه اډه کې د ۱۰مې غرنۍ ډلګۍ د ځواکونو سربېره په فلوریډا کې د مک ډیل هوايي اډې د ځانګړو عملیاتو د قومندانۍ افسران، د فورټ برګ اډې څخه د ۸۲مې هوايي لوا چتر بازان، او د فورټ هوچاچو اډې د مخابرې د ۱۱مې لوا ۲۶۹مه ډلګۍ ځای پر ځای شوه. په بریتانوي ځواکونو کې د بریتانیا د کومانډو ځواکونو او سلطنتي سمندري ځواکونو سرتېري شامل و. د ۲۰۰۱ زکال د ډسمبر میاشتې تر نیمايي پورې د متحده ایالاتو څه باندې ۳۰۰ سرتېرو د دغې اډې د ساتنې مسئولیت پر غاړه واخیست چې تر ډېره په کې د ۱۰مې غرنۍ ډلګۍ سرتېري شامل و. دغو ځواکونو په اډه کې ګزمه پیل کړه، له دروازې یې ساتنه پیل کړه او د هوايي ډګر ځغاست لیکه یې له چاودېدونکو توکو څخه پاکه کړه. د ۲۰۰۲ زکال د جنوري په لومړیو کې د دغې غرنۍ ډلګۍ د سرتېرو شمېر ۴۰۰ تنو ته زیات شو.

د ۲۰۰۲ زکال د جنوري میاشتې تر وروستیو پورې شاوخوا ۴۰۰۰ امریکايي سرتېري افغانستان ته راغلل چې له دغو څخه ۳۰۰۰ یې د کندهار په هوايي ډګر او شاوخوا ۵۰۰ نور په بګرام اډه کې ځای پر ځای شول. د دغه هوايي ډګر د ځغاست لیکې د بیارغونې چارې امریکايي، ایټالوي او پولنډي سرتېرو پیل کړې. [۱۴][۱۵][۱۶]

د دغې هوايي اډې دویمه ځغاست لیکه د ۳۵۰۰ متره (۱۱۵۰۰ فوټه) په اوږدوالي سره د ۲۰۰۶ زکال په وروستیو کې د متحده ایالاتو له خوا د ۶۸ میلیون ډالرو په لګښت جوړه شوه. دغه نوې ځغاست لیکه له پخوانۍ ځغاست لیکې څخه ۴۹۷ متره (۱۶۳۱ فوټه) اوږده او ۲۸۰ ملي متره (۱۱ انچه) نازکه وه چې د سي-۵ ګلکسي (C-5 Galaxy)، سي- ۱۷ ګلوب ماسټر III (C-17 Globemaster III)، Il-۷۶ (Il-76)، اې ان – ۱۲۴ (An-124)، اې ان- ۲۲۵ (An-225) او بوینګ ۷۴۷ (د ملکي کارګو هوايي شرکتونو له خوا کارول کېږي) په ګډون یې د لویو الوتکو د ناستې وړتیا لرله. [۱۷][۱۸][۱۹]

تر ۲۰۰۷ زکال پورې بګرام په یوه واړه ښار واوښت چې پریمانه ټرافیکي ګڼه ګوڼه یې لرله او همدارنګه یې له جامو نیولې تر خوراکي توکو پورې هټۍ لرلې. دغه اډه چې غرنی موقعیت لري په ژمي کې یې د تودوخې کچه تر منفي ۲۹ سانتي ګراد درجو (منفي ۲۰ فارنهایت درجو) را کښته کېږي. د لوړوالي او واورینو طوفانونو له امله د ژمي پر مهال په دغه اډه کې د سوداګریزو الوتکو ناسته له ستونزو سره مخ کېږي چې له امله یې پخوانۍ الوتکو یوازې د باتجربه خدمو په لرلو کولای شول هلته را ښکته شي. تر ۲۰۰۹ زکال پورې په دغه اډه کې ۱۰ زره سرتېري ځای پر ځای شول. [۲۰]

په ۲۰۰۷ زکال کې په بګرام هوايي اډه ځانمرګی برید وشو؛ دغه برید افغانستان ته د متحده ایالاتو د مرستیال ولسمشر ډیک چیني له سفر سره هم مهاله و، په دغه برید کې ۲۳ تنه ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول. برید د اډې د یوې دروازې دننه چې شدید امنیتي تدابیر یې لرل ترسره شو. طالب ویاند قاري یوسف احمدي د دغه مسئولیت پړه پرغاړه واخیسته او څرګنده یې کړه چې موخه یې ډیک چیني و. بل طالب ویاند وروسته وویل چې دغه برید اسامه بن لادن طراحي کړی و او موخه یې هم د ډیک چیني وژل و. په برید کې ډیک چیني ته زیان وه نه رسېد. په وژل شویو کې یو امریکايي سرتېری، یو امریکايي قرار دادي، د سویلي کوریا یو سرتېرې او ۲۰ افغان کارکوونکي شامل و.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له نږدې شل کلن حضور وروسته د متحده ایالاتو د ځواکونو د وتلو د برخې په توګه د متحده ایالاتو ځواکونه د ۲۰۲۱ زکال د جولای په لومړۍ نېټه د شپې پر مهال په پټ ډول له بګرام هوايي ډګر ووتل او په دې سره د جولای په ۲مه نېټه دغه اډه د افغان دولت لاس ته ورغله. د متحده ایالاتو ځواکونه په شپه کې له دغې اډې ووتل او د افغانستان وسله والو ځواکونو ته یې د هغو اړوند هېڅ خبر نه و ورکړی؛ له اډې وروستي وتونکي سرتېري د اډې برېښنا قطع کړه او څراغونه یې مړه شول. دغه اډه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د سیمه ییزو وګړو له خوا په څو ساعتونو کې لوټ شوه. هغه مهال چې افغان ملي ځواکونه اډې ته ورسېدل د اډې کنټرول یې په لاس کې واخیست او یو شمېر لوټ کوونکي یې ونیول. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

د ۲۰۲۱ زکال د اګست په ۱۵مه په دغه اډه کې میشتو افغان ځواکونو خپل سنګرونه پرېښودل او اډه یې طالبانو ته وسپارله او په دې سره د دغې اډې واک یو ځل بیا د طالبانو لاس ته ورغی. [۳۲]

سرچينې[سمول]

  1. (په 27 February 2007 باندې). Bagram: US base in Afghanistan. BBC
  2. (په 2 July 2021 باندې). Bagram: Last US and Nato forces leave key Afghanistan base. BBC News.
  3. "BARRACKS 15–18 PROJECT, BAGRAM AIR BASE – AFGHANISTAN". www.77constructionusa.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 2 July 2021 باندې). U.S. Forces Have Left Afghanistan's Bagram Airfield as 20-Year War Winds Down.
  5. (په 2021-08-15 باندې). Afghanistan: Kabul to shift power to 'transitional administration' after Taliban enter city – live updates. The Guardian.
  6. "The Taliban Captured Helicopters. Can They Capture an Air Force?". Defense One (په انګلیسي ژبه کي). 13 August 2021. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "U.S. Withdraws from largest airbase in Afghanistan". NBC News. 2 July 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Red Cross confirms 'second jail' at Bagram, Afghanistan; BBC, 11 May 2010. The existence of this second prison was denied by U.S. authorities.
  9. (په 2021-12-21 باندې). At an Abandoned American Base, a Notorious Prison Lies Empty.
  10. "In Small Things Remembered » President Dwight D. Eisenhower inspects the honor guard upon arrival at Bagram Airport". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ نومبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "In Small Things Remembered » President Eisenhower is welcomed at the airport by King Zahir Shah, Afghan government officials, and children". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ مارچ ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Frank Rozendaal, Rene van Woezik and Tieme Festner, 'Bear tracks in Germany: The Soviet Air Force in the former German Democratic Republic: Part 1, Air International, October 1992, p. 210.
  13. (په 1 November 1998 باندې). Terror 'blowback' burns CIA. The Independent on Sunday.
  14. "Life At Bagram". Newsweek. 5 July 2007. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Rocket, Small Arms Fire Aimed at Bagram Airfield". US Department of Defense. 22 January 2010. مؤرشف من الأصل في ۳۰ اگسټ ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Afghanistan". Landmine and cluster munition monitor. 2003–2004. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  17. Harris, Kent (15 March 2005). "Buildings going up at Bagram Airfield as U.S. forces dig in for the long haul". Stars and Stripes. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ سپټمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Bagram Air Base (OAIX)". AZ World Airports. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ سپټمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Bagram Airfield opens $68 million runway Archived 2007-03-19 at the Wayback Machine..
  20. (په 27 February 2007 باندې). Bagram: US base in Afghanistan. BBC
  21. Carrie Johnston (په 10 October 2009 باندې). Afghan Men Tricked Into U.S. Trip, Detained: Possible Witnesses Have Been Forced To Stay Since 2008.
  22. Caryn Rousseau (په 27 August 2008 باندې). 2 US military men indicted on bribery charges. Fox News
  23. (په 28 August 2008 باندې). Five Individuals Arrested, Two Contracting Companies Charged in Bribery Conspiracy Related to Department of Defense Contracts in Afghanistan. United States Department of Justice
  24. Haltiwanger, John. "Almost as soon as the US military left its biggest air base in Afghanistan, looters rolled in". Business Insider (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "US left Bagram without telling new commander: Afghan officials". Aljazeera. 5 July 2021. مؤرشف من الأصل في ۰۸ جولای ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "U.S. Pulls Out of Afghanistan's Bagram Airfield in the Middle of the Night—Without Telling the New Commander". Time. 6 July 2021. مؤرشف من الأصل في ۰۸ جولای ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 2021-07-02 باندې). U.S. Leaves Its Last Afghan Base, Effectively Ending Operations. The New York Times.
  28. "US troops leave Afghanistan's Bagram airbase after nearly 20 years". the Guardian (په انګلیسي ژبه کي). 2021-07-02. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. (په 2021-07-02 باندې). U.S. Shuts Down Bagram Air Base as Afghanistan Pullout Speeds Up. Wall Street Journal.
  30. "U.S. withdraws from largest airbase in Afghanistan". NBC News (په انګلیسي ژبه کي). 2 July 2021. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Chuck Goudie (په 19 June 2009 باندې). 2 Chicago military officials plead guilty here, including a soldier named Patton. ABC 7
  32. "Taliban enters Kabul, awaits 'peaceful transfer' of power | Ap | cadillacnews.com". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)