د افغانستان سيندونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
د امير ډنډ په مرکزي افغانستان کې

که څه هم چي افغانستان دپرمختيا يي هيوادنو په کتار کې نه شمارل کيږي خو سيندونه يي ددي هيواد دملي اقتصاد دپرمختيا لپاره ځانگړی ارزښت لري هغه داچي که دنوي تکنالوژي او علم په اساس او داوسني ضرورتونو او غوښتنو په پام کي نيولو سره نوموړو سيندونو ته بندونه جوړ شي لانديني کټي ورڅخه پلاس راتلايي شي

1. دبريښنا دانرژي توليد

2. دکرهڼي دپراختيا لپاره دکانالونو کيندل

3. دسيلابونو دځمکي دتخريب مخنيوي

4. داوبوذخيره کيدل

5. دماهيانو دفارمونو جوړول

6. دباغونو او ځنگلونو پراختيا

7. دتفريح ځايونو ،چمنونو ، زينتي ونو اوگلانو پراختيا ليدونکي (سيا حانو ) تو جه راجلبوي

که څه هم دځينو سيندونو څخه څه نا څه اقتصادي گټي اخستل شوي خو دغه گټه يا په سيمه يزي محلي توگه ده او که په ملي کچه هم ده نود زوړ تخنيک څخه کار اخستل شوي دي چي هغي ته توسعه او پراختيا خو لاڅه کو ي چي ددير ش کلن جنگ او ځينو نو ړو عواملو په اساس پخوا ني ظرفيت يي هم دلاسه ورکړي ده چي داو سنيو غوښتنواو ضرورتونو سره هيڅ مطابق نلري دبيلگي په توگه ددرونټي دبريښنا دستگاه چي په لومړيو وختونو کي توليد ي ظرفيت يي ( ٨٠٠٠) کيلو واټوته راټيټ شوي دی نو داسي نتيجه اخستل کيږي چي دسيندونو څخه کومه کټه اخستل کيږي ډيره نا څيزه او يا هم په هيڅ حساب ده مو نږ دلته دهغه نا څيزه گټو څخه هم يادونه کوو چی دلوستونکوتوجه ورته غواړم. د افغانستان مهم سندونه عبارت دی له آمو سیند، هریرود سیند، د هلمند سیند او د کابل سیند.

د امو سيند

داموسيند دلرغوني بلخ او دهيواد دشمالي سيمو دسيند مدنيت شاهد دي چي ديونانيانو لخوا داوکس او د عربانو لخوا د جيحون په نوم ياد شوي ده ،دامو سيـــــند دپامير دلوړي سطــــــحي څخه چي دزکول په نوم ياديږي او لوړوالي ئي (٤١٢٥) مترو ته رسيږي سرچينه اخلــــــي چي د ارال تــــر بحيري (٢٥٠٠) کيـــــلو متــــره اوږدوالي لري (1).

د(١٢٠٠ )کيلو متره په اندازه دافغانستان او دمر کزي اسيا دهيوادونو (تاجکستان،ازبکستان ، ترکمنستان) ترمنځ سياسي سرحد تشکيلوي ، دامو سيند ته دکيڼي او ښي خواڅخه پو شمير مرستيال سيندونه رادرومي چي( %٣٠) اوبه دکيڼي خوا سيندونه چي افغانستان پوري اړه لري رارواني دي .

دامو دسيند دښي خوا مرستيال سيندونه چي دمرکزي اسيـــــا هيوادونو پوري ارتبــــــــاط پيداکــوي دکونډ (cond ) ،چک ( chak ) ،قزل سو ( qizal so ) ،وخش( wakhsh ) ،کافرنهان او سرخان څخه عبارت دي .

هغه سيندونه چي دافغانستان څخه دامو سيند ته رادرومي د واخان ،کوکچي او کندز د سيندونو څخه عبارت دي او نور سيندونه دامو سيند ته تر رسيدو څخه مخکي په ريگستانونو کي وچيږي چي دخلم ،بلخ آب ،اندخوي او قيصار له سيندونو څخه عبارت دي دامو سيند د سرچني څخه تر کوکچي سيند پوري ډير تيز او سرعت يي زيات دي او زياتي خړوبي او د يخ غټي ،غټي ټوټي له ځان سره راوړي .

دامو سيند داوبو اندازه د کرکي ( kerki ) په سيمه کي په في ثانيه کي (٢٠٥٠ ) متره مکعب ته رسيږي ،مگر کله چي د ارال سمندرگي ته توئيږي داوبو دبت يا اندازه (١٤٩٠ ) متره مکعب ته رسيږي ځکه چي نوري اوبه دکرني لپاره او نورو اقتصادي فعاليتونو لپاره په مصرف رسيږي .

د امو سيند چي پخوا د خم اب له سيمي څخه تيريده د دواړو غاړو زياتي برخي يي تخريبولي مگر اوس څه ناڅه کنترول شوي دي ،دامو سيند چي دافغانستان او مرکزي اسيا هيوادونو ترمنځ يو سيسي سرحدجوړوي بين المللي سيندونه ورته وايي او دامو سيند مربوطه هيوادونه کولي شي د ټاکلو شرايطو مطابق ورڅخه لازمه گټه پورته کړي ،مگر داچي دامو سيند کيڼ لوري (افغانستان) مناسب شرايط او وسايل په لاس کي نه لري نو ډيره کمه گټه ورڅخه اخستل کيږي .

دافغانستان شمال کي چي کرهڼي او مالداري ته يي زيات انکشاف ورکړي دى هغه دامو سيند مرستيالان سيندونه ( کندز او کوکچي سيندونه) دي

دکندز د سيند څخه دبريښناپه توليد او دپلخمري دنساجۍ په فابريکه کي ور څخه کار اخستل کيږي چي په في ساعت کي( ٤٦٠) کيلو واټه بريښنا توليدوي دامو سيند د پاسه مهم تجارتي بندرونه جوړشوي چي د تاش گذر ،کلن او قزل قلع (شيرخان ) په نامه ياديږي

د هريرود سيند

په لویدیځ افغانستان کی اوبه

د بابا د لويديځو لمنو څخه دوه سيندونه د سنگل اب او سر جنگل په نوم سرچينه اخلی چی ددولت يار په سيمه کی سره يوځاي کيږي د هريرود سيند جوړوي د هريرد دسيند د( ۴۰۰ )کليو مترو په اندازه د کاسه مرغ اوسفيدکو د غرونو تر منځ بهيږی .

د هريرود د سيند لوی مرستيال تکاويشان نوميږي چی د( ۲۰۰ ) ‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎کليو مترو په اوږدوالی د سياه کوه دغره په جنوبي لمنو کی بهيږی چی وروسته د هريرود د سره يوځا ی کيږی د( ۵۰۰ ) کليو مترو په اوږدوالی د هرات ښار او دهغی شااو خوا سيمی زرغونوی دهغی وروسته د افغانستان او ايران ترمنځ او دهغی وروسته د ايران او ترکمنستان ترمنځ سياسی سرحد جوړوی .

د هريرود دسيند د( ۲/۳ ) په افغانستان پوری اړه لری ،د هرات دښار تاريخی شهرت دهريرود د سيند سره مستقيم ارتباط لری ،د هريرود دسيند د بهر له سطحی څخه د( ۴۰۰۰ )مترو په اندازه لوړوالی لری په همدی اساس د کلو او باډو پوری یی د اوبو سرعت زېات دی او وروسته يی لوړوالی کميږی چی (۲۵۰۰ )مترو ته رسيږی

د هلمند سيند

دهلمند سيند دافغانستان دډيرو لويو سيندونو څخه گڼل کيږی ،له شروع څخه تر پايه پوری ټول دافغانستان په خاوره کی بهيږي دبهر له سطحی څخه( ۳۸۰۰ ) مترو به جگوالي سره د هزاره جان د غرونو څخه سرچینه اخلی او د (۱۴۰۰ ) کيلو مترو په اوږوالی دافغانستان جنوب او جنوب لويديزو سيمو ته بهيږی ، دهلمند سيند د شروع څخه تر گرشک پوری زياتی ځمکی خړوبوی او سرعت یی ډیر زیات دی د گر شک څخه وروسته لوړوالی يی( ۸۰۰ ) مترو ته راکميږی عرض يی زياتيږی دقلعه بست په سيمه کی دارغنداب سيند ورسره يوځای کيږی .

دهلمند دسيند اوبه غير منظمی دی او داوبو اندازه يی دکال په جريان کی د ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰۰ متر مکعب بور تغير خوری ،دغه تغيرات کله کله ځمکی تراوبو لاندی کوی او کله هم په يوه کوچنی سيمه کی محدودی وی دهلمند دسيند شااوخوا سيمی وچی او سحرايی اقليم لری او دخلکو ژوند دسينداوبو پوری تړلی ده نو د سينددغه تغيرات د خلکو ژوند دستونزو سره مخامخ کړيده . دهلمند دسيند دپاسه دکجکی به سيمه کی او دگرشک په سيمه کی دبريښنا اتوليد لپاره استفاده کيږی او د بغيز د نهر هم دهلمند دسيندڅخه سرچينه اخلی دکجکی بند دبريښنا ظرفيت په يوه ساعت کی ۳۳۰۰۰ او د گرشک د بريښنا ظرفيت ۲۸۰۰ گيلواټه فی ساعت به رسيږی دهلمند دسيندڅخه د نهرونواو ويالو پواسطه ۱۴۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبيږی دهلمند دسيند مرستيالان په ارزگان کی کميان او ترين او دسيندونو په برين کوټ کی يوځای کيږی او په هرات کی هلمند سيند ته تويږی ،د موسی قلعه او دتو پانی رود د سنگين په سيمه کی ورسره يوځای کيږی

د کابل سيند

دکابل دسيند دپغمان دغرونو له دري څخه چي دبهرله سطحي څخه (٣٥٠٠)متره لوړوالي لري سرچينه اخلي چي د سرچيني څخه تر پايه پوري( ٧٠٠ )کيلومتره اوږوالي لري دکابل سيند د( ٥٦٠ )کيلو متره په اندازه د افغانستان په خاوره او د( ١٤٠ )کيلومتره په اندازه د پاکستان په خاوره کي بهيږي .

د کابل سيند په پورتني برخه کي ابشارونه لري چي د لويديځ څخه ختيځ لور ته د پراخو سيمو او تنگو درو څخه تيريږي ، دکابل سيند کله چي دللندر د تنگي دري څخه تير شي د چهاردهي د سيمي څخه وروسته دکابل ښار ته ورننووځي کله چي دکابل له ښار څخه تيريږي د تينۍ په سيمه کي د لوگر سيند ور سره يوځاي کيږي او بيادتنگي غا ر د تنگي ته داخليږي چي نغلو په ساحه کي د پنجشير سيند ورسره يوځاي کيږي د سروبي نه وروسته وريښمين تنگي ته داخليږي . د علينگار او عليشنگ سيندونه دلغمان د ځمکو د خړوبولو وروسته د عزيز خان کڅ په سيمه کي دکابل د سيند سره يو ځاي کيږي ،د ننگرهار د درونټي په جنو ب کي سرخاب اوبه ورسره يوځاي کيږي .

دکابل سيند د ننگرهار پراخه سيمه د کانالونو پواسطه خړوبوي کله چي دغه سيند د جلال اباد ښار د شمال ختيځ د بهسو د ساحي څخه تير شي د کامي دزاخيلو دکلي په سرکي دکنړ سيند ورسره يوځاي کيږي او بﻻخره د لعلپوري دتنگي له لاري د پيښور سيمي ته او بيا د اټک په ساحه کي د سند له سيند سره يوځاي کيږي ،د کابل سيند داقتصادي نقطي نظره ډير زيات د اهميت وړ دي چي ددي سيند گټوري او اقتصادي نقطي په راتلوونکو پاڼوکي ذکر کوو هيله ده چي دلوستونکو د توجع وړ و گرځي .

دغزني دسيند

دغزني په سيند داوبوگرځولو بندو نه دکرنيز فعاليت پراختيا لپاره جوړ شوي چي دسلطان بند او دسروبي بند او خروار بندو نو په نو م يادږي دسلطآن بند دغزنو ي سطان محود په وخت کي د(٥٠) مترو په جيگوالي او (٣٠٠) په اوږدولي جور شو علاوالدين عوړي جهان سوز په وخت کي ويجاړ شو (٨) پيړي ويجاړ پروت وه دامير حبيب الله خان په وخت کي دانگليسي انحينرانو لخوا جو ړ شو د(١٩) متر و مکعبو اوبو دذخيره کولوظرفيت لري دخواجه عمري دولسوالي او دغزني دمرکز (٥٠٠٠) جريبه ځمکهخروبوي

دسروبي بند (١٣٤٨) ه ش کال جوړ او (٢٠٠)ميلونه متره مکعبه او بو دذخيره کولو ظرفيت لري ددي اوبو پوسطه (٨٥٠٠٠)جريبه ځمکه او (١٩) دسروبوي بند دغزني په کرنيز اقتصاد ستر رول څرگند کړي دي

دخروار بند (١٩) مترو مکعبو او بو په ذخير ه کولو ظرفيت لري او (٣٠) متره لوړوالي لري او (٢٠٠٠٠) جريبه ځمکه خړوبوي

سرچينې